• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې د دفاع وزیر له ایران سره د پوځی همکارۍ د پراختیا لپاره تهران ته ځي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۳ GMT+۱

د ایران د سپاه پاسداران پورې تړلي تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شایګو د ایران له اسلامی جمهوریت سره د پوځي همکارۍ د پراختیا لپاره دغه هېواد ته سفر کوی.

د دغه خبري اژانس د خبر له مخې؛ ښاغلی شایګو به د سې شنبې په ماښام (د وږی ۲۸مه) تهران ته ورسیږي.

یاد اژانس زیاتوي؛ شایګو به له ایراني چارواکو سره د سیمې د پرمختګونو او دفاعي مسایلو په اړه خبرې وکړي.

تهران ته د روسیې د دفاع وزیر سفر د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز محمد باقري په بلنه ترسره کیږي.

دغو دواړو چارواکو د سرطان میاشت کې په ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو پوځي اړیکو او په سیمه کې د امنیتي پرمختګونو په اړه د نظر تبادله وکړه.

ایران او روسیه د لویدیځو هېوادونو له بندیزونو سره له یو بل سره پوځي ملګرتیا ته دوام ورکوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د جوزا په میاشت کې وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت مسکو ته د بې پیلوټه الوتکو د فابریکې د جوړولو لپاره اړین تجهیزات برابر کړي دي او روسیه کولی شي د راتلونکي کال په لومړیو کې ایراني بې پیلوټه الوتکې تولید کړي.

امریکا، برېتانیا، اروپايي اتحادیې، اسټرالیا او نیوزیلنډ د اوکراین په جګړه کې روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د ورکولو له امله پر ایران ځیني بندیزونه لګولي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

استرالیايي رسنۍ: د څه باندې ۵۰ زره افغانانو د بشردوستانه وېزو غوښتنلیکونه رد شوي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۶ GMT+۱

د اسټرالیا یوې رسنۍ راپور ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت د افغانانو څه باندې ۵۰ زره د بشردوستانه وېزو غوښتنلیکونه رد کړي او ۱۴۴ زره غوښتنلیکونه پاتې دي. د ایس بي ایس په وینا؛ په تېرو دوو کلونو کې د ۲۰۸ زره غوښتونکو څخه یوازې ۱۳,۶۱۲ وېزې صادر شوي.

دغې شبکې لیکلي، چې له هغه راهیسې چې طالبان د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په ۲۴ مه واک ته ورسېدل، شاوخوا ۲۰۸ زره افغانانو د دغې ډلې له ګواښ څخه د خلاصون لپاره د استرالیا له حکومت څخه د وېزو غوښتنه کړې ده.

د استرالیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ایس بي ایس ته وویل، چې تمه ده د ۲۰۲۳ - ۲۰۲۴ کلونو کې شاوخوا ۲۰ زره بشري وېزې صادرې شي.

دغه چارواکي زیاته کړه، چې د استرالیا حکومت د خپل بشري پروګرام له مخې افغان اتباعو ته د ۲۰ زره بشردوستانه وېزو تر څنګ ۱۶۵۰۰ نورې وېزې هم په پام کې نیولي، چې ټاکل شوې له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۶ کلونو پورې په څلورو کلونو کې صادرې شي.

هغه وویل، پر دې سربېره د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو لپاره د هغو افغان کډوالو لپاره چې د استرالیا په پولو کې اوسېږي ۱۰ زره بشري وېزې ځانګړې شوې دي.

د استرالیا د کورنیو چارو د وزارت د ویاند په وینا؛ هغه کسان چې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي، کولی شي بیا د بشري یا پناه غوښتنې وېزې لپاره درخواست وکړي.

دغه چارواکي زیاته کړې، چې نوی غوښتنلیک د انفرادي شرایطو پراساس ارزول کیږي.

د دغو چارو بودېجه تر ډېره د استرالیا د حکومت له خوا تمویليږي، د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې ویل شوي، چې د افغانانو د یوې لویې ډلې د وېزو د غوښتنلیکونو ردولو په اسټرالیا کې د افغان کډوالو ټولنې او هغه کسان چې په افغانستان کې یې د دغه هېواد لپاره کار کړی، "مایوسه" کړي دي.

په پاکستان کې د پټرولو او ډيزلو بيې د ریکار‌‌‌‌‌‌ډ تر کچې رسېدلې دي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۵ GMT+۱

د پټرولو او ‌‌‌‌‌‌ډیزلو په بیو کې دغه زیاتوالی داسې مهال تر دغې کچې رسېږي، چې لنډمهالی حکومت هڅه کوي د دغه هېواد مخ په ځوړ اقتصاد ورغوي او داسې لارې چارې ولټوي، چې ورسره د عام ولس په ژوندانه کې ښه والی راشي.

خو په تېرو څو اونیو کې دا دویم ځل دی، چې د پټرولو او ‌‌‌‌‌‌ډیزلو بیې لوړیږي او ورسره جوخت د خوراکي توکو بیې هم مخ په لوړېدو دي.


په پاکستان کې انفلانسون یا د پيسو پړسوب تر دې وړاندې هم ۲۷ سلنې ته رسېدلی و.


په اسلام اباد کې خلک وایي، چې د دغې ګرانۍ سره د خلکو ژوند ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات تریخ شوی او د خپلو ګېډو د مړولو وس نه لري، د خان پور اوسېدونکی محمد اسلام وایي:« نن سبا د ګرانۍ له وجې ‌‌‌‌‌‌ډېرې ورځې د درې وخته پر ځای یو وخت ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ خورو، ځکه وس مو نه رسېږي.»


په اسلام اباد کې د ټکسي موټر چلونکی محمد نذیر وایي، له سهاره تر ماښامه ګرځم د تېلو لګښت نه شم پوره کولای، هغه زیاته کړه:«خلک نن سبا دومره پرېشانه دي، چې د هیچا سره هم د ټکسي کرایه نه شته او نه څوک په ټکسي کې چېرته ځي، که د خلکو سره پيسې وي نو هر سړی غواړي چې په ټکسي کې ارامه سفر وکړي.»


په پاکستان کې اقتصادي شنونکي وایي، چې د پټرولو او ‌‌‌‌‌‌ډيزلو ګراني نېغ په نېغه د خوراکي توکو پر بیو هم اغیز پرې اېستي او د هغو خلکو ژوند لا ورسره تریخ شوی، چې لږه تنخوا او یا هم میاشتینی کم عاید لري، د دغو شنونکو په باور لنډ مهاله حکومت ته په کار ده، چې د تېلو د بیو د کنټرول تر څنګ په بازارونو کې هم د خوراکي توکو د بیو څارنه وکړي او پرې نه ږدي، چې یو ځلې بیا ولسي خلک د حکومت پر وړاندې لارو کوڅو ته راووځي.

د بایډن اداره امریکایانو ته: ایران کې زنداني شوي امریکایان خوشې شول، ایران ته مه ځئ

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۱ GMT+۱

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، چې په ایران کې زنداني پنځه امریکايي وګړي له زندانه خوشې شول او ډېر ژر به له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

سپینې ماڼۍ نن دوشنبه (د وږي ۲۷مه) په یوه خپرې کړې اعلامیې کې ویلي، چې له کلونو تحمل او ناڅرګند رنځ ګاللو وروسته به یاد پنځه امریکايي وګړي له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له امریکايي وګړو غوښتي، چې ایران ته دې سفرونه نه کوي.

نوموړی زیاتوي، چې هېڅ ډول تضمین نه شته چې ایران ته له تلونکو امریکایانو سره به ایران ورته چلند نه کوي.

د واشنګټن او تهران ترمنځ د بندیانو او پیسو د تبادلې د هوکړې له مخې؛ ایران د پنځو امریکايي وګړو الوتکې ته د الوتنې اجازه ورکړه او په بدل کې یې جنوبي کوریا د قطر بانکونو ته د هغوی پور پېسې انتقال کړې.

تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو؛ واشنګټن موافقه کړې چې له جنوبي کوریا څخه په قطر کې د مالي بنسټونو محدودو حسابونو ته د ایران پیسې انتقال کړي؛ خو هېڅ پیسې مستقیماً ایران ته نه ځي.

نوموړي وویل، چې د دغو مالي مرستو له سپارلو وروسته به امریکا دغه پیسې وڅاري چې څنګه او کله کارول کېږي.

ایرنا خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزرات ویاند د ناصر کنعاني په حواله وايي، چې بندیانو ته نن اجازه ورکړل شوې او د دغو بندیانو د تبادلې په بدل کې یې د ایران شپږ میلیارده ډالره کنګل شوې پېسې د قطر بانک ته استولي دي.

د ایران پر جنوبي کوریا دغه مقدار پور هغه وخت کنګل شو، چې د امریکا مخکیني ولسمشر ټرمپ پر ایران بندیزونه ولګول او یادې پېسې له جنوبي کوریا سره پاتې شوې.

له هوکړې وروسته دغه پېسې د قطر بانکونو ته انتقال شوي دي.

د روسیې لومړی وزیر: افغانستان او جنوبي اسیا ته د سوداګریزو لارو پراختیا ته چمتو یو

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۹ GMT+۱

د روسیې لومړي وزیر میخایل میشوستین ویلي؛ هېواد یې چمتو دی چې د "شمال او جنوب د سوداګرۍ دهلېز" د پراختیايي پلان په چوکاټ کې افغانستان او جنوبي اسیا ته د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د لارو د جوړولو چارې ګړندۍ کړي.

هغه د دغې لارې سوداګریز اهمیت د سویز(سویس) کانال سره پرتله کړ.

د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې؛ میشوستین د دوشنبې په ورځ له خپل ازبک سیال سره په کتنه کې وویل، چې د دغو سوداګریزو لارو پراختیا د شمال او جنوب د نړۍوال سوداګریز دهلېز د پراختیا پر لور یو ګام دی. په دې دهلېز کې هند، ایران، اذربایجان، روسیه، منځنۍ اسیا او اروپا شامل دي.

میشوستین وویل؛ دوی چمتو دي چې په دې چوکاټ کې د افغانستان او جنوبي اسیا په ګډون د یورو- اسیا په سیمه کې د سوداګریزو لارو پر پراختیا تمرکز وکړي.

دغه روسي چارواکي ویلي، چې له ازبکستان سره د اورګاډي پټلۍ په برخه کې د همکارۍ د پراخ پلان جوړول او د دغه هېواد د هوايي تاسیساتو پیاوړي کول د روسیې له مهمو موخو څخه دي.

د اوکراین د جګړې له پیل سره روسیه د لویدیځ تر سختو بندیزونو لاندې ده او له اروپا سره یې سوداګري کمزورې شوې ده. مسکو پلان لري، چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په پراختیا سره د لویدیځ د بندیزونو له امله رامنځته شوي فشارونه کم کړي.

د ازبکستان صدراعظم عبدالله اریپوف په منځنۍ اسیا کې د سوداګرۍ په لارو چارو کې د پانګونې لپاره د روسیې د لېوالتیا هرکلی کړی دی.

د انټرفکس په وینا؛ اریپوف وویل: "موږ لېواله یو، چې د بیلاروس، روسیې، قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو توکو په دهلېز کې شامل شو."

هغه زیاته کړه: "د دې پلان یو له مهمو اړخونو څخه د افغانستان د ټرانس کوریډور په نوم د اورګاډي پټلۍ جوړول دي."

د طالبانو یوه پلاوي د سرطان په میاشت کې پاکستان ته سفر وکړ او د دغې پټلۍ د تخنیکي بیا کتنې تړون یې لاسلیک کړ.

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو پلان په ۲۰۱۸ کال کې د یوې اقتصادي لویې لارې د جوړولو په هدف وړاندې شو، چې منځنۍ اسیا به د هند سمندر له اوبو سره ونښلوي؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ له ګڼو غونډو سره- سره د درې واړو هېوادونو د ریل پټلۍ چارواکو ویلي، چې تر اوسه یې تخنیکي مطالعات نه دي پیل شوي.

د دغې پټلۍ د جوړولو لګښت څه باندې څلور نیم میلیارده ډالره اټکل شوی او اوږدوالی به یې ۵۷۳ کیلومتره وي.

دا ریل پټلۍ له ترمز څخه پیل او له مزارشریف او کابل ښارونو څخه تر تېرېدو وروسته د پاکستان پېښور ته رسېږي.

د بښنې نړۍوال سازمان: افغانستان د نه جبرانېدونکې تباهۍ په لور روان دی

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۲ GMT+۱

د بښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د دویمې کلیزې په مناسبت وویل، چې په دغه هېواد کې بشري حقونه له هرې زاویې تر برید لاندې دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۷مه) په یوه اعلامیه کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

د بښنې نړۍوال سازمان په خپله اعلامیه کې زیاتوي، چې د نجونو پر زده کړو له بندیز دوه کاله وروسته افغانستان د «نه جبرانېدونکې تباهۍ» پر څنډه ولاړ دی.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې طالبانو نه یوازې د افغانانو؛ په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه خپلې ژمنې ماتې کړې، بلکې "د تاوتریخوالي لړۍ یې بیا پیل کړې او په بشپړ معافیت سره یې له بشري حقونو سرغړونې کړې دي."

د دغه سازمان د اعلامیې له مخې؛ دا مهال په افغانستان کې "بشري حقونه په هره برخه کې تر برید لاندې دي او باید یې مخه ونیول شي”.

دغه سازمان په خپله اعلامیه کې پر طالبانو غږ کړی، چې د ښځو او نجونو ټول حقونه چې په هر عمر کې زده کړو ته د هغوی د لاسرسي حق هم پکې شامل دی؛ تضمین کړي او د ښوونځیو دروازې دې سمدستي پرانیزي او مېرمنې دې بېرته کار کولو ته پرېږدي.

دغه سازمان همداراز ټینګار کړی، چې طالبان باید د بیان او ټولینزې ازادۍ حق تضمین کړي. د بشري حقونو دغه نړۍوال سازمان هم د ښځينه خبريالانو او لاريون کوونکو د تښتولو، خپلسرو نيولو او وهلو ټکولو د بندېدا غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړۍوال سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبانو په سیستماتیک ډول د بشري حقونو د ساتنې ټول مهم بنسټونه منحل کړي او د بیان ازادي، عادلانه محاکم او نور بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

د دغې اعلامیې له مخې؛ په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو له بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه شوې او زرګونه افغانان په خپلسري ډول نیول شوي، شکنجه شوي، ورک شوي او حتا وژل شوي دي.

اعلامیې زیاته کړې چې خبریالان، د بشري حقونو مدافعین، هنرمندان، پوهان، مذهبي او په ځانګړې توګه قومي اقلیتونه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له خطر سره مخامخ دي.

د روان کال د وږي په میاشت کې د اوړي د رخصتیو په پای کې طالبانو له هلکانو او نارینه ښوونکو وغوښتل چې ښوونځیو ته ستانه شي، خو د نجونو او ښځینه ښوونکو د راستنېدو په اړه یې چوپه خوله پاتې شول، چې په وینا یې ښوونځیو ته د بېرته تګ اجازه نه ورکول کېږي.

طالبانو له هغه وخت راهیسې د نجونو پر زده کړو د بندیز لګولو له پرېکړې دفاع کړې ده، چې د دې ډلې مشرانو ویلي؛ د نجونو زده کړه "فرض نه ده" او هم د نجونو د زده کړو لپاره شرایط نه دي اماده شوي.

د اعتراضونو د کمولو لپاره، طالب چارواکو ویلي چې د نجونو پر زده کړو بندیز به تر امر ثاني پورې دوام لري.

د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز څخه دوه کاله تېر شول، په نړۍواله کچه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د "جنسي نژادي تبعیض" په رسمیت پېژندلو غوښتنې ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دي.