• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت: د افغانو مېرمنو او نجونو وضعیت باید لومړیتوب پاتې شي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۳ GMT+۱

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت د اسيا او اقیانوسیه د څانګې مشرې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال سره په خبرو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعيت ته د پاملرنې په لومړيتوب ټينګار وکړ.

پیټرا زیګمونډ له خالد خیاري سره خپلې خبرې پر اېکس (ټوېټر) خپرې کړې دي.

دغه چارواکي د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) لیکلي، چې دواړو خواو موافقه کړې، چې د افغانو ښځو او نجونو وضعیت باید د دوی د کار لومړیتوب وي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي اعلان کړی و ،چې د افغانو ښځو او نجونو وضعیت د دغه سازمان د ۷۸مې غونډې د اجنډا په سر کې دی.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه نن سې شنبه په نیویارک کې پیل شوې ده.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو درېیو دفترونو په یوه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د دغې ډلې له خوا د لګول شویو بندیزونو له امله د ښځو رواني روغتیا خرابه شوې ده.

​

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو ۷۸ غونډه؛ په روانه غونډه کې د افغانستان څوکۍ تشه ده

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې د افغانستان د پلاوي مشر نصیر احمد فایق ګډون نه کوي او د افغانستان څوکۍ تشه ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې غونډه د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) د څه باندې ۱۵۰ هېوادونو د مشرانو په حضور کې په نیویارک کې پیل شوه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، چې د افغان ښځو وضعیت هم د دې غونډې د اجنډا په سر کې دی.

د اوکراین مساله او د اقلیم د بدلون مساله به د دې غونډې یو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د ۱۴۰۰م کال په اوړي کې د افغان حکومت له نسکورېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي غلام محمد اسحاقزي له دغه مقامه استعفاء وکړه او د افغان پلاوي مشري نصیر احمد فایق پر غاړه واخیسته.

په تېرو دوو کلونو کې ملګرو ملتونو د دغې ډلې د ادارې د بې قانونۍ له امله په دغه سازمان کې د طالبانو د استازي له منلو ډډه کړې ده.

تېر کال د دغه سازمان د عمومي اسمبلې په ۷۷ مه غونډه کې نصیر احمد فایق له وینا څخه ووت.

تېر کال سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې ښاغلي فایق د طالبانو د ملاتړو هېوادونو تر فشار لاندې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له وینا کولو ډډه کړې وه.

ښاغلي فایق او ملګرو ملتونو تر اوسه د افغان څوکۍ د خالي پاتې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

تېر کال نصیر احمد فایق ویلي وو، چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د ۱۴۰۰کال د موافقې له مخې به افغانستان او میانمار په عمومي غونډه کې خبرې نه کوي؛ خو ښاغلي فایق د تېر کال د دغه تړون په اړه وضاحت ور نه کړ.

افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹ د ملګرو ملتونو غړی شو.

د فارس خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي: په افغانستان کې کورنۍ شخړې د سیمې لپاره ننګونه ده

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۴ GMT+۱

د فارس خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي د افغانستان، یمن، سوډان، سوریې او لبنان کورنې شخړې د سیمې له سترو امنیتي ننګونو څخه وبللې. جاسم البودایوي دغه موضوع د فارس خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کتنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته څرګنده کړه.

دا غونډه د دوشنبې په ورځ (د وږۍ په ۲۷مه) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۸مې غونډې په څنډه کې جوړه شوې.

د عرب نیوز د راپور له مخې؛ جاسم البودایوي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلېنکن سره په کتنه کې وویل، چې د فارس خلیج د همکارۍ شورا هېوادونه له امریکا سره د دغې اتحادیې د اړیکو د ټینګښت لپاره د لا زیاتو اقداماتو پلان لري.

جاسم البودایوي زیاته کړه؛ له امریکا سره د فارس خلیج د همکارۍ شورا ستراتیژیک شراکت د فارس خلیج د همکارۍ د شورا یو لومړیتوب دی او دغه غونډه د دا شان لومړیتوب ښودنه ده.

همداراز هغه په افغانستان، یمن، سوډان، سوریه، لبنان او نورو هېوادونو کې د «اټومي وسلو» پراخېدل، امنیتي ګواښونه، سیاسي بې ثباتي او داخلي شخړې د سیمې له سترو ننګونو څخه ګڼلې دي.

هغه په ​​داسې حال کې افغانستان ته اشاره وکړه، چې څه موده وړاندې په جده کې د فارس خلیج د همکارۍ شورا او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بللی شوی و.

د فارس خلیج د همکارۍ شورا او د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان د مشرانو غونډه د سرطان د میاشتې په ۲۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ په جده کې جوړه شوې وه.

په دې کتنه کې د قرغزستان جمهور رییس سادیر جباروف د افغانستان وضعیت «ډېر د اندېښنې وړ وباله» او ټینګار یې وکړ، چې له ترهګرۍ، افراطیت او سازمان شویو نړۍوالو جرمونو سره مبارزې ته ژمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د خلیج د همکارۍ شورا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته وویل، چې د امریکا او په دې شورا کې د شاملو فارس خلیج د خلکو او د ټولې نړۍ په ګټه دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګه: د افغانو مېرمنو حقونه باید ژر تر ژره بېرته ورکړل شي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۳ GMT+۱

د جنیستي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو دفتر وايي، چې په افغانستان کې باید د افغان مېرمنو او نجونو حقونه ژر تر ژره بېرته ورکړل شي.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو ۷۸مه عمومي غونډه نن پیل شوه، د دغه سازمان د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا څانګې پر خپلې اېکس (ټوېټر) لیکلي، چې افغانې مېرمنې او نجونې باید د کار، زده کړو او ټولنیزې ازادۍ په برخه کې ازادې پرېښودل شي.

دوی زیاتوي، چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځل واکمنېدو را وروسته دغې ډلې د مېرمنو او نجونو د ژوند د محدودیت په پار له ۵۰ څخه زیات فرمانونه ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو ۷۸مه عمومي غونډه نن سه شنبې د سېپټمبر ۱۹مه په نیویارک کې د ۱۹۳ هېوادونو د مشرانو په ګډون پیل شوه او د سېپټمبر تر ۲۶مې به دوام وکړي.

انټونیو ګوترېش تر دې غونډې مخکې ویلي و، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه بحث به د دغې غونډې د اجنډا په سر کې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د افغانستان تر واکمنۍ وروسته د ښځو او نجونو له حقونو څخه په پراخه او سیسټماټیکه توګه په سرغړونو تورن دي.

د طالبانو له خوا پر مېرمنو او نجونو د بندیزو پر مسالې ګڼ کورني او نړۍوال غبرګونونه راپارېدلي دي، خو طالبانو په بار – بار ویلي چې دوی افغانو مېرمنو او نجونو ته د شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکوي او په دغې مسالې کې د هیچا مداخله ورته د منلو وړ نه ده.

طالبان وايي د افغانستان په ختیځ کې یې د ډېورنډ کرښې ته نېږدې سل سرحدي پوستې جوړې کړې دي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۰ GMT+۱

طالبانو د افغانستان په ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ او نورستان کې له پاکستان سره پر ډېورنډ کرښه څه باندې سل سرحدي پوستې جوړې کړې دي. د طالبانو يوه قوماندان وويل، چې دغه سرحدي پوستې د دغې ډلې د دفاع وزارت په امر جوړې شوې دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د سرحدي لېوا قوماندان قاري معراج حریت راډیو ته وویل، چې د دغو پوستو مواصلاتي لارې جوړې شوې او د سرحدي ساتونکو تاسیسات د ګټې اخېستو لپاره چمتو دي.

د دغو سرحدي پوستو د جوړولو خبر د افغانستان په ختیځو پولو کې د پاکستان او طالبانو تر منځ له یو لړ سرحدي تاو تریخوالي وروسته خپور شو.

قاري معراج دغو تاوتریخوالو ته اشاره ونه کړه؛ خو ټینګار یې وکړ چې د طالبانو ځواکونه به "هیچا ته اجازه ورنه کړي چې سرغړونه وکړي".

طالب قوماندانان ادعا کوي، چې د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال پاکستانيو ځواکونو د دغو پوستو د جوړولو اجازه نه وه ورکړې.

د نوموړي په خبره؛ د تېر حکومت پر مهال د پولې له صفري نقطې څخه ۱۵ کیلومتره شاته سرحدي پوستې جوړې شوې وې.

په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې طالبانو د دغه هېواد پر خاوره یوه سرحدي پوسته جوړه کړې او له دوی یې غوښتي چې له دې کاره لاس واخلي.

څه موده وړاندې په تورخم کې د طالبانو له خوا د پوستې د جوړولو له هڅې وروسته د دواړو لورو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه، چې له امله یې د تورخم دروازه د ۹ ورځو لپاره تړل شوې وه.

پاکستاني چارواکو ویلي چې دا پوسته د پاکستان په پوله کې دننه جوړه شوې وه، چې پاکستاني ځواکونو یې مخه ونیوله؛ خو طالبانو ویلي چې پوسته د افغانستان په خاوره کې ده.

تر دې مخکې د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت ویلي وو، چې دغې ډلې د ګاونډیو هېوادونو پولو ته څېرمه شاوخوا ۶۰۰ سرحدي پوستې جوړې کړې او د سرحدي ساتونکو شمېر ۴۴ سلنه زیات شوی دی.

د هغه په ​​وينا؛ د افغانستان ٢٠ ولايتونه له شپږو ګاونډيو هېوادونو سره ګډه پوله لري او د امنيتي ننګونو د ځوابولو په موخه د سرحدي ځواکونو د ٦٣ قطعو په چوکاټ کې ٦٠٠ سرحدي ساتونکي ځاى پر ځاى شوي دي.

په تېرو دوو کلونو کې په پرله پسې ډول طالبانو د ګاونډیو هېوادونو له پوله ساتو ځواکونو سره نښتې کړې دي. د دغو شخړو زیاتره برخه په لوېدیځو پولو کې له ایراني ځواکونو سره، په جنوبي او ختیځو پولو کې له پاکستاني ځواکونو سره شوې دي.

د روسیې د دفاع وزیر له ایران سره د پوځی همکارۍ د پراختیا لپاره تهران ته ځي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۳ GMT+۱

د ایران د سپاه پاسداران پورې تړلي تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شایګو د ایران له اسلامی جمهوریت سره د پوځي همکارۍ د پراختیا لپاره دغه هېواد ته سفر کوی.

د دغه خبري اژانس د خبر له مخې؛ ښاغلی شایګو به د سې شنبې په ماښام (د وږی ۲۸مه) تهران ته ورسیږي.

یاد اژانس زیاتوي؛ شایګو به له ایراني چارواکو سره د سیمې د پرمختګونو او دفاعي مسایلو په اړه خبرې وکړي.

تهران ته د روسیې د دفاع وزیر سفر د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز محمد باقري په بلنه ترسره کیږي.

دغو دواړو چارواکو د سرطان میاشت کې په ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو پوځي اړیکو او په سیمه کې د امنیتي پرمختګونو په اړه د نظر تبادله وکړه.

ایران او روسیه د لویدیځو هېوادونو له بندیزونو سره له یو بل سره پوځي ملګرتیا ته دوام ورکوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د جوزا په میاشت کې وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت مسکو ته د بې پیلوټه الوتکو د فابریکې د جوړولو لپاره اړین تجهیزات برابر کړي دي او روسیه کولی شي د راتلونکي کال په لومړیو کې ایراني بې پیلوټه الوتکې تولید کړي.

امریکا، برېتانیا، اروپايي اتحادیې، اسټرالیا او نیوزیلنډ د اوکراین په جګړه کې روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د ورکولو له امله پر ایران ځیني بندیزونه لګولي دي.