نن د افغانستان د کرېکټ ستوري راشد خان کلیزه ده

پنځه ویشت کلن راشد خان ارمان چې په راشد خان هم مشهور دی، د افغانستان د کرېکټ ځوان، تکړه او بریالی لوبغاړی دی. راشدخان د ١٩٩٨ کال د سېپټمبر په ٢٠مه د ننګرهار ولایت د شینوارو په اچین ولسوالۍ کې زېږېدلی.

پنځه ویشت کلن راشد خان ارمان چې په راشد خان هم مشهور دی، د افغانستان د کرېکټ ځوان، تکړه او بریالی لوبغاړی دی. راشدخان د ١٩٩٨ کال د سېپټمبر په ٢٠مه د ننګرهار ولایت د شینوارو په اچین ولسوالۍ کې زېږېدلی.
نوموړي تر دې مهاله د افغانستان د ١٩ کلنو او د هېواد په ملي لوبو کې لوبېدلی دی.
راشدخان له هېواده بهر هم د هند، پاکستان، بنګله دېش او د اسټرالیا هېوادونو په سترو سوداګریزو لیګونو کې لوبېږي.راشدخان شپږ وروڼه او څلور خویندې لري او کرېکټ یې په ماشومتوب کې له خپلو وروڼو زده کړی و.راشد ارمان لومړنی افغان لوبغاړی دی، چې نوم یې د ګېنس په کتاب کې راغلی.راشد خان له دوولسم ټولګي فارغ شوی؛ خو وایي چې د بوختیا له کبله یې لوړې زدهکړې نه دي کړې.
راشدخان تر دې مهاله کوژده نه ده کړې.


د چین په هانګژو اسیایي لوبو کې د افغانستان د نارینه والیبال لوبدلې لوبې نن پیل او په ګروپي پړاو کې یې خپله لومړنې لوبه له جاپان سره وکړه. په دې لوبه کې جاپان د ۰-۳ سره بریا خپله کړه. لومړۍ سټ ۲۴-۲۶، دویم سټ ۲۲-۲۵، او درېیم سټ ۲۵-۸ د جاپانیانو په ګته وه.
د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د دې سیالیو په (اف) ګروپ کې له جاپان، انډونیزیا او فیلیپین لوبډلو سره لوبېدلې ده.
دا لوبډله به سبا چهارشنبه په ځايي وخت د ماسپښین ۲:۳۰دقیقې (د کابل پر وخت ۱۱ بجې) له فیلیپین سره لوبیږي.
په ګروپي پړاو کې د افغانستان درېیمه لوبه د انډونیزیا له لوبډلې سره ده، چې د پنجشنبې په ورځ پر ځايي وخت ۲:۳۰دقیقې (د کابل پر وخت ۱۱ بجې) ترسره کېږي.
د افغانستان د والیبال د ملي ټیم ټولې درې مقدماتي سیالۍ به د «ډیکینګ هانګژو د سپورتي مرکز په تالار کې ترسره شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر محمد یوسف کارګر وايي، د دغه هېواد د ۲۳ کلنو فوټبال ملي لوبډلې په اسیايي لوبو کې له ګډون ډډه وکړه. د نوموړي په خبره، په اسیايي لوبو کې د نه ګډون اصلي لامل د بودیجې کمښت دی.
ټاکلې وه چې د افغانستان امید په نوم د ۲۳ کلنو فوټبال لوبډله د هانګانګ په هانګژو کې له سوریې او ازبکستان سره ولوبېږي.
خو محمد یوسف کارګر افغانستان انټرنشنل ته وویل، دوی دومره بودیجه نه لري چې لوبډله دې سیالیو ته واستوي.
د نوموړي په خبره، په دې لوبو کې نه ګډون به په فیفا او اې اېف سي کې د افغان لوبډلې پر مقام تاثیر ونه کړي.

د هند کرېکټ ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ په شپږم اور کې د کوربه لوبډلې سریلانکا په ماتولو سره د کرېکټ اسیايي جام وګاټه. سریلانکا سیالې لوبډلې ته پنځوس منډې هدف ټاکلی و. هند دا هدف د ۲۶۳ بالونو په لرلو سره پوره کړ.
د اسیا کپ پایلوبه چې د سریلاکا په کولمبو کې کېدله، د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله، خو په پنځلسم اور کې یې ټول لوبغاړي د ۵۰ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.
هندۍ لوبډلې په خپلو لومړنیو دوو لوبغاړو او د ۲۶۳ بالونو په لرلو سره دا لوبه خپله کړه او په دې سره یې اتم ځل اسیا کپ وګاټه.
دې سیالۍ کې هندي لوبغاړي محمد سراج په یوه اور کې د سریلانکا څلور لوبغاړي وسوځول.
نوموړي په ۷ اورونو کې د ۲۱ منډو په ور کولو سره ټول اوه سریلانکايي لوبغاړي وسوځول او د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی شو.
د سریلانکا لوبډلې په بې خونده توپوهنې سره اټکل دا و چې هند به په خورا اسانۍ دا لوبه وګټي.
سریلانکا تېر کال اسیا کپ ګټلی و او سږ کال یې د خپلې دې بریا دفاع کوله.
سریلانکا د سپټمبر پر ۱۴ پاکستان ته په ماتې ور کولو سره پایلوبې ته وتلې وه.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په دې جام کې له سریلانکا او بنګله دېش سره سیالۍ درلودې او دواړه یې بایللې وې.
په سږني اسیا کپ کې شپږ لوبډلې افغانستان،هندوستان، پاکستان، بنګله دیش، سریلانکا او نیپال سره ولوبېدل.
دا لوبې د اګسټ پر ۳۰ په پاکستان او سریلانکا کې پیل او نږدې ۱۸ ورځې وروسته نن پای ته ورسېدې.

د سریلانکا لوبډله د اسیا کپ د تېر کال اتله لوبډله ده، او د یوولسم ځل لپاره د اسیا کپ په پایلوبه کې لوبیږي. د اسیا کپ پایلوبه نن د (وږي۲۶ مه ) د سریلانکا په کولمبو ښار کې د افغانستان په وخت د ماسپښين په یوه بجه تر سره کیږي.
د ۲۰۲۲ کال اسیا کپ سیالیو اتله لوبډله سریلانکا وه، او د دغه کپ وروستۍ لوبه هم د یاد هیواد په کولمبو ښار کې تر سره کیږي.
خو د هند لوبډله تیر پنځه کاله په پرلپسي ډول د اسیا کپ د اتلولۍ ګټلو په هڅه کې ناکامه پاتې شوې.
کرکټ پوهان وايي د کرکټ لیدونکې په بې صبرۍ د یادې پایلوبې تر سره کیدو ته په تمه دي، او د ډیرو هیله مندي دا ده چې دا ځل اسیا کپ دې د هند لوبډله وګټي.
د کرکټ پوهان وايي، د سریلانکا او هند تر منځ پایلوبه به ډير په زړه پورې وي، ځکه چې په دې پایلوبه کې به د ویراټ کهولي، شومنګیل، هارډیک پانډیا، اسالانکا،پهتیرانا، کوشال پریرا،ډوسان شاناکا په څېر د کرکټ د نړۍ غوره لوبغاړي د اتلولۍ ګټلو په موخه کلکه مقابله وکړي.
په اسیا کپ سیالیو کې هند، پاکستان، افغانستان، سریلانکا، بنګله دېش او نیپال هیوادونو د کرکت ملي لوبډلې په دوه جلا جلا ګروپونو کې د یوبل پر وړاندې ولوبېدې.
د ۲۰۲۳ کال اسیا کپ سیالۍ د پاکستان او سریلانکا په کوربه توب تر سره شوې او لا هم روانې دي.

د افغان کاناډايي کرېکټ کلب لوبډله د ټورنټو کرېکټ ټولنې په شل اوره نیمه پایلوبه کې د ۱۹ مڼدو په تفاوت سره خپلې سیالې لوبډلې نارترن نایتس سي سي ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووته.
افغان کاناډايي کرېکټ کلب (افغان کانیډین کرېکټ کلب) لوبدله به سبا د سپټمبر په ۱۶مه د اونتریو ایالت د کینګ سیټي په نړیوال او تاریخي لوبغالي کې له خپلې سیالې لوبډلې سنچريان جولي سټارزسي سي سره ولوبیږي.
دا لوبې د مې میاشتې له ۷مې نېتې راهسې پیل او سبا د سپټمبر په ۱۶مه ختمیږي. په دې لوبو کې لس لوبډلې لوبیدلې دي.
د ټورنتو کرېکټ ټولنې لوبې هر کال په ایالتي سطحې لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
افغان کرېکټ کلب (افغان کانیډین کرېکت کلب) له ۲۰۱۸ میلادي کال راهیسې د کاناډا په مختلفو لیګونو کې لوبیدلی، چې دا ځل د ټورنټو کرېکټ ټولنه کې لوبیږي او دا لومړی ځل دی چې یوه افغان لوبډله پایلوبې ته وځي.
په دې لوبډله کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی منیر کاکړ او فسټ کلاس لوبغاړی سهیل مومند هم لوبدیږي.