• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسلام اباد سترې محکمې د پخوانۍ افغان سرتېرې د بې قانونه اوسېدو دوسیه ختمه کړه

۲۹ وږی ۱۴۰۲ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۰ GMT+۱

د اسلام اباد سترې محکمې د چارشنبې په ورځ په یوه حکم کې د افغان امنیتي ځواکونو د یوې غړې راحیل عزیزي د بې قانونه اوسېدو دوسیه ختمه کړه. محکمې په پاکستان کې د مېرمن عزيزي د سیاسي پناه حق ومانه.

د پاکستان فدرالي پلټنو ادارې، راحیل عزیزي ته د ویزې نه لرلو او بې قانونه اوسېدو له امله دوسیه جوړه کړې وه، چې له امله یې تر لسو کلونو بندي کېدلی شوه.

خو راحیل عزیزي د فدارلې ادارې د دې دوسیې په مقابل کې د اسلام اباد ستره محکمه کې د انصاف غوښتنه کړې وه.

په محکمه کې د راخیل عزیزي د مدافع وکیل عمر اعجاز ګیلاني له دلایلو وروسته نوموړې ته برات ور کړل شو.

د محکمې قاضي بابر ستار د چارشنبې ورځې په حکم کې ویلي چې نوموړې په افغانستان کې له سملاسي خطر سره مخ وه او پاکستان ته د ژوند ژغورلو لپاره راغلې ده، ځکه دلته د اوسېدو حق لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو ته یوه نېږدې سرچینه: په پاکستان کې د افغانستان پر سفارت ډزې شوې دي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۵ GMT+۱

په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې طالبانو ته یوې نېږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې یوه وسله وال د سې شنبې په ماسپښین د افغانستان د سفارت پر یوه ساتونکي ډزې کړې دي.

دغه باوري سرچینه وايي، چې د سفارت ساتونکی سخت ټپي شوی دی.

د برید کوونکي هویت او د ټپي شوي ساتونکي حالت لا هم معلوم نه دی.

دغه سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو سفیر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د پېښې په اړه معلومات ورکړي دي. د پاکستان حکومت تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل دی چې په اسلام اباد کې د افغانستان پر سفارت د نامعلومو کسانو له خوا ډزې کيږي.

طالبان وايي د افغانستان په ختیځ کې یې د ډېورنډ کرښې ته نېږدې سل سرحدي پوستې جوړې کړې دي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۰ GMT+۱

طالبانو د افغانستان په ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ او نورستان کې له پاکستان سره پر ډېورنډ کرښه څه باندې سل سرحدي پوستې جوړې کړې دي. د طالبانو يوه قوماندان وويل، چې دغه سرحدي پوستې د دغې ډلې د دفاع وزارت په امر جوړې شوې دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د سرحدي لېوا قوماندان قاري معراج حریت راډیو ته وویل، چې د دغو پوستو مواصلاتي لارې جوړې شوې او د سرحدي ساتونکو تاسیسات د ګټې اخېستو لپاره چمتو دي.

د دغو سرحدي پوستو د جوړولو خبر د افغانستان په ختیځو پولو کې د پاکستان او طالبانو تر منځ له یو لړ سرحدي تاو تریخوالي وروسته خپور شو.

قاري معراج دغو تاوتریخوالو ته اشاره ونه کړه؛ خو ټینګار یې وکړ چې د طالبانو ځواکونه به "هیچا ته اجازه ورنه کړي چې سرغړونه وکړي".

طالب قوماندانان ادعا کوي، چې د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال پاکستانيو ځواکونو د دغو پوستو د جوړولو اجازه نه وه ورکړې.

د نوموړي په خبره؛ د تېر حکومت پر مهال د پولې له صفري نقطې څخه ۱۵ کیلومتره شاته سرحدي پوستې جوړې شوې وې.

په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې طالبانو د دغه هېواد پر خاوره یوه سرحدي پوسته جوړه کړې او له دوی یې غوښتي چې له دې کاره لاس واخلي.

څه موده وړاندې په تورخم کې د طالبانو له خوا د پوستې د جوړولو له هڅې وروسته د دواړو لورو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه، چې له امله یې د تورخم دروازه د ۹ ورځو لپاره تړل شوې وه.

پاکستاني چارواکو ویلي چې دا پوسته د پاکستان په پوله کې دننه جوړه شوې وه، چې پاکستاني ځواکونو یې مخه ونیوله؛ خو طالبانو ویلي چې پوسته د افغانستان په خاوره کې ده.

تر دې مخکې د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت ویلي وو، چې دغې ډلې د ګاونډیو هېوادونو پولو ته څېرمه شاوخوا ۶۰۰ سرحدي پوستې جوړې کړې او د سرحدي ساتونکو شمېر ۴۴ سلنه زیات شوی دی.

د هغه په ​​وينا؛ د افغانستان ٢٠ ولايتونه له شپږو ګاونډيو هېوادونو سره ګډه پوله لري او د امنيتي ننګونو د ځوابولو په موخه د سرحدي ځواکونو د ٦٣ قطعو په چوکاټ کې ٦٠٠ سرحدي ساتونکي ځاى پر ځاى شوي دي.

په تېرو دوو کلونو کې په پرله پسې ډول طالبانو د ګاونډیو هېوادونو له پوله ساتو ځواکونو سره نښتې کړې دي. د دغو شخړو زیاتره برخه په لوېدیځو پولو کې له ایراني ځواکونو سره، په جنوبي او ختیځو پولو کې له پاکستاني ځواکونو سره شوې دي.

په پاکستان کې د پټرولو او ډيزلو بيې د ریکار‌‌‌‌‌‌ډ تر کچې رسېدلې دي

۲۸ وږی ۱۴۰۲ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۵ GMT+۱

د پټرولو او ‌‌‌‌‌‌ډیزلو په بیو کې دغه زیاتوالی داسې مهال تر دغې کچې رسېږي، چې لنډمهالی حکومت هڅه کوي د دغه هېواد مخ په ځوړ اقتصاد ورغوي او داسې لارې چارې ولټوي، چې ورسره د عام ولس په ژوندانه کې ښه والی راشي.

خو په تېرو څو اونیو کې دا دویم ځل دی، چې د پټرولو او ‌‌‌‌‌‌ډیزلو بیې لوړیږي او ورسره جوخت د خوراکي توکو بیې هم مخ په لوړېدو دي.


په پاکستان کې انفلانسون یا د پيسو پړسوب تر دې وړاندې هم ۲۷ سلنې ته رسېدلی و.


په اسلام اباد کې خلک وایي، چې د دغې ګرانۍ سره د خلکو ژوند ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات تریخ شوی او د خپلو ګېډو د مړولو وس نه لري، د خان پور اوسېدونکی محمد اسلام وایي:« نن سبا د ګرانۍ له وجې ‌‌‌‌‌‌ډېرې ورځې د درې وخته پر ځای یو وخت ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ خورو، ځکه وس مو نه رسېږي.»


په اسلام اباد کې د ټکسي موټر چلونکی محمد نذیر وایي، له سهاره تر ماښامه ګرځم د تېلو لګښت نه شم پوره کولای، هغه زیاته کړه:«خلک نن سبا دومره پرېشانه دي، چې د هیچا سره هم د ټکسي کرایه نه شته او نه څوک په ټکسي کې چېرته ځي، که د خلکو سره پيسې وي نو هر سړی غواړي چې په ټکسي کې ارامه سفر وکړي.»


په پاکستان کې اقتصادي شنونکي وایي، چې د پټرولو او ‌‌‌‌‌‌ډيزلو ګراني نېغ په نېغه د خوراکي توکو پر بیو هم اغیز پرې اېستي او د هغو خلکو ژوند لا ورسره تریخ شوی، چې لږه تنخوا او یا هم میاشتینی کم عاید لري، د دغو شنونکو په باور لنډ مهاله حکومت ته په کار ده، چې د تېلو د بیو د کنټرول تر څنګ په بازارونو کې هم د خوراکي توکو د بیو څارنه وکړي او پرې نه ږدي، چې یو ځلې بیا ولسي خلک د حکومت پر وړاندې لارو کوڅو ته راووځي.

مولانا فضل الرحمان: طالبان او پاکستان دې د سولې او مشورو لپاره یو ګډ کمېسیون جوړ کړي

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۱ GMT+۱

د تورخم پولې له پرانیستلو درې ورځې وروسته په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان له طالبانو سره د سولې او مشورې لپاره د ګډ کمېسیون د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د طالبانو دغه ملاتړي پاکستاني سیاستوال ویلي، چې د دغه کمېسیون په جوړولو کې اساسي رول لوبولی شي.

د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ مولانا فضل الرحمان د یکشنبې په ورځ د ګوند د ولایتي شورا غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې د دغه ګډ کمېسیون په جوړېدو کې د جمعیت علمای اسلام ګوند کلیدي رول لوبولی شي.

دغه سیاستوال غواړي، چې د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي، په داسې حال کې چې د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو د سرحدي جګړو او د پاکستان خاورې ته د وسله والو د نفوذ د مخنیوي لپاره پخوانیو هڅو ښې پایلې نه درلودې.

د تورخم پوله د سې شنبې په ورځ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د جګړې له امله تړل شوې وه او له ۹ ورځو وروسته د جمعې په ورځ بېرته پرانیستل شوه.

اېکسپریس ټرېبیون د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د تورخم دروازې په بیا پرانیستلو کې مهم رول لوبولی دی.

دوی ویلي دي، چې د تورخم د پولې پرانيستل له چترال څخه د پاکستاني طالبانو د وتلو شرط دی، چې په دې وروستیو کې یې په سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر پوستو مرګوني بریدونه کړي دي.

تحریک طالبان افغانستان له تحریک طالبان پاکستان سره نېږدې اړیکې لري او دواړه یو شان نوم او بیرغونه لري.

د بنو لاریونوال: د پاکستان پوځ په عملیاتو کې زموږ کورنۍ ځوروي او لارې یې تړلې دي

۲۷ وږی ۱۴۰۲ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۸ GMT+۱

د پاکستان د خېبر پښتونخوا د بنو په جاني خېل سیمه کې یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو د یوه لاریون په ترڅ کې د پاکستان پر پوځ نیوکه وکړه، چې د عملیاتو پر مهال ولسي وګړي ځوروي او یو شمېر لارې یې تړلې دي.

په تېر اګسټ میاشت کې د پاکستاني پوځ پر پوځي موټرو د ځانمرګي برید وروسته د بنو په جاني خېلو کې د پوځ له خوا چاڼیز عملیات پیل شوي او د دغې سیمې امنیتي تدابیر یې سخت کړي دي.

د جاني خېلو یو شمېر مشران په یوې اعتراضیه غونډې کې وايي، چې د دوی په سیمه کې د پوځ له خوا د پیل شويو عملیاتو له پيله راپه دېخوا یې د ځینو سیمو لارې تړل شوي، کاروبارونه یې خراب دي او پوځ ورسره نادرست چلند کوي.

حاجي ملا ګل یو له هغو قومي مشرانو څخه دی، چې ورور یې په هدفي برید کې وژل شوی، نوموړی د پوځ پر ځواکونو نیوکه کوي، چې پر دوی له شوي ځانمرګي برید وروسته یې ټولې لارې تړلې دي.

هغه زیاته کړه: “هره ورځ زموږ ځوانان وژل کیږي خو پوځ غږ نه کوي، مګر کله په پوځ خودکش وشو نو اوس یې ټولې لارې بندې کړي دي، عام خلک ځوروي”.

دغه اعتراض کوونکي زیاتوي، چې د پوځ له خوا بازارونه تړل شوي او په بېلابېلو سیمو کې یې د څار پوستې جوړې کړي دي.

له دې وړاندې د بنو یو شمېر خلکو په دغه سیمه کې د امن د غوښتلو په پار لسګونه اعتراضیه غونډې کړې وې، خو ناامني ورځ تر بلې پیاوړې شوې ده.

وروستي دوه کلونه د بنو د جاني خېلو لپاره خونړي کلونه وو، په یاده سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک هڅې ګړندۍ شوي او د راپورونو له مخې یوازې په تېرو دوو کلونو کې پکې ۹ ځانمرګي بریدونه شوي دي.