د پاکستان سرپرست صدراعظم د دغه هېواد په پارلماني انتخاباتو کې د پوځ د لاسوهنې احتمال رد کړ

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر د دې هېواد په پارلماني ټاکنو کې د عمران خان ګوند د ناکامولو لپاره د پوځ د ممکنه لاسوهنې احتمال رد کړ.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر د دې هېواد په پارلماني ټاکنو کې د عمران خان ګوند د ناکامولو لپاره د پوځ د ممکنه لاسوهنې احتمال رد کړ.
انورالحق کاکړ اسوشېټډ پرس خبري اژانس ته وویل، د ټاکنو کمیسیون رایې شمېري، نه پوځ.
ښاغلي کاکړ وویل چې عمران خان په خپله واکمنۍ کې د ټاکنو د کمیسیون مشر وټاکه او پوښتنه یې وکړه چې ولې هغه کس چې د خان لخوا ټاکل شوی د هغه پر ضد کار وکړي.
تېره میاشت د شهباز شریف له استعفا وروسته انورالحق کاکړ د پاکستان د سرپرست صدراعظم په توګه وټاکل شو چې د دغه هېواد د راتلونکو انتخاباتو څارنه وکړي.
د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې انتخابات به د جنوري میاشتې په وروستې اونۍ کې ترسره شي.
ټاکلې وه چې دا ټاکنې په نومبر میاشت کې ترسره شوې وای، خو د نویو ټاکنیزو حوزو د جوړولو له امله وځنډول شوې.
ښاغلي کاکړ اسوشیټیډ پرس ته وویل، چې کله کمیسیون د ټاکنو لپاره دقیقه نېټه وټاکي، د هغه حکومت به «ټولې مالي مرستې، امنیتيی او نورې اړوند اړتیاوې چمتو کړي.»
پاکستان د ۲۰۲۲م کال د اپرېل له میاشتې راهیسې چې عمران خان په پارلمان کې د نه باور رایې له امله له واکه لرې شو، له سیاسي کړکېچ سره مخ دی.
عمران خان د اګست میاشتې په لومړیو کې د فساد په تور ونیول شو او په درې کاله بند محکوم شو. که څه هم وروسته د هغه د بند سزا وځنډول شوه، خوهغه اوس هم په توقیف کې دی.
سربیره پردې، پاکستان د خپل هېواد په تاریخ کې له بد اقتصادي ناورین سره مخ دی او هڅه کوي چې د اوړي له ویجاړونکي سیلابونو څخه چې په ترڅ کې یې څه کم ۱۷۰۰ کسان یې مړه او په میلیونونه کورونه او فارمونه یې ویجاړ کړي، څخه ځان روباسي.

د بریتانیا چارواکي وايي، د دغه هېواد په انګلنډ ایالت کې پروسږ کال د ګرمۍ اړوند پېښو له امله څلور زره پنځه سوه کسان مړه شوي دي. د اقلیمي بدلون اړوند مرګ د زیاتېدو څېړنه کې دا مړینه د ګرمې هوا له امله د زیاتېدونکي مرګ نښه بولي.
بریتانیا د ۲۰۲۲ کال په جولای کې خپله تر ټولو ګرمه ورځ ثبت کړه او دا هغه مهال و چې د اقلیمي بدلون له امله په ټوله اروپا کې ګرمه څپه پیل شوې وه.
د ملي احصايې دفتر وايي، دا څېړنه ښيي چې وروستیو کلونو کې د ګرمۍ اړوند مړینه زیاته شوې، خو سپارښتنه کوي چې کال له کال سره پرتللو کې باید احتیاط وشي.
دا اداره وايي، د اقلیمی بدلون په زیاتېدو سره ښايي د ګرمۍ اړوند مړینه هم زیاته شي.
د بریتانیا د هواپوهنې اداره وايي، روانه پېړۍ دغه هېواد تر ټولو لس ګرم کلونه درلودل.
د ملي احصايې اداره هم وايي، له ۱۹۸۸ تر ۲۰۲۲ پورې په ۳۵ کلونو کې یوازې په انګلنډ کې ۵۱ زره ۶۷۰ کسانو مړینه له خوار ګرمو پنځو ورځ او نږدې دوه لکه کسان د پنځو خورا یخو ورځو له امله مړه شوي دي.
په لندن کې تر ټولو لوړ خطر هغه مهال و چې تودوخه له ۲۹ سانتي ګراد پورته شوه او دې سره د ۹ او ۲۲ سانتي ګراد درجو پرتله د مړینې خطر درې برابره شو.
د بریتانیا سږني دوبي کې د ۲۰۲۲ کال په څېر تودوخه لوړه نه وه، خو د روانې سپټمبر میاشتې په لومړیو ۷ ورځو کې یې له ۳۰ سانتي ګرده بره تودوخه درلوده.

د بریتانیا د هوا پوهنې ملي اداره وايي، دغه هېواد روان ۲۰۲۳ کال له ۱۸۸۴ کال راهیسې د خپل تاریخ اتم تر ټولو ګرم دوبی تېر کړ.
دا اداره سږنی دوبی تر اوسط کچې ډېر مرطوب یا لوند هم بولي او زیاتوي چې په ریکارډ شویو لسو ډېرو ګرمو اوړيو کې تر ټولو لوند یا مرطوب و.
د اقلیمي بدلون له امله پر بریتانیا سربېره په نږدې ټوله اروپا کې سږنی دوبی خورا ګرم بلل شوی دی.
د یوې څېړنې له مخې، تېر کال په ټوله اروپا کې له ۶۰ زرو د ډېرو کسانو مړینه له ګرمي سره تړلې بلل شوې ده.
کارپوهان وايي، که تودوخه همداسې بره ځي، نو ور سره تړلې مړینه به هم زیاتېږي.
پاکستانۍ رسنۍ د دغه هېواد د امنیتي چارواکو په حواله وايي، په کراچۍ ښار کې یې د پاکستاني طالبانو یو قومندان او مالي ملاتړی نصرالله نیولی دی. د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره وايي، دغه کس په پاکستان کې چنده یا بسپنه کوله او افغانستان کې یې خپلې ډلې ته لېږله.
پاکستاني چارواکي وايي، نوموړي «په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو له قومندانانو سره په اړیکه او په خپل جرم اعتراف کړی دی.»
د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې غړی خرم وارث وايي، له نصرالله سره یې وسله هم نیولې ده.
ویل کېږي د نصرالله ورور او یو بل خپلوان یې هم په پاکستان کې په «ترهګریزو»چارو کې ښکېل و.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د ترهګرۍ ضد ادارې په پنجاب کې ۱۳ نور تورن« ترهګر» هم نیولي دي.
د پاکستان سرپرست لومړي وزیر د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې یو ځل بیا وویل چې له افغانستان څخه تحریک طالبان پاکستان داعش او نور وسلوالې ډلې د پاکستان پرضد بریدونه کوي. انوارالحق کاکړ دې سرمشریزې ته وینا کې له طالبانو بیا وغوښتل چې د ورته بریدونو په مخنیوي ور سره پرېکنده مرسته وکړي.
نوموړي په ورته مهال ومنله چې په دې برخه کې طالبان ور سره ملاتړ او همغږي لري او هم پاکستان پخپله خاوره کې د دې وسلوالو پرضد اړین ګامونه پورته کړي.
د هغه په خبره، په پاکستان کې د وسلوالو د بریدونو مخنیوی او د دې ډلې ځپل د اسلام اباد لومړیتوب دی.
ښاغلي کاکړ په افغانستان کې او له دغه هېواد بهر ته د پراخېدونکې هر ډول ترهګرۍ ځپل هم خپل لومړیتوب وباله.
خو طالبانو د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې تل رد کړې دي او ویلي یې دي چې دوی هیچا ته هم اجازه نه ور کوي چې افغان خاوره د بل چا پرضد وکاروي.
طالبان دا هم وايي، چې په پاکستان کې وسلوالې ډلې په هغه هېواد کې خپل بریدونه پلانوي.
د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو غونډې ته په وینا کې وویل، چې د نړیوالې ټولنې په څېر د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار په هکله ورته اندېښنه لري.
نوموړي په ورته مهال له افغانستان سره د انساني مرستو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «پاکستان د بې وزله افغان وګړو سره چې افغان ښځې او نجونې تر ټولو زیانمنې دي د بشري مرستو د دوام او همدارنګه د افغانستان د اقتصاد د بیا رغولو او له منځنۍ اسیا سره د ارتباطي پروژو د پلي کولو ملاتړ کوي.»
د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم هم په افغانستان کې پر کړکېچن بشري وضعیت اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دې د توپیري چلن سیاست پرېږدي.
انور ابراهیم د جمعې په ورځ ملګرو ملتونو ته په خپله وینا کې وویل، د تعليم له حقه انکار د اسلامي لارښوونو خلاف عمل دى.
په ملګرو ملتونو کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو د جنستي توپیر په تړاو ناسته هم جوړه شوې وه چې پکې د مختلفو هېوادونو استازد ګډون درلود.
طالبانو لا دې غونډې ته په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو پر ښځو ټول لګېدلي بندیزونه یې د اسلام له مخې بللي دي.
د روسیې د بهرنۍ پالیسۍ بازانو ته دوه کاله مخکې له کابل هوايي ډګر د امریکايي ځواکونو له بېړني وتلو خوند واخیست، خو په نګورنو قره باغ کې د دوی د سوله ساتو ځواکونو اډې ته د ارمنانو د تئښتې لیدل ورته سخت و.
څنګه چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل ځینې امریکایان د خپل هېواد واک ته اندېښمن او د دوی دوښمنان یې زړور کړل، همداسې نګورنو قره باغ ته د ترکیې ملاتړو اذربایجاني ځواکونو د نفوذ په مخنیوي کې د روسي سوله ساتو بې وسي هم مسکو خوابدی کړی دی.
قره باغ ارمن توکمه سیمه ده، خو په نړیواله کچه د اذربایجان برخه بلل کېږي، اما د ۱۹۹۰ کلونو له لومړیو د ځايي ادارې په لاس کې ده او د پخواني شوروي یو کونج و چې لا هم مسکو ته د وختتېري یو ځای دی، خو د اوکراین جنګ کې د ښکېلتیا له امله یې دا نفوذ د ترکیې، اذربایجان او ایران تر فشار لاندې دی.
روسیه چې په ارمنستان کې د اډې په ګډون پوځي تاسیسات لري، له سوېلي قفقاز چې د تېلو او ګاز نللیکې ترې تېرېږي د وتلو نیت یې نه دی ښودلی
خو مسکو د قره باغ کړکېچ په اداره کې له ارمنستان سره په لوبه تورن او اړ شو چې په سیمه کې له خپلې بهرنۍ پالیسۍ دفاع وکړي.
په نګورنو قره باغ کې چې تر یو لک ډېر ارمنان اوسېږي وروستیو ورځو کې سلګونه کسان وژل شوي دي او اوس ارمنان اړ دي چې یا له خپل ټاټوبي د وتلو پرېکړه وکړي یا هم د اذربایجان حاکمیت کې پاتې شي چې ډېری یې دوښمن دولت بولي، که څه هم باکو د سوله ییز ژوند ژمنه ور سره کړې ده.
د کرنګي اندیځ یا فکري مرکز مهم غړی او پخوانی روسی ډیپلوماټ الیکساندر باونوف وايي، د قره باغ په سټیپناکرټ هوايي ډګر کې د وېرېدلیو خلکو انځورونه په ۲۰۲۱ کال کې د کابل هوايي ډګر کې د خلکو د ګڼې ګوڼې انځورونه تازه کوي.
د هغه په خبره، "مسکو د کابل له انځورونو دې نتیجې ته ورسېد چې امریکا کمزورې ده او له اوکراین سره د حساب کتاب تاریخي چانس په لاس ورغلی دی. خو څوک به د قره باغ له انځورونو کومه پایله واخلي؟"
ځینې روسان په سوېلي قفقاز کې د خپل نفوذ پر کمیدو سربېره په دې هم ډېر غوسه دي چې د اذربایجان ځواکونو د دوی پنځه سوله ساتي سرتېري ووژل.
خواله رسنیو کې د دې پېښې انځور ښيي چې د روسیي سرتېرو موټر پر مرمیو سوری سوری دی.
د اوکراین د جګړې مشهور مبصر او د روسیې پوځي ویبلاګر ژیوف ز لیکلي: اذربایجان د روسۍ وینې په خوند څکلو سره قره باغ له ستوني تېر کړ.
هغه وايي، څوک چې د اذربایجان بري ته خوشالېږي، د روسي سرتېرو پر مړو نڅېږي.
نوموړي له نورو ویبلاګرو سره له مسکو غوښتي چې له باکو غچ واخلي.
په ارمنستان کې چې د روسیې دودیز ملګری دی د مسکو ضد زیاتېدونکو احساساتو کرملین ته حالت لا سخت کړی دی چې سرچینې او پام یې د اوکراین جګړې ته ور ټول دی
ارمن لاریونوالو ایروان کې د روسیې د سفارت مخ ته په اعتراض سره ادعا وکړه چې روسیې د اذربایجان په مخنیوي کې خیانت وکړ.
د کرملین پخوانی سلاکار سرګي مارکوف وايي، دا خطرناک تمایل دی، د روسیې ضد احساساتو ته کار کېږي.

د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان هم پر مسکو خپله غوسه په دې وښوده چې ویې ویل دا لویه تېروتنه وه چې ایروان د خپل امنیت د خوندیتوب لپاره یوازې پر مسکو تکیه و.
هغه په قره باغ کې نږدې دوه زره روسي سوله ساتي ځواکونه په خپله دنده کې په پاتې راتلو تورن کړل، دایروان د امنیتي شریکانو د متنوع کولو ژمنه یې وکړه او د متحده ایالاتو له ځواکونو سره یې ګډ پوځي تمرینات وکړل.
روسیې په ځواب کې د زیان د محدودولو تمرین وکړ، د ماتې پړه یې په کلکه په پشینیان واچوله او هغه یې پر ډیپلوماټیکه بې کفایتۍ تورن کړ.
پاشینیان، چې د ۲۰۱۸ کال په لاریونونو کې واک ته ورسید د روسیې نفوذ یې کم کړ او مسکو ورته د لویدیځ پلوي په سترګه ګوري.
مسکو هغه په دې تورنوي چې د اوسني کړکیچ لامل شوی دی او دلیل دا وايي، چې پر ۲۰۲۰ کال په ۴۴ ورځنۍ جګړه کې د ارمنستان له ماتې وروسته چې روسیې قره باغ ته سوله ساتي واستول پاشینیان د اذربایجان ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت وپیژندله.
باکو له ډېر وخت راهیسې نګورنو قره باغ خپله خاوره باله، خو د قره باغ ارمنانو له پاشینیان غوښتل چې د دوی خپلواکي په رسمیت وپېژني او له ځان سره یې یو ځای کړي.
د روسیې د ملي امنیت شورا د مرستیال مشر دیمیتري مدودوف په څېر روسي چارواکي وايي، د پاشینیان په استعفا به خوشال شي چې اوس یې مخالفان ترې غوښتنه کوي.
مدودوف د سې شنبې په ورځ چې اذربایجان خپل ځواکونه قره باغ ته واستول د پاشینیان د تېروتنو د یوه نوملړ په خپرولو سره هغه د ناټو مینه یا معشوقه وباله.
روسیه ممکن شاته ولاړه وي، خو باور لري چې داصلي مسوول په توګه ارمنستان د مانورو لپاره پښه ماتی و.
د روسیې د دولتي رسنیو یوه ځواکمنه مدیره او ارمن توکمه مارګریتا سیمونیان وايي، مسکو اړ نه دی پاشینیان ته چې خپل خلک یې وپلورل، په دې تړاو سپیناوی ور کړي.
د هغې په خبره، مسکو له ارمنستان پرته نتیجې ته رسېدلی شي، خو ارمنستان له روسیې پرته دا کار نشي کولی.
د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انور حق کاکړ خبرداری ورکړ چې د «هندو ملتپالنې» د سیاست تر شا «کرکجن حقیقت» نړۍ د جګړې اور ته اچولی شي. ښاغلي کاکړ دغه څرګندونې د سيکانو د يوه مشر د وژلو په تړاو د هند پر وړاندې د کاناډا د وروستيو ادعاګاوو په اړه وکړې.
د کاناډا او هند ترمنځ کړکېچ د جون په میاشت کې د کاناډا په بریټیش کولمبیا کې د هندي - کاناډایي بېلتونپال هردیپ سینګ نجار له وژل کېدو وروسته زیات شو.
د سیکانو دغه مشر د هند د پنجاب ایالت د سیکانو لپاره یو خپلواک هېواد غوښت.
د کاناډا لومړي وزیر له هند څخه وغوښتل چې د دغه سک مشر د وژنې په تحقیقاتو کې همکاري وکړي.
جسټین ټروډو ټینګار وکړ، چې کاناډا یوه معتبره ادعا لري چې د ۴۵ کلن هردیپ سینګ نجار په وژنه کې د هند د حکومت لاس ښیې.
هند په دې تړاو هر ډول لاس لرل رد کړي.
خو انورحق کاکړ د سیکانو د بېلتونپال مشر «بې ګناه» او «شهید» بللی او ویلي یې دي چې د یوه بې ګناه کس وژل «لوی جنایت» دی.
ښاغلی کاکړ په نړیواله ټولنه کې د «هندو ملتپالنې» د مخ په زیاتیدونکي څپې په اړه اندیښنه لري.
هغه وويل: «موږ به [دا موضوع] په مختلفو ټولنو کې مطرح کړو، دا نه چې موږ غواړو د هند پر ضد پروپاګند خپور کړو، بلکې د دې لپاره چې د هندو ملتپالنې سياسي اجنډا تر شا د کرکې وړ واقعيت دی چې فاشيزم او شوونیزم کې ژورې ريښې لري.»
د پاکستان لومړی وزیر خبرداری ورکوي چې دا پدیده دومره خطرناکه ده چې ټوله سیمه او نړۍ د جګړې په اور کې اچولی شي.
هغه ټینګار وکړ، چې د دې موضوع روښانولو ته دوام ورکوي او هر چیرته چې ورته فرصت پیدا شو په اړه یې خبرې کوي.
د هغه څه پر بنسټ چې د پاکستان لومړی وزیر ادعا کوي، هندو ملتپالنې (هندوتوا) په سیمه او په ځانګړې توګه بلوچستان یې اغېزمن کړی دی.
دغه لوړپوړی پاکستاني چارواکی ادعا کوي، چې د خپلو د ادعاوو لپاره شواهد لري، چې په هغه کې د هند د پوځ د یوه لوړپوري افسر اعتراف هم شته.
د دې تر څنګ انورحق کاکړ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پاکستان «ډېر پیاوړی» وباله او ویې ویل: «د ترهګرۍ د زیاتوالي په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو لکه افغانستان سره نږدې همغږي او پرانیستې اړیکې لري.»