• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نګورنو قره باغ تسلیمېدو د پخواني شوروي سیمو کې د روسیې د نفوذ په هکله پوښتنې پیدا کړې

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۱ GMT+۱

د روسیې د بهرنۍ پالیسۍ بازانو ته دوه کاله مخکې له کابل هوايي ډګر د امریکايي ځواکونو له بېړني وتلو خوند واخیست، خو په نګورنو قره باغ کې د دوی د سوله ساتو ځواکونو اډې ته د ارمنانو د تئښتې لیدل ورته سخت و.

څنګه چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل ځینې امریکایان د خپل هېواد واک ته اندېښمن او د دوی دوښمنان یې زړور کړل، همداسې نګورنو قره باغ ته د ترکیې ملاتړو اذربایجاني ځواکونو د نفوذ په مخنیوي کې د روسي سوله ساتو بې وسي هم مسکو خوابدی کړی دی.

قره باغ ارمن توکمه سیمه ده، خو په نړیواله کچه د اذربایجان برخه بلل کېږي، اما د ۱۹۹۰ کلونو له لومړیو د ځايي ادارې په لاس کې ده او د پخواني شوروي یو کونج و چې لا هم مسکو ته د وختتېري یو ځای دی، خو د اوکراین جنګ کې د ښکېلتیا له امله یې دا نفوذ د ترکیې، اذربایجان او ایران تر فشار لاندې دی.

روسیه چې په ارمنستان کې د اډې په ګډون پوځي تاسیسات لري، له سوېلي قفقاز چې د تېلو او ګاز نللیکې ترې تېرېږي د وتلو نیت یې نه دی ښودلی

خو مسکو د قره باغ کړکېچ په اداره کې له ارمنستان سره په لوبه تورن او اړ شو چې په سیمه کې له خپلې بهرنۍ پالیسۍ دفاع وکړي.

په نګورنو قره باغ کې چې تر یو لک ډېر ارمنان اوسېږي وروستیو ورځو کې سلګونه کسان وژل شوي دي او اوس ارمنان اړ دي چې یا له خپل ټاټوبي د وتلو پرېکړه وکړي یا هم د اذربایجان حاکمیت کې پاتې شي چې ډېری یې دوښمن دولت بولي، که څه هم باکو د سوله ییز ژوند ژمنه ور سره کړې ده.

د کرنګي اندیځ یا فکري مرکز مهم غړی او پخوانی روسی ډیپلوماټ الیکساندر باونوف وايي، د قره باغ په سټیپناکرټ هوايي ډګر کې د وېرېدلیو خلکو انځورونه په ۲۰۲۱ کال کې د کابل هوايي ډګر کې د خلکو د ګڼې ګوڼې انځورونه تازه کوي.

د هغه په خبره، "مسکو د کابل له انځورونو دې نتیجې ته ورسېد چې امریکا کمزورې ده او له اوکراین سره د حساب کتاب تاریخي چانس په لاس ورغلی دی. خو څوک به د قره باغ له انځورونو کومه پایله واخلي؟"

ځینې روسان په سوېلي قفقاز کې د خپل نفوذ پر کمیدو سربېره په دې هم ډېر غوسه دي چې د اذربایجان ځواکونو د دوی پنځه سوله ساتي سرتېري ووژل.

خواله رسنیو کې د دې پېښې انځور ښيي چې د روسیي سرتېرو موټر پر مرمیو سوری سوری دی.

د اوکراین د جګړې مشهور مبصر او د روسیې پوځي ویبلاګر ژیوف ز لیکلي: اذربایجان د روسۍ وینې په خوند څکلو سره قره باغ له ستوني تېر کړ.

هغه وايي، څوک چې د اذربایجان بري ته خوشالېږي، د روسي سرتېرو پر مړو نڅېږي.

نوموړي له نورو ویبلاګرو سره له مسکو غوښتي چې له باکو غچ واخلي.

په ارمنستان کې چې د روسیې دودیز ملګری دی د مسکو ضد زیاتېدونکو احساساتو کرملین ته حالت لا سخت کړی دی چې سرچینې او پام یې د اوکراین جګړې ته ور ټول دی

ارمن لاریونوالو ایروان کې د روسیې د سفارت مخ ته په اعتراض سره ادعا وکړه چې روسیې د اذربایجان په مخنیوي کې خیانت وکړ.

د کرملین پخوانی سلاکار سرګي مارکوف وايي، دا خطرناک تمایل دی، د روسیې ضد احساساتو ته کار کېږي.

د تاوان کمول

په ارمنستان کې روسي ځواکونه
100%
په ارمنستان کې روسي ځواکونه

د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان هم پر مسکو خپله غوسه په دې وښوده چې ویې ویل دا لویه تېروتنه وه چې ایروان د خپل امنیت د خوندیتوب لپاره یوازې پر مسکو تکیه و.

هغه په قره باغ کې نږدې دوه زره روسي سوله ساتي ځواکونه په خپله دنده کې په پاتې راتلو تورن کړل، دایروان د امنیتي شریکانو د متنوع کولو ژمنه یې وکړه او د متحده ایالاتو له ځواکونو سره یې ګډ پوځي تمرینات وکړل.

روسیې په ځواب کې د زیان د محدودولو تمرین وکړ، د ماتې پړه یې په کلکه په پشینیان واچوله او هغه یې پر ډیپلوماټیکه بې کفایتۍ تورن کړ.

پاشینیان، چې د ۲۰۱۸ کال په لاریونونو کې واک ته ورسید د روسیې نفوذ یې کم کړ او مسکو ورته د لویدیځ پلوي په سترګه ګوري.

مسکو هغه په دې تورنوي چې د اوسني کړکیچ لامل شوی دی او دلیل دا وايي، چې پر ۲۰۲۰ کال په ۴۴ ورځنۍ جګړه کې د ارمنستان له ماتې وروسته چې روسیې قره باغ ته سوله ساتي واستول پاشینیان د اذربایجان ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت وپیژندله.

باکو له ډېر وخت راهیسې نګورنو قره باغ خپله خاوره باله، خو د قره باغ ارمنانو له پاشینیان غوښتل چې د دوی خپلواکي په رسمیت وپېژني او له ځان سره یې یو ځای کړي.

د روسیې د ملي امنیت شورا د مرستیال مشر دیمیتري مدودوف په څېر روسي چارواکي وايي، د پاشینیان په استعفا به خوشال شي چې اوس یې مخالفان ترې غوښتنه کوي.

مدودوف د سې شنبې په ورځ چې اذربایجان خپل ځواکونه قره باغ ته واستول د پاشینیان د تېروتنو د یوه نوملړ په خپرولو سره هغه د ناټو مینه یا معشوقه وباله.

روسیه ممکن شاته ولاړه وي، خو باور لري چې داصلي مسوول په توګه ارمنستان د مانورو لپاره پښه ماتی و.

د روسیې د دولتي رسنیو یوه ځواکمنه مدیره او ارمن توکمه مارګریتا سیمونیان وايي، مسکو اړ نه دی پاشینیان ته چې خپل خلک یې وپلورل، په دې تړاو سپیناوی ور کړي.

د هغې په خبره، مسکو له ارمنستان پرته نتیجې ته رسېدلی شي، خو ارمنستان له روسیې پرته دا کار نشي کولی.

ترویج لرونکی

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه
۱

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۵

هند د افغان کډوالو په ګډون د پاکستان او بنګله‌دېش وګړو لپاره د تابعیت قانون سخت کړی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان لومړی وزیر: 'هندو ملتپالنه' نړۍ د جګړې له اور سره مخ کولی شي

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۵۰ GMT+۱

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انور حق کاکړ خبرداری ورکړ چې د «هندو ملتپالنې» د سیاست تر شا «کرکجن حقیقت» نړۍ د جګړې اور ته اچولی شي. ښاغلي کاکړ دغه څرګندونې د سيکانو د يوه مشر د وژلو په تړاو د هند پر وړاندې د کاناډا د وروستيو ادعاګاوو په اړه وکړې.

د کاناډا او هند ترمنځ کړکېچ د جون په میاشت کې د کاناډا په بریټیش کولمبیا کې د هندي - کاناډایي بېلتونپال هردیپ سینګ نجار له وژل کېدو وروسته زیات شو.

د سیکانو دغه مشر د هند د پنجاب ایالت د سیکانو لپاره یو خپلواک هېواد غوښت.

د کاناډا لومړي وزیر له هند څخه وغوښتل چې د دغه سک مشر د وژنې په تحقیقاتو کې همکاري وکړي.

جسټین ټروډو ټینګار وکړ، چې کاناډا یوه معتبره ادعا لري چې د ۴۵ کلن هردیپ سینګ نجار په وژنه کې د هند د حکومت لاس ښیې.

هند په دې تړاو هر ډول لاس لرل رد کړي.

خو انورحق کاکړ د سیکانو د بېلتونپال مشر «بې ګناه» او «شهید» بللی او ویلي یې دي چې د یوه بې ګناه کس وژل «لوی جنایت» دی.

ښاغلی کاکړ په نړیواله ټولنه کې د «هندو ملتپالنې» د مخ په زیاتیدونکي څپې په اړه اندیښنه لري.

هغه وويل: «موږ به [دا موضوع] په مختلفو ټولنو کې مطرح کړو، دا نه چې موږ غواړو د هند پر ضد پروپاګند خپور کړو، بلکې د دې لپاره چې د هندو ملتپالنې سياسي اجنډا تر شا د کرکې وړ واقعيت دی چې فاشيزم او شوونیزم کې ژورې ريښې لري.»

د پاکستان لومړی وزیر خبرداری ورکوي چې دا پدیده دومره خطرناکه ده چې ټوله سیمه او نړۍ د جګړې په اور کې اچولی شي.

هغه ټینګار وکړ، چې د دې موضوع روښانولو ته دوام ورکوي او هر چیرته چې ورته فرصت پیدا شو په اړه یې خبرې کوي.

د هغه څه پر بنسټ چې د پاکستان لومړی وزیر ادعا کوي، هندو ملتپالنې (هندوتوا) په سیمه او په ځانګړې توګه بلوچستان یې اغېزمن کړی دی.

دغه لوړپوړی پاکستاني چارواکی ادعا کوي، چې د خپلو د ادعاوو لپاره شواهد لري، چې په هغه کې د هند د پوځ د یوه لوړپوري افسر اعتراف هم شته.

د دې تر څنګ انورحق کاکړ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پاکستان «ډېر پیاوړی» وباله او ویې ویل: «د ترهګرۍ د زیاتوالي په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو لکه افغانستان سره نږدې همغږي او پرانیستې اړیکې لري.»

د ګونتنامو قاضي: د سپتمبر ۱۱ بریدونو د تورن رواني حالت د محاکمې لپاره مناسب نه دی

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۳ GMT+۱

د ګونتنامو زندان یو قاضي وايي، د سپتمبر ۱۱ بریدونو د یوه تورن رمزي بن شیبه حالت د محاکمې لپاره مناسب نه دی. مټیو مکال د نوموړي د حالت په هکله د ډاکټرانو نظریه تایید کړې ده.

ټاکلې وه چې ښاغل شیبه او د دې بریدونو په پلان د تورن خالد شیخ محمد په ګډون ۴ نور کسان د جمعې په ورځ محاکمه شوی وی.

ډاکټرانو ویلي، رمزي بن شیبه په ګونتنامو بند کې پر عصبي ګډوډۍ، وېرې او ناوړه رواني حالت اخته شوی دی.

د رمزي بن شیبه د دوسیې قاضي مټیو مکال د جمعې په ورځ د نوموړي د روغتیايي حالت په هکله د ډاکټرانو موندنې ومنلې.

ډاکټرانو تېره میاشت وویل، ښاغلی شیبه له رواني پلوه دومره سخت زیانمن شوی چې له ځان دفاع نشي کولی.

نیویارک ټایمز د دې ډاکټرانو په حواله وايي، د شیبه حالت دومره خراب دی چې د خپل ځان په هکله د محاکمې پر څرنګوالي نه پوهېږي او نه هم خپله همکاري کولی شي.

100%

ټاکلې وه چې نوموړی له څلورو نورو هغو تورنو سره محاکمه شي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر ۱۱ په نیویارک، پنټګان او پنسلوانیا کې په برید تورن دي.

د یمن اوسېدونکی ۵۱ کلن بن شیبه د ۲۰۰۲ کال سپتمبر کې په پاکستان کې ونیول او پر ۲۰۰۶ کال ګونتنامو زندان ته ولېږل شو.

د بن شیبه وکیلان وايي د امریکا د سي ای اې کسانو هغه ډېر بد شکنجه کړی دی.

د شي جن پینګ او بشارالاسد ترمنځ لیدنه؛ چین د سوریې د اقتصاد په بیا رغونه کې مرسته کوي

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۸ GMT+۱

د چين ولسمشر شي جن پينګ د سوريې له ولسمشر بشار الاسد سره په کتنه کې وويل، د «ستراتيژيکو همکاريو» کچې ته د دواړو هېوادونو د اړیکو لوړېدل به د سوريې د بيارغونې او د کورنۍ ناکرارۍ په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

چین ته د بشارالاسد سفر نړیوال ډګر ته د سوریې د ستنیدو په برخه کې د یو مهم بدلون په توګه کتل کېږي.

د چین او سوریې ولسمشرانو د جمعې په ورځ د چین په هانګزو ښار کې سره وکتل.

ډیری په دې باور دي چې د چین او سوریې اړیکې شي جن پینګ ته اجازه ورکوي چې په منځني ختیځ کې د چین ستراتیژیکو ګټو ته وده ورکړي، چې لا دمخه له ایران او سعودي عربستان سره ښه همغږي لري.

د چین په ډیپلوماسۍ کې، «ستراتیژیک مشارکت» په سیمه ییزو، نړیوالو چارو او پوځي برخو کې د نږدې همغږۍ معنا لري.

دا ډول همکاري د هغه څه څخه یو ګام ټيټه ده چې بیجینګ ورته «هر اړخیز ستراتیژیک شراکت» وایي.

په ۲۰۱۱میلادي کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل سره، د بشارالاسد د پوځ له خوا د مظاهره چیانو د ځپلو له امله، لوېدیځو هېوادونو د سوریې پر حکومت سخت بندیزونه ولګول.

د ایران او روسیې په ملاتړ د بشارالاسد حکومت د سوریې پر ډېره برخه کنټرول لري او په وروستیو کلونو کې توانېدلی چې د سیمې له هغو عربي هېوادونو سره چې د مخالفینو ملاتړ کوي خپلې اړیکې قوي کړي.

همداراز، د بشارالاسد حکومت د هېواد د زیربناوو او صنایعود بیا رغولو لپاره بهرنۍ پانګونې ته اړتیا لري.

ډېری ګمان کوي چې چین به په سوریه کې د امریکا د بندیزونو او کمزوري امنیت له امله په دغه هېواد کې پانګونه ونه کړي.

د هند منتقد کشمیری عالم او مشر له ۴ کلن کورني بند ازاد شو

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۳ GMT+۱

د هند حکومت د دغه هېواد تر واک لاندې کشمیر د یوه عالم او ځايي مشر څلور کلن کورنی بند د جمعې په ورځ ختم کړ. نوموړی د نوي ډېلي له خوا د جمو کشمیر د ځانګړي حالت له ختمولو وروسته په کور کې بندي شوی و.

میر واعظ فاروق د خپل څلور کلن کورني بند په هکله ویلي چې دا بند او له خلکو بېلتون یې تر ټولو دردونکی ژوند و.

هغه زیاته کړې چې مورال یې کمزوری شوی نه دی بلکې په خورا قوي روحیه به خپل فعالیت جاري ساتي.

نوموړي د کشمیر د کورواکۍ ختمول د هندي نېشنلېزم برخه او د نه منلو وړ بلله.

د سرینګر تاریخي او مشهور جومات جومات اداره په یوه اعلامیه کې وايي، لوړپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ میر واعظ ته کورته ورغلل او ورته ویې ویل چې ستاسو د خوشي کېدو پرېکړه شوې او د جمعې په ورځ جومات ته تللی شئ.

د جمعې په ورځ د نوموړي هرکلي ته د جومات په مخ کې به سلګونو کسان ولاړ و.

میر واعظ عمر د سرینګر په تاریخي جومات کې د جمعې لمونځ کې احساستي خطبه وویله، چې له امله یې پخپله او د نورو مقتدیانو اوښکې تویې شوې.

ښاغلی فاروق د حریت کانفرنس مشر دی چې نږدې شل بېلتونپالې ډلې پکې راټولې دي.

هغه په لانجمن کشمیر کې د بېلتونپالو مظاهرو مشري کوله، خو تر نورو کشمیري مشرانو ډېر منځلاری بلل کېده.

د فاروق وکیل محکمې ته ویلي، چې موکل یې د ۲۰۱۹ کال د اګسټ پر څلورمه ونیول او بیا خپل کور کې بندي کړل شو.

د نوموړي بند له هغه وروسته و چې د هند واکمن ګوند بهارتیا جنتا د دغه هېواد د اساسي قانون ۳۷۰ ماده لرې کړه.

دې مادې جمو کشمیر ته کورواکي او خلکو ته یې د ځمکو او دندو خوندیتوب ور کړی و.

خو د مادې په لرې کېدو سره دا سیمه د هند د فدرالي حکومت واک ته ولوېده.

100%

د هند حکومت هغه وخت ویل چې د قانون د پلي کولو لپاره یې لسګونه کشمیري مشران پر کور نظر بند کړي دي.

خو کال وروسته پر انټرنټ د بندیز لرې کېدو سره ډېری مشران خوشي شول.

کشمیر د هند، پاکستان او لږ اندازه د چین ترمنځ لانجمنه سمه ده او هر یو یې د بل تر واک لاندې پر ټوله یا ځینې برخه د حاکمیت دعوه لري.

د هند تر واک لاندې کشمیر کې د نوي ډېلي پرضد پر ۱۹۸۹ کال وسلوال مخالفت پیل شو.

هند یې پړه پر پاکستان اچوي، خو اسلام اباد دا تورونه ردوي.

په جرمني کې د ماشوم دوه زره کاله پخوانی بوټ موندل شوی

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۷ GMT+۱

لرغونپوهانو د جرمني د نیډرزاکسن ایالت په دورنبرګ کلي کې د مالګې په کان کې د ماشوم دوه زره کاله پخوانی چرمي بوټ موندلی دی. د جرمني د بوخوم کان موزیم ویلي، چې دا بوټ غالباً له میلادي کال دوه پېړۍ مخکې جوړ شوی دی.

لرغونپوهانو د مالګې د کیندلو او استخراج په وخت کې دا بوټ کشف کړی دی.

ډورنبرګ کلي کې د اوسپنې دورې له پیل راهیسې د مالګې کان کیندنه کیږي.

داسې انګیرل کیږي، چې مالګه په ارګانیک پاتې شونو کې مهم رول لري، نو دا بوټ ځکه سالم پاتې شوی دی.

د جرمني د بوخم کان کیندنې موزیم په وینا، په ډورنبرګ کې دا کیندنه د اوسپنې د دورې د کان کیندونکو د کار او ژوند په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره کیږي.

د جرمني د کانونو موزیم د څېړنڅانګې مشر پوهاند توماس سټولنر وویل: «په ډونبرګ کې موږ د څو لسیزو څیړنیزو فعالیتونو سره ارزښتناکه موندنې کړې چې له مخې یې په علمي ډول د لومړنیو کان کیندنو فعالیتونه څېړلی شو.»

دا پوهاند وایی د موندل شوي بوټ وضعیت «فوق العاده» دی.

هغه زیاته کړه چې «د دې ماشوم بوټان او د ټوکر پاتې شوني او یا هم د هغه په ​​څیر نور شیان چې په ډورنبرګ کې موندل شوي د اوسپنې دورې د کان کیندونکو د ژوند خورا نادر بصیرت وړاندې کوي.»

لرغونپوهانو پر بوټانو سربیره نور عضوي پاتې شوني هم موندلي لکه لرګین بېل یا چارۍ او له کتان څخه جوړ شوی تار.

ویل کیږي، د بوټ پاتې شوني شاید له کتان څخه جوړ شوي وي.