• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جرمني کې د ماشوم دوه زره کاله پخوانی بوټ موندل شوی

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۷ GMT+۱

لرغونپوهانو د جرمني د نیډرزاکسن ایالت په دورنبرګ کلي کې د مالګې په کان کې د ماشوم دوه زره کاله پخوانی چرمي بوټ موندلی دی. د جرمني د بوخوم کان موزیم ویلي، چې دا بوټ غالباً له میلادي کال دوه پېړۍ مخکې جوړ شوی دی.

لرغونپوهانو د مالګې د کیندلو او استخراج په وخت کې دا بوټ کشف کړی دی.

ډورنبرګ کلي کې د اوسپنې دورې له پیل راهیسې د مالګې کان کیندنه کیږي.

داسې انګیرل کیږي، چې مالګه په ارګانیک پاتې شونو کې مهم رول لري، نو دا بوټ ځکه سالم پاتې شوی دی.

د جرمني د بوخم کان کیندنې موزیم په وینا، په ډورنبرګ کې دا کیندنه د اوسپنې د دورې د کان کیندونکو د کار او ژوند په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره کیږي.

د جرمني د کانونو موزیم د څېړنڅانګې مشر پوهاند توماس سټولنر وویل: «په ډونبرګ کې موږ د څو لسیزو څیړنیزو فعالیتونو سره ارزښتناکه موندنې کړې چې له مخې یې په علمي ډول د لومړنیو کان کیندنو فعالیتونه څېړلی شو.»

دا پوهاند وایی د موندل شوي بوټ وضعیت «فوق العاده» دی.

هغه زیاته کړه چې «د دې ماشوم بوټان او د ټوکر پاتې شوني او یا هم د هغه په ​​څیر نور شیان چې په ډورنبرګ کې موندل شوي د اوسپنې دورې د کان کیندونکو د ژوند خورا نادر بصیرت وړاندې کوي.»

لرغونپوهانو پر بوټانو سربیره نور عضوي پاتې شوني هم موندلي لکه لرګین بېل یا چارۍ او له کتان څخه جوړ شوی تار.

ویل کیږي، د بوټ پاتې شوني شاید له کتان څخه جوړ شوي وي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۵

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

•
•
•

نور کیسې

اسلامي جمهوریت «په نړۍ کې تر ټولو اوږد واټنه ډرون» نندارې ته وړاندې کړ

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۴ GMT+۱
 اسلامي جمهوریت «په نړۍ کې تر ټولو اوږد واټنه ډرون» نندارې ته وړاندې کړ
100%

ایران د جمعې په ورځ، له عراق سره د جګړې د ۴۳مې کلیزې په مناسبت، د نړۍ د تر ټولو اوږد واټنه ډرون او له غږ چټکو بالستیک توغندیو په ګډون خپل پوځي تجهیزات نندارې ته وړاندې کړل. ایراني رسنیو ویلي، چې د دې ډرون عملیاتي واټن دوه زره کیلومتره دی او ۲۴ ساعته الوت کولای شي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دې پوځي پرېډ یا رژه کې چې په ژوندۍ بڼه خپره شوه، د «مهاجر، شاهد او ارش» ډرون الوتکې نندارې ته وړاندې شوې.

د ایران اسلامي جمهوریت تېره میاشت ویلي وو چې د مهاجر ۱۰ په نوم یې یوه پرمختللې بې پیلوټه الوتکه جوړه کړې چې دوه زره کیلومتره واټن وهلی شي.

سربیره پردې، مهاجر ۱۰ د ۲۴ ساعتونو لپاره الوتنه کولی شي او تر ۳۰۰ کیلوګرامه کارګو لیږدوي، چې د اوسني مهاجر ۶ډرون څخه یې ظرفیت دوه چنده ډېر دی.

امریکا پر ایران تورن لګولی چې مهاجر ۶ ډرون الوتکې یې روسیې ته ورکړي چې د اوکراین په جګړه کې یې وکاروي.

واشنګټن د سې شنبې په ورځ پر ایران د بندیزونو د زیاتیدو یو لامل روسیې ته د دغو بې پیلوټه الوتکو سپارل وباله.

تهران روسیې ته د دغو بې پیلوټه الوتکو استول ردوي.

100%

د جمعې په ورځ ایران خپل بالستیک او هایپرسونیک توغندي هم نندارې ته وړاندې کړل

د ایران او عراق جګړه د ۱۳۵۹لمریز کال د وږي په ۳۱مه (د ۱۹۸۰میلادي کال د سپتمبر ۲۲) پیل شوه او اته کاله یې دوام وکړ.

دا جګړه چې له اقتصادي پلوه ویجاړونکې وه او لږ تر لږه نیم ملیون کسان پکې ووژل شول، بالاخره د ایران له خوا د ۱۳۶۷لمریز کال د زمري په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۵۹۸ پریکړه لیک په منلو سره پای ته ورسیده.

د پاکستان پټلۍ وزارت د مشهور اورګاډي شالېمار ایکسپرېس د بندولو فیصله کړې

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۳ GMT+۱
د پاکستان پټلۍ وزارت د مشهور اورګاډي شالېمار ایکسپرېس د بندولو فیصله کړې
100%

د پاکستان پټلۍ وزارت د دغه هېواد د مشهور او ډېر چټک اورګاډي شالېمار ایکسپرېس د فعالیت بندولو پرېکړه کړې ده. شالېمار د پنجاب له مرکز لاهور څخه تر کراچۍ تګ راتګ کوي، خو ویل کېږي اوس یې دا چلښت د ګټې په ځای تاوان لري.

سرچینو جیو نیوز ته ویلي، شالېمار د ورځې دوه میلیونه روپۍ تاواني کېږي.

په پاکستان کې د اقتصادي کړکېچ زیاتېدو او د سونتوکو د بیې ډېرېدو سره د اورګاډو کرایې هم جګې شوې دي، خو مالومه نه ده چې دا اورګاډی په څه دلیل هره ورځ تاوان کوي.

د پاکستان پټلۍ وزارت د ۲۰۱۰ کال په جولای کې هم دا ګاډی درولی و، خو له ۱۹ میاشتو وروسته یې بیا د ۲۰۲۱۲ کال د فبرورۍ په وروستیو کې د یوې خصوصي کمپنۍ په همکارۍ پټلۍ ته وباسه.

شالېمار ایکسپرېس د د کراچۍ او لاهور ترمنځ ورځانه چلېږي او د دې ښارونو ترمنځ ۱۲۱۴ کیلومتره لار په ۱۶ ګړیو کې وهي.

د پاکستان د یوه پخواني پوځي مشر جنرال ضیاالحق په واکمنۍ کې پر ۱۹۷۹ کال دې اورګاډي فعالیت پیل کړی دی.

د نګورنو قره باغ تسلیمېدل؛ ارمنستان د بې ځایه شویو کوربتوب ته تیارېږي

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۱ GMT+۱
د نګورنو قره باغ تسلیمېدل؛ ارمنستان د بې ځایه شویو کوربتوب ته تیارېږي
100%

د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پاشینیان وايي، د نګورنو قره باغ تسلیمېدو سره د زرګونو کډوالو کوربتوب ته تیارېږي. د هغه په خبره، دا مهال د قره باغ ارمنانو ته کوم مخامخ ګواښ نشته، خو د اذربایجان د جګړې له امله تر لس زرو ډېر کسان بې ځایه شوي دي.

د چارشنبې په ورځ د روسیې په منځګړتوب د نګورنو قره باغ ځايي ځواکونو د اوربند بدل کې د تسلیمېدو ژمنه وکړه، خو لا هم ځینې سیمو کې وسلوال مقاومات کوي.

د اذربایجان ولسمشر یوه سلاکار ویلي، کوم ځايي ځواکونه چې وسله پر ځمکه ږدي ښايي وبښل شي.

نګورنو قره باغ په نړیواله کچه د اذربایجان برخه بلل کېږي، خو تر یو لک شل زره اوسېدونکي یې ارمنان دي.

د ۱۹۹۰ کلونو په جګړه کې ارمنستان پرې ولکه وکړه، خو په ۲۰۲۰ کال کې یې بیا پر سره درنه جګړه ونښته چې باکو پکې ځینې سیمې بېرته ونیولې، اما د روسیې په منځګړتوب اوربند وشو.

د دې سیمې د کنټرول لپاره ارمنستان تېرو ورځو کې بیا جګړه پیل کړه او ځايي ځواکونه اوربند ته اړ شول

د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف د چارشنبې ورځې اوربند ستر بری بللی او ویلي یې دي چې له څو لسیزو وروسته به پر دغه سیمه واکمن شي.

روسیه وايي امریکا اوکراین ته "تر ټولو خطرناکې وسلې" ورکوي

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۰ GMT+۱
روسیه وايي امریکا اوکراین ته "تر ټولو خطرناکې وسلې" ورکوي
100%

په واشنګټن کې د روسیې سفارت وايي، امریکا اوکراین ته "تر ټولو خطرناکې وسلې" ورکوي. دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې متحده ایالات غواړي کیف ته د دغو وسلو په ورکولو سره د اوکراین «ناکام ځوابي برید» جبران کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ (د سنبلې په ۳۰ مه) د امریکا له ولسمشر جوبایډن او د دفاع له وزیر لویډ اسټن سره وکتل او خبرې یې وکړې.

امریکايي چارواکو په دغو غونډو کې اعلان وکړ چې اوکراین ته د پوځي مرستو یوه نوې بسته لېږي.

په واشنګټن کې د روسیې سفارت د پنجشنبې په ورځ ـ سپتمبر ۳۰ ـ په یوه خبرپاڼه کې وویل: په کیف کې خپلو پیرودونکو ته د واشنګټن د وسلو او پیسو پرله پسې لېږلو هیڅوک حیران نه کړل او اوس امریکا چمتو ده چې ان خپل خطرناک پوځي تجهزات اوکراینیانو ته ور کړي.

په واشنګټن کې د روسیې سفارت وايي، د اوکراین وسله وال ځواکونه خپلو اهدافو ته نه دي رسېدلي او د افرادو او تجهیزاتو په برخه کې یې ډېر زیان لیدلی او امریکايي کارپوهان په دې خبره پوه شوي دي.

په همدې حال کې د روسیې سفارت له کیف سره د واشنګټن مرستې بې ګټې وبللې او ادعا یې وکړه چې د لویدیځ دا هڅې په ډګر کې د وضعیت د بدلولو توان نه لري، بلکې د جګړې او ورانۍ د لا اوږدولو لامل به شي.

پر اوکراین د روسیې د برید له پیل راهیسې، واشنګټن له کیف سره تر ۴۳ میلیارد ډالرو زیاته پوځي مرسته کړې ده.

د شاه چراغ پر زيارت د بريد په قضيه کې اصلي تورن په اعدام محکوم شو

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۵ GMT+۱
د شاه چراغ پر زيارت د بريد په قضيه کې اصلي تورن په اعدام محکوم شو
100%

د ایران د اسلامی جمهوریت د قضاییه قوې د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د فارس ولایت د انقلاب محکمې د شاه چراغ په زیارت باندې د حملې اصلي تورن د تاجکستان اوسېدونکی رحمت الله نوروزاف په اعدام محکوم کړ. د دغه برید دوه نور تورن هم په پنځه کاله بند محکوم شوي دي.

د ایران د قضايي چارواکو په وینا؛ رحمت الله نوروزاف د روان کال د زمري په ۲۲مه نېټه د شاه چراغ پر زیارت باندې د وسله وال برید له امله «د هېواد د امنیت پر ضد جګړې، فتنې او لاس وهنې» تورن شوی دی.

ميزان ويبپاڼې د فارس ولايت د ستر قاضي القضات سيد کاظم موسوي له قوله ليکلي، چې «د اصلي تورن د بشپړې او هر اړخيزې څېړنې او د منظمو اړيکو د تاييد له مخې هغه د داعش ډلې غړيتوب او همکاري منلې ده.»

دفارس ولايت دعدليې رييس وويل، چې دا تاجکستاني تبعه د جګړې او بغاوت په تور محکوم شوی دی.

د ایران اسلامي جمهوریت دغه قضایي چارواکي اعلان وکړ، چې په دې برید کې دوه نورو تورن کسانو باندې یې د سفر بندیز او پنځه کاله بند سزا اعلان کړه.

د قانون له مخې؛ د شېراز د اسلامي انقلاب محکمې د لومړۍ څانګې پرېکړه کولی شي سترې محکمې ته استیناف وکړي.

د محکومینو د اعتراض لپاره قانوني مهلت به شل ورځې وي.

د زمري په ۲۲مه نېټه ماښام د شاه چراغ زيارت په بريد کې دوه تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول.

تر دې برید وړاندې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د یوه بل وسله وال برید په پایله کې ۱۳ کسان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول. داعش د دغه برید مسوولیت منلی وه.