• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه وايي امریکا اوکراین ته "تر ټولو خطرناکې وسلې" ورکوي

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۱ GMT+۱

په واشنګټن کې د روسیې سفارت وايي، امریکا اوکراین ته "تر ټولو خطرناکې وسلې" ورکوي. دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې متحده ایالات غواړي کیف ته د دغو وسلو په ورکولو سره د اوکراین «ناکام ځوابي برید» جبران کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ (د سنبلې په ۳۰ مه) د امریکا له ولسمشر جوبایډن او د دفاع له وزیر لویډ اسټن سره وکتل او خبرې یې وکړې.

امریکايي چارواکو په دغو غونډو کې اعلان وکړ چې اوکراین ته د پوځي مرستو یوه نوې بسته لېږي.

په واشنګټن کې د روسیې سفارت د پنجشنبې په ورځ ـ سپتمبر ۳۰ ـ په یوه خبرپاڼه کې وویل: په کیف کې خپلو پیرودونکو ته د واشنګټن د وسلو او پیسو پرله پسې لېږلو هیڅوک حیران نه کړل او اوس امریکا چمتو ده چې ان خپل خطرناک پوځي تجهزات اوکراینیانو ته ور کړي.

په واشنګټن کې د روسیې سفارت وايي، د اوکراین وسله وال ځواکونه خپلو اهدافو ته نه دي رسېدلي او د افرادو او تجهیزاتو په برخه کې یې ډېر زیان لیدلی او امریکايي کارپوهان په دې خبره پوه شوي دي.

په همدې حال کې د روسیې سفارت له کیف سره د واشنګټن مرستې بې ګټې وبللې او ادعا یې وکړه چې د لویدیځ دا هڅې په ډګر کې د وضعیت د بدلولو توان نه لري، بلکې د جګړې او ورانۍ د لا اوږدولو لامل به شي.

پر اوکراین د روسیې د برید له پیل راهیسې، واشنګټن له کیف سره تر ۴۳ میلیارد ډالرو زیاته پوځي مرسته کړې ده.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۵

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

•
•
•

نور کیسې

د شاه چراغ پر زيارت د بريد په قضيه کې اصلي تورن په اعدام محکوم شو

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۵ GMT+۱
د شاه چراغ پر زيارت د بريد په قضيه کې اصلي تورن په اعدام محکوم شو
100%

د ایران د اسلامی جمهوریت د قضاییه قوې د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د فارس ولایت د انقلاب محکمې د شاه چراغ په زیارت باندې د حملې اصلي تورن د تاجکستان اوسېدونکی رحمت الله نوروزاف په اعدام محکوم کړ. د دغه برید دوه نور تورن هم په پنځه کاله بند محکوم شوي دي.

د ایران د قضايي چارواکو په وینا؛ رحمت الله نوروزاف د روان کال د زمري په ۲۲مه نېټه د شاه چراغ پر زیارت باندې د وسله وال برید له امله «د هېواد د امنیت پر ضد جګړې، فتنې او لاس وهنې» تورن شوی دی.

ميزان ويبپاڼې د فارس ولايت د ستر قاضي القضات سيد کاظم موسوي له قوله ليکلي، چې «د اصلي تورن د بشپړې او هر اړخيزې څېړنې او د منظمو اړيکو د تاييد له مخې هغه د داعش ډلې غړيتوب او همکاري منلې ده.»

دفارس ولايت دعدليې رييس وويل، چې دا تاجکستاني تبعه د جګړې او بغاوت په تور محکوم شوی دی.

د ایران اسلامي جمهوریت دغه قضایي چارواکي اعلان وکړ، چې په دې برید کې دوه نورو تورن کسانو باندې یې د سفر بندیز او پنځه کاله بند سزا اعلان کړه.

د قانون له مخې؛ د شېراز د اسلامي انقلاب محکمې د لومړۍ څانګې پرېکړه کولی شي سترې محکمې ته استیناف وکړي.

د محکومینو د اعتراض لپاره قانوني مهلت به شل ورځې وي.

د زمري په ۲۲مه نېټه ماښام د شاه چراغ زيارت په بريد کې دوه تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول.

تر دې برید وړاندې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د یوه بل وسله وال برید په پایله کې ۱۳ کسان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول. داعش د دغه برید مسوولیت منلی وه.

په پاکستان کې د ټاکنو نېټه اعلان شوه

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۲ GMT+۱
په پاکستان کې د ټاکنو نېټه اعلان شوه
100%

د پاکستان د انتخاباتو کمېسون وايي، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په وروستیو کې به په دغه هېواد کې ټولټاکنې وشي. دا کمېسون وايي، د نویو ټاکنیزو حوزو یا حلقو د ټاکلو کار روان دی او راتلونکې اونۍ به د دې حوزو اولنی لېست نشر کړي.

دوی وايي، د مختلفو ګوندونو تر نظرونو او نیوکو اورېدو وروسته به د ټاکنیزو حوزو نهايي نوملړ د نومبر پر ۳۰ خپور شي.

د ټاکنو دا اداره وايي، چې د پاکستان کاندیدان او ګوندونه د ټاکنیزو مبارزو لپاره ۵۴ ورځې وخت لري.

د اګسټ په لومړیو کې د پاکستان قامي اسمبلۍ په ړنګېدو سره سرپرست حکومت جوړ شو.

دا حکومت ۹۰ ورځې وخت لري او په سرپرستۍ یې ټاکنې کېږي، خو لا هغه وخت ویل کېدل چې ښايي په دې موده کې ټاکنې ونه شي.

خو د پاکستان ولسمشر څو ورځې مخکې د ټاکنو کمېسون ته یوه لیک کې ویلي چې د نومبر پر شپږمه ټاکنې وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د سرپرست حکومت د ۹۰ ورځو په موده کې د ټاکنو غوښتنه کړې وه، خو نورو ګوندونو ویلي، که ټاکنې ځنډېږي بیا هم پکې ګډون کوي.

هند کاناډايي وګړو ته د ویزې ور کول وځنډول

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۴ GMT+۱
هند کاناډايي وګړو ته د ویزې ور کول وځنډول
100%

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ کاناډايي وګړو ته د ویزې ور کول وځڼدول. اریندم باغچي په نوي ډېلي کې خبریالانو ته وویل، په کاناډا کې د خپلو کونسلګریو کارمنانو ته د امنیتي ګواښ له امله دا پرېکړه کوي.

د نوموړي په خبره، ، د امنیتي حالت د ښه کولو لپاره د کاناډايي حکومت بې غوري د دې لامل شوه چې دوی هر ډول ویزې وځنډوي.

هند ترې دې مخکې په کاناډا کې له خپلو وګړو او هغو هندیانو چې کاناډا ته ځي د احتیاط غوښتنه وکړه.

له بلې خوا په نوي ډېلي کې د کاناډا ډيپلوماټیک مشرتابه ویلي، پر خواله رسنیو د خپلو ډیپلوماټانو ته تر ګواښل کېدو وروسته د لنډمهال لپاره خپلو کارکوونکو کې بدلون راولي.

دا ګامونه د نوي ډېلي او اوتاوا ترمنځ جنجال لا زیاتوي چې د کاناډا په بریټیش کولمبیا کې د بېلتونپال سیک مشر په وژلو پسې پیدا شوی دی.

د کاناډا حکومت وايي، باوري ادعاوې ښيي چې تېر جون د دې مشر په وژلو کې د هندي حکومت جاسوسانو لاس درلود، خو نوی ډېلی دا تورونه ردوي.

د ۲۰۲۱ کال د شمېرو له مخې کاناډا د ۷ لکه اویا زره سیکانو په لرلو سره له هند بهر د سیکانو تر ټولو لویه ټولنه لري.

کاناډا د هند ۱۷ تر ټولو لویه بهرنۍ پانګواله ده او کاناډايي پانګوالو په دغه هېواد په میلیاردونه ډالر پانګونه کړې ده.

له ۲۰۱۸ کال راهیسې د نړیوالو زدکوونکو له پلوه هند هم کاناډا ته تر ټولو لویه سرچینه ده.

پر ۲۰۲۲ کال کاناډا کې د هندي زدکوونکو شمېر د ۴۷ سلنې زیاتېدو سره درې لکه ۲۰ زرو ته ورسېد چې د بهرنیو شاګردانو ۴۰ سلنه جوړوي.

د کاناډا د نړیوالو زدکړو دفتر وايي، هندي زدکوونکي ځايي پوهنتونونو او کالجونو کې د کورنیو زدکوونکو لپاره د سوبسایډي زدکړو په برابرولو کې هم همکاري کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکتر عبدالله عبدالله له مارکُس پوتزل سره په کابل لیدلي

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۸ GMT+۱
پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکتر عبدالله عبدالله له مارکُس پوتزل سره په کابل لیدلي
100%

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې د ملي مصالحې عالي شورا د پخواني رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره یو ځای یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکُس پوتزل سره لیدلي دي.

له څو میاشتو وروسته دا د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکتر عبدالله عبدالله مشترکه سیاسي لیدنه ده، چې د ملګرو ملتونو له یوه چارواکي سره یې کوي.

ښاغلي کرزي نن پنجشنبه (د وږي ۳۰مه) پر خپلې اېکس (ټوېټر) لیکلي، چې په یاده لیدنه کې یې د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د مرستو په اړه خبرې کړي دي.

په دغه یادښت کې زیاته شوې، چې دواړو خواوو د افغان ځوانانو، نجونو او هلکانو د زده کړو او هغوی ته د تحصلي زمینې په برابرولو هم خبرې کړي دي.

په یادښت کې د ملګرو ملتونو له مرستو مننه شوې او د دغو مرستو د دوام او چټکتیا په رامنځته کېدا ټینګار شوی دی.

په وروستیو اونیو کې داسې خبرونه خپاره شوي وو، چې طالبانو پر پخواني ولسمشر حامد کرزي ځینې بندیزونه لګولي، پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نېږدې شخص او په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم په یوې مرکې کې پر نوموړي د طالبانو له خوا بندیزونه منلي وو او زیاته کړې یې وه، چې پخوانی ولسمشر له بهرنیو سفرونو منع دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: تحریک طالبان پاکستان د دوو ګاونډیانو تر منځ دښمنۍ ته لمن وهي

۳۰ وږی ۱۴۰۲ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۲ GMT+۱
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: تحریک طالبان پاکستان د دوو ګاونډیانو تر منځ دښمنۍ ته لمن وهي
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر وايي، چې پر هېواد یې د تحریک طالبان پاکستان لخوا بریدونه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دښمنۍ په هدف ترسره کیږي. جلیل عباس جیلاني د خواشیني په څرګندولو وویل، چې «په پاکستان کې دننه بریدونه اوس هم له افغانستانه ترسره کیږي.»

هغه چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی، د پنجشنبې په ورځ (د وږي په ۳۰مه) ټي ار ټي خبري شبکې ته وویل، چې له افغانستانه پر دغه هېواد د تحریک طالبان پاکستان بریدونه د اسلام اباد لپاره لویه اندېښنه ده.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې تحریک طالبان پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېره دښمني رامنځته کولای شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې اسلام اباد غواړي افغانستان ته د یوه باثباته هېواد په سترګه وګوري، خو دی په دې باور دی چې د تحریک طالبان پاکستان او د داعش د خراسان څانګې په ګډون ګڼ شمېر ترهګرې ډلې په افغانستان کې شتون لري.

جلیل عباس جیلاني ټینګار وکړ، چې دا نه یوازې د پاکستان بلکې د سیمې د نورو هیوادونو لپاره هم جدي اندیښنه ده.

په ورته وخت کې نوموړي څرګنده کړه، چې پاکستان له افغان طالبانو سره خبرې کوي او دغې ډلې ته ویل شوي، چې له پاکستان او نړۍوالې ټولنې سره د شویو ژمنو له مخې باید اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان استازی اصف درانی نن ​​(پنجشنبې د وږي ۳۰مه) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی.