• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان یو کس «په افغانستان کې پاکستاني طالبانو ته د چندې ټولولو» په تور ونیو

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۲ GMT+۱

پاکستانۍ رسنۍ د دغه هېواد د امنیتي چارواکو په حواله وايي، په کراچۍ ښار کې یې د پاکستاني طالبانو یو قومندان او مالي ملاتړی نصرالله نیولی دی. د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره وايي، دغه کس په پاکستان کې چنده یا بسپنه کوله او افغانستان کې یې خپلې ډلې ته لېږله.

پاکستاني چارواکي وايي، نوموړي «په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو له قومندانانو سره په اړیکه او په خپل جرم اعتراف کړی دی.»

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې غړی خرم وارث وايي، له نصرالله سره یې وسله هم نیولې ده.

ویل کېږي د نصرالله ورور او یو بل خپلوان یې هم په پاکستان کې په «ترهګریزو»چارو کې ښکېل و.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د ترهګرۍ ضد ادارې په پنجاب کې ۱۳ نور تورن« ترهګر» هم نیولي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان لومړي وزیر بیا له طالبانو د وسلوالو د بریدونو په مخنیوي کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۶ GMT+۱

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې یو ځل بیا وویل چې له افغانستان څخه تحریک طالبان پاکستان داعش او نور وسلوالې ډلې د پاکستان پرضد بریدونه کوي. انوارالحق کاکړ دې سرمشریزې ته وینا کې له طالبانو بیا وغوښتل چې د ورته بریدونو په مخنیوي ور سره پرېکنده مرسته وکړي.

نوموړي په ورته مهال ومنله چې په دې برخه کې طالبان ور سره ملاتړ او همغږي لري او هم پاکستان پخپله خاوره کې د دې وسلوالو پرضد اړین ګامونه پورته کړي.

د هغه په خبره، په پاکستان کې د وسلوالو د بریدونو مخنیوی او د دې ډلې ځپل د اسلام اباد لومړیتوب دی.

ښاغلي کاکړ په افغانستان کې او له دغه هېواد بهر ته د پراخېدونکې هر ډول ترهګرۍ ځپل هم خپل لومړیتوب وباله.

خو طالبانو د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې تل رد کړې دي او ویلي یې دي چې دوی هیچا ته هم اجازه نه ور کوي چې افغان خاوره د بل چا پرضد وکاروي.

طالبان دا هم وايي، چې په پاکستان کې وسلوالې ډلې په هغه هېواد کې خپل بریدونه پلانوي.

د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو غونډې ته په وینا کې وویل، چې د نړیوالې ټولنې په څېر د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار په هکله ورته اندېښنه لري.

نوموړي په ورته مهال له افغانستان سره د انساني مرستو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «پاکستان د بې وزله افغان وګړو سره چې افغان ښځې او نجونې تر ټولو زیانمنې دي د بشري مرستو د دوام او همدارنګه د افغانستان د اقتصاد د بیا رغولو او له منځنۍ اسیا سره د ارتباطي پروژو د پلي کولو ملاتړ کوي.»

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم هم په افغانستان کې پر کړکېچن بشري وضعیت اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې دې د توپیري چلن سیاست پرېږدي.
انور ابراهیم د جمعې په ورځ ملګرو ملتونو ته په خپله وینا کې وویل، د تعليم له حقه انکار د اسلامي لارښوونو خلاف عمل دى.

په ملګرو ملتونو کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو د جنستي توپیر په تړاو ناسته هم جوړه شوې وه چې پکې د مختلفو هېوادونو استازد ګډون درلود.

طالبانو لا دې غونډې ته په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو پر ښځو ټول لګېدلي بندیزونه یې د اسلام له مخې بللي دي.

د نګورنو قره باغ تسلیمېدو د پخواني شوروي سیمو کې د روسیې د نفوذ په هکله پوښتنې پیدا کړې

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۹ GMT+۱

د روسیې د بهرنۍ پالیسۍ بازانو ته دوه کاله مخکې له کابل هوايي ډګر د امریکايي ځواکونو له بېړني وتلو خوند واخیست، خو په نګورنو قره باغ کې د دوی د سوله ساتو ځواکونو اډې ته د ارمنانو د تئښتې لیدل ورته سخت و.

څنګه چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل ځینې امریکایان د خپل هېواد واک ته اندېښمن او د دوی دوښمنان یې زړور کړل، همداسې نګورنو قره باغ ته د ترکیې ملاتړو اذربایجاني ځواکونو د نفوذ په مخنیوي کې د روسي سوله ساتو بې وسي هم مسکو خوابدی کړی دی.

قره باغ ارمن توکمه سیمه ده، خو په نړیواله کچه د اذربایجان برخه بلل کېږي، اما د ۱۹۹۰ کلونو له لومړیو د ځايي ادارې په لاس کې ده او د پخواني شوروي یو کونج و چې لا هم مسکو ته د وختتېري یو ځای دی، خو د اوکراین جنګ کې د ښکېلتیا له امله یې دا نفوذ د ترکیې، اذربایجان او ایران تر فشار لاندې دی.

روسیه چې په ارمنستان کې د اډې په ګډون پوځي تاسیسات لري، له سوېلي قفقاز چې د تېلو او ګاز نللیکې ترې تېرېږي د وتلو نیت یې نه دی ښودلی

خو مسکو د قره باغ کړکېچ په اداره کې له ارمنستان سره په لوبه تورن او اړ شو چې په سیمه کې له خپلې بهرنۍ پالیسۍ دفاع وکړي.

په نګورنو قره باغ کې چې تر یو لک ډېر ارمنان اوسېږي وروستیو ورځو کې سلګونه کسان وژل شوي دي او اوس ارمنان اړ دي چې یا له خپل ټاټوبي د وتلو پرېکړه وکړي یا هم د اذربایجان حاکمیت کې پاتې شي چې ډېری یې دوښمن دولت بولي، که څه هم باکو د سوله ییز ژوند ژمنه ور سره کړې ده.

د کرنګي اندیځ یا فکري مرکز مهم غړی او پخوانی روسی ډیپلوماټ الیکساندر باونوف وايي، د قره باغ په سټیپناکرټ هوايي ډګر کې د وېرېدلیو خلکو انځورونه په ۲۰۲۱ کال کې د کابل هوايي ډګر کې د خلکو د ګڼې ګوڼې انځورونه تازه کوي.

د هغه په خبره، "مسکو د کابل له انځورونو دې نتیجې ته ورسېد چې امریکا کمزورې ده او له اوکراین سره د حساب کتاب تاریخي چانس په لاس ورغلی دی. خو څوک به د قره باغ له انځورونو کومه پایله واخلي؟"

ځینې روسان په سوېلي قفقاز کې د خپل نفوذ پر کمیدو سربېره په دې هم ډېر غوسه دي چې د اذربایجان ځواکونو د دوی پنځه سوله ساتي سرتېري ووژل.

خواله رسنیو کې د دې پېښې انځور ښيي چې د روسیي سرتېرو موټر پر مرمیو سوری سوری دی.

د اوکراین د جګړې مشهور مبصر او د روسیې پوځي ویبلاګر ژیوف ز لیکلي: اذربایجان د روسۍ وینې په خوند څکلو سره قره باغ له ستوني تېر کړ.

هغه وايي، څوک چې د اذربایجان بري ته خوشالېږي، د روسي سرتېرو پر مړو نڅېږي.

نوموړي له نورو ویبلاګرو سره له مسکو غوښتي چې له باکو غچ واخلي.

په ارمنستان کې چې د روسیې دودیز ملګری دی د مسکو ضد زیاتېدونکو احساساتو کرملین ته حالت لا سخت کړی دی چې سرچینې او پام یې د اوکراین جګړې ته ور ټول دی

ارمن لاریونوالو ایروان کې د روسیې د سفارت مخ ته په اعتراض سره ادعا وکړه چې روسیې د اذربایجان په مخنیوي کې خیانت وکړ.

د کرملین پخوانی سلاکار سرګي مارکوف وايي، دا خطرناک تمایل دی، د روسیې ضد احساساتو ته کار کېږي.

د تاوان کمول

په ارمنستان کې روسي ځواکونه
100%
په ارمنستان کې روسي ځواکونه

د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان هم پر مسکو خپله غوسه په دې وښوده چې ویې ویل دا لویه تېروتنه وه چې ایروان د خپل امنیت د خوندیتوب لپاره یوازې پر مسکو تکیه و.

هغه په قره باغ کې نږدې دوه زره روسي سوله ساتي ځواکونه په خپله دنده کې په پاتې راتلو تورن کړل، دایروان د امنیتي شریکانو د متنوع کولو ژمنه یې وکړه او د متحده ایالاتو له ځواکونو سره یې ګډ پوځي تمرینات وکړل.

روسیې په ځواب کې د زیان د محدودولو تمرین وکړ، د ماتې پړه یې په کلکه په پشینیان واچوله او هغه یې پر ډیپلوماټیکه بې کفایتۍ تورن کړ.

پاشینیان، چې د ۲۰۱۸ کال په لاریونونو کې واک ته ورسید د روسیې نفوذ یې کم کړ او مسکو ورته د لویدیځ پلوي په سترګه ګوري.

مسکو هغه په دې تورنوي چې د اوسني کړکیچ لامل شوی دی او دلیل دا وايي، چې پر ۲۰۲۰ کال په ۴۴ ورځنۍ جګړه کې د ارمنستان له ماتې وروسته چې روسیې قره باغ ته سوله ساتي واستول پاشینیان د اذربایجان ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت وپیژندله.

باکو له ډېر وخت راهیسې نګورنو قره باغ خپله خاوره باله، خو د قره باغ ارمنانو له پاشینیان غوښتل چې د دوی خپلواکي په رسمیت وپېژني او له ځان سره یې یو ځای کړي.

د روسیې د ملي امنیت شورا د مرستیال مشر دیمیتري مدودوف په څېر روسي چارواکي وايي، د پاشینیان په استعفا به خوشال شي چې اوس یې مخالفان ترې غوښتنه کوي.

مدودوف د سې شنبې په ورځ چې اذربایجان خپل ځواکونه قره باغ ته واستول د پاشینیان د تېروتنو د یوه نوملړ په خپرولو سره هغه د ناټو مینه یا معشوقه وباله.

روسیه ممکن شاته ولاړه وي، خو باور لري چې داصلي مسوول په توګه ارمنستان د مانورو لپاره پښه ماتی و.

د روسیې د دولتي رسنیو یوه ځواکمنه مدیره او ارمن توکمه مارګریتا سیمونیان وايي، مسکو اړ نه دی پاشینیان ته چې خپل خلک یې وپلورل، په دې تړاو سپیناوی ور کړي.

د هغې په خبره، مسکو له ارمنستان پرته نتیجې ته رسېدلی شي، خو ارمنستان له روسیې پرته دا کار نشي کولی.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر: سېکولرانو هڅه وکړه، چې دین او دولت سره جلا کړي

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر جوزجان ولایت ته په خپل سفر کې ویلي، سېکولرانو هڅه وکړه چې دین او دولت سره جلا کړي؛ خو د طالبانو له ستنېدو سره دغه توپیر له منځه ولاړ.

ندا محمد ندیم په دې وروستیو کې د مارشال دوستم په ماڼۍ کې د یوشمېر سیمه‌ییزو طالب چارواکو او زده‌کړیالانو سره لیدلي دي.

ندا محمد ندیم همدارنګه ادعا کړې، چې د طالبانو په حکومت کې هیڅ ډول قومي، ژبني، سمتي او مذهبي تعصب نشته.


د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، ندا محمد ندیم د افغانستان څو شمالي ولایتونو ته سفرونه کړي دي.


دغه طالب چارواکي د خپلو خبرو په یوې برخه کې د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړ، چې په افغانستان کې یې د زندانیانو د ربړونې په اړه خپور کړی و.


ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ د (وږي ۲۹مه) په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې طالبان زندانیان د برېښنایي شاکونو، د ساه بندولو او د وهلو ټکولو سره په زندانونو کې ربړوي.

د پاکستان لومړی وزیر: 'هندو ملتپالنه' نړۍ د جګړې له اور سره مخ کولی شي

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۵۰ GMT+۱

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انور حق کاکړ خبرداری ورکړ چې د «هندو ملتپالنې» د سیاست تر شا «کرکجن حقیقت» نړۍ د جګړې اور ته اچولی شي. ښاغلي کاکړ دغه څرګندونې د سيکانو د يوه مشر د وژلو په تړاو د هند پر وړاندې د کاناډا د وروستيو ادعاګاوو په اړه وکړې.

د کاناډا او هند ترمنځ کړکېچ د جون په میاشت کې د کاناډا په بریټیش کولمبیا کې د هندي - کاناډایي بېلتونپال هردیپ سینګ نجار له وژل کېدو وروسته زیات شو.

د سیکانو دغه مشر د هند د پنجاب ایالت د سیکانو لپاره یو خپلواک هېواد غوښت.

د کاناډا لومړي وزیر له هند څخه وغوښتل چې د دغه سک مشر د وژنې په تحقیقاتو کې همکاري وکړي.

جسټین ټروډو ټینګار وکړ، چې کاناډا یوه معتبره ادعا لري چې د ۴۵ کلن هردیپ سینګ نجار په وژنه کې د هند د حکومت لاس ښیې.

هند په دې تړاو هر ډول لاس لرل رد کړي.

خو انورحق کاکړ د سیکانو د بېلتونپال مشر «بې ګناه» او «شهید» بللی او ویلي یې دي چې د یوه بې ګناه کس وژل «لوی جنایت» دی.

ښاغلی کاکړ په نړیواله ټولنه کې د «هندو ملتپالنې» د مخ په زیاتیدونکي څپې په اړه اندیښنه لري.

هغه وويل: «موږ به [دا موضوع] په مختلفو ټولنو کې مطرح کړو، دا نه چې موږ غواړو د هند پر ضد پروپاګند خپور کړو، بلکې د دې لپاره چې د هندو ملتپالنې سياسي اجنډا تر شا د کرکې وړ واقعيت دی چې فاشيزم او شوونیزم کې ژورې ريښې لري.»

د پاکستان لومړی وزیر خبرداری ورکوي چې دا پدیده دومره خطرناکه ده چې ټوله سیمه او نړۍ د جګړې په اور کې اچولی شي.

هغه ټینګار وکړ، چې د دې موضوع روښانولو ته دوام ورکوي او هر چیرته چې ورته فرصت پیدا شو په اړه یې خبرې کوي.

د هغه څه پر بنسټ چې د پاکستان لومړی وزیر ادعا کوي، هندو ملتپالنې (هندوتوا) په سیمه او په ځانګړې توګه بلوچستان یې اغېزمن کړی دی.

دغه لوړپوړی پاکستاني چارواکی ادعا کوي، چې د خپلو د ادعاوو لپاره شواهد لري، چې په هغه کې د هند د پوځ د یوه لوړپوري افسر اعتراف هم شته.

د دې تر څنګ انورحق کاکړ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پاکستان «ډېر پیاوړی» وباله او ویې ویل: «د ترهګرۍ د زیاتوالي په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو لکه افغانستان سره نږدې همغږي او پرانیستې اړیکې لري.»

د ګونتنامو قاضي: د سپتمبر ۱۱ بریدونو د تورن رواني حالت د محاکمې لپاره مناسب نه دی

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۳ GMT+۱

د ګونتنامو زندان یو قاضي وايي، د سپتمبر ۱۱ بریدونو د یوه تورن رمزي بن شیبه حالت د محاکمې لپاره مناسب نه دی. مټیو مکال د نوموړي د حالت په هکله د ډاکټرانو نظریه تایید کړې ده.

ټاکلې وه چې ښاغل شیبه او د دې بریدونو په پلان د تورن خالد شیخ محمد په ګډون ۴ نور کسان د جمعې په ورځ محاکمه شوی وی.

ډاکټرانو ویلي، رمزي بن شیبه په ګونتنامو بند کې پر عصبي ګډوډۍ، وېرې او ناوړه رواني حالت اخته شوی دی.

د رمزي بن شیبه د دوسیې قاضي مټیو مکال د جمعې په ورځ د نوموړي د روغتیايي حالت په هکله د ډاکټرانو موندنې ومنلې.

ډاکټرانو تېره میاشت وویل، ښاغلی شیبه له رواني پلوه دومره سخت زیانمن شوی چې له ځان دفاع نشي کولی.

نیویارک ټایمز د دې ډاکټرانو په حواله وايي، د شیبه حالت دومره خراب دی چې د خپل ځان په هکله د محاکمې پر څرنګوالي نه پوهېږي او نه هم خپله همکاري کولی شي.

100%

ټاکلې وه چې نوموړی له څلورو نورو هغو تورنو سره محاکمه شي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر ۱۱ په نیویارک، پنټګان او پنسلوانیا کې په برید تورن دي.

د یمن اوسېدونکی ۵۱ کلن بن شیبه د ۲۰۰۲ کال سپتمبر کې په پاکستان کې ونیول او پر ۲۰۰۶ کال ګونتنامو زندان ته ولېږل شو.

د بن شیبه وکیلان وايي د امریکا د سي ای اې کسانو هغه ډېر بد شکنجه کړی دی.