• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر: سېکولرانو هڅه وکړه، چې دین او دولت سره جلا کړي

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر جوزجان ولایت ته په خپل سفر کې ویلي، سېکولرانو هڅه وکړه چې دین او دولت سره جلا کړي؛ خو د طالبانو له ستنېدو سره دغه توپیر له منځه ولاړ.

ندا محمد ندیم په دې وروستیو کې د مارشال دوستم په ماڼۍ کې د یوشمېر سیمه‌ییزو طالب چارواکو او زده‌کړیالانو سره لیدلي دي.

ندا محمد ندیم همدارنګه ادعا کړې، چې د طالبانو په حکومت کې هیڅ ډول قومي، ژبني، سمتي او مذهبي تعصب نشته.


د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، ندا محمد ندیم د افغانستان څو شمالي ولایتونو ته سفرونه کړي دي.


دغه طالب چارواکي د خپلو خبرو په یوې برخه کې د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړ، چې په افغانستان کې یې د زندانیانو د ربړونې په اړه خپور کړی و.


ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ د (وږي ۲۹مه) په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې طالبان زندانیان د برېښنایي شاکونو، د ساه بندولو او د وهلو ټکولو سره په زندانونو کې ربړوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه جوړېږي

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۱ GMT+۱

ټاکل شوې د نن جمعې په ورځ د وږي په ۳۱مه په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د بېلابېلو هېوادونو د استازو او د بشري حقونو د مدافعانو په حضور کې غونډه جوړه شي.

دا غونډه به «له جنسیتي تبعیض سره مبارزه: په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت» تر سرلیک لاندې جوړه شي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ او د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو مشره هډر بار، د دې غونډې له ویناوالو څخه دي.

دا غونډه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي او د سویلي افریقا، مالتا او دومینکا جمهوریتونو د استازو په همکارۍ د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په څنډه کې جوړېږي.

د امریکا حکومت افغانستان لا هم په جګړه کې ښکېل هېواد بولي

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۲ GMT+۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي، افغانستان لا هم په جګړه کې ښکېل هېواد ګڼي. دغه وزارت وايي، په افغانستان کې د وسله والو جګړو او کړکېچن وضعیت له امله به په امریکا کې د افغان کډوالو د اوسېدو او کار جواز تر نورو ۱۸ نورو میاشتو وغځوي.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر الخاندرو ان مایورکاس، د پنجشنبې په ورځ ـ د سنبلې ۳۰ مه ـ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د هغو افغان کډوالو لپاره د "موقتي محافظت حالت" غځوي چې د طالبانو بیا واکمنېدو سره یې په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي، د افغانستان د حالاتو له کتنې او له خپلو نړیوالو همکارانو سره تر سلا مشورو وروسته یې پرېکړه کړې چې افغان کډوالو ته د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۲۱مې د ۲۰۲۵ کال د مې تر ۲۰مې پورې د استوګنې او کاري جواز موده وغځوي.

د کورني امنیت وزارت د هغو هیوادونو اتباعو ته لنډمهاله خوندیتوب ورکوي چې له وسله والې جګړې او یا هم له چاپیریالي ناورین سره مخ دي.

دا وزارت وايي، په افغانستان کې د جګړو، خوراکي توکو، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي، د زیربناوو د ویجاړېدو، داخلي بې ځایه کېدو او اقتصادي بې ثباتۍ له امله د افغان کډوالو لپاره د موقتي خوندیتوب دریځ پلی کوي.

طالبان پر افغانستان بیا واکمېدو سره ادعا کوي چې په هیواد کې یې امنیت او سوله راوستلي دي، خو د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې دا مهال په افغانستان کې تر ۲۲ زیاتې ترهګرې ډلې شته.

عوامي نشنل ګوند: پاکستان دې د افغانانو له نیولو او ستنولو لاس واخلي

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۴ GMT+۱

عوامي نشنل ګوند د بلوچستان په چمن کې د جمعې په ورځ په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ناوړه امنیتي حالت پرضد مظاهره وکړه. دوی د پاکستان له حکومت وغوښتل چې د افغانانو د نیولو لړۍ ودروي او د دې ګوند د وژل شوي غړي ارباب غلام کاسي د وژنې په هکله کمېسون جوړ کړي.

د عوامي نشنل ګوند مشرانو، پلویانو او عامو خلکو د جمعې په ورځ له کندهار سره پر پوله چمن ښارګوټي کې له مظاهرې وروسته غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي په پاکستان کې د افغانانو نیول وغندل او له اسلام اباد یې وغوښتل چې نیول شوي افغانان خوشي کړي.

نوموړي دا هم وویل، چې پاکستان دې د افغانانو د اېستلو پرېکړه بېرته واخلي او له افغانستان سره لارې دې هم نه بندېږي.

د عوامي نشنل ګوند مشرانو د دې ګوند د مخکښ غړي ارباب غلام کاسي د وژنې په هکله د عدالتي کمېسیون د جوړېدو غوښتنه وکړه.

ارباب غلام کاسي تېره سې شنبه د بلوچستان د مرکز کوټې ښار ته څېرمه په کوچلاغ کې مړه وموندل شو.

پولیسو ویلي نوموړی یو ډز سر ته لګېدلی دی.

تراوسه کومې ډلې د هغه د وژلو مسوولیت نه دی منلی.

کاترین کولونا: طالبانو له ښځو سره تاوتریخوالي ته د خپل سیاسي هویت په زړه کې ځای ور کړی

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۲ GMT+۱

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې وویل چې طالبانو جنستي توپیر او تاوتریخوالي ته د خپل سیاسي هویت په زړه کې ځای ورکړی دی. کاترین کولونا د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې وویل، د طالبانو رژیم افغان نجونې او ښځې د جنسیت له امله په نښه کوي.

میرمن کولونا ټینګار وکړ چې هغه د ښځو د حقونو په اړه فکر کوي، په ځانګړې توګه د افغان ښځو په هکله چې د جنسیت له امله د طالبانو د رژیم له خوا تر ظلم لاندې دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په اړه د دغه هېواد د دریځ په اړه یوه خپرپاڼه خپره کړې ده.

پاریس وايي، یو ځل بیا د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض او د جنسیت پر بنسټ د جلاوالي او ځورونې پالیسي په کلکه غندي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې پر طالبانو غږ وکړ چې ژر تر ژره له ښځو او نجونو ټول بندیزونه لیرې کړي، چې په هغو کې د ښوونځیو او پوهنتونونو محرومیت او په بشري برخه کې له کار د دوی منع کول شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې فرانسه به د افغانانو بشپړ ملاتړ وکړي او د دوی ترڅنګ به پاتې شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې فرانسې ته د قاضیانو، ژورنالیستانو، هنرمندانو او د بشري حقونو د مدافعانو په ګډون څه باندې ۱۳ زره افغانان راوستل شوي دي.

فرانسه وايي چې د اسد له ۱۴۰۰ راهیسې دغه هېواد د افغانستان له خلکو سره ۱۴۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې فرانسه به د روغتیا، تعلیم او خوراکي خوندیتوب په برخو کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه هېواد ژمنه کړې چې د روان کال تر پایه به د خوړو نړیوال پروګرام له لارې له افغانستان سره ۱.۵ میلیونه یورو مرسته وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې سملاسي یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري

۳۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۴ GMT+۱

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې راتلونکی ژمی له میلیونونو اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره سملاسي یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري. دغې ادارې د جمعې په ورځ خپل اېکس کې لیکلي: «دا مرسته په افغانستان کې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره کوچنی چانس دی.»

دا اداره زیاتوي، چې وخت په ختمېدو دی: «موږ یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو چې هغو اړمنو کورنیو ته ژغورونکي خواړه برابر کړو چې پرې تکیه لري.»

د اسیا لپاره د خوړو نړیوال سازمان مشر هم ویلي چې دا اداره د بودیجې له کمښت سره مخ ده او راتلونکی ژمی د ۱۵ میلیونو افغانانو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

جان ایلیف د افغانستان کندوز ولایت ته په سفر سره ویلي، په بازار کې خواړه شته، خو خلک یې د اخیستلو وس نه لري.

ښاغلی ایلیف زیاتوي چې افغانانو خپلې بچت پیسې ختمې کړې او ان اوس جایداد هم پلوري.

د نوموړي د خبرو ویډیو د پنجشنبې په ورځ د همدې ادارې پر اېکس خپره شوې ده او خبرداری ور کوي چې په افغانستان کې کاري چانسونه ډېر کم دي او پر خلکو د پیسو وېش د ژغورنې یوه لار ده.

د ښاغلي ایلیف په خبره، ۸۵ سلنه مرسته ترلاسوونکو ته ویل شوي بودیجه تمامېږي او دوی له مرستې اېستل کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام څه مهال مخکې هم ویلي وو که په افغانستان کې زیانمنو خلکو ته مرستې ونه رسېږي، د دې هېواد میلیونونه وګړي به په را روان ژمي کې خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې له ۲۹ میلیونو ډېر خلک انساني مرستو ته ضرورت لري.

د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د طالبانو په واکمنېدو پسې په افغانستان کې بې وزلي او لوږه خورا زیاته شوې او اقتصاد له کړکېچ سره مخ دي.

د ښځو پر کار او د نجونو پر زدکړو د طالبانو بندیز سره بې وزلي او بې کاري لا ډېره شوې ده.