د ایران د بهرنیو چارو وزیر: تهران او ریاض د دوه اړخیزو اړیکو له پرمختګ څخه خوښ دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران او سعودي عربستان د دوه اړخیزو اړیکو له پرمختګ څخه خوښ دي. دواړو لوريو د خپلمنځي اقتصادي پرمختګ پر لارو چارو خبرې کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران او سعودي عربستان د دوه اړخیزو اړیکو له پرمختګ څخه خوښ دي. دواړو لوريو د خپلمنځي اقتصادي پرمختګ پر لارو چارو خبرې کړې.
حسین امر عبداللهیان وايي، د سعودي عربستان د بهرینو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره يې په لیدنه کې د دواړو لورو د همکاریو د هر اړخیز سند پر جوړولو، د ټرانسپورټ او سوداګریزو لارو په فعالولو يېټنیګار کړی.
دغه لیدنه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډو کې شوې.
په چین کې له مذاکراتو وروسته، ایران او سعودي عربستان د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا پیلولو او د خپلو سفارتونو د پرانیستولو هوکړه وکړه.
به دې هوکړې وروسته د دواړو هیوادونو د بهرینو چارو وزیرانو تهران او ریاض ته سفرونه وکړل او دواړو هیوادونو خپل سفارتونه هم پرانستل.

رویټرز د دوو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویتنام ته د وسلو د سترې کڅوړې د لیږد په اړه له دغه هیواد سره خبرې کوي. د امریکا دا ګام کولای شي چین او روسیه څنډې ته کړي.
رویټرز د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د وسلو دغه کڅوړه چې ټاکل شوې په راتلونکي کال کې جوړه شي، لا هم په لومړینو پړاوونو کې ده او د هغې کره شرایط لا نه دي معلوم.
یوې بلې سرچینې رویټرز ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، واشنګټن د ګران بیه تجهیزاتو لپاره ځانګړي شرایط په پام کې لري چې له ویتنام سره مرسته وکړي، او ویتنام نور د روسیې په ارزان بیه وسلو باندې تکیه ونه کړي.
تر دې مهاله سپینې مانۍ او د ویتنام د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا او ویتنام د وسلو دا لوی تړون کولی شي چین د بیجینګ د برید لپاره د لویدیځ هڅو څخه محتاط کړي.
د ټوکیو پوهنتون د نړیوال امنیت مطالعاتو پروفیسو جیفري اوردانیل وايي:« دوی نا متناسبې دفاعي وړتیاوې رامینځته کوي ، مګر دوی غواړي دا د چین له ځواب پرته ترسره کړي»
اور دانیل ویلي، چې واشنګټن باید هغه پیسې چې په منځني ختیځ کې د پوځیانو ملاتړ لپاره ځانګړي کوي د هند - آرام سمندر سیمې ته ځانګړي کړي چې ملګري لکه ویتنام، فیلیپین او تایوان وکولی شي هغه وسلې واخلي چې دوی د بیجینګ سره مقابلې کولو ته اړتیا لري.
د بایډن حکومت ویلي چې دوی هڅه کوي د چین سره جیو پولیټیکي سیالۍ انډول کړي، او د آرام سمندر په ګډون په مسولیت سره د دوو زبرځواکونو تر منځ اړیکې مدیریت کړي.
د جنوري میاشتې په لومړیو کې ویتنام ته د جوبایډن سفر، امریکا دغه هیواد خپل لوړ ډیپلوماټیک مقام ته پورته کړ.
په ۲۰۱۶ کال کې د وسلو د بندیز له لرې کولو راهیسې، ویتنام ته د امریکا دفاعي صادرات د ساحل ساتونکو کښتیو او روزنیزو الوتکو پورې راکم شوي، په داسې حال کې چې روسیې د یاد هیواد شاوخوا ۸۰ سلنه وسلې چمتو کړي.

اروپايي کمیسیون پولنډ ته په استول شوي لیک کې د ویزې د فساد د قضیې په اړه وضاحت غوښتی دی. د پولنډ په بهرنیو چارو وزارت او د پولنډ پر قونسلګرۍ تور دی چې د بډو په بدل کې یې اسیايي او افریقایي وګړو ته په سلګونو زره ویزې ورکړي دي.
د اروپایي کمیسیون ویاندې انیتا هیپر وویلي، چې دا اتحادیه د بډو او فساد په اړه د رسنیو وروستي راپورونه له نږدې څاري.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي هیوادونو او افریقایي هیوادونو سلګونو زرو کډوالو ته د ویزو د ورکولو ادعاوې رد کړې دي.
خو پولنډي څارنوالانو وايي، چې د ویزې په درغلیو کې یې د اوو کسانو پرضد تورونه لګولي دي.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ویزو د ورکولو په بهیر کې د اوسنیو موندنو په تړاو یې یو چارواکی له دندې ګوښه کړی دی.
اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د پولندي رسنیو په حواله راپور ورکړی چې د هندي کډوالو یوې ډلې چې د بالیووډ د نڅاګرانو په توګه ځان تېر کړی و، د پولنډ د ویزو په ترلاسه کولو سره غیر مستقیم ډول امریکا ته ننوتل.
د دغو کسانو د اسنادو څېړلو ښودلې چې دوی د پولنډ د شینګین ویزې تر لاسه کولو وروسته له هند څخه وتلي وو.
د راپورونو له مخې، هندیانو د ویزو لپاره له ۲۵ زره څخه تر ۴۰ زره ډالرو پورې پیسې ورکړې وې، او هڅه يې کوله چې د مکسیکو له لارې امریکا ته ولاړ شي.
اروپايي کمیسیون په خپل لیک کې د دې قضیې په تړاو مفصلې پوښتنې را پورته کړې، او له پولنډي چارواکو څخه يې غوښتي چې د اکتوبر تر ۳ پورې دې دغو پوښتنو ته ځواب ووايي.

د ایران ولسمشر وايي، اسلامي جمهوریت چمتو دی چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د ژر پای ته رسولو لپاره منځګړتوب وکړي. ابراهیم ریسي د روسیې له «ار ټي» تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، هغه هېوادونه چې اوکراین ته مالي مرستې او وسلې ورکوي د جګړې د پای ته رسېدو په لټه کې نه دي.
ښاغلی رییسي وايي، د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې ژر پای ته رسیدل د ټولو په ګټه دی.
په دې وروستیو کې د امریکا د دفاعي اطلاعاتو ادارې اعلان وکړ، چې روسیه د ایران په مرسته د بې پیلوټه الوتکو یوه فابریکه جوړوي چې د اوکراین په جګړه کې به د پام وړ اغیز ولري.
دغه اداره زیاتوي، چې تر دې مهاله د ایران اسلامي جمهوریت روسیې ته له ۴۰۰ څخه زیاتې الوتکې ورکړې دي.
متحده ایالاتو په اوکراین کې ویشتل شوې څو بې پیلوټه الوتکې ترلاسه کړې چې دا په ګوته کوي چې ایران جوړې الوتکې دي. خو تهران د اوکراین د جګړې پر مهال روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو سپارل رد کړي دي.
د ایران ولسمشر هم روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو استول رد کړل او ویې ویل «که څوک د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره قانع کوونکی سند لري، باید وړاندې یې کړي، خو تر اوسه کوم سند نه دی وړاندې شوی.»
هغه له روسیې سره د اوږدمهاله سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، امنیتي او دفاعي اړیکو یادونه وکړه او ویې ویل، دغه پراختیایي اړیکې او وروستي پرمختګونه (د روسیې او اوکراین جګړه) به د دواړو هېوادونو پر اړیکو اغېز ونه کړي.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر د دې هېواد په پارلماني ټاکنو کې د عمران خان ګوند د ناکامولو لپاره د پوځ د ممکنه لاسوهنې احتمال رد کړ.
انورالحق کاکړ اسوشېټډ پرس خبري اژانس ته وویل، د ټاکنو کمیسیون رایې شمېري، نه پوځ.
ښاغلي کاکړ وویل چې عمران خان په خپله واکمنۍ کې د ټاکنو د کمیسیون مشر وټاکه او پوښتنه یې وکړه چې ولې هغه کس چې د خان لخوا ټاکل شوی د هغه پر ضد کار وکړي.
تېره میاشت د شهباز شریف له استعفا وروسته انورالحق کاکړ د پاکستان د سرپرست صدراعظم په توګه وټاکل شو چې د دغه هېواد د راتلونکو انتخاباتو څارنه وکړي.
د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې انتخابات به د جنوري میاشتې په وروستې اونۍ کې ترسره شي.
ټاکلې وه چې دا ټاکنې په نومبر میاشت کې ترسره شوې وای، خو د نویو ټاکنیزو حوزو د جوړولو له امله وځنډول شوې.
ښاغلي کاکړ اسوشیټیډ پرس ته وویل، چې کله کمیسیون د ټاکنو لپاره دقیقه نېټه وټاکي، د هغه حکومت به «ټولې مالي مرستې، امنیتيی او نورې اړوند اړتیاوې چمتو کړي.»
پاکستان د ۲۰۲۲م کال د اپرېل له میاشتې راهیسې چې عمران خان په پارلمان کې د نه باور رایې له امله له واکه لرې شو، له سیاسي کړکېچ سره مخ دی.
عمران خان د اګست میاشتې په لومړیو کې د فساد په تور ونیول شو او په درې کاله بند محکوم شو. که څه هم وروسته د هغه د بند سزا وځنډول شوه، خوهغه اوس هم په توقیف کې دی.
سربیره پردې، پاکستان د خپل هېواد په تاریخ کې له بد اقتصادي ناورین سره مخ دی او هڅه کوي چې د اوړي له ویجاړونکي سیلابونو څخه چې په ترڅ کې یې څه کم ۱۷۰۰ کسان یې مړه او په میلیونونه کورونه او فارمونه یې ویجاړ کړي، څخه ځان روباسي.

د بریتانیا چارواکي وايي، د دغه هېواد په انګلنډ ایالت کې پروسږ کال د ګرمۍ اړوند پېښو له امله څلور زره پنځه سوه کسان مړه شوي دي. د اقلیمي بدلون اړوند مرګ د زیاتېدو څېړنه کې دا مړینه د ګرمې هوا له امله د زیاتېدونکي مرګ نښه بولي.
بریتانیا د ۲۰۲۲ کال په جولای کې خپله تر ټولو ګرمه ورځ ثبت کړه او دا هغه مهال و چې د اقلیمي بدلون له امله په ټوله اروپا کې ګرمه څپه پیل شوې وه.
د ملي احصايې دفتر وايي، دا څېړنه ښيي چې وروستیو کلونو کې د ګرمۍ اړوند مړینه زیاته شوې، خو سپارښتنه کوي چې کال له کال سره پرتللو کې باید احتیاط وشي.
دا اداره وايي، د اقلیمی بدلون په زیاتېدو سره ښايي د ګرمۍ اړوند مړینه هم زیاته شي.
د بریتانیا د هواپوهنې اداره وايي، روانه پېړۍ دغه هېواد تر ټولو لس ګرم کلونه درلودل.
د ملي احصايې اداره هم وايي، له ۱۹۸۸ تر ۲۰۲۲ پورې په ۳۵ کلونو کې یوازې په انګلنډ کې ۵۱ زره ۶۷۰ کسانو مړینه له خوار ګرمو پنځو ورځ او نږدې دوه لکه کسان د پنځو خورا یخو ورځو له امله مړه شوي دي.
په لندن کې تر ټولو لوړ خطر هغه مهال و چې تودوخه له ۲۹ سانتي ګراد پورته شوه او دې سره د ۹ او ۲۲ سانتي ګراد درجو پرتله د مړینې خطر درې برابره شو.
د بریتانیا سږني دوبي کې د ۲۰۲۲ کال په څېر تودوخه لوړه نه وه، خو د روانې سپټمبر میاشتې په لومړیو ۷ ورځو کې یې له ۳۰ سانتي ګرده بره تودوخه درلوده.

د بریتانیا د هوا پوهنې ملي اداره وايي، دغه هېواد روان ۲۰۲۳ کال له ۱۸۸۴ کال راهیسې د خپل تاریخ اتم تر ټولو ګرم دوبی تېر کړ.
دا اداره سږنی دوبی تر اوسط کچې ډېر مرطوب یا لوند هم بولي او زیاتوي چې په ریکارډ شویو لسو ډېرو ګرمو اوړيو کې تر ټولو لوند یا مرطوب و.
د اقلیمي بدلون له امله پر بریتانیا سربېره په نږدې ټوله اروپا کې سږنی دوبی خورا ګرم بلل شوی دی.
د یوې څېړنې له مخې، تېر کال په ټوله اروپا کې له ۶۰ زرو د ډېرو کسانو مړینه له ګرمي سره تړلې بلل شوې ده.
کارپوهان وايي، که تودوخه همداسې بره ځي، نو ور سره تړلې مړینه به هم زیاتېږي.
