اروپايي کمیسیون: د پولنډ په قونسلګریو کې دې د ویزو ورکړې بهير له نږدې وڅارل شي

AP ۱۴۰۲ تله ۲

اروپايي کمیسیون پولنډ ته په استول شوي لیک کې د ویزې د فساد د قضیې په اړه وضاحت غوښتی دی.

د پولنډ په بهرنیو چارو وزارت او د پولنډ پر قونسلګرۍ تور دی چې د بډو په بدل کې یې اسیايي او افریقایي وګړو ته په سلګونو زره ویزې ورکړي دي.

د اروپایي کمیسیون ویاندې انیتا هیپر وویلي، چې دا اتحادیه د بډو او فساد په اړه د رسنیو وروستي راپورونه له نږدې څاري.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي هیوادونو او افریقایي هیوادونو سلګونو زرو کډوالو ته د ویزو د ورکولو ادعاوې رد کړې دي.

خو پولنډي څارنوالانو وايي، چې د ویزې په درغلیو کې یې د اوو کسانو پرضد تورونه لګولي دي.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ویزو د ورکولو په بهیر کې د اوسنیو موندنو په تړاو یې یو چارواکی له دندې ګوښه کړی دی.

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د پولندي رسنیو په حواله راپور ورکړی چې د هندي کډوالو یوې ډلې چې د بالیووډ د نڅاګرانو په توګه ځان تېر کړی و، د پولنډ د ویزو په ترلاسه کولو سره غیر مستقیم ډول امریکا ته ننوتل.

د دغو کسانو د اسنادو څېړلو ښودلې چې دوی د پولنډ د شینګین ویزې تر لاسه کولو وروسته له هند څخه وتلي وو.

د راپورونو له مخې، هندیانو د ویزو لپاره له ۲۵ زره څخه تر ۴۰ زره ډالرو پورې پیسې ورکړې وې، او هڅه يې کوله چې د مکسیکو له لارې امریکا ته ولاړ شي.

اروپايي کمیسیون په خپل لیک کې د دې قضیې په تړاو مفصلې پوښتنې را پورته کړې، او له پولنډي چارواکو څخه يې غوښتي چې د اکتوبر تر ۳ پورې دې دغو پوښتنو ته ځواب ووايي.

نور خبرونه

رادیو