• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوبو برېښنا له لوی جنجال سره مخ هند او چین

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۰ GMT+۱

په تېرو لسیزو کې په اسیا په تېره د دې لویې وچې په دوو سترو هېوادونو هند او چین کې د اوبو برېښنا تولید خورا سخت کم شوی دی. مالومات ښيي چې د انرژۍ تنظیموونکي د اقلیمي بدلون له امله د بې ثباته شوې برېښنا غوښتنې ته په ځواب ویلو کې پر فوسیلي سونتوکو تکیه کوي.

دا دوه هېوادونه چې د اسیا د تولیدي برېښنا له څلورو درې برخې مصرفوي او هم ډېر ګلتوني یا شین کوریز ګاز خارجوي د اوبو برېښنا د کمښت جبرانولو او د انرژۍ زیاتېدونکې اړتیا پوره کولو لپاره په ډېره کمه اندازه نوېدونکې انرژي کاروي.

وروستیو کلونو کې د بد اقلیمي حالت او د ورښت کمېدو او ګرمي زیاتېدو له امله ډېری اسیايي اقتصادونه د برېښنا له کمښت سره مخ دي.

د برېښنا د غوښتنې زیاتېدو او عرضې کمېدو سره د انرژۍ اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره د سکرو په څېر د ککړو سونتوکو ډېر کارولو د دې سونتوکو کمول هم له ننګونو سره مخ کړي دي.

د امبر په نوم د انرژۍ اندیځ یا فکري مرکز وايي، د روان میلادي کال په لومړیو اوو میاشتو کې په اسیا کې د اوبو برېښنا تولید ۱۷.۹ سلنه کم شوی او د فوسیلي سونتوکو کارول ۴.۵ سلنه زیات شوي دي.

د ریسټاډ انرژۍ د برېښنا او ګاز مارکېټ مشر کارلوس توریس ډیاز وايي، په اسیا کې د لمري او بادي برېښنا د تولید له خورا زیاتې ودې سره سږ کال د اوبو برېښنا د پراخ کمښت له امله د فوسیلي سونتوکو د انرژۍ بټیو عرضه هم ډېره شوې ده.

د هغه په خبره، "په ټوله سیمه کې د تودوخې سخته او اوږده څپه د دې لامل شوې چې د اوبو زیرمو کچه ټیټه شي او د غوښتنې پوره کولو کې د بریښنا بدیلو سرچینو ته مخ واړول شي."

د ملي احصایې د شننې له مخې د روان کال د اګسټ تر پایه چین کې د اوبو د برېښنا تولید ۱۵.۹ سلنه کم شوی او دا له ۱۹۸۹ کال راهیسې اول ځل دی چې دومره کم تولید لري.

په هند کې د اوبو برېښنا تولید د د روان میلادي کال په ورته موده کې د ۶.۲ سلنه کمېدو سره له ۲۰۱۶ کال راهیسې خورا سخت کمښت دی.

د حکومتي مالوماتو له مخې، د برېښنا تولید کې د دغه هېواد ونډه هم ۹.۲ سلنه کمه شوې ده.

چین د اوبو برېښنا د کمښت پوره کولو لپاره د سږني میلادي کال لومړنیو اتو میاشتو کې له فوسیلي سونتوکو د برېښنا تولید ۶.۱ سلنه او هند هم دا تولید ۱۲.۴ سلنه زیات کړی دی.

مالومات ښيي چې په ورته مهال د نوېدونکې انرژي تولید په چین کې ۲۲ سلنه او په هند کې ۱۸ سلنه ډېر شوی دی.

باد او لمر

د هند په اوترکنډ کې برېښنا بند
100%
د هند په اوترکنډ کې برېښنا بند

د امبر او د انرژۍ نړیوال سازمان مالومات ښيي چې د هند او ویتنام په ګډون په نورو اسیایي اقتصادونو لکه په فلیپین او مالیزیا کې هم د اوبو او وچې هوا له امله د اوبو برېښنا تولید کم شوی دی

په ویتنام کې د بریښنا د تولید تر تېر جولای لهلس سلنې ډیر ټیټ او په دغه موده کېله ډبرو سکرو د برېښنا تولید همدومره ډېر شوی دی.

په ځینې حالتو کې د اوبو د ساتلو او د رسولو د بڼې بدلولو له امله هم د بریښنا تولید کم شوی دی.

د انرژۍ او پاکې هوا څېړنیز مرکز مشر شنونکی لوري میلیاورت وايي، د ګرمې څپې په زیاتېدو او د برېښنا د ډېر کارولو په دلیل چینايي چارواکو د بند پر مسوولانو فشار راوستلی چې د اوبو کچه وساتي.

نوموړی وايي، د باد او لمر خلاف په لنډ وخت کې د اوبو برېښنا د کمې یا زیاتې غوښتنې د پوره کولو لپاره دا برېښنا کمولی یا ډېرولی شو او چینايي چارواکو د برېښنا تولید ډېرولو لپاره دا کار کړی دی.

نوموړی وايي، په چین کې د بادي او لمري برېښنا د تولید چټکې ودې سره د اوبو برېښنا هم د انرژۍ په تنظیم کې مهم رول لوبولی شي.

په اسیا کې د بادي او لمري بریښنا تولید د سږني میلادي کال لومړنیو اوو میاشتو کې ۲۱ سلنهډېر شوی او یو کال مخکې چې ۱۱.۵ سلنه و اوس دا ټولیز تولید ۱۳.۵ سلنې ته لوړ شوی دی.

خو د اوبو برېښنا اپوټه د بادي او لمری بریښنا وړاندوینه او کنټرول سخت دی، ځکه د ځایی هوا شرایطو سره توپیر لرياو په شپه کې د هند په شمول نورو هیوادونو کې همد لمر نشتوالی داکمښت زیاتوي.

هند د برېښنا کمښت سره سږ کال د برېښنا تلل یا قطع کول صفر ته رسولي، خو اړ شوی چې پر سکرو د فشار کمولو لپاره ګرانبیه طبیعي ګاز واردولو ته مخه کړي.

د ایما حل په نوم د برېښنايي شننو مرکز مشر ویکتور وانیا وايي، د اوبو برېښنا اصلي ګټه د لمري او بادي انرژۍ ملاتړ دی، خو که دا برېښنا بې باوره شي، نو هند به د اړتیا وړ انرژۍ لپاره د ډبرو سکرو په ګډون پر بدیلو لارو غور وکړي.

ترویج لرونکی

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه
۱

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۵

هند د افغان کډوالو په ګډون د پاکستان او بنګله‌دېش وګړو لپاره د تابعیت قانون سخت کړی

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي له اذربایجان او ارمنستانه وغوښتل چې اوربند وساتي

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي د قره باغ پر حالت اندېښنه ښودلې او له اذربایجان او ارمنستانه یې غوښتي چې اوربند ټینګ کړي. انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په څنډه کې د اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره جلا جلا وکتل.

د ملګرو ملتونو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې د تلې میاشتې په لومړۍ نېټه، د اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیر جیهون بایراموف سره د ښاغلي ګوتریش له کتنې وروسته، راغلي دي: «د ملګرو ملتونو سرمنشي په قره باغ کې د پوځي تاو تریخوالي د وروستي زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه. او د اوربند پر ساتلو يېټینګار وکړ.»

ښاغلي ګوتریش همدا غوښتنه د ارمنستان د بهرنیو چارو له وزیر ارارت میرزویان سره هم په کتنه کې وکړه.

اذربایجان د روسیې او ترکیې په خبرتیا سره د سې شنبې په ورځ د وږي میاشتې په ۲۸ مه د ناګورنو قره باغ په سیمه کې خپل پوځي عملیات پیل کړل.

په قره باغ کې د بشري حقونو کمېشنر ګغام سټیپانیان ویلي چې په دې سیمه کې د اذربایجان د پوځ د عملیاتو په پایله کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي او ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.

په قره باغ کې د هېواد له برید وروسته د بهرنۍ تګلارې په برخه کې د اذربایجان د ولسمشر سلاکار حکمت حاجي ایف وویل، که په قره باغ کې پوځیان خپلې وسلې پر ځمکه کېږدی، و به بښل شي.

د اذربایجان له برید ۲۴ ساعته وروسته د ناګورنو قره باغ سیمې ارمنیانو د روسیې په منځګړیتوب د اوربند او د اذربایجان د شرط په منلو هوکړه وکړه.

اذربایجان او ارمنستان دواړه د ناګورنو قره باغ د ملکیت ادعا کوي او د شوروي ټلوالې له ړنګیدو راهیسې څو ځلې نښتې پرې شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د جمعې په ورځ د وږي ۳۱مه په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې پر قره باغ د اذربایجان پر پوځي عملیاتو نیوکه وکړه.

انتوني بلینکن وویل چې امریکا په قره باغ کې د اذربایجان د پوځي عملیاتو مخالفه ده او غواړي چې شخړې دې د سیاسي خبرو له لارې حل شي.

پاپ فرانسیس: په سمندر کې ډوبو شويو کډوالو ته یوازې د "شمېرو" په سترګه مه ګورئ

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۶ GMT+۱

د کاتولیکې کلیسا مشر له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې هغو کډوالو ته لاس ورکړئ چې ژوند يې ترګواښ لاندې دی. پاپ ويلي چې له هغوی څخه د ويرې په ځای هغو ته بايد لاس ورکړل شي.

پاپ فرانسیس وویل: «موږ باید هغو کډوالو ته چې په سمندر کې ډوبیږي یوازې د خبرونو یا شمېرو په سترګه ونه ګورو ... دوی د ویجاړ ژوند تصویرونه او مات شوي خوبونه دي.»

پاپ فرانسیس د شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) د فرانسې په مارسیل کې د "هلي کمونین" په مراسمو کې وویل چې هغه پناه غوښتوونکي چې اروپا ته پر لاره په سمندرونو کې د ډوبیدو له ګواښ سره مخ دي باید وژغورل شي. هغه زیاته کړه: «دا د انسانیت دنده ده. دا د مدنيت دنده ده.»

د نړۍ د کاتولیکانو مشر دا هم وویل چې پناه غوښتونکي باید د "بریدګر" په سترګه و نه کتل شي. هغه زیاته کړه هغه کسان چې اروپا ته د رسېدو لپاره په سمندرونو کې خپل ژوند له خطر سره مخ کوي، ښه راغلاست ته اړتیا لري.

پاپ فرانسیس دغه څرګندونې د فرانسې د مارسیل ښار په یوه لوبغالي کې پنځو زرو کسانو ته په خپله وینا کې وکړې.

په دې مراسمو کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم ګډون درلود.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: تهران او ریاض د دوه اړخیزو اړیکو له پرمختګ څخه خوښ دي

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۸ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران او سعودي عربستان د دوه اړخیزو اړیکو له پرمختګ څخه خوښ دي. دواړو لوريو د خپلمنځي اقتصادي پرمختګ پر لارو چارو خبرې کړې.

حسین امر عبداللهیان وايي، د سعودي عربستان د بهرینو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره يې په لیدنه کې د دواړو لورو د همکاریو د هر اړخیز سند پر جوړولو، د ټرانسپورټ او سوداګریزو لارو په فعالولو يېټنیګار کړی.

دغه لیدنه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډو کې شوې.

په چین کې له مذاکراتو وروسته، ایران او سعودي عربستان د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا پیلولو او د خپلو سفارتونو د پرانیستولو هوکړه وکړه.

به دې هوکړې وروسته د دواړو هیوادونو د بهرینو چارو وزیرانو تهران او ریاض ته سفرونه وکړل او دواړو هیوادونو خپل سفارتونه هم پرانستل.

د امریکا ولسمشر له ویتنام سره د وسلو د سترې کڅوړې د لیږد په اړه خبرې اترې کوي

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۲ GMT+۱

رویټرز د دوو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویتنام ته د وسلو د سترې کڅوړې د لیږد په اړه له دغه هیواد سره خبرې کوي. د امریکا دا ګام کولای شي چین او روسیه څنډې ته کړي.

رویټرز د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د وسلو دغه کڅوړه چې ټاکل شوې په راتلونکي کال کې جوړه شي، لا هم په لومړینو پړاوونو کې ده او د هغې کره شرایط لا نه دي معلوم.

یوې بلې سرچینې رویټرز ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، واشنګټن د ګران بیه تجهیزاتو لپاره ځانګړي شرایط په پام کې لري چې له ویتنام سره مرسته وکړي، او ویتنام نور د روسیې په ارزان بیه وسلو باندې تکیه ونه کړي.

تر دې مهاله سپینې مانۍ او د ویتنام د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا او ویتنام د وسلو دا لوی تړون کولی شي چین د بیجینګ د برید لپاره د لویدیځ هڅو څخه محتاط کړي.

د ټوکیو پوهنتون د نړیوال امنیت مطالعاتو پروفیسو جیفري اوردانیل وايي:« دوی نا متناسبې دفاعي وړتیاوې رامینځته کوي ، مګر دوی غواړي دا د چین له ځواب پرته ترسره کړي»

اور دانیل ویلي، چې واشنګټن باید هغه پیسې چې په منځني ختیځ کې د پوځیانو ملاتړ لپاره ځانګړي کوي د هند - آرام سمندر سیمې ته ځانګړي کړي چې ملګري لکه ویتنام، فیلیپین او تایوان وکولی شي هغه وسلې واخلي چې دوی د بیجینګ سره مقابلې کولو ته اړتیا لري.

د بایډن حکومت ویلي چې دوی هڅه کوي د چین سره جیو پولیټیکي سیالۍ انډول کړي، او د آرام سمندر په ګډون په مسولیت سره د دوو زبرځواکونو تر منځ اړیکې مدیریت کړي.

د جنوري میاشتې په لومړیو کې ویتنام ته د جوبایډن سفر، امریکا دغه هیواد خپل لوړ ډیپلوماټیک مقام ته پورته کړ.

په ۲۰۱۶ کال کې د وسلو د بندیز له لرې کولو راهیسې، ویتنام ته د امریکا دفاعي صادرات د ساحل ساتونکو کښتیو او روزنیزو الوتکو پورې راکم شوي، په داسې حال کې چې روسیې د یاد هیواد شاوخوا ۸۰ سلنه وسلې چمتو کړي.

اروپايي کمیسیون: د پولنډ په قونسلګریو کې دې د ویزو ورکړې بهير له نږدې وڅارل شي

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۷ GMT+۱

اروپايي کمیسیون پولنډ ته په استول شوي لیک کې د ویزې د فساد د قضیې په اړه وضاحت غوښتی دی. د پولنډ په بهرنیو چارو وزارت او د پولنډ پر قونسلګرۍ تور دی چې د بډو په بدل کې یې اسیايي او افریقایي وګړو ته په سلګونو زره ویزې ورکړي دي.

د اروپایي کمیسیون ویاندې انیتا هیپر وویلي، چې دا اتحادیه د بډو او فساد په اړه د رسنیو وروستي راپورونه له نږدې څاري.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي هیوادونو او افریقایي هیوادونو سلګونو زرو کډوالو ته د ویزو د ورکولو ادعاوې رد کړې دي.

خو پولنډي څارنوالانو وايي، چې د ویزې په درغلیو کې یې د اوو کسانو پرضد تورونه لګولي دي.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ویزو د ورکولو په بهیر کې د اوسنیو موندنو په تړاو یې یو چارواکی له دندې ګوښه کړی دی.

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د پولندي رسنیو په حواله راپور ورکړی چې د هندي کډوالو یوې ډلې چې د بالیووډ د نڅاګرانو په توګه ځان تېر کړی و، د پولنډ د ویزو په ترلاسه کولو سره غیر مستقیم ډول امریکا ته ننوتل.

د دغو کسانو د اسنادو څېړلو ښودلې چې دوی د پولنډ د شینګین ویزې تر لاسه کولو وروسته له هند څخه وتلي وو.

د راپورونو له مخې، هندیانو د ویزو لپاره له ۲۵ زره څخه تر ۴۰ زره ډالرو پورې پیسې ورکړې وې، او هڅه يې کوله چې د مکسیکو له لارې امریکا ته ولاړ شي.

اروپايي کمیسیون په خپل لیک کې د دې قضیې په تړاو مفصلې پوښتنې را پورته کړې، او له پولنډي چارواکو څخه يې غوښتي چې د اکتوبر تر ۳ پورې دې دغو پوښتنو ته ځواب ووايي.