• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو المپیک کمېټه: د چین اسیايي سیالیو کې افغان لوبغاړو په څلورو برخو کې بریاوې ګټلې

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د المپیک کمېټې او سپورټ عمومي ریاست پر ایکس پاڼه لیکلي، د چین په کوربتوب د ۴۵ هیوادونو تر منځ په روانو اسیایي سیالیو کې افغان لوبغاړو په څلورو بېلابېلو برخو رګبي، تکواند، ووشو او لامبو وهلو کې بریاووې ګټلې دي.

له افغانستانه په دغه سیالیو کې د ګډون په موخه په ۱۵ ورزشي برخو کې ۸۰ لوبغاړو ګډون کړی.

تردې مهاله محمد خالد هوتک، محسن رضايي په ووشو برخه کې خپلو قزاقي، تاجکستاني او جاپاني سیالانو ته ماتې ورکړې دي.

او همدارنګه فهیم انوري په بیا د لامبو وهلو په سیالیو کې د تاجکستان، پاکستان، قطر او مالدیف څخه خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې دي.

دغه راز په دې سیالیو کې د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې له دوو ماتو وروسته، د نیپال هیواد ملي لوبډلې ۴۱ پر صفر ماتې ورکړې ده.

دغه سیالۍ چې د چین هیواد د هانګژو ښار په کوربتوب د روانې میاشتې په ۲۳مې نېټې پیل شوې د راتلونکې اکټوبر میاشتې تر اتمې نېټې پورې به وغځيږي.

ترویج لرونکی

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ
۱

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۲

د نارینه‌وو ملاتړ؛ عاطفي وابستګي که ټولنیزه اړتیا؟

۳

د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده

۴

د ازادۍ جبهه: د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان زموږ د بریدونو مشروع هدفونه دي

۵

طالبان ادعا کوي چې بامیان کې یې د یوې نجلۍ تښتونکی او د هغې د ورور قاتل وژلی دی

•
•
•

نور کیسې

هندوستان کرېکټ لوبډلې په دویمه نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ کې اسټرالیا لوبډلې ته ماتې ورکړه

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۲۶ GMT+۱
هندوستان کرېکټ لوبډلې په دویمه نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ کې اسټرالیا لوبډلې ته ماتې ورکړه
100%

هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ خپله دويمه نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کې اسټرالیا لوبډلې ته د ۹۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او سیریز یې «۲-٠» په خپل نوم کړ.

د يادې لوبې پچه اسټراليا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې هندوستان لوبډلې ورته په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٥ پنځو لوبغاړو په سوځېدو ٣٩٩ منډې هدف وټاکه.

د هند لپاره شیرس آییر ۱۰۵ او شبمن ګیل ۱۰۴ منډې جوړې کړې.

دغو لوبغاړو پر دویمه ویکټ د هندوستان لپاره ٢٠٠ منډې جوړې کړې.له دوی وروسته کیل راهول ۵۲ او سوریا کومار یادو ۷۲ ناسوځېدلې منډې جوړې او خپله لوبډله یې تر یاد ستر هدفه ورسوله.

د اسټرالیا په لوبډله کې کیمرون ګرین د ډېرو منډو په ورکړې سره د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.

د دویمې پاڼۍ په پيل کېدو سره باران پیل شو او لوبه وځنډول شوه، د باران د زیات اورښت له کبله وروسته د (ډي ايل ایس) قانون له مخې اسټرالیا ته ټاکلو ۳۳ اورونو کې د ۳۱۷ منډو هدف وټاکل شو.

خو اسټرالیا لوبډله ونه توانېده چې یاد هدف ترلاسه کړي او په ۲۸.۲ اورونو کې د ۲۱٧ منډو په جوړېدو سره ټوله لوبډله وسوځیده.

د هند دوو تکړه سوکه توپ اچونکو رویندرا جډیجا او اشوین ښه توپ اچونه وکړه او هر یو درې درې استراليايي لوبغاړي وسوځول.

د يادونې وړ ده چې د یاد سريز دریمه او وروستۍ لوبه به د روانې میلادي میاشتې په ٢٧ مه نیټه د سې شنبې په ورځ د هندوستان ګجرات ښار کې ترسره شي.

د ووشو افغان لوبغاړي خالد هوتک خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۲ GMT+۱
د ووشو افغان لوبغاړي خالد هوتک خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه
100%

د چین په روانو اسيايي سیالیو کې د افغانستان د ووشو مخکښ لوبغاړي محمدخالد هوتک نن یکشنبه (د تلې دویمه) خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړې ده.

خالد هوتک چې د افغانستان په نماینده ګۍ لوبیږي، اویا کیلو ګرامه وزن لري، نن یې په خپل وزن کې له قزاقستاني سیال سره سیالي وکړه او لومړني دواړه پړاونه یې وګټل.

هغه د دغې لوبې په ګټلو سره د سیالیو منځني پړاو ته ور داخل شو او بله سیالي به یې له هندي سیال سره وي.

محمد خالد هوتک یوازیني افغان لوبغاړی دی، چې په ۲۰۱۳ کال د ووشو (Wushu) په سیالیو کې یې خپل «پاکستاني» او «لاوسي» سیالانو ته ماتې ورکړه او د برونز مډال یې وګاټه.

له دې وروسته یې د سرو زرو مډال لپاره له چینایي سیال سره سیالي وکړه خو بریالی نه شو.

هانګژو اتلولۍ؛ د افغانستان رګبي ملي لوبډلې نېپال ته ماتې ور کړه

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۲ GMT+۱
هانګژو اتلولۍ؛ د افغانستان رګبي ملي لوبډلې نېپال ته ماتې ور کړه
100%

د افغانستان رګبي ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ د هانګژو اتلولیو په خپله دریمه سیالۍ کې د صفر په مقابل کې د ۴۱ امتیازونو لرلو سره نېپال ته ماتې ور کړه. افغانستان د لومړي په لومړۍ نیمايي په ۰-۱۹ وګټله او دویمه نیمايي کې یې پرېکند بری وګاټه.

لوبڅار په دې سیالۍ کې د نېپال د رګبي ملي لوبډلې دوو لوبغاړو ته زېړ کارت ور کړ.

د افغانستان رګبي لوبډلې نن درې سیالۍ درلودې، خو په لومړیو دوو کې یې له چین او متحده عربي اماراتو ماتې وخوړه.

افغانستان د دریمې لوبې په ګټلو او د نېپال په ماتولو سره راتلونکو ورځو کې له نهم تر ۱۳ مقام خپلولو لپاره نورې سیالۍ لري.

د پلان له مخې افغان رګبي لوبډله سبا له خپلواکو ورزشکارانو سره لوبه لري.

هانګژو سیالۍ؛ افغان ښځینه والیبال لوبډله وايي د تمرین اسانتیاوې نه لري

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۲ GMT+۱
هانګژو سیالۍ؛  افغان ښځینه والیبال لوبډله وايي د تمرین اسانتیاوې نه لري
100%

د افغانستان د ښځو والیبال لوبډله په هانګژو سیالیو کې د تمریني اسانتیاوو د نشتوالي له امله ناهیلې ده. دوی د طالب واکمنو له حکم په سرغړونه دې سیالیو ته له بهر تللې دي، خو اندېښمنې دي چې سیالیو ته به هغسې تیاری ونه لري لکه څنګه چې پکار ده.

د لوبډلې مشره خوشال ملکزۍ وايي، هانګژو ته تېره پنجشنبه رسېدلې دي، خو د تمرین لپاره یې ځای نه درلود یوازې په تالار کې یې بدني ورزش کړی دی.

هغې رویټرز ته وویل، موږ لا هم کوم تمرین ونه کړ.

"موږ ته پکار چې د دوی پر توپ تمرین وکړو. زه نه پوهیږم چې دوی له ټولو اسانتیاوو لرلو سره ولې د یو یا دوه ساعتونو لپاره تمرین نه کوي.

ملکزۍ وويل، د شنبې په ورځ دښځو د سيالیو له پیلېدو دوه ورځې وړاندې دوى ته يوه روزنيزه غونډه ځانګړې شوې وه.

په مهمو اتلولیو کې لوبډلې تر سیالۍ مخکې ډېره پرلپسې او ورځانه له منظمو امکاناتو سره تمرین کوي.

د هانګژو سیالیو تنظیموونکو او د اسیا اولمپیک کونسل لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو پسې د ښځو لوبې بندې دي او ډېرې لوبغاړې بهر ته کډوالې شوې.

د اسیا او نړیوالې اولمپیک کمېټو په ملاتړ د افغانستان جلا وطنه ملي اولمپیک کمېټې ۱۷ لوبغاړې د والیبال، پهلوانۍ او د سیکل ځغلولو په برخه کې هانګژو ته لېږلې دي.

دې ۱۷ کسیزې ډلې د هانګژو پرېډ کې د درې رنګه ملي بیرغ لېږدولو سره ګډون وکړ چې طالبانو پرې بندیز لګولی خو په بهر کې یې افغان لوبډلې په لوبو کې کاروي

د افغانستان رګبي ملي لوبډلې د اسیایي لوبو پر مهال په لومړۍ لوبه کې له چین ماته وخوړه

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۸ GMT+۱
د افغانستان رګبي ملي لوبډلې د اسیایي لوبو پر مهال په لومړۍ لوبه کې له چین ماته وخوړه
100%

د افغانستان او چین د رګبي لوبغاړي نن د یکشنبې په ورځ له یو بل سره مخامخ شول او دا لوبه له درنې پایلې سره ۵۰ په صفر د چین په ګټه پای ته ورسیده. ويل کيږي افغانستان تر دې وروسته له نورو هيوادونو سره هم په بیلابېلو لوبو کې سیالۍ کوي.

د رګبي فدراسیون چارواکو رسنیو ته ویلي، ملي لوبډله به په چین کې د اسیايي لوبو په چوکاټ کې په خپله دویمه لوبه کې له متحده عربي اماراتو سره مخامخ شي.

په چین کې د اسیایي لوبو د نولسمي دورې سیالۍ د شنبې په ورځ د (تلې په ۱) نېټه په شانداره مراسیمو سره پرانیستل شوې.

د چين د هانګژو ښار په يوه لوبغالي کې د دغې سيالۍ د پرانيستلو په مراسمو کې څه دپاسه اتيا زره تنو ګډون کړی و.

په دغو سیالیو کې به د ۴۵ اسیایي هېوادونو لوبغاړي د روانې میاشتې تر ۱۶ مې نیټې پورې له یو بل سره سیالۍ وکړي.