• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هانګژو سیالۍ؛ افغان ښځینه والیبال لوبډله وايي د تمرین اسانتیاوې نه لري

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۸ GMT+۱

د افغانستان د ښځو والیبال لوبډله په هانګژو سیالیو کې د تمریني اسانتیاوو د نشتوالي له امله ناهیلې ده. دوی د طالب واکمنو له حکم په سرغړونه دې سیالیو ته له بهر تللې دي، خو اندېښمنې دي چې سیالیو ته به هغسې تیاری ونه لري لکه څنګه چې پکار ده.

د لوبډلې مشره خوشال ملکزۍ وايي، هانګژو ته تېره پنجشنبه رسېدلې دي، خو د تمرین لپاره یې ځای نه درلود یوازې په تالار کې یې بدني ورزش کړی دی.

هغې رویټرز ته وویل، موږ لا هم کوم تمرین ونه کړ.

"موږ ته پکار چې د دوی پر توپ تمرین وکړو. زه نه پوهیږم چې دوی له ټولو اسانتیاوو لرلو سره ولې د یو یا دوه ساعتونو لپاره تمرین نه کوي.

ملکزۍ وويل، د شنبې په ورځ دښځو د سيالیو له پیلېدو دوه ورځې وړاندې دوى ته يوه روزنيزه غونډه ځانګړې شوې وه.

په مهمو اتلولیو کې لوبډلې تر سیالۍ مخکې ډېره پرلپسې او ورځانه له منظمو امکاناتو سره تمرین کوي.

د هانګژو سیالیو تنظیموونکو او د اسیا اولمپیک کونسل لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو پسې د ښځو لوبې بندې دي او ډېرې لوبغاړې بهر ته کډوالې شوې.

د اسیا او نړیوالې اولمپیک کمېټو په ملاتړ د افغانستان جلا وطنه ملي اولمپیک کمېټې ۱۷ لوبغاړې د والیبال، پهلوانۍ او د سیکل ځغلولو په برخه کې هانګژو ته لېږلې دي.

دې ۱۷ کسیزې ډلې د هانګژو پرېډ کې د درې رنګه ملي بیرغ لېږدولو سره ګډون وکړ چې طالبانو پرې بندیز لګولی خو په بهر کې یې افغان لوبډلې په لوبو کې کاروي

ترویج لرونکی

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه
۱

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۵

هند د افغان کډوالو په ګډون د پاکستان او بنګله‌دېش وګړو لپاره د تابعیت قانون سخت کړی

•
•
•

نور کیسې

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې د افغان نجونو پر زدکړو د بندیز د لیرې کېدو غوښتنه وکړه

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸ مه غونډه کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زدکړو د بندیز د لیرې کېدو غوښتنه وکړه. رتنو مارسودي وویل، د اندونیزیا چارواکي په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د تامین لپاره هر څه کوي.

دې وویل چې د افغانانو د ګټو ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.

اندونیزیا چې د نړۍ تر ټولو زیات نفوس لرونکی مسلمان هیواد دی، تر دې مخکې پر طالبانو غږ کړی چې پر ښځو بندیزونه لیرې کړي.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګڼو اسلامي هېوادونو چارواکو په خپلو ویناوو کې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر زدکړو بندیز لیرې کړي.

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم د جمعې په ورځ (۳۱ سنبله) د ملګرو ملتوتو په عمومي اسمبلۍ کې په خپله وینا کې وویل چې د نجونو د تعلیم له حق څخه انکار د اسلام له لارښوونو څخه سرغړونه ده.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیضي سیاستونو مخه ونیسي.

په ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې کابل ته د بیا ننوتلو وروسته، طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تللو منع کړې او تېر ژمی یې هم د دوی پوهنتوني زدکړې بندې کړې.

له څه باندې دوو کلونو وروسته دغې ډلې د ښوونځیو د بیا پرانستلو کورنیو او نړیوالو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

د بشري حقونو فعالان وايي، طالبانو لږ تر لږه ۶۵ قوانین وضع کړي چې له مخې یې ښځې له عامه ژوند څخه بې برخې دي.

طالبانو پر ښځو د بندیزونو د لیرې کولو لپاره د هېوادونو غوښتنې په خپلو چارو کې لاسوهنه بللې او تر اوسه یې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان رګبي ملي لوبډلې د اسیایي لوبو پر مهال په لومړۍ لوبه کې له چین ماته وخوړه

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۸ GMT+۱

د افغانستان او چین د رګبي لوبغاړي نن د یکشنبې په ورځ له یو بل سره مخامخ شول او دا لوبه له درنې پایلې سره ۵۰ په صفر د چین په ګټه پای ته ورسیده. ويل کيږي افغانستان تر دې وروسته له نورو هيوادونو سره هم په بیلابېلو لوبو کې سیالۍ کوي.

د رګبي فدراسیون چارواکو رسنیو ته ویلي، ملي لوبډله به په چین کې د اسیايي لوبو په چوکاټ کې په خپله دویمه لوبه کې له متحده عربي اماراتو سره مخامخ شي.

په چین کې د اسیایي لوبو د نولسمي دورې سیالۍ د شنبې په ورځ د (تلې په ۱) نېټه په شانداره مراسیمو سره پرانیستل شوې.

د چين د هانګژو ښار په يوه لوبغالي کې د دغې سيالۍ د پرانيستلو په مراسمو کې څه دپاسه اتيا زره تنو ګډون کړی و.

په دغو سیالیو کې به د ۴۵ اسیایي هېوادونو لوبغاړي د روانې میاشتې تر ۱۶ مې نیټې پورې له یو بل سره سیالۍ وکړي.

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي واحد الله نژند خپل پولنډي سیال ته ماتې ورکړه

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۴ GMT+۱

تیره شپه افغان لوبغاړي واحد الله نژند خپل پولنډي سیال توماش لنګوفسکي د سیالۍ په لومړیو دقیقو کې د ځانګړۍ حرکت (سبمیشن) په تر سره کولو سره مات کړ او یاده سیالۍ یې په خپل نوم کړه.

دا سیالۍ د این ایف سي سازمان ۱۵ فصل کې د جرمني ایسن ښار ګرو ګاهیل سیمه کې تر سره شوه.

دواړه سیالان په ٧٧ کیلو وزن کې سره مخامخ شول چې افغان لوبغاړي د خپلو هڅو په کولو سره دا بریا په خپل نوم ثبت کړه .

افغان لوبغاړي واحد الله نژند له سیالۍ وړاندې پر خپله انستاگرام پاڼه د یادې سیالۍ لپاره د خپل هر اړخیز چمتووالي په هکله خبر ورکړی و.

دغه افغان لوبغاړی چې دا مهال په جرمني هیواد کې استوګن دی له دغه بري سره یې ریکار‌ډ کې ٧ بري او ٢ ماتې ثبت شوې.

توماش لنګوفسکي له دغې ماتې سره ٦ بري او ٤ ماتېپه خپل ریکارډ کې له ځان سره لري.

هانګژو سیالۍ؛ افغانستان د لومړنۍ لوبډلې په توګه د رژې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۳۶ GMT+۱

د افغانستان ورزشي کاروان په پنځلسو ورزشي رشتو کې د ۱۲۸ کسانو په ګډون لومړنۍ لوبډله وه چې د هانګژو اسیايي لوبو د پرانیستې مراسمو په پرېډ یا رژه کې څرګند شو. دې سیالیو ته د افغانستان له خوا په تللي کاروان کې ۸۲ لوبغاړي او ۴۶ نور هم روزونکي او ور سره پلاوی دی.

د رژې مراسمو کې کیمیا یوسفي او محمد خالد هوتک د افغانستان ملي بیرغ نیولی و.

په دغو لوبو کې د افغانستان ۱۷ ښځینه لوبغاړو هم ګډون کړی دی.

که څه هم له افغانستان کومه لوبغاړې دې لوبو ته نه ده پرېښودل شوې، خو ګډونوالې افغان لوبغاړې له بهر دغو لوبو ته تللې دي.

د هانګژو اسیايي لوبې؛ افغان ابدالیان کرېکټ لوبډله هم چین ته روانه شوه

۱ تله ۱۴۰۲ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۹ GMT+۱

د افغان ابدالیان په نوم د افغانستان د کرېکټ دویمه لوبډله په اسیايي هانګژو سیالیو کې د ګډون لپاره د شنبې په ورځ چین ته روانه شوه. افغان کرېکټ بورډ وايي، په دې لوبډله کې داسې کسان دي چې د کرېکټ ملی لوبډله کې غړیتوب لري.

د دې لوبډلې مشر ګلبدین نایب ټاکل شوی چې په کرېکټ ملي لوبډله کې احتیاطی لوبغاړی دی.

په هانګژو سیالیو کې د نارینه وو کرېکټ لوبې د سپټمبر پر ۲۷ پیلېږي او ۱۵ ورځې به روانې وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د دغه هېواد کرېکټ لوبډله به په کوارټر پایلوبه کې دې سیالیو ته ووځي.