زرګونه ارمنیان د ناګورنو قرهباغ له سیمې د تېښتې په حال کې دي

تېره اونۍ د ناګورنو قرهباغ پر لانجمنې سیمې د اذربایجان له ولکې وروسته، له دغې غرنۍ سیمې د ګڼ شمېر ارمنیانو د تېښتې لړۍ په چټکۍ روانه ده.

تېره اونۍ د ناګورنو قرهباغ پر لانجمنې سیمې د اذربایجان له ولکې وروسته، له دغې غرنۍ سیمې د ګڼ شمېر ارمنیانو د تېښتې لړۍ په چټکۍ روانه ده.
د راپورونو له مخې، له دې سیمې چې شاوخوا ۱۲۹ زره اوسېدونکي یې ارمنیان دي څه باندې ۶۵۰۰ کسان یې ارمنستان ته تللي دي.
ویل شوي، چې هغوی د اذربایجان دولت د ۲۰۲۰ کال د جګړې بې کوره شویو کسانو د ځای پر ځای کولو له اعلان وروسته خپل کورونه پرېښي دي.د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان د ناګورنو قرهباغ په سیمه کې د قومي تصفیې یا چاڼولو خبرداری ورکړی.ښاغلي پاشینیان خبریالانو ته ویلي:« دغه قومي چاڼ دوام لري او دغه حقیقت د اندېښنې وړ دی. موږ هڅه وکړه، چې نړۍواله ټولنه ترې خبره کړو .»اذربایجان ویلي، چې غواړي ارمني لږکي بېرته د «مساوي اتباعو» په نامه په سیمه کې یوځای کړي.تمه کېږي، چې د ارمنستان او اذربایجان استازي به نن سه شنبه په بروکسل کې وګوري.دا به د اذربایجان لهخوا د ناګورنو قرع باغ سیمې د نیولو وروسته د دواړو لوریو لومړني مذاکرات وي.ناګورنوقرهباغ د ارمني اوسېدونکو سیمه ده، چې نړۍواله ټولنه یې د اذربایحان برخه ګڼي.له دغې غرهیزې سیمې د ارمني وګړو وتل له یکشنبې پیل شوي.


د حکومتي رازونو د افشا کولو په قضيه کې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان او د دغه ګوند مرستيال او د بهرنیو چارو پخوانی وزير شاه محمود قريشي د توقیف موده تر ۱۴ ورځو پورې وغځول شوه.
د عمران خان خلاف د قضيې اورېدنه په اټک زندان کې د ځانګړې محکمې له لوري نن د سپټمبر په ۲۶ تر سره شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلام اباد سترې محکمې امر کړی و چې عمران خان دې د اټک له زندانه د راولپنډۍ اډياله په نوم زندان ته ولېږدول شي.
په دغه قضيه کې د تحريک انصاف مرستيال شاه محمود قريشي په اسلام اباد یوې محکمې ته وړاندې کړی شو، په محکمه کې تر حاضرېدو وروسته ښاغلي قریشي توقیف هم د اکټوبر تر ۱۰مې پورې وغځول شو.
بل خوا د اسلام اباد سترې محکمې د سپټمبر په ۲۵مې امر کړی و، چې عمران خان دې د اټک له زندانه د اډياله په نوم زندان ته ولېږدول شي؛ خو د حکم تر ورکړې وروسته هم هغه د سپټمبر د ۲۶مې نېټې تر غرمې پورې په اټک زندان کې وساتل شو، ځکه چې د اسلام اباد سترې محکمې له لوري يې ليکلی حکم نه و ور رسېدلی.
د باوري سرچينو د معلوماتو له مخې، عمران خان په خپله نه غواړي چې د اټک له زندانه بل زندان ته ولېږدول شي.
د سپټمبر په ۲۵مې د عمران خان يو وکيل په خپله اېکس پاڼه لیکلي و، چې د محکمې له حکم سره سم عمران خان د اډياله په نوم زندان ته لېږدول شوی.
عمران خان د اګست په پنځمه د پوليسو له لوري تر نيول کېدو وروسته د اټک زندان ته هغه مهال ولېږدول شو، چې د اسلام اباد يوې محکمې هغه ته د توشه خانې په قضیه کې د درې کاله بند او يو لک کلدارو جریمه وټاکله او د پنځو کلو لپاره له هر ډول سیاسي فعاليت څخه منع شو.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو د تعامل نه موجودیت ګټور نه برېښي او د دوی بشپړه انزوا به درستې پایلې ونه لري.
الجزیرې تلویزون د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد محمد انصاري په حواله ویلي، چې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې نه تعامل ګټور نه دی.
قطر له پاکستانه وروسته د طالبانو له مهمو ملاتړو هېوادونو ګڼل کیږي، چې په دوحه کې یې د طالبانو او امریکا د خبرو منځګړیتوب هم کړی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند یو ځل بیا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوحه د افغانستان او نړۍ ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو ده او په دې برخه کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.
نوموړي زیاته کړه: "موږ په بشپړه توګه پوهيږو، چې د افغانستان په اوسني حالت کې د نړۍوالې ټولنې لپاره له اوسني حکومت سره اړيکې اسانه نه دي، خو بشپړه انزوا د دې وضعيت د حل لاره نه ده."
د انصاري په خبره، چې هېواد یې هڅه کوي، د طالبانو او نړۍوالې ټولنې تر منځ فاصلې کمې کړي.
ماجد محمد انصاري زياته کړه: “ افغانستان د قطر لپاره ډېره مهمه مساله ده او موږ هڅه کوو چې د افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې منځګړیتوب وکړو”.
نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د پخواني حکومت له ړنګېدو او د طالبانو له خوا د موقت حکومت له جوړېدو راهیسې، د دوی اصلي اندېښنه دا ده، چې نړۍوالې ټولنې ته وښيي چې طالبان منزوي شوي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ، چې د طالبانو منزوي کېدل به ښې پایلې ونه لري.
له دې وړاندې د قطر لومړي وزیر ویلي وو، چې کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې یې طالب مشرانو ته وویل: «که تاسو غواړئ د نړۍوالې ټولنې برخه شئ، باید له موږ سره همکاري وکړئ.»
شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني زیاته کړه، له طالبانو سره یې پر ځینو مسایلو لکه د ښځو د کار بیرته پیلولو په ضرورت موافقه کړې وه.
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر د سي اېن اېن له مشهور خبریال کریسټین امانپور سره په مرکه کې درې نیمې میاشتې وړاندې کندهار ته د خپل سفر په اړه وویل: «په کندهار کې مې خبرې ډېرې روښانه وې. که تاسو غواړئ د نړۍوالې ټولنې برخه واوسئ، باید له موږ سره همکاري وکړئ ترڅو ستاسو هېواد د قطر په څیر په یوه عصري اسلامي هېواد بدل شي.»
عبدالرحمن ال ثاني قطر د یوه عصري اسلامي هېواد په توګه یاد کړ، چې ښځه پکې ازاده او د ټولنې فعاله برخه ده.

د برېتانيا د خيريه چارو د څار اداره افغانستان ته د يوې خيريه موسسې د چارواکو د سفر او له طالب چارواکو سره د هغوى د ليدنې په اړه څېړنه کوي. د جولای په میاشت کې یو شمېر برېتانوي مسلمان عالمان کابل ته ولاړل او له یو شمېر طالب چارواکو سره یې وکتل.
جي بي ان نیوز د دوشنبې په ورځ (د تلې درېیمه) خبر ورکړ؛ سلیمان غني چې د جنوبي لندن د سینټ جورج پوهنتون په یوه څانګه کې د مسلمان دیني عالم په توګه کار کوي، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل.
د دې رسنۍ د راپور له مخې؛ ښاغلي غني کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې د طالبانو له حکومت سره له لیدو وروسته "ډېر متاثره شوی" دی.
په برېتانيا کې د جومات دغه ملا امام وويل، چې اوس په افغانستان کې نوی حکومت رامنځته شوی او دی يې شاهد دی، چې بېلابېل وزيران، ادارې او نوې تجربې يې وليدې او هغوی [طالبان] له خپلو تېرو تېروتنو زده کړې ده.
هغه ټینګار وکړ، چې اوس په افغانستان کې هر څه په سمه لار روان دي.
د برېتانوي ديني عالمانو د پلاوي يو بل غړی، چې کابل ته تللى و له لويديځو هېوادونو وغوښتل چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې خپل بنديزونه پای ته ورسوي.
یوه مسلمان دیني عالم هیثم الحداد له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې له طالبانو سره تماس ونیسي او پر دغې ډلې اقتصادي بندیزونه لېرې کړي.
له القاعدې سره په همکارۍ تورن
وروسته له هغې چې د جولای په میاشت کې د مسلمانو دیني عالمانو پلاوي کابل ته سفر وکړ، د بشري مرستو او ملاتړ سازمان اعلان وکړ، چې دوی د بشري موخو لپاره افغانستان ته تللي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د برېتانیې د خیریه موسسو د څارنې کمېسیون د «خیریه او بشري مرستو» د عملیاتو په اړه څېړنه کوي.
تر دې مخکې په ۲۰۱۳ کال کې د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې د «بشري مرستو او ملاتړ خیریه موسسې» له خوا یوه خیریه غونډه جوړه شوې وه، په اړه یې څېړنه وشوه، ځکه په راپورونو کې ویل شوي وو، چې په دې خیریه غونډه کې "سختې" او "متضادې" ویناوې شوې وې.
د دغه کمېسیون تر پلټنو وروسته د دغې خیریه موسسې له خوا د پیسو راټولولو قضیې وموندلې.
د 2019 په اګسټ کې د انګلستان خیریه کمېسیون له هېواد څخه بهر د پیسو لېږدولو لپاره د خیریه موسسو وړتیا محدوده کړه.
یوه میاشت وروسته دغه کمېسیون یو حکم صادر کړ، چې د هغه سازمان وړتیا محدودوي، چې د مسلمان دیني عالمانو ملکیت دی، د انګلستان د خیریه کمېسیون له اجازې پرته "ترکیې او سوریې ته پیسې لیږدوي".
د دغو مسلمانو دیني عالمانو خیریه موسسه په هغه وخت کې له یوې غیر انتفاعي موسسې سره په تماس کې وه چې په سوریه او ترکیه کې یې د کار زمینه برابره کړې وه.
د انګلستان د خیریه چارو کمېسیون د 2021 په اکټوبر کې څرګنده کړه، چې د برېتانیا پولیسو وموندله چې دا غیر انتفاعي سازمان په سوریه کې د القاعدې سره تړلو ډلو سره د مرستې لپاره کارول کېده.
جي بي ان نیوز لیکلي، چې د "بشري مرستې او ملاتړ خیریه موسسې" د هغو خلکو سره چې د "ترهګرو ډلو" سره په تماس کې وو، همکاري د 2017 په اګست کې پیل او د 2019 په فبروري کې پای ته ورسیده.
خیریه موسسې دغو کسانو ته له 246,000 پونډ څخه زیاتې پیسې لیږلي، مګر دا اسناد یې نه دي وړاندې کړي چې پیسې چیرته مصرف شوي.
د انګلستان د خیریه کمېسیون یوه ویاند جي بي ان نیوز ته وویل: "موږ د بشردوستانه مرستو او ملاتړ په اړه د راپورونو څخه خبر یو او د لا نورو ارزونو لپاره مو د اطاعت قضیه پرانستلې."

راپورونه وايي، چې ټاکل شوې ده؛ سبا سې شنبه (د تلې څلورمه) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه جوړه شي.
په دې غونډه کې به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پلاوي مشري نصیر احمد فایق کوي.
همدا راز به د غونډې نور ګډونوال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجراییه مشره سیما باهوس او د مدني ټولنې یو فعال وي.
د یادې غونډې اجنډا تر دې دمه نه ده معلومه؛ خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستي راپور کې په افغانستان کې د داعش له پیاوړتیا او د امریکا پاتې شویو وسلو ته د دغې وسلوالې ډلې لاسرسی د اندېښنې په ډول یاد شوی دی.
په راپور کې دا هم راغلي وو، چې دا مهال نېږدې ۴۰۰۰ داعش او د هغوی کورنۍ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې مېشتې دي او د یو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره یې اړیکې د پخوا په پرتله غښتلې شوې دي.

یوه امریکايي چارواکي ویلي دي، چې د امریکا د نړۍوالې پراختیايي ادارې مشره سامانتا پاور او د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر یوري کیم به ارمنستان ته سفر وکړي.
دا له اذربایجان سره د تېرې اونۍ له اوربند را وروسته ارمنستان ته د لوړ پوړو امریکايي چارواکو لومړی سفر دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ سامانتا پاور به د ارمنستان پلازمېنې ایروان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ارمنستان له ډیموکراسۍ، ملي حاکمیت، خپلواکۍ او د ارمنستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړي.
په قره باغ کې د بشري مسالو حل کول ارمنستان ته د امریکايي چارواکو د سفر یو بل هدف دی.
د دغه امریکايي چارواکي له قوله، چې له رویټرز سره یې خبرې کړې دي، امریکا په قره باغ کې د بشري وضعیت په اړه اندېښمنه ده او نړۍوالو بشري سازمانونو ته پرته له خنډه د خلکو د لاسرسي غوښتنه یې کړې ده.
په قره باغ کې ارمینیایان د اذربایجان جمهوریت د یوې برخې په توګه په رسمیت پېژندل شوي، تېره اونۍ د اذربایجان لخوا د 24 ساعتونو پوځي عملیاتو وروسته اوربند ته اړ شول.
رویټرز راپور ورکړی، چې په قره باغ کې مېشت 120,000 ارمینیایان نه غواړي، چې د اذربایجان د یوې برخې په توګه د ځورونې، توکمیزې محوه کېدنې له ویرې له دوی سره شریک ژوند وکړي.
د ارمنستان حکومت د یکشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ، چې د قره باغ له لارې ټول۱۵۰ زره کسان دغه هېواد ته داخل شوي دي.