سبا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کیږي

راپورونه وايي، چې ټاکل شوې ده؛ سبا سې شنبه (د تلې څلورمه) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه جوړه شي.

راپورونه وايي، چې ټاکل شوې ده؛ سبا سې شنبه (د تلې څلورمه) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه جوړه شي.
په دې غونډه کې به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پلاوي مشري نصیر احمد فایق کوي.
همدا راز به د غونډې نور ګډونوال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجراییه مشره سیما باهوس او د مدني ټولنې یو فعال وي.
د یادې غونډې اجنډا تر دې دمه نه ده معلومه؛ خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستي راپور کې په افغانستان کې د داعش له پیاوړتیا او د امریکا پاتې شویو وسلو ته د دغې وسلوالې ډلې لاسرسی د اندېښنې په ډول یاد شوی دی.
په راپور کې دا هم راغلي وو، چې دا مهال نېږدې ۴۰۰۰ داعش او د هغوی کورنۍ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې مېشتې دي او د یو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره یې اړیکې د پخوا په پرتله غښتلې شوې دي.


یوه امریکايي چارواکي ویلي دي، چې د امریکا د نړۍوالې پراختیايي ادارې مشره سامانتا پاور او د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر یوري کیم به ارمنستان ته سفر وکړي.
دا له اذربایجان سره د تېرې اونۍ له اوربند را وروسته ارمنستان ته د لوړ پوړو امریکايي چارواکو لومړی سفر دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ سامانتا پاور به د ارمنستان پلازمېنې ایروان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ارمنستان له ډیموکراسۍ، ملي حاکمیت، خپلواکۍ او د ارمنستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړي.
په قره باغ کې د بشري مسالو حل کول ارمنستان ته د امریکايي چارواکو د سفر یو بل هدف دی.
د دغه امریکايي چارواکي له قوله، چې له رویټرز سره یې خبرې کړې دي، امریکا په قره باغ کې د بشري وضعیت په اړه اندېښمنه ده او نړۍوالو بشري سازمانونو ته پرته له خنډه د خلکو د لاسرسي غوښتنه یې کړې ده.
په قره باغ کې ارمینیایان د اذربایجان جمهوریت د یوې برخې په توګه په رسمیت پېژندل شوي، تېره اونۍ د اذربایجان لخوا د 24 ساعتونو پوځي عملیاتو وروسته اوربند ته اړ شول.
رویټرز راپور ورکړی، چې په قره باغ کې مېشت 120,000 ارمینیایان نه غواړي، چې د اذربایجان د یوې برخې په توګه د ځورونې، توکمیزې محوه کېدنې له ویرې له دوی سره شریک ژوند وکړي.
د ارمنستان حکومت د یکشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ، چې د قره باغ له لارې ټول۱۵۰ زره کسان دغه هېواد ته داخل شوي دي.

معترضو افغان مېرمنو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د مدني فعالې ندا پرواني د نیونې بهیر دې تعقیب کړي او د طالبانو له منګولو دې وژغوري. طالب جنګیالیو د «د افغانو مېرمنو د خپلواکۍ غورځنګ» غړې او د هغې مېړه او ماشوم د سنبلې په ۲۸ مه د کابل په خیرخانه سیمه کې ونیول.
د معترضو افغان مېرمنو غورځنګ د دوشنبې په ورځ (د تلې په درېیمه) په یوه اعلامیه کې وویل، چې که څه هم د ندا پرواني له نیول کېدو شپږ ورځې تېرې شوې دي؛ خو تر اوسه د هغې په اړه هېڅ خبر نه شته.
په اعلاميه کې د دغې مدني فعالې د نيولو پر وړاندې د نړۍوالو سازمانونو پر "دردونکې چوپتيا" نيوکه شوې ده.
په کابل کې سرچینو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالب جنګیالیو لومړی د مېرمن پرواني مېړه ارش پرواني ونیوه او بیا یې ندا پرواني او د هغې ماشوم په خیرخانه کې له خپل کور څخه یوړل.
طالب چارواکو د دغه مدني فعال د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه ډله پلان لري چې په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د څارنې او امنیتي کمرو یوه شبکه جوړه کړي. د دغه وزارت یوه ویاند ویلي دي، چې دغه ډله د هغه پلان د پراختیا په لټه کې ده، چې امریکا له افغانستان څخه تر وتلو مخکې ترتیب کړی و.
رویټرز خبري اژانس د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوه ویاند عبدالمتین قانع له قوله ویلي، چې دغې ډلې د یاد پلان د عملي کولو لپاره له چینايي کمپنۍ "هواوي" سره د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.
دا چې د څارنې کمرو نصبولو او کارولو لپاره طالبانو د متحده ایالاتو پلان ته څنګه لاسرسی موندلی دی، په راپور کې یې جزییات نه دي ورکړل شوي.
د څار کمرو کارولو څخه د طالبانو هدف د "امنیت تامین" او د داعش په څېر د وسله والو ډلو د بریدونو مخه نیول دي.
خو کتونکي د طالبانو د سختو مالي ستونزو له امله د دغه پلان د عملي کولو لپاره د دغې ډلې وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي.
د بشري حقونو فعالان هم اندېښمن دي، چې دا وسایل به په افغانستان کې د مخالفینو د ځپلو لپاره وکارول شي.
قانع دا هم وویل، چې دا پلان د طالبانو د نوې امنیتي ستراتیژۍ برخه ده او بشپړ تطبیق به یې څلور کاله وخت ونیسي.
هغه اعلان وکړ، چې طالبان اوس د کابل په امنیتي نقشه کار کوي.
قانع زیاته کړه چې دا ډله اوس مهال د کابل دوه نقشې لري، چې یوه یې د امریکا او بله یې د ترکیې له خوا طرحه شوې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند څرګنده نه کړه، چې د کابل لپاره د ترکیې لخوا طرحه شوې امنیتي نقشه به کله او څنګه چمتو شي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې واشنګټن له طالبانو سره د امنیتي ګواښونو په مقابل کې د همکارۍ اراده نه لري او دا چې د افغانستان امنیت د دغې ډلې په غاړه دی.
د ترکیې د حکومت یوه ویاند د انقرې او طالبانو ترمنځ د امنیتي همکارۍ په اړه د رویټرز پوښتنې ته ځواب ونه وایه.
بلومبرګ نیوز په تېر اګسټ کې راپور ورکړ، چې طالبان او هواوې د څارنې کمرې نصبولو او کارولو په برخه کې د همکارۍ لپاره "لفظي موافقې" ته رسیدلي خو هواوې دا خبر رد کړ.
تر دې مخکې هم په ایران کې د امنیتي کمرو کارولو د مدني او بشري حقونو د فعالانو ترمنځ جدي اندېښنې راپورته کړې وې.
په راپورونو کې دا هم ویل شوي وو، چې چین دغه ټیکنالوژي د ایران اسلامي جمهوریت ته ورکړې ده.
چین د خپلو اتباعو پر وړاندې د څارنې د ټیکنالوژۍ د تولید او کارولو په نوم بدنام دی.

د پولیو ضد واکسین کمپاین د دوشنبې په ورځ (د تلې درېیمه) د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پیل شو. په افغانستان کې د پولیو واکسین د تطبیق ادارې له "پولیو پرته افغانستان" تر سرلیک لاندې پر اېکس (ټوېټر) یو کمپاین پیل کړی او پر خلکو یې غږ کړی، چې له دوی سره همغاړي شي.
د دې پاڼې مسوولینو اعلان وکړ ،چې افغانان کولای شي په دې اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ۱۴۱ شمېرې ته وړیا زنګ ووهي.
په همدې حال کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د خلکو د روغتیايي پوښتنو او اندېښنو، په ځانګړې توګه د ماشومانو د ګوزڼ واکسین په اړه د ځواب ویلو لپاره یې د ټیلیفوني مرکز فعال کړی دی.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه د پولیو په له منځه وړلو کې نه دي بریالي شوي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې چارواکو خبرداری ورکړی و، چې دغه ناروغي په یاد هېواد کې په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو ده.
دوی وايي، د روان کال له پیله تر اوسه په ننګرهار ولایت کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د هرانا خبري اژانس د خبر له مخې؛ یو ایراني الاصله امریکايي وګړی فرامرز جاویدزاد چې د ایران په اوین زندان کې بندي و، د طبي خدماتو د نشتوالي او روغتون ته په لېږلو کې د زندان د چارواکو د ځنډ له امله مړ شوی دی. ویل کیږي، چې هغه د زړه له ناروغۍ او د معدې د وینې بهیدو څخه رنځېده.
په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو خبري ټولګې (هرانا) د یکشنبې په ورځ (د تلې دویمه) لیکلي دي: «د ایوین په زندان کې بندي هغه یهودي تبعه چې دوه ګونی ایراني الاصله امریکايي تابعیت یې درلود، د مناسبې درملنې د نشتوالي او په زندان کې د ځنډېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ".
د دغه راپور له مخې؛ فرامز جاویدزاد د جمعې په ماښام (د وږي ۳۱مه) د ایوین زندان د څارنې څانګې ته ولېږدول شو او له لنډې مودې وروسته له مناسبې درملنې پرته د زندان عمومي خونې ته ولیږل شو.
فرامرز جاویدزاد چې ۶۳ کلن و، د ۱۴۰۰ کال د حوت په میاشت کې ایران ته د سفر پر مهال د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو د وزارت د استازو له خوا ونیول شوی و.