• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو او پاکستان استازو د تورخم لارې د پرانېستلو په اړه ګډه مشورتي ناسته کړې

 جواد شينواری
جواد شينواری

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۰۶ GMT+۱

پر ډیورنډ کرښه د تورخم دروازې په صفري نقطه کې د طالبانو او د پاکستان سرحدي چارواکو ترمنځ د همغږۍ ناسته شوې ده. په یاده ناسته کې د تورخم د احتمالي پرانیستلو، امنیتي وضعیت او د دواړو لوریو تر منځ د همکارۍ پر بېلابېلو اړخونو خبرې شوې دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دې غونډه کې پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې له شین کنډو څخه تر داوود پوستې پورې د امنیت بشپړ مسوولیت طالبان پرغاړه واخلي.

دغه راز د وضعیت تر ښه کېدو پورې دلته د اوسنیو سرحدي ودانیو تړل کېدو باندې ټینګار شوی دی.

د سرچینو په وینا، دواړو لوریو هوکړه وکړه چې صفري نقطې ته په نږدې سیمو کې به د وسلو له نندارې او لیږد رالېږد څخه ډډه کوي.

په ناسته کې د پلي تګ راتګ لپاره پر لنډمهاله لارې د تګ اجازې ورکولو وړاندیز هم شوی او د لارې ساعتونه د سهار له ۸بجو څخه تر ماښام ۸بجو پورې تایید شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې د ډیورنډ پر کرښه د تورخم دروازه د پاکستان او طالبانو د نښتو له امله نږدې یوه میاشت تړل شوې وه، چې تېره ورځ یو ځل بیا د افغان کډوالو د ستنولو لپاره پرانیستل شوه، خو د ورځې په پای کې بېرته وتړل شوه.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان او طالبانو تر منځ جګړه: پاکستان د امریکا او ایران د خبرو کوربتوب ته چمتوالی نیسي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۰ GMT+۱
د پاکستان او طالبانو تر منځ جګړه: پاکستان د امریکا او ایران د خبرو کوربتوب ته چمتوالی نیسي
100%

رویټرز په یوه راپور کې ویلي چې پاکستان او طالبان د لنډمهاله اوربند وروسته یو پر بل بریدونه کړي او په امن سیمو کې یې تاوتریخوالی زیات کړی، خو اسلام اباد د دې ترتینګلتیا پر مهال د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو کوربه توب ته چمتوالی نیسي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ پر ډیورنډ کرښه دا نښتې د یکشنبې په ورځ وشوې، چې په همدې ورځ پاکستان د منځني ختيځ په جګړه کې سیمه ییز قدرتونه د تاوتریخوالي کمولو ته را وبلل او اعلان یې وکړ چې اسلام اباد کولی شي په راتلونکو ورځو کې د دغو خبرو کورب توب وکړي.

په راپور کې د دواړو هېوادونو د چارواکو له قوله ویل شوي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په وروستۍ نښته کې درنې وسلې کارول شوي، چې یوه لوري ته پر کونړ او بل خواته د باجوړ په سیمو کې بریدونه شوي.

رویټرز د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له قوله زیاته کړې چې د پاکستان په وروستي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

طالب سرچینو دا هم ویلي چې پاکستان ته یې د برید ځواب ورکړی خو د دوی په خبره ملکي‌ځایونه یې نه دي به نښه کړي. پاکستان پوځ د رویټرر پوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ په وروستیو کلونو کې تر ټولو سخته جګړه د تېرې میاشتې په پیل کې وشوه چې دواړو خواوو ته یې درانه زیانونه واړول.

کابل ویلي، چې د دې میاشتې په پیل کې د افغانستان پر پلازمېنه د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان په یوه هوايي برید کې تر ۴۰۰ ډېر کسان ووژل شوه.

پاکستان د طالبانو دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې دوی «په دقیق ډول پوځي تاسیسات او د ترهګرو د ملاتړ بنسټونه په نښه کړي دي».

ترکیې، قطر او سعودي عبرستان د کوچني اختر په مناسبت د جګړې درولو غوښتنه وکړه، پاکستان تېره اوونۍ دا اوربند پای ته ورسوه.

کابل لا تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي، چې ایا د دوی له لوري اوربند لا هم پر ځای دی که نه.

اسلام‌اباد افغان طالبان تورنوي چې وسلوالو ته پناه ورکوي او په پاکستان کې د بریدونو د ترسره کول لپاره یې ملاتړ کوي. کابل دا تورونه ردوي او وایي چې دا ستونزه د پاکستان کورنۍ مسله ده.

لندن کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو پر ضد لاریون وکړ

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۱
لندن کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو پر ضد لاریون وکړ
100%

یو شمېر افغانان په لندن کې راټول شوي او پر افغانستان یې د پاکستان د بریدونو پر ضد لاریون کړی دی. دغه لاریونوال وايي، چې په یادو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې روان وضعیت ته غبرګون وښيي.

په لندن کې مېشتو افغانانو د یو لاریون پر مهال پر افغانستان د پاکستان بریدونه او پوځي اقدامات وغندل. لاریونوال د لندن په ځینو لویو سړکونو کې راټول شوي او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول.

لاریون کوونکو ټینګار وکړ چې د دې بریدونو دوام تاوتریخوالی زیات کړی او ملکي وګړو ته یې زیان رسولی دی. دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دې وضعیت ته غبرګون وښيي.

د لاریون ګډونوالو همدارنګه ټینګار وکړ، چې نړۍوالې ادارې دي د افغانستان د ډیورنډ کرښې په سیمو کې امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي او د تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې دي خپل رول ادا کړي.

دا لاریونونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د شتون پر سر تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې شوې دي. پاکستان په وار وار د افغانستان پر بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه پر سرحدي ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د پاکستان دغه بریدونه نه یوازې په کور دننه د افغانانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي، بلکې په نړۍواله کچه یې هم پراخې نيوکې راپارولي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.

د مخابراتو پخوانی وزیر: ډیورند کرښه د ملي امنیت موضوع ده او باید هر وخت تر څار لاندې وي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۰
د مخابراتو پخوانی وزیر: ډیورند کرښه د ملي امنیت موضوع ده او باید هر وخت تر څار لاندې وي
100%

د افغانستان د تېر نظام د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ پخوانی وزیر شهزاد اریوبي د پاکستان له لوري ډیورند کرښې ته څېرمه په پکتیکا کې د افغان خاورې د لاندې کولو په غبرګون ویلي، ډیورند کرښه د افغانستان د ملي امنیت موضوع ده او باید هر وخت تر څار لاندې وي.

شهزاد اریوبي د شنبې په ورځ (د وري ۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه د هغو راپورونو په غبرګون کې چې ګواکې پاکستان د پکتیکا په تروه ولسوالۍ کې څو کیلومتره خاوره لاندې کړې ویلي: «نړۍوال سرحدونه، په ځانګړي ډول د ډیورنډ فرضي کرښه، د افغانستان د ملي امنیت موضوع ده».

هغه زیاتوي: «په اوسنیو شرایطو کې باید د ټکنالوژۍ په کارولو سره دا سرحدونه هر وخت تر څارنې لاندې وي. که هر ګاونډی هېواد د تېري یا غیرقانوني اقدام هڅه وکړي، حتی که په سیمه کې فزیکي حضور نه‌وي، د ټکنالوژۍ په مرسته یې تشخیص او مخنیوی کېدلای شي».

د اریوبي په وینا، د ملګرو ملتونو په مرسته د افغانستان د معلوماتو د مدیریت سیستم AIMS سازمان له ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۲ کلونو پورې، د هیواد اړوند معلوماتو او نقشو په ډیجیټل کولو کار وکړ او د دې پروګرام په مرسته د افغانستان ټول رسمي سرحدونه، ډیورند کرښه او ان د ولایتونو، ولسوالیو او کلیو حدود هم د جغرافیايي معلوماتو د سیستم GIS ټېکنالوژۍ په کارولو، په ډیجیټل بڼه ثبت شول.

هغه زیاتوي، دا ټول سیستم او معلومات د افغان جیوډیسي او کارتوګرافي ادارې سره موجود وو او دغو معلوماتو له Google Earth او نورو ډیجیټل نقشو او کوردیناتونو سره همغږې او د عیارېدو وړتیا درلوده.

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان د ډیورند کرښې ته څېرمه په پکتیکا ولایت کې شاوخوا ۱۲ کیلومتره ځمکه لاندې کړې، خو د طالبانو د دفاع وزارت بیا دغه ادعا رد کړې ده.

سبا یو شمېر افغانان د پاکستان پر ضد په لندن کې لاریون کوي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۰ GMT+۰
سبا یو شمېر افغانان د پاکستان پر ضد په لندن کې لاریون کوي
100%

سبا یکشنبه (د وري ۹مه) یو شمېر افغانان په لندن کې پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو پر ضد لاریون کوي. دغه لاریون به د برېتانیا د پارلمان مخې ته له غرمې وروسته ۱ بجه پیل او تر ۴ بجو به دوام وکړي.

د دغه لاریون سمبالوونکو ویلي، په دې لاریون کې به پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې د وژل شویو ولسي وګړو لپاره د عدالت او همداراز د روانو بریدونو د درېدو غوښتنه وکړي.

د دغه لاریون یوه سمبالوونکې وايي: «که نړۍ دغه ۵ کاله زموږ د نجونو پر ښوونځیو خاموشي اختیار کړې ده، نو اوس باید زموږ د عام قتل پر وړاندې خاموشي اختیار نه‌کړي».

هغه وايي، نړۍ باید پر پاکستان فشار راوړي چې په افغانستان خپل بریدونه ودروي.

د یادونې وړ ده، چې له څو میاشتو راهیسې د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ جګړه روانه ده او پاکستان په دې لړ کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې سلګونه ولسي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې او دغه بمبارۍ همداراز دوام لري.

پر افغانستان له بریدونو سره هم‌مهاله؛ په پېښور کې د سولې ولسي جرګه جوړېږي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۰۸ GMT+۰
پر افغانستان له بریدونو سره هم‌مهاله؛ په پېښور کې د سولې ولسي جرګه جوړېږي
100%

پر افغانستان د پاکستان له بریدونو سره هم‌مهاله د طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړې د پای ته رسېدو په موخه په روانه اوونۍ کې په پېښور کې د سولې ولسي جرګه جوړېږي. دغه جرګه به د ښکېلو خواوو د چارواکو له ګډون پرته په پېښور کې د سې‌شنبې په ورځ (د وري ۱۱مه) جوړه شي.

جیونیوز د شنبې په ورځ (د وري ۸مه) په یوه راپور کې ویلي، په دغه جرګه کې به یو شمېر سیاستوال، قومي مشران، دیني عالمان، د مدني ټولنې غړي او رسنۍ ګډون ولري.

د خیبرپښتونخوا پخوانی اعلی وزیر ارباب شهزاد خان وايي، دغې جرګې ته هغه سیاستوال چې پخوا یې هم د طالبانو او پاکستان د سولې لپاره هڅې کړي، هم بلل شوي دي.

خو هغه په دې تړاو وضاحت ورنه‌کړ چې دغه بلل شوي سیاستوال څوک دي، خو څرګنده کړې یې ده، چې دغه جرګه به پر متقابل درناوي، اعتماد جوړوې او د تل پاتې سولې لپاره پر خبرو متمرکز وي او د جرګې په پای کې به یوه ګډه اعلامیه هم خپره او طالبانو او د پاکستان حکومت ته به وسپارل شي.

د دغې جرګې له جوړېدو موخه په دواړو هېوادونو کې د سولې او ثبات لپاره د ګډ مسیر او همداراز د خبرو دودېدل په ګوته شوي دي.

د خیبرپښتونخوا پخواني اعلی وزیر په اوسني وخت کې د دغه ډول جرګې جوړېدل یوه «بېړنۍ اړتیا» بللې ده.

له دې سربېره په کوټه کې هم د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړو د راکمولو لپاره ورته غونډې لپاره تیاری نیول کېږي، خو د جوړېدو د نېټې په تړاو یې لا تر اوسه څه نه‌دي ویل شوي.

ویل کېږي، په دې جرګو کې به د پاکستان او طالبانو له مشرانو وغوښتل شي چې په بېړه اوربند وکړي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.

دغه هڅې په داسې حال کې دي، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ شخړه له څو میاشتو راهیسې روانه ده او په دې وروستیو ورځو کې پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان بریدونه زیات کړي دي.

پاکستان طالبان تورنوي چې ټي‌ټي‌پي ته یې پناه ورکړې، خو طالبانو په وار وار دغه تور رد کړی او ټي‌ټي‌پي یې د پاکستان کورنۍ مساله یاده کړې ده.