• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نیو لاینز: امریکا د افغانانو پر روغتیا او کرنې د خپلو اډو منفي اغېزو ته پاملرنه نه کوله

۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۰ GMT+۱

نیو لاینز خبري رسنۍ په یوه بشپړ څېړنیز راپور کې موندلي، چې په افغانستان کې د امریکا پخوانیو پوځي اډو ته څېرمه په مېشتو افغانانو کې د پوستکي، زړه او هاضمې ناروغۍ لیدل شوې او ځمکې یې هم زیانمنې شوې دي.

په دغه راپور کې چې د څېړنیزې خبریالې لینزي بیلېنګ له‌خوا لیکل شوی، ادعا شوې چې امریکايي ځواکونو د خلکو پر روغتیا په تېره بیا په ننګرهار، کندهار او پروان ولایتونو کې د امریکايي پوځي اډو په شاوخوا کې د بمونو د کارولو او د ښځلو سوځولو ویجاړونکو پایلو ته پام نه‌دی کړی.

په افغانستان کې يو شمېر اوسېدونکو دغې خبريالې ته ویلي، چې د پوستکي، زړه او هاضمې په ناروغيو اخته دي.

همدارنګه د دوی د ځمکو حاصلات هم کم شوي دي.

د دغه راپور لیکواله مېرمن بیلېنګ وايي، دا ستونزې د بمونو له غورځولو وروسته د کیمیاوي توکو له خپرېدو او د ښځلو د سوځولو له امله رامنځته شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د امریکا پوځ له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کاله پورې پر افغانستان تر ۸۵ زره ډېر بمونه غورځولي، چې ډېری یې د «ار ډي اېکس » په نوم چاودېدونکي توکي وو.

دغه ماده په عصبي سیسټم ناوړه اغېزه لري او د سرطاني ناروغیو لامل هم کېږي.

د متحده ایالاتو د چاپیریال ساتنې ادارې دا ماده د سرطان د رامنځته کېدو لامل بللې.

د امریکا پوځ د ۲۰۱۷ کال په اپرېل میاشت کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د «بمونو مور» په نوم خپل تر ټولو ځواکمن بم وکاروه.

د یوه تن اوسېدونکي په وینا، له دغې زورورې چاودنې اته میاشتې وروسته د سیمې خلکو ته اجازه ورکړل شوه چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

د یادې سيمې يوه اوسېدونکي نیولاینز ته وويل، چې د دې سیمې د ډېرو اوسېدونکو څه موده وروسته د پوستکي عجيبې یوې ناروغۍ ته پام راواوښت.

هغه وويل: "ټول هغه خلک چې د اسدخېلو په کلي کې اوسېدل، د بم له غورځولو وروسته ناروغه شول."

پر دې سربېره د دې سيمې اوسېدونکي وايي، چې له بېرته راګرځېدو وروسته پوه شول چې د پخوا په څېر يې ځمکې حاصلات نه ورکوي."

د نیو لاینز په وینا، د متحده ایالاتو پوځي اډو له خپلو اډو څخه شاوخوا ځمکو او د اوبو لارو ته په پراخه کچه فاضله مواد خوشې کول او د کرنې ځمکې او د ځمکې لاندې اوبه یې د ټولو خلکو لپاره ککړې کړې دي.

افغان ډاکټرانو او د عامې روغتیا چارواکو چې د خلکو درملنه یې کوله وویل، داسې ښکاري چې پنټاګون نه غوښتل د چاپېریال ټولو مقرراتو ته پام وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د جګړې په ډګرونو کې د امریکايي پوځیانو پر سږو د تودو او زهرجنو لوګیو اغېزو ته په اشارې سره له کانګرسه وغوښتل، چې په ۲۰۲۲ کال کې یو قانون تصویب کړي چې په افغانستان کې د دغه هېواد پوځیان له هغو ګټو او هر اړخیزو روغتیايي خدمتونو برخمن شي چې دوی یې مستحق دي.

نیو لاینز اټکل کوي، کله چې په افغانستان کې د ناټو زرګونه سرتېري وو، دوی هره ورځ تر څلور سوه زره کیلو ګرامه زیات کثافات تولیدول، چې زیاتره یې د ککړتیا له کنټرول پرته سوځول کېدل.

د نیو لاینز خبریالې بیلینګ د شپږو میاشتو لپاره په ټول افغانستان کې سفرونه وکړل او د امریکا پخوانیو اډو شاوخوا ۲۶ ډاکټرانو او ۵۲ ځایی اوسیدونکو سره یې خبرې وکړې.

نوموړې له یو شمېر افغان او امریکايي پوځیانو سره هم خبرې کړې، چې په دې باور دي د دوی روغتیايي ستونزې او ناروغۍ په افغانستان کې د امریکايي پوځي اډو له کار سره مستقیم تړاو لري.

هغو پوځي ډاکټرانو چې په امريکايي اډو کې یې کار کاوه دغې خبريالې ته ویلي چې، د ښځلو سوځول او زیرمه کول خامخا د ټولو خلکو پر روغتيا اغېز کوي.

په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا د ځمکې پېژندنې د یوه سازمان مرستیال په یوه یادښت کې ولیکل چې، د بګرام په هوايي ډګر کې د دوړو او سوځېدلو ښځلو لوړ غلظت احتمال لري، چې د هغو کسانو د پاتې ژوند تر پایته رسېدو پورې یې اغیزې پاتې شي، چې د بګرام هوایي ډګر کې اوسېدل.

په یادښت کې ویل شوي، چې د بګرام په هوایي اډه کې د ککړتیا اندازه د متحده ایالاتو د حکومت د لارښوونو له مخې د اجازې له کچې څخه ډېره وه.

ډېر لیدل شوي

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري
۱

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۲

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۳

افغانستان کې د تېلو لوړې بیې؛ خلک وایي طالبان د بیو په مهارولو کې پاتې راغلي

۴

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۵
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟