په کاناډا کې معترضانو د یوه سېک بېلتون غوښتونکي د وژنې په غبرګون کې د هند پر ضد لاریون وکړ

په لسګونو سیکانو تېره ورځ په کاناډا کې د هند د ډیپلوماټیک ماموریت مخې ته د هردیپ سېنګ نجار د وژنې په ضد لاریون وکړ. دا لاریونونه وروسته له هغه کېږي، چې د کاناډا لومړي وزیر د هردیپ سېنګ نجار په وژنه کې د هند د حکومت د لاس لرلو احتمال څرګند کړ.