• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل کې د ښځو د اعتراضي غورځنګ د یوې ډلې مشره نیولې

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۶ تله ۱۴۰۲ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۴ GMT+۱

طالبانو په کابل کې د افغانستان د معترضو ښځو د غورځنګ یوه مشره ژولیا پارسي نیولې ده. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې وسله والو طالبانو مېرمن پارسي او د هغې ماشوم د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۵ مه) په کابل کې له خپل کور څخه نیولي دي.

دا په تېرو دوو اونیو کې د معترضو ښځو د غورځنګ دویمه غړې ده، چې د طالبانو له خوا نیول کیږي.

د وږي په ۲۸مه طالبانو د معترضو ښځو د غورځنګ غړې ندا ​​پرواني له خپل مېړه او ماشوم سره یو ځای ونیوله.

طالب چارواکو د دغو اعتراض کوونکو ښځو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې د بښنې نړۍوال سازمان د ندا پرواني په خپلسري نیولو د خواشینۍ په څرګندولو سره له طالبانو غوښتي وو، چې ژر تر ژره دې، هغه، د هغې خاوند او ماشوم خوشې کړي.

ژولیا پارسي په کابل کې یوه له هغو معترضو ښځو څخه ده، چې په ځلونو یې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو او محدودیتونو نیوکې کړي او د طالبانو د سختو اقداماتو پر وړاندې یې اعتراضونه کړي دي.

اغلې پارسي د ښځو د یوې ډلې مشره ده، چې د ښځو د خپلواک غورځنګ په نوم یادیږي.

د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته، ژولیا پارسي یوه له هغو کسانو څخه وه، چې په کابل کې یې د هغو ښځو او نجونو لپاره چې له زده کړو بې برخې دي؛ یو کتابتون جوړ کړ.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

امیرخان متقي او د روسیې د ولسمشر سلاکار د «خپلمنځي اړیکو پر پیاوړتیا» ټینګار وکړ

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، امیر خان متقي د روسیې د ولسمشر له سلاکار ادلګریف روسلان سره ولیدل. عبدالقهار بلخي وايي، دواړو لورو د «خپلمنځي سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او مختلفو برخو کې د همکارۍ او سوداګرۍ د پرمختګ» لپاره پر ګامونو پورته کولو ټینګار وکړ.

ښاغلی بلخی پر خپل اېکس کې زیاتوي، چې دواړو لورو خپلمنځي اړیکې مخ پر وده او مهمې وبللې.

روسیې د دې پرونۍ لیدنې په هکله څه نه دي ویلي، خو طالبانو د ښاغلي روسلان په حواله ویلي، چې نوموړي په افغانستان کې د نشه يي توکو په مخنیوي، امنیت ټینګولو او د داعش ځپلو کې د طالبانو لاسته راوړنې وستایلې.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره یکشنبه له یوه پلاوي سره د روسیې په بلنه د مسکو فارمټ پنځمې غونډې ته تللی دی.

ټاکلې ده چې دا ناسته د سپټمبر پر ۲۹ د روسیې په کازان ښار کې وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سږنۍ غونډه کې د افغانستان پر حالت، بیارغونه، د افغانانو پر خپلمنځي روغه جوړه او د سیمې پر امنیت خبرې کېږي.

په دې ناسته کې د روسیې، ایران، هند، قراقستان، قرغزستان، پاکستان، چین، ترکمنستان او ازبکستان استازي هم ګډون کوي.

مسکو فارمټ غونډه هر کال د افغانستان په هکله په روسیه کې جوړېږي.

تېر کال طالبان دې غونډې ته د ټول ګډي حکومت د نه جوړولو په دلیل بلل شوي نه وو.

ذبیح الله مجاهد: ملګرو ملتونو کې بحثونه یوازې «د ښځو تعلیم او کار» په لویولو سره منحرف شول

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د ډلې مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډونوال د دې پر ځای چې د افغانستان پر بنسټيزو مسلو تم شي، د هغه په وینا ټولو فرعي موضوعاتو ته مخه کړې وه.

ښاغلی مجاهد وایي:« په ملګرو ملتونو کې بحثونه او نظرونه فقط د دوو کوچنیو او کورنیو موضوعاتو (د ښځو تعلیم او کار) په لویولو سره منحرف شول.»
‏
هغه وایي:« په افغانستان کې له سرتاسرۍ سولې، عمومي عفوې، اقتصادي پرمختګ، د امنیتي ځواکونو جوړېدو، په کورني عوایدو د کلنۍ بودجې تهیه کول دا هغه څه دي چې باید په دغې غونډه کې یاد شوي وای.»

د یوشمېر شنونکو انګېرنه بیا دا ده، چې ښایي ښاغلي مجاهد د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته هم د خپلو فرمایشي غونډو، ناستو او ناسمو فتواو ګومان کړی وي، چې له مخې یې د افغانستان سم نیمایي وګړي له خپلو حقه حقونو بې برخې کړای شوي دي.

د سیاسي چارو شنونکی میرویس ښادمن وایي:« طالبان هر څه ته له خپلو چشمو یا عینکو ګوري، هغوی فکر کوي کومه تګلاره چې دوی غوره کړې ګواکې سمه ده؛ خو په دې نه دي خبر چې ان اسلامي هېوادونه هم ورسره د دغو تګلارو په مخالفت کې درېدلي دي.»

ښاغلی مجاهد وایي،‏ لازمه خو دا وه چې د ملګرملتونو په سازمان کې د تور لېست په ختمېدو، د بندیزونو په لرې کېدو، د افغانستان د غصب شویو پيسو په ازادېدو او په ټوله کې د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو خبرې اترې شوې وای.

خو بله غاړه د طالبانو مخالفین او مدني فعالان په دې هڅه کې دي، چې نړۍواله ټولنه پر دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې فشارونه زیات کړي او د افغانستان د خلکو په تېره بیا د مېرمنو او نجونو د حقه حقونو په ترلاسه کولو کې د دوی لاس نیوی وکړي.
‎دا رنګه هم په کور د ننه او هم بهر کې د بشري حقونو فعالان هیله لري، چې هېڅ یو هېواد دې دغه ‌‌‌‌‌‌ډله په رسمیت نه پېژني او پر دوی دې د سفرونو بندیزونه هم زیات شي.

د دوو کالو په تېرېدو سره طالبان نه دي توانېدلي، چې دغې څوکۍ ته خپل استازی ولېږي.

لا هم د پخواني نظام استازی هلته د افغانستان د خلکو په استازیتوب خپلې چارې پر مخ بیایي.

‏عباس ستانکزی: د «اسلامي امارت» سياسي مخالفين دې خپل هېواد ته ستانه شي

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د ګرځندوی نړۍوالې ورځې په تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل:« له مخالفتونو څه نه جوړېږي. د اسلامي امارت سياسي مخالفين دې خپل هېواد ته راستانه شي او د خپل هېواد په ودانولو کې دې ونډه واخلي.»

عباس ستانکزي دا رنګه وویل:« بهرنيان موږ ته هېواد نه شي جوړولای او اوس يې وخت دی، چې ټول افغانان له خپل نظام سره اوږه پر اوږه د خپل هېواد په ودانولو کې برخه واخلي.»


دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني بامیانو ته په خپل سفر کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال له کریم خلیلي او محمد محققه غوښتي و، چې هېواد ته دې ستانه شي: «د استاد محقق صیب او کریم خلیلي صیب په څېر مشران چې په بهر کې دي موږ دا ورته وایو چې دا ښه کار نه دی، تاسو خپل قوم او ملت لرئ، راشئ د یوه مشر په څېر په خپل هېواد کې ژوند وکړئ.»


خو محمد محقق بیا د حقاني په ځواب کې ویلي و، چې د افغانستان بنسټیزې ستونزې حل نه شي په داسې ساده بلنو نه ستنېږي.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د سراج الدین حقاني بلنه کوم نوی وړاندیز نه و بللی او زیاته کړې یې وه، چې دغه شان بلنې د افغانستان ستونزې نه شي حلولای.

د یونېسف په ملاتړ پکتیا کې د ۲۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د څښاک اوبو اسانتیاوې برابریږي

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۴۶ GMT+۱

د طالبانو تر لاس لاندې باختر آژانس په ایکس پاڼه لیکلي چې په پکتیا کې د څه د پاسه ۲۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د څښاک اوبود اوو شبکو تړونونه له ځايي شوراګانو سره لاسلیک شول. د پاکو اوبو د دغو شبکو په جوړېدو سره به د سیمې خلک له صحي اوبو برخمن شي.

‏د پاکو اوبو دغه آسانتیاوې به په مرکز ګردېز، زرمت، جانيخېلو او سیدکرم ولسوالیو کې جوړېږي چې پر مټ به يې ۱۵۰۰ کورنیو، یوې مدرسې، نهو جوماتونو او څلورو ښوونځيو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

‏د پکتیا کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي، چې د دوی تر چتر لاندې د یونېسف په مالي ملاتړ، په دغه ولایت کې د لمریزې برېښنا پر مټ دصحي اوبو رسونې په برخو کې د ۲۳،۳ میلیونو افغانیو په لګښت د ۷ شبکو تړونونه له ځايي پراختیايي شوراګانو سره لاسلیک شول.

‏ويل کيږي د اوبو دغو شبکو د رغنیزو چارو په پیل سره به سلګونو ځایي اوسېدونکو ته کاري زمینې هم برابرې شي.

په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ولايتونو کې د اوبو کچه له اټکل ډیره ټيټه شوې او خلک صحي اوبو ته لاسرسی نه لري، د ډیرو کورنیو ماشومان د ورځنۍ کارونې لپاره اوبه په لاس او یا په څارویو باندې له سلګونه مترو لیرې راوړي.

د رسول پارسي له نیول کېدو دوه سوه ورځې تېرېږي، خو نړۍواله ټولنه لاهم چوپه خوله ده

۵ تله ۱۴۰۲ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۰ GMT+۱

د رسول پارسي له نیول کېدو څه باندې دوه سوه ورځې تېرېږي؛ خو د دغه د پوهنتون استاد برخلیک ناروښانه دی. طالبانو ښاغلی پارسي د روان کال د وري په میاشت کې نیولی و.

ملګرو ملتونه او د بشري حقونو بنسټونه د ښاغلي پارسي د نیولو په تړاو چوپه خوله دي.

رسول پارسي د بنسټ پالنې او زور زیاتي پر وړاندې د توندې ژبې په کارولو سره یو وتلی نېوکه کونکی دی.

طالبانو تراوسه د ښاغلي پارسي د نیولو او پر هغه د لګېدلیو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.


د ښاغلي پارسي خپلوانو ویلي، چې د پوهنتون د دغه استاد کورنۍ د طالبانو په ادارو کې د هغه د خلاصون لپاره لالهانده ګرځي؛ خو د هغه د خلاصلو لپاره یې هڅې بې پایلې پاتې شوې.
د سرچینو په وینا، طالبانو ښاغلي پارسي ته اجازه نه‌ده ورکړې، چې ځانته وکیل ونیسي.


تر دې وړاندې ځینو افغان فعالانو د یوه کمپاین پر ترسراوي د هغه د بېړنۍ خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

هغوی د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې د رسول پارسي د نیونې موضوع وڅېړي.