امریکا دوهتابعیته وګړو ته؛ متحده ایالاتو ته د سفر لپاره باید امریکايي پاسپورټ وکاروئ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوهتابعیت لرونکو امریکايي وګړو ته خبرداری ورکړی چې متحده ایالاتو ته د ننوتلو او له دغه هېواد څخه د وتلو پر مهال باید معتبر امریکايي پاسپورټ ولري او د سفر لپاره پر خپل بهرني پاسپورټ تکیه ونه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سفر اړوند چارو ادارې «ټراولګو» په ایکس کې په یوه خبرتیا کې ویلي چې دا شرط پر ټولو امریکايي اتباعو، د ماشومانو په ګډون، یو شان تطبیقېږي.
په خبرتیا کې راغلي: «امریکايي دوهتابعیت لرونکي اتباع نه شي کولای د بهرني پاسپورټ له لارې د برېښنايي سفر د اجازې (ایسټا) لپاره غوښتنلیک وړاندې کړي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د کورني امنیت وزارت په معمول ډول د هغو دوهتابعیت لرونکو امریکايي اتباعو د ایسټا غوښتنلیکونه ردوي یا یې لغوه کوي چې د بهرني پاسپورټ له لارې یې د سفر اجازه ترلاسه کړې وي.
دغه وزارت له هغو امریکايي اتباعو او اتباعو سره د ورته حقوقي وضعیت لرونکو کسانو چې له هېواده بهر ژوند کوي او متحده ایالاتو ته د سفر پلان لري، غوښتي چې له سفر مخکې د خپل امریکايي پاسپورټ د اعتبار موده وګوري.
په خبرتیا کې ټینګار شوی چې که د چا امریکايي پاسپورټ پای ته رسېدلی وي یا یې د اعتبار موده ژر ختمېږي، باید له سفر مخکې یې تمدید کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په عمومي ډول سپارښتنه کوي چې پاسپورټونه باید یوه بهرني هېواد ته د ننوتلو له نېټې وروسته لږ تر لږه شپږ میاشتې اعتبار ولري.
د برېتانیا حکومت اعلان کړی چې د افغانستان د بشري ناورین سره د مبارزې لپاره به په راتلونکو درېیو کلونو کې هر کال ۱۰۵ میلیونه پونډه مرسته ځانګړې کړي او دغه مرستې به د باوري شریکانو له لارې د افغانستان تر ټولو زیانمنو خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، ته ورسول شي.
د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د پنجشنبې په ورځ، په ایکس کې د برېتانیا د حکومت د اعلان په شریکولو سره لیکلي: «نن برېتانیا د افغانستان له خلکو سره د خپلې دوامدارې ژمنې تایید کوي. برېتانیا به په راتلونکو درېیو کلونو کې هر کال ۱۰۵ میلیونه پونډه ځانګړې کړي او د باوري شریکانو له لارې به د ژوند ژغورنې مرستې وړاندې کړي.»
د برېتانیا د پارلمان په راپور کې راغلي چې دغه هېواد به د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۹ کلونو ترمنځ هر کال ۱۰۵ میلیونه پونډه د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره ځانګړې کړي او افغانستان به په دې موده کې د برېتانیا د رسمي پراختیايي مرستو له تر ټولو لویو پروګرامونو څخه پاتې شي.
په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو نږدې پنځه کاله وروسته، د افغانستان بشري وضعیت لا هم «خورا خراب» دی او د لا خرابېدو له خطر سره مخ دی. د راپور له مخې، سږ کال نږدې ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې له ډلې یې ۱۷،۴ میلیونه کسان له شدیدې خوړو ناامنۍ سره مخ دي.
د برېتانیا د حکومت په وینا، افغانستان د ماشومانو او میندو د خوارځواکۍ له پلوه په نړۍ کې له تر ټولو لوړو کچو سره مخ دی او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې نږدې پنځه میلیونه ښځې، نجونې او هلکان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
د راپور له مخې، د برېتانیا نوې مرستې به د روغتیا او تغذیې په برخو کې د ژوند ژغورنې خدمتونو، اساسي زدهکړو، د زیانمنو خلکو د ساتنې، د معیشت پیاوړتیا او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت د زیاتولو لپاره ولګول شي.
د برېتانیا حکومت ویلي چې د ښځو او نجونو حقونه او اړتیاوې به د دې مرستو په مرکز کې وي او ژمن دی چې لږ تر لږه د برېتانیا د مرستو له نیمايي څخه ګټهاخیستونکي به ښځې او نجونې وي.
په راپور کې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه، په ځانګړي ډول زدهکړو، کار او په عامه ژوند کې د ګډون محدودول، د افغانستان د بشري حقونو او اوږدمهاله پرمختګ پر وړاندې جدي خنډ بلل شوي دي.
د برېتانیا د پارلماني راپور له مخې، د ۲۰۲۴–۲۰۲۵ مالي کال په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۲،۷ میلیونه کسانو ته ملاتړ رسولی چې له ډلې یې څه باندې ۱،۷ میلیونه ښځې او نجونې وې.
د برېتانیا حکومت ټینګار کړی چې له افغان خلکو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي، د ښځو او نجونو له حقونو به ملاتړ وکړي، اساسي خدمتونه به د خپلو شریکانو له لارې وساتي او د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او مقاومت د پیاوړتیا لپاره به هڅې وکړي.
د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن څلور کلنه دوره د غزې او اوکراین د جګړو او له افغانستان څخه د وتنې شاهده وه. بایډڼ په سپينې ماڼۍ کې د خپلې څلور کلنې دورې د څرنګوالي په تړاو د «امریکا، له ما سره ژمنه وکړه» په نوم یو کتاب لیکلی او ۴ میاشتې وروسته به خپور شي.
د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن چې دمګړۍ د پروستات سرطان له یوې خطرناکې او پرمختللې بڼې سره مبارزه کوي وايي، چې د ده نوی کتاب «امریکا، له ما سره ژمنه وکړه» به د هغو «ننګونو په اړه وي چې موږ د یوه ملت په توګه ورسره مخ وو، د هغو پرېکړو په اړه چې ما وکړې، او دا چې ما ولې دا پرېکړې وکړې».
هغه وویل، دا کتاب به د هغه د ولسمشرۍ د دورې مهمو پېښو ته ځانګړی شوی؛ هغه دوره چې د غزې او اوکراین جګړه او همداراز له افغانستان څخه د امریکا وتل پهکې شامل وو.
د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې، له واک څخه د تر ټولو د زاړه ولسمشر په توګه له وتلو یوازې څلور میاشتې وروسته، بایډن څرګنده کړه، چې پر هغه د پروستات داسې یو خطرناک سرطان تشخیص شوی چې د هغه هډوکو ته هم خپور شوی دی. هغه له دې وروسته د راډیوټراپي (شعاعي درملنې) بهیر پیل کړ.