اسلام اباد کې د امریکا سفارت د پاکستان پوله ساتو عسکرو لپاره مالي مرسته اعلان کړه

اسلام اباد کې د امریکا سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سفارت مرستیال سفیر انډریو شوفر پېښور ته د سفر پر مهال په ډیورنډ کرښه د ګزمو زیاتولو، پوله ساتو عسکرو او ځایي پولیسو ته د لا زیاتو پوځي امکاناتو برابرولو ژمنه کړې.