د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته پیل شوه
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه نن جمعه د ( تلې ۷مه) د روسیې په کازان ښار کې پیل شوه. د تاتارستان ولسمشر رستم مینیخانوف د دغې غونډې لومړی ویناوال و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی هم د مسکو د پنځمې دورې غونډې له مېلمنو څخه دی.
د مسکو په فارمټ ناستې کې د لسو هېوادونو استازي روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند، له منځنۍ اسیا د افغانستان ګاونډیان او همدارنګه قزاقستان او قرغزستان په کې شامل دي، چې له افغانستان سره ګډه پوله نه لري.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې استازي ضمیر کابلوف ویلي و، چې د مسکو په فارمټ ناسته کې به د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، قطر او د ترکیې استازي هم د څارونکو په توګه حضور ولري.
په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل له هغو موضوعګانو یوه ده، چې د نن ورځې په ناسته کې به پرې خبرې اترې وشي.