
د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې په خیبرپښتونخوا کې د خورا «مطلوبو ترهګرو» دویم نوملړ خپور کړی. په دې فهرست کې د ۳۰ «ترهګرو» نومونه دي چې د بنو، لکي مروت، ډيره اسماعیل خان او نورو سیمو اوسېدونکي دي. د دوی د سر بیه هم له درې لکو تر پنځوس لکو کلدارو اېښودل شوې ده.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په دې نوملړ کې د بنو او لکي مروت ۱۳، ۱۳ وسلوال شامل دي.
د لکي مروت د اوسېدونکي حبیب الله د سر بیه ۵۰ لکه او د بنو د قومندان مولوي نعمت الله د سر بیه ۴۰ لکه روپۍ اعلان شوې ده.
دغه کسان په پاکستان په تېره پښتونخوا کې د وسلوالو بریدونو په پلانولو تورن دي.
د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې دوه ورځې مخکې هم د ۱۳۵ مطلوبو ترهګرو نوملړ خپور کړی و.
په دې نوملړ کې هم له دریو لکو نیولې تر سل لکو روپۍ د هر مطلوب کس پر سر اېښودل شوې دي.

خیبر پښتونخوا کې سرپرست حکومت پرېکړه کړې چې په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې پښتو ژبه د لازمي مضمون په توګه دریس شي. د خصوصي ښوونځیو ادرې هم په یوه لیک کې له دې ښوونځیو د پښتو تدریسولو غوښتنه کړې. نږدې ۱۱ کاله وړاندې عوامي نشنل ګوند د خپل حکومت پرمهال د پښتو د تدریس پرېکړه کړې وه.
د خصوصي ښوونځیو ادارې په لیک کې هم ویل شوي چې د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ پر ۳۰ د وخت صوبايي حکومت د پښتو او نورو سیمه ییزو ژبو د تدریس پرېکړه کړې وه او دا پرېکړه باید عملي شي.
د پېښور سترې محکمې هم د پښتونخوا د صوبايي کابینې پرېکړه تایید او د پښتو مضمون د لوستلو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، د هر قوم وګړو ته په خپله ژبه تدریس پکار دی، خو په پاکستان کې چې تر ۶۰ میلیونو ډېر پښتانه اوسېږي پخپله ژبه یې تدریس خو نشته، بلکې پښتو هم د مضمون په ډول نه تدریسېږي.
د ۲۰۱۲ کال لومړیو کې عوامي نشنل ګوند چې صوبايي حکومت یې په لاس کې و، د پښتو مضمون د تدریس پرېکړه وکړه، خو لا هم عملي شوې نه وه.
اوس سرپرست صوبايي حکومت ویلي چې د پښتو مضمون د تدریس په هکله ۱۱ کاله پخوانۍ پرېکړه باید پلې شي.
د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د تېر کال اوربند ماتېدو سره وسلوالو په دغه هېواد کې بریدونه هم پیل کړل. دلته د هغو خونړیو بریدونو یادونه کېږي چې پر ۲۰۲۳ په پاکستان کې شوي دي.
جنوري
د جنورۍ پر ۳۰ د پېښور ښار پولیسو لین جومات کې د ځانمرګي برید له امله سل کسان- چې ډېری یې پولیس وو- ووژل او تر ۵۷ ټپیان شول.
د ۲۰۱۳ کال په سپټمبر کې د پېښور ښار په کلیسا کې پر عیسویانو له برید وروسته دا برید تر ټولو خونړی و.
له پاکستاني طالبانو بېلې شوې ډلې جماعت الاحرار د برید مسوولیت ومانه، خو د پاکستاني طالبانو ویاند وویل، دا ډله جوماتونه او نور مذهبي ځایونه نه په نښه کوي.
مارچ
د مارچ پر شپږمه ځانمرګي د بلوچستان په سیبۍ کې د پولیسو موټر سره د خپل ټپټپي یا موټر سایکل جنګولو سره نهه سرتېري ووژل.
داعش د دې برید مسوولیت ومانه
اپرېل
د اپرېل پر لسمه په کوټه کې د پولیسو موټر په نښه شو، چې له امله یې څلور کسان ووژل او ۱۵ ټپیان شول.
په ورته پېښه کې د دې ښار یو پولیس چارواکی هم په همدغه ورځ په نښه شو.
بلوځ ازادۍ پوځ د دې او یو بل برید مسوولیت هم ومانه، چې له ۲۴ ساعتونو په کم وخت کې په کوټه کې وشول.
د اپرېل پر ۲۵ په سوات کې د ترهګرۍ ضد ادارې د مهماتو ډېپو کې د چاودنې له امله ۱۷ کسان- چې ډېری یې پولیس وو- ووژل او تر پنځوسو ډېر ټپیان شول.
د سوات د پولیسو مشر وویل، کارپوهانو د پېښې ځای ولید، خو د وسلوال برید نښه یې ونه موندله.
جولای
د جولای پر ۳۱ سوات ته څېرمه په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام پر غونډه ځانمرګی برید وشو چې پکې ۶۳ کسان ووژل او تر سلو ډېر ټپیان شول.
د مولانا فضل رحمان په مشرۍ دا ګوند د افغان طالبانو نږدې ملګری دی، خو په پاکستان کې د وسلوالو بریدونه غندي.
اسلامي دولت یا داعش د دغه برید مسوولیت ومانه.
دا له ۲۰۱۸ کال راهیسې پر یوه سیاسي غونډه تر ټولو خونړی برید و.
اګسټ
د اګسټ پر ۳۱ شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان د ځانمرګي برید له امله نهه سرتېري ووژل شول.
سپټمبر
پرون د سپټمبر پر ۲۹ د بلوچستان مستونګ کې د میلاد النبي پر مراسمو ځانمرګی وشو چې ۵۷ کسان پکې ووژل او تر ۶۰ ډېر ټپیان شول.
دویم برید د پښتونخوا د هنګو په دوابه کې د پولیسو جومات کې وشو او د چارواکو په خبره، درې کسان پکې وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي.
د پاکستاني طالبانو ډله- چې د افغان طالبانو په څېر په پاکستان کې د اسلامي شریعت پلي کولو دعوه کوي - دا دوه بردیونه غندي او وايي لاس پکې نه لري. بلې ډلې هم تراوسه د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی.
د ایټالیا سمندرساتي ځواکونه وايي، نن یې د هغې کښتۍ ۲۷ خدمتګاران او ۱۷۷ سپرلۍ ژغورلې دي چې د دغه هېواد له لمپادوزا ټاپو په سیسیلي کې پورټو ایمپیډوکل ته روان وو. سمندرساتي ځواکونه خپل بیان کې وايي، په لار کې د بېړۍ انجن اور اخیستی و او دوی په اوبو شیندونکو جېټ الوتکو سره مړ کړ.
د اور اخیستې بېړۍ په دې کسانو کې ۸۳ هم کډوال دي چې له لمپادوزا پکې سپاره شوي وو.
دوی وايي، له دریو کسانو پرته چې لمپاډوزا ته ستانه شوی، نور ټوله سپرلي د سمندرساتو ځواکونو په کښتۍ کې پورټو ایمپیډوکل ته روان شوي دي.
تېره میاشت د ایټالیا لمپاډوسا ته د نږدې اوو زرو کډوالو رسېدو سره په دغه ټاپو کې بېړنی حالت اعلان شو.
د ټاپو ځايي چارواکو له مرکزي حکومت او اروپايي ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.
د مسکو غونډه د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د یوه ټولګډي یا همه شمول حکومت پر جوړولو او د ښځو د حقونو پر تامین په ټینګار سره پای ته ورسېده. د غونډې ګډونوالو د نجونو او ښځو لپاره د زدکړو او کار د حقونو پر تامین، د جنسیتي برابرۍ او په واک کې د قومونو پر ونډه ټینګار وکړ.
د مسکو فارمټ غونډه د جمعې په ورځ (د تلې په۷ مه) د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوه او وروستۍ اعلامیه یې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته وړاندې شوه.
په دې غونډه کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو حضور درلود.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د مېلمه په توګه بلل شوی و.
د دې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې راغلي، چې د غونډې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
دوی له طالبانو وغوښتل، چې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او پرې نږدي چې افغانستان د ترهګرۍ پر مرکز بدل شي.
د دغې غونډې په اعلاميه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې د سیمې له هېوادونو سره دې د ترهګریزو ګواښونو او نشه یې توکو د قاچاق د مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
په دې ناسته کې د ټولو هېوادونو استازو ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د یوه جامع حکومت په جوړولو کې کوم پرمختګ نه دی شوی، داسې حکومت چې په دې هېواد کې د ټولو قومي-سیاسي ډلو ګټې منعکس کړي.
همداراز دوی له طالبانو وغوښتل چې د سولې بهیر د بشپړولو او په افغانستان کې د یو متوازن، ټول شموله او حساب ورکوونکي حکومت د رامنځته کولو لپاره د قومي او سیاسي ډلو له استازو سره خبرې وکړي.
د دغې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې راغلي: «موږ له اوسنيو افغان چارواکو وغوښتل، چې د افغانانو د ژوند د کچې د لوړولو، د لا زيات مهاجرت د مخنيوي او د مهاجرينو د راستنېدو لپاره لازم شرايط رامنځته کړي.»
ګډونوالو په افغانستان کې د خلکو اساسي حقونو او ازادیو ته د درناوي غوښتنه وکړه.
هغوی وویل، «موږ د ښځو پر کار او د نجونو د زدکړو د بندیز په اړه پر اندېښنو تمرکز وکړ او له افغان چارواکو مو وغوښتل چې په ښوونځیو کې د نړبوالو معیارونو سره سم عصري زدکړو ته وده ورکړي.»
دوی همدا راز امریکا د افغانستان د روان وضعیت مسووله وبلله او ویې ویل، چې واشنګټڼ باید له جګړې وروسته د دغه هېواد د بیارغونې په برخه کې خپل مسوولیت وپېژني او د افغانستان شتمنۍ دې ژر تر ژره ازادې کړي.
د سویس څارنوالۍ د ازبکستان د پخواني ولسمشر لور ګلنارا کریموا د یوې نړیوالې جنایي شبکې په اداره کولو تورنه کړې او ویلي یې دي، چې د هغې ۸۵۷ میلیونه ډالرو په ارزښت شتمني یې ضبط کړې ده.
کریموا له ۱۳۹۲لمریز کال راهیسې په ازبکستان کې د اختلاس په جرم زنداني ده.
مېرمن کریموا په ازبکستان کې لوړ مقام درلود او د اسلام کریموف د لور په توګه یې په دغه هېواد کې ډېر نفوذ درلود.
د راپورونو له مخې، هغې د زیوراتو فابریکه درلوده، یو تلویزیوني چینل یې اداره کاوه او د ګوګوشا په نوم یې پاپ سندرې خپرولې.
کریموا د ازبکستان د مخابراتو سکتور ته د لاسرسي په بدل کې د بډو اخیستو او د سویس بانکي حسابونو او په نورو هیوادونو کې د حسابونو د یوې پیچلې شبکې له لارې په پیسو سپینولو تورنه ده.
هغې د مخابراتي شرکتونو قراردادونو کې د بډو اخیستو تور رد کړی.
په راپور کې ویل شوي، چې د هغې سازمان د «دفتر» په توګه پر درغلیو سربیره، په ښکاره توګه په خپلو عملیاتو کې له تاوتریخوالي او ډار څخه کار اخیستی.
تېره میاشت د بریتانیا حکومت د کریموا درې لوکس ملکیتونه چې له شل میلیونو پونډو څخه زیات ارزښت لري ضبط کړل.
په جنیوا کې په ملګرو ملتونو کې د ازبکستان د سفیرې په توګه کریموا ډیپلوماتیک مصونیت درلود، خو دا معافیت په ۱۳۹۱ لمریز کال کې لغوه شو او سویس وکړای شول چې د هغې د مالي چارو په اړه د خپلو تحقیقاتو ساحه پراخه کړي.
په سویډن، فرانسې، ناروې، هالنډ، امریکا او بریتانیا کې هم د کریموا تر کنټرول لاندې ادارې په هکله جنایي تحقیق کېږي.