د ایټالیا سمندرساتو په اور اخیستې کښتۍ کې ۱۷۷ کسان وژغورل

AP ۱۴۰۲ تله ۸

د ایټالیا سمندرساتي ځواکونه وايي، نن یې د هغې کښتۍ ۲۷ خدمتګاران او ۱۷۷ سپرلۍ ژغورلې دي چې د دغه هېواد له لمپادوزا ټاپو په سیسیلي کې پورټو ایمپیډوکل ته روان وو.

سمندرساتي ځواکونه خپل بیان کې وايي، په لار کې د بېړۍ انجن اور اخیستی و او دوی په اوبو شیندونکو جېټ الوتکو سره مړ کړ.

د اور اخیستې بېړۍ په دې کسانو کې ۸۳ هم کډوال دي چې له لمپادوزا پکې سپاره شوي وو.

دوی وايي، له دریو کسانو پرته چې لمپاډوزا ته ستانه شوی، نور ټوله سپرلي د سمندرساتو ځواکونو په کښتۍ کې پورټو ایمپیډوکل ته روان شوي دي.

تېره میاشت د ایټالیا لمپاډوسا ته د نږدې اوو زرو کډوالو رسېدو سره په دغه ټاپو کې بېړنی حالت اعلان شو.

د ټاپو ځايي چارواکو له مرکزي حکومت او اروپايي ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.

نور خبرونه

رادیو