د بخښنې نړۍوال سازمان په بېړني ډول د ژولیا پارسي او نورو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د بخښنې نړۍوال سازمان د ژولیا پارسي پر نیول کېدو د «ژورې خواشینۍ» په څرګندولو، د طالبانو له بنده د هغې او د نورو فعالانو د بېړنۍ خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د بخښنې نړۍوال سازمان د ژولیا پارسي پر نیول کېدو د «ژورې خواشینۍ» په څرګندولو، د طالبانو له بنده د هغې او د نورو فعالانو د بېړنۍ خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
دغه سازمان له طالبانو غوښتي، چې د مدني فعالانو، خبریالانو او د دغې ډلې نیوکه کوونکو خپل سرې او ناقانونه نیونه دې ودروي.
د بخښنې نړۍوال سازمان د جمعې په ورځ د (تلې ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، د طالبانو لهخوا له بشري حقونو ښکاره سرغړونه چې د نړۍوالو قوانینو له مخې د ښځو پر وړاندې بشري جنایت شمېرل کېږي دغه سازمان د یوه داسې جوړښت د رامنځته کولو هیله لري، چې په خپلواکه توګه د بشري خقونو د سرغړاویو په تړاو، نړۍ والو بنسټونو ته ځواب ویونکی وي.
د طالبانو غړیو د چهارشنبې په ورځ د (تلې ۵مه) د معترضه مېرمنو د غورځنګ مشره ژولیا پارسي یې له خپل زوی سره په کابل کې ونیوله.
په وروستیو دوو اونیو کې دا دویم ځل دی، چې طالبانو د معترضو مېرمنو غړې نیولې دي.
طالبانو د (وږي ۲۸مه) د دغه غورځنګ غړې ندا پرواني هم له خپل خاوند او ماشوم سره ونیوله.
طالبانو لا تراوسه د دغو کسانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو په تېرو دوو کلونو کې تل فعالان، خبریالان او د طالبانو د سیاستونو او د پوهنتون استادان نیولي دي.
دمګړۍ خبریال مرتضی بهبودي، د پوهنتون استاد رسول پارسي او د نجونو د زدهکړو فعال مطیعالله ویسا هم د طالبانو په بند کې دي.
د بشري حقونو ځینې بنسټونه په پر له پسې توګه د دغو کسانو د خوشې کولو غوښتنې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر عارف سروري وايي، د امریکا پوځ ۲۰۰۱ کال کې چې افغانستان ته ننوت د طالبانو د بشپړ له منځه وړلو اراده یې نه درلوده.
نوموړي له افغانستان انټرنشنل راډيو سره په مرکه کې وويل، چې د امريکا ډيموکراټ ګوند له پاکستان سره په ګډه د طالبانو په رامنځته کېدو کې رول درلود.
هغه ادعا وکړه، چې ډیموکراټان له پیله په افغانستان کې د ډیموکراسۍ پلويان نه وو.
محمد عارف سروري چې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر و، د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د جګړې او بیا د طالبانو پر وړاندې د مقاومت پر مهال د احمدشاه مسعود له باوري کسانو څخه و.
ښاغلی سروري د حامد کرزي د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم د ملي امنیت مشر و او د دې ترڅنګ، یوه موده بیا د پنجشیر د والي په توګه هم پاتې شوی دی.
محمد عارف سروري له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو د رامنځته کېدو موخه له ترکمنستانه د افغانستان له لارې هند ته د تېلو لېږدول وو.
نوموړي وویل، چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې له مشر احمد شاه مسعود سره په څو پټو ناستو کې دا موضوع مطرح کړې وه.
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر وايي، پاکستان ته د افغانستان د برخلیک د سپارلو موضوع هغه معامله وه چې د طالبانو د راڅرګندېدو په پیل کې د پاکستان او امریکا د ډیموکراټ ګوند ترمنځ شوې وه.
دغه پخواني امنیتي چارواکي زیاته کړه، چې له انتقالي ادارې وروسته ټاکل شوې وه چې د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه د ولسمشر په توګه وټاکل شي؛ خو د افغانستان دوو ګاونډیو هېوادونو او امریکا له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ.
هغه وويل، چې د حامد کرزي په مشرۍ حکومت خپل مشروعيت له لاسه ورکړ او بالاخره د طالبانو د پياوړتيا لامل شو.
د ښاغلي سروري په وینا، د امریکا او روسیې په مشرۍ د ټلوالې تر منځ بې باوري هم د طالبانو د بیا را ژوندي کېدو یو بل لامل و.
عارف سروري په دې مرکه کې ویلي، چې امریکا او بریټانیا په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر سر اختلاف درلود، چې د طالبانو د ودې لپاره یې زمینه برابره کړه.
محمد عارف سروري چې یو له استخباراتي شخصیتونو څخه و او د مقاومت په لومړۍ دوره کې یې د احمدشاه مسعود ملاتړ کاوه، د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د اعدام او د طالبانو لهخوا د کابل د نیولو د ۲۷م تلین په مناسبت په یوه مرکه کې وویل، چې هند له دې پېښې دوه یا درې اونۍ مخکې دا چانس درلود چې ډاکټر نجیب الله له کابله وباسي؛ خو دا کار یې ونکړ.
د ښاغلي سروري په وینا، ډاکټر نجیب د طالبانو لهخوا د کابل د سقوط په درشل کې پنجشیر ته د تلو په اړه د احمدشاه مسعود غوښتنه رد کړه، که نه نو نوموړي فرصت درلود چې له هغه ځایه به تاجکستان او بیا هر هغه هېواد ته چې د ده خوښه وه، د پناه اخیستو غوښتنه کړې وای.

د ښځو د حقونو یوې ډلې په افغانستان کې د "جنسي توپیر" د رسمیت پېژندلو لپاره خپل پرلت بیا پیل کړ. تمنا زریاب پریاني د جرمني په ویپرفورټ ښار کې د اعتراضي خیمې په درولو سره په اروپا کې له افغان فعالانو وغوښتل، چې له دغه کمپاین سره یوځای شي.
د آغلې پریاني په اېکس پاڼه کې د خپرې شوې غوښتنې په متن کې راغلي:« موږ په جرمني کې د ښځو او ټولو ازادو خلکو وجدان ته په اشارې سره له هغوی څخه غواړو، چې په افغانستان کې د خپلو خویندو تر څنګ ودرېږي او د جنسیتي توپیر اجازه ورنکړي.»
د ښځو د حقونو دغو فعالانو د وږي له لسمې تر دوه ویشتمې د جرمني په کُلن ښار کې د اعتراض خیمې په درولو سره د نه خوړو اعتصاب کړی و.
دوی د جرمني، امریکا او ملګرو ملتونو د حکومتونو له استازیو سره هم خبرې کړې دي، چې تر اوسه د دوی د قناعت وړ نه دي.
تر دې مخکې مېرمن پریاني د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې هغې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره د کتنې پر مهال د افغان مېرمنو پیغام په ښکاره توګه د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ته رسولی؛ خو روښانه ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

د امریکا د دفاع وزارت یوه پخواني لوړپوړي چارواکي ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت له ۲۰۱۲ کال راهیسې طالبانو ته هر کال سل میلیونه ډالره ورکول. کارټر ملکاسیان ویلي، چې اسلامي جمهوریت په افغانستان کې دوه ګونې لوبه کوله.
ښاغلي ملکاسیان له افغانستان انټرنېشنل سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا د حضور په لومړۍ لسیزه کې له طالبانو سره د ایران مرستې کمې وې؛ خو له ۲۰۱۲ کال وروسته له طالبانو سره د ایران د اسلامي جمهوریت مرستې ډېرې شوې.
هغه زیاته کړه، چې د ایران د اسلامي جمهوریت سپاه پاسدارانو په بېلابېلو کچو له طالبانو سره خپلې مرستې زیاتې کړې او کلنۍ مرستې یې له سلو میلیونو ډالرو زیاتې کړې دي.
ښاغلی ملکاسیان چې یو پېژندل شوی تاریخ لیکونکی هم دی، په "افغانستان کې د امریکا د جګړې" په نوم یې یو کتاب لیکلی، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د "لیونل ګلبر جایزه" ګټلې وه.
ملکاسیان اوسمهال د کالیفورنیا په مونټه ري کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواک په اکاډمۍ کې د دفاع لوړ پوړی شنونکی دی.
دغه جګپوړي امریکايي شنونکي ویلي، چې اسلامي جمهوریت له طالبانو سره په مرسته کې ان له پاکستان سره برابري کوله، په داسې حال کې چې روسیې له طالبانو سره د اسلامي جمهوریت په اندازه مرسته نه ده کړې.
هغه زیاته کړه: «په نړۍواله کچه له طالبانو بې ساري ملاتړ وشو. ایران په لوی ملاتړی بدل شوی و، چې په دې توګه و د پاکستان نفوذ وننګوي. له طالبانو سره د ایران مرستې له ۲۰۱۲ کال وروسته په کال کې له ۱۰۰ میلیونو ډالرو څخه زیاتې شوې او تقریباً د پاکستان سره برابرې دي.»

سیمهییزو سرچینو ویلي، طالبانو د غزني ولایت د ناور ولسوالۍ اړوند د برجګي په سیمه کې د کور په کور تلاشۍ وروسته څو تنه سخت ربړولي دي. د دوی په وینا، طالبانو له دغو کسانو څخه د یوه کس د بدن غوښه پرې کړې او هغه په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوی.
دغو سرچینو د جمعې په ورځ (د تلې ۷ مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه کس محمد یونس مهري نومېږي او دنده یې د درملو جوړول دي.
سرچينې زياته کړې، چې طالبانو هغه سخت وهلی او څو پښتۍ يې ور ماتې کړې هم دي.
د دغو سرچینو په وینا، طالب جنګیالیو له ښاغلي مهري او نورو کلیوالو څخه غوښتي وو، چې هغوی ته وسلې او یا د وسلو بیه ورکړي؛ خو دوی نه وسلې درلودې او نه یې هم د وسلو د بیې په بدل کې پیسې درلودې.
ويل کېږي، چې دغه کليوال هيڅ پوځي مخینه نه لري او له پخواني حکومت سره يې کار هم نه دى کړى.
زمونږ د سرچینې په وینا، طالب جنګیالیو له څو ورځو راهیسې د برجګي سیمې په کلیو کې کور په کور تلاشي پیل کړې ده.
طالب سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دغې ډلې جنګیالیو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ښاري او کلیوالو سیمو کې کور په کور تلاشي کړې او په ډېرو سیمو کې یې له خلکو سره د زورزیاتي راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د مسکو غونډه د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د یوه ټولګډي یا همه شمول حکومت پر جوړولو او د ښځو د حقونو پر تامین په ټینګار سره پای ته ورسېده. د غونډې ګډونوالو د نجونو او ښځو لپاره د زدکړو او کار د حقونو پر تامین، د جنسیتي برابرۍ او په واک کې د قومونو پر ونډه ټینګار وکړ.
د مسکو فارمټ غونډه د جمعې په ورځ (د تلې په۷ مه) د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوه او وروستۍ اعلامیه یې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته وړاندې شوه.
په دې غونډه کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو حضور درلود.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د مېلمه په توګه بلل شوی و.
د دې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې راغلي، چې د غونډې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
دوی له طالبانو وغوښتل، چې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او پرې نږدي چې افغانستان د ترهګرۍ پر مرکز بدل شي.
د دغې غونډې په اعلاميه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې د سیمې له هېوادونو سره دې د ترهګریزو ګواښونو او نشه یې توکو د قاچاق د مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
په دې ناسته کې د ټولو هېوادونو استازو ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د یوه جامع حکومت په جوړولو کې کوم پرمختګ نه دی شوی، داسې حکومت چې په دې هېواد کې د ټولو قومي-سیاسي ډلو ګټې منعکس کړي.
همداراز دوی له طالبانو وغوښتل چې د سولې بهیر د بشپړولو او په افغانستان کې د یو متوازن، ټول شموله او حساب ورکوونکي حکومت د رامنځته کولو لپاره د قومي او سیاسي ډلو له استازو سره خبرې وکړي.
د دغې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې راغلي: «موږ له اوسنيو افغان چارواکو وغوښتل، چې د افغانانو د ژوند د کچې د لوړولو، د لا زيات مهاجرت د مخنيوي او د مهاجرينو د راستنېدو لپاره لازم شرايط رامنځته کړي.»
ګډونوالو په افغانستان کې د خلکو اساسي حقونو او ازادیو ته د درناوي غوښتنه وکړه.
هغوی وویل، «موږ د ښځو پر کار او د نجونو د زدکړو د بندیز په اړه پر اندېښنو تمرکز وکړ او له افغان چارواکو مو وغوښتل چې په ښوونځیو کې د نړبوالو معیارونو سره سم عصري زدکړو ته وده ورکړي.»
دوی همدا راز امریکا د افغانستان د روان وضعیت مسووله وبلله او ویې ویل، چې واشنګټڼ باید له جګړې وروسته د دغه هېواد د بیارغونې په برخه کې خپل مسوولیت وپېژني او د افغانستان شتمنۍ دې ژر تر ژره ازادې کړي.
