• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

احمد مسعود: د خبرو مېز ته د طالبانو د راوستلو لپاره غلچکو بریدونو ته زور ورکوو

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۲ GMT+۱

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي، له طالبانو سره د سولې خبرې نه دي شوې. هغه ژمنه وکړه چې د خبرو اترو مېز ته د دې ډلې د راوستلو لپاره به "غلچکي بریدونه" ډېر کړي. ښاغلي مسعود وویل چې د دغې جبهې د ځواکونو شمېر له ۱۲۰۰ څخه دوه زرو ته لوړ شوی دی.

احمد مسعود د پنجشنبې په ماښام (۶ میزان) په پاریس کې د یوه نوي کتاب په مخکتنه کې وویل چې د طالبانو لپاره د مشروعیت د ترلاسه کولو یوازینۍ لار د ټاکنو ترسره کول دي. خو د ښاغلي مسعود په وینا داسې تمه نه کېږي چې اوس دې داسې څه وشي.

د مقاومت جبهې مشر وویل: طالبان له هر ډول خبرواترو ډډه کوي او له نړۍ او د افغانستان له خلکو غواړي چې هغوی د یوازیني انتخاب په توګه ومني، په داسې حال کې چې داسې نه ده.

د مقاومت د جبهې مشر طالبان په بشپړ ډول مجهز وبلل او ویې ویل چې د دې جبهې ځواکونه مجبور شول چې خپل جنګي تکتیکونه بدل کړي.

مسعود وویل: "موږ تیر کال یوه ډیره عملي تګلاره غوره کړه او هغه گوریلا جګړه ده. له همدې امله موږ لږ لیدل کیږو، مګر موږ ډیر اغیز لرو."

د مقاومت د جبهې مشر زیاته کړه چې له ځواکونو سره یې هیڅ ډول پوځي مرسته نه کیږي او په شته وسلو تکیه کوي. هغه وویل چې دوی مهماتو ته اړتیا لري.

د مقاومت د جبهې دغه ۳۴ کلن مشر وویل: دا بس ده چې د طالبانو لپاره دیو سرخوږی اوسو، نه دا چې هغوی را وپرځوو او یا دومره کړاو ورکړو چې هغوی رښتیني او بامعنا خبرو ته حاضر شي. نو دا هغه څه دي چې نړۍ باید پوه شي."

افغانستان ته د ستنیدو وړاندیز ردول

د رویټرز په وینا، مسعود د طالبانو د پلان د یوې برخې په توګه د پخوانیو چارواکو د ستنېدو په څېر هر ډول وړاندیز رد کړ.

هغه وويل: "هغو کسانو چې افغانستان پرېښود د يو کور او موټر نه زيات څه لپاره یې پرېښودل. هغوی دا هرڅه د سترو موخو لپاره پرېښودل، د ځينو اصولو لپاره يې پرېښودل."

خو ښاغلي مسعود وویل که طالبان اعلان وکړي چې دوی به ټاکنې ومني نو دوی به ستون شي "ځکه دا هغه څه دي چې موږ یې غواړو".

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

امیرخان متقي د مسکو غونډه کې: د سیمې هېوادونه له طالبانو سره په تعامل کې مخکښ دي

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فرمټ غونډه کې وویل چې د سیمې هېوادونه له دغې ډلې سره په تعامل کې مخکښ دي. امیرخان متقي زیاته کړه، طالبان په تېرو دوو کلونو کې د سیمې له هېوادونو سره د سیاسی او ډیپلوماټیکو اړیکو شاهدان دي. هغه دغه تعامل «د افغانستان نوی ډیپلوماتیک فصل» وباله.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه د جمعې په ورځ د ـ مېزان ۷ مه ـ د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د «میلمه» په توګه ګډون کړی و.

د دې غونډې لومړی ویناوال د تاتارستان ولسمشر رستم مینیخانوف و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په یوه برخه کې په کابل کې د چین د سفیر ګمارنې ته په اشارې سره وویل: «چین د اسلامي امارت له تشریفاتو سره افغانستان ته خپل سفیر معرفي کړ. موږ تمه لرو چې د چین دا اقدام به د نورو هیوادونو لپاره یوه بیلګه وي.»

امیرخان متقي ادعا وکړه چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په ټول افغانستان کې د داعش پټنځي له منځه وړي دي.

هغه دا ادعا هم وکړه، چې طالبانو د افغانستان په ګډون د ټولې سیمې د امنیت پر وړاندې د یوې "سترې دسیسې" وروستۍ هڅه هم شنډه کړې ده.

دغه طالب چارواکی وايي، دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې په ټولو غونډو کې د نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې نړۍ، سیمې او په تېره بیا ګاونډیانو ته له افغانستانه کوم ګواښ نه دی متوجه.

په دې غونډه کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو ګډون کړی دی.

دې غونډې ته د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې استازي هم د څارونکو په توګه بلل شوي دي.

په دې ناسته کې د سیمې د هېوادونو استازو په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او بشري حقونو ته په درناوي ټینګار وکړ.

تر دې مخکې د افغانستان د ژغورنې ملي شورا په دې غونډه کې د طالبانو د «یو اړخیز» حضور په وړاندې خبرداری ورکړی و.

دغې شورا په یوه بیان کې په دې غونډه کې د «افغانستان د مسئلې په اړه د هر چا د حضور» غوښتنه وکړه.

بل خوا په افغانستان کې د روسیې استازی ضمیر کابلوف وايي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له طالبانو سره د لیدو نیت نه لري.

د افغانستان لپاره د روسیې استازي زیاته کړه: "د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو په غونډه کې د طالبانو پلاوي ته د ګډون بلنه نه وه ورکړې، بلکې ما بلنه ورکړې وه."

د مسکو له غونډې یوه ورځ مخکې ښاغلي کابلوف له ار ټي وي سره په مرکه کې څرګنده کړه: «له همدې کبله د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د هغو مېلمنو پر وړاندې هېڅ مکلفیت نه ‎لري چې ما بللي دي.»

د مسکو غونډه؛ د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت د افغانانو د خپلمنځي خبرو پیلېدل غواړي

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۲ GMT+۱

د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت د مسکو غونډې په غبرګون کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیلېدو غوښتنه کړې ده. دغه حرکت وايي، په افغانستان کې د مشروع او ټولشموله حکومت له مخې تلپاتې سوله د سیمې د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ په ګټه ده.

د سیمه ییزو هېوادونو استازو هم نن د مسکو غونډه کې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزه او د ټولګډي یا همه شمول حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې موخو د ترلاسولو لپاره یوازنۍ لار د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو پیلېدل دي.

دې حرکت له سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ملګرو ملتونو په څار دې په افغانستان کې د ټولګډي حکومت د جوړولو لپاره د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیلېدو ملاتړ وکړي.

دا حرکت له سیمه ییزو هېوادونو د داسې شرایطو برابرېدل غواړي چې له مخې طالبان هم دې خبرو کې ګډون او پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

په اعلامیه کې له هېوادونو غوښتل شوي چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني، خو زیاته کړې یې ده چې یوازې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او د افغانانو د ارادې له مخې د یوه نظام د رامنځ ته کېدو لپاره دې له دې ډلې سره تعامل وشي.

طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره یکشنبه له یوه پلاوي سره د روسیې په بلنه د مسکو فارمټ پنځمې غونډې ته تللی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سږنۍ غونډه کې د افغانستان پر حالت، بیارغونه، د افغانانو پر خپلمنځي روغه جوړه او د سیمې پر امنیت خبرې کېږي.

په دې ناسته کې د روسیې، ایران، هند، قراقستان، قرغزستان، پاکستان، چین، ترکمنستان او ازبکستان استازي هم ګډون کوي.

مسکو فارمټ غونډه هر کال د افغانستان په هکله په روسیه کې جوړېږي.

تېر کال طالبان دې غونډې ته د ټول ګډي حکومت د نه جوړولو په دلیل بلل شوي نه وو.

طالبانو د غور په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د یوې مرستندویه موسسې ۵ کارکوونکي خوشي کړل

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۹ GMT+۱

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د ای اې اېم مرستندویه ادارې پنځه نارینه کارکوونکي چې د وږي میاشتې په نیمايي کې نیولي وو، خوشي کړي دي. سرچینې تایید کړې، چې د دې ادارې د شپږو ښځینه کارکوونکو په ګډون ۱۳ نور کسان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د سرچينو په وینا،طالبانو له دغو پنځو کسانو څخه يو يې لس ورځې وړاندې خوشی کړى و.

د ای اې اېم موسسې ویلي و، چې طالبانو یو ځل د یوه بهرني وګړي په ګډون د دې موسسې درې کارکوونکي د غور ولایت په دفتر کې د وږي میاشتې په ۱۲مه ونیول او بیا یې د همدې میاشتې په ۲۲مه ۱۵ تنه نور کارکوونکي هم ونیول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه څلور کارکوونکي د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ٦مه) د طالبانو له بند څخه خوشي شوي او يو يې لس ورځې وړاندې خوشی شوى دى.

د طالبانو د سرچینو د څرګندونو له مخې، د دغې مرستندویه موسسې ۱۳ کارکوونکي لا هم په بند کې دي.

په دغو بندي کسانو کې د یوې بهرنۍ په شمول، شپږ یې کارکوونکې دي.

په غور کې د طالبانو د والي ویاند ویلي و، چې دغې ډلې د دې ادارې کارکوونکي د «مسیحیت د خپراوي» په تور نیولي دي.

خو سرچينې وايي، چې د طالبانو ځايي چارواکو پر دغې موسسې فشار راوړى و، چې په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د مرستو رسولو لړۍ ودروي او د غور ولايت نورو ولسواليو ته هم خپل فعاليتونه وغځوي، خو وروسته له هغه چې دغې ادارې د طالبانو غوښتنه ونه منله، د دې موسسې کارکوونکي يې ونيول.

د ای اې اېم موسسې خپله ویبپاڼه کې لیکلي، د سترګو پاملرنې، د ټولنې پراختیا، روغتیا او تعلیمي پروژو کې فعالیت کوي.

د مسکو په یوه پلورنځي کې د طالب پلاوي د غړو درې پاسپورتونه او د پیسو بټوه ورک شول

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۳ GMT+۱

د روسیې د ماش ټیلیګرام کنال د جمعې په ورځ د ـ میزان ۷ مه ـ خبر ورکړ چې په مسکو کې د دریو طالب چارواکو پاسپورتونه ورک شوي دي. د دغه خبري کانال د خبر له مخې د طالبانو د پلاوي یو غړی پرون د مسکو یوه پلورنځي کې یو لاسي بکس چې پیسې او درې پاسپورټونه په کې وو ورک کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره د دې ډلې د پلاوي په مشرۍ روسیې ته تللی دی.

د طالبانو د پلاوي غړي د غونډې ځای کازان ښار ته تر سفر مخکې د مسکو په پریزیډنټ هوټل کې اوسېدل.

د خپاره شوي راپور له مخې په ورک شویو پاسپورټونو کې یو هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند مرستیال ضیا احمد تکل دی.

د ماش د راپور له مخې، د مسکو پولیسو د طالبانو د درېیو غړیو د پاسپورټونو لټون پیل کړی دی.

د چین استازی: افغانستان کې د سولې کیلي د ښځو د حقونو خوندي کول او ټول شموله حکومت جوړول دي

۷ تله ۱۴۰۲ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۰ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د چین استازي په کازان کې د مسکو په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت د ښځو د حقونو تامین او په دغه هېواد کې د یوه ټول شموله حکومت جوړول دي. یوشیایونګ زیاته کړه چې د افغانستان ګاونډیان هڅه کوي چې د دغه هېواد وضعیت ښه کړي.

د مسکو غونډه د کازان په ښار کې د لسو هېوادونو د استازو په حضور کې جوړه شوه.

د چین استازي د افغانستان د روان وضعیت پړه پر امریکا واچوله او په ورته وخت کې یې زیاته کړه چې بیجینګ د افغانانو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې کړې دي.

نوموړي د مسکو په غونډه کې ګډونوالو هېوادونو ته په خطاب کې د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره د ګاونډیو هېوادونو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د هغه په ​​وينا، نشه يي توکي او ترهګري نورې هغه ستونزې دي، چې بايد پر وړاندې يې عملي ګامونه پورته شي.

هغه ټینګار وکړ چې طالبانو " داعش ـ خراسان څانګه او د هغې مشرتابه د له منځه وړی، خو دا کافي نه دي."

یوشیایونګ پر طالبانو د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه هم وکړه.
​