د امریکا استازې د ژولیا پارسي، ندا پرواني او نورو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا استازې رینا امیري د ژجولیا پارسي، ندا پرواني او د طالبانو له بنده د نورو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا استازې رینا امیري د ژجولیا پارسي، ندا پرواني او د طالبانو له بنده د نورو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
رینا امیري پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې طالبان د ټولنې نیمايي نفوس په له منځه وړولو او د ویرې او ظلم د کلتور په پیاوړي کولو سره دا ادعا نه شي کولای چې د افغانانو ژوند ښه شوی دی.
طالبانو د روان کال د وږي په ۲۸مه له کابل ښاره د ندا پرواني په نوم یوه معترضه مېرمن له خپل مېړه او ماشوم سره ونیوله.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي او د پرواني او د هغې د کورنۍ د نيولو لامل يې نه دى څرګند کړى.
د چهارشنبې په ورځ (د تلي ۵مه) طالبانو په کابل کې د ښځو د لاریونو سمبالونکې ژولیا پارسي له زوی سره یو ځای ونیوله.
په تېرو دوو کلونو کې طالبانو تل هغه فعالان، خبریالان او د پوهنتون استادان نیولي چې د دې ډلې له فکر او تګلارو سره مخالفت کوي.
دا مهال خبریال مرتضی بهبودي، د پوهنتون استاد رسول پارسي او د نجونو د زده کړو فعال مطیع الله ویسا هم د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.
د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو په ځلونو د دغو کسانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

په کندهار کې د طالبانو ۲۰۵ البدر قول اردو پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې د دغه ډلې د دفاع وزارت په لارښوونه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ۱۳۰پوځي پوستې جوړیږي، چې له دې جملې څخه د ۱۰۵ پوستو کار بشپړ شوی او د ۲۵ نورو د جوړولو کار روان دی.
د طالبانو دغه قول اردو وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سړک جوړولو کار هم په چټکۍ سره روان دی.
د دوی په خبره یاد سړک ۶۰۵ کیلومتره اوږدوالۍ لري چې تر دې مهاله ۲۷۰ کیلومتره سړک جوړ شوی او د پاتې سړک د جوړولو کار دوام لري.
طالبانو ویلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پوځي تاسیساتو او سړک جوړولو هڅې يې د ولس او هیواد د لا ښه امنیت په موخه پیل کړې دي.
طالبانو داسې مهال د کندهار اړوند سیمو کې د ډیورنډ کرښې په اږودو کې پوځي تاسیسات او سړک جوړولو چارې روانې کړې، چې لا له وړاندې پاکستان پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار پروژه کابو ۹۰ کیلومتره بشپړه کړې.
پاکستان تل ډیورنډ کرښې ته څیرمه د افغانستان لوري ته د پوځي بنسټونو جوړولو ته غبرګون ښودلی، په تازه پېښه کې تېره میاشت په تورخم کې د طالبانو له لوري د یوې پوستې جوړولو په غبرګون کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته وشوه او نهه ورځې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.
د افغانستان د تېر حکومت پر مهال هم په تورخم او سپین بولدک کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې پر سر جګړې او شخړې رامنځته شوې وې.

دا دوه ورځنی سمپوزیم چې د خبریالانو د ملاتړ سازمان له لوري په برلین کې جوړ شوی و، د اروپا له بېلابیلو هيوادونو څخه خبریالانو او د پوهنتون استادانو پکې ګډون درلود. په دغه پروګرام کې د افغانستان د ننه او بهر د افغان خبریالانو په حالت خبرې وشوې.
په دغه سمپوزیم کې چې ګڼو افغان خبریالانو او د بیلابیلو سازمانونو استازو برخه اخیستې وه. د بیان د آزادۍ، په هیواد دننه، دریمو هیوادونو لکه ایران او پاکستان کې د خبریالانو د اوسني حالت او همداراز د بیان د آزادۍ پروړاندې د راتلونکو ننګونو په اړه بحثونه وشول .
د خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي وايي چې، په دې سمپوزیم کې په دې غور وشو چې په هیواد دننه او دریمو هیوادونو کې څنګه خبریالانو ته د کار زمینې برابرې شي چې د خبریالانو اوسنیو ستونزو ته حل لارې ولټولشي.
د نوموړي په خبره، په دې سمپوزیم کې د جرمنيبهرنیو چارو وزارت د استازي ترڅنګ د (سي پي جې)، (آر ایس ایف) او (ایم آی سي ټي) په ګډون څه باندې پنځلسو نړیوالو سازمانونو برخه اخیستې وه .
د خبریالانو د ملاتړ سازمان ویلي، «دا یو ښه چانس و چې د معتبرو نړیوالو سازمانونو په شتون کې په افغانستان، پاکستان، ایران او ترکیه هیوادونو کې د بند پاتې او له ستونزو سره د مخ خبریالانو په اړه غږ پورته کړو.»
دا سمپوزیم په داسې حال کې جوړیږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته تر ټولو ډیر بندیزونه د بیان پر آزادۍ او رسنیو لګېدلي، سلګونه خبریالان اوزګار شوي، لسګونه رسنۍ بندې شوې او سلګونه نور خبریالان بیا له هیواد څخه وتلي او روان دي.
اخوا، ډیر شمیر خبریالان اوسمهال په هیواد دننه او ځینو ګاونډیو هیوادونو کې له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي او د رسنیو د ملاتړو پر ادارو نیوکه کوي چې ددوی ستونزو ته پاملرنه او رسېدنه نه کوي.

یوناما د کاج پر ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید لومړي تلین په مناسبت وویل، دغه اداره په افغانستان کې د دغې او نورو پېښو له قربانیانو سره ولاړه ده، یوناما ویلي چې په دې پېښه کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۱۱۴ نور ټپیان شوي و. چې ډیری زده کوونکې يې هزاره وې.
یوناما د شنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه، دا برید زړه بوږنوونکی بللی.
تېر کال د تلې پر اتمه د کاج د ښوونیز مرکز په یوه تالار کې چې له زده کوونکو ډک و، یوه ځانمرګي بریدګر ځان ته چاودنه ورکړه.
دا چاودنه د کانکور د آزموینې د چمتوالي په ټولګي کې ترسره شوې وه.
یوناما ټینګار کړی چې د لسګونو جګړو او بې شمېره بریدونو نه جبرانېدونکي زیانونه اړولي او کورنۍ یې بې ځوابه، عدالت او حساب ورکولو پرېښي دي.
د ملګرو ملتونو استازولۍ زیاته کړې، دغه سازمان د داسې افغانستان دفاع ته دوام ورکوي چې هر څوک پکې له وېرې پرته خپل ورځنی ژوند پر مخ وړي او د تاوتریخوالو عاملان ځواب ورکوونکي وي.
کاج یو خصوصي ښوونیز مرکز و چې زده کونکو یې د کانکور د ازموینې د چمتوالي په موخه ښوونه او روزنه ترلاسه کوله.
له دغې پېښې یو کال تېرېږي، خو تر اوسه پورې يې ترسره کوونکي ډله معلومه نه شوه او نه يې کومې ډلې مسوولیت منلی دی.
له دغه برید څو اونۍ وروسته د طالبانو ویاند وویل چې دغې ډلې په کابل ښار کې د داعش ډلې شپږ غړي وژلي دي.
ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې دغو کسانو د وزیر اکبر خان جومات په چاودنه، د کاج پر ښوونیز مرکز په برید او یو شمېر نورو ملکي سیمو په بریدونو کې لاس درلود.
دغه برید پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي و.
ډیر شمېر هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه برید غندلی و.
له دغه برید وروسته د بشري حقونو فعالانو وویل، چې هزاره ګان په سیستماتیک ډول په نښه کېږي.
اخوا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې بیا افغانانو اعتراضونه وکړل.
لاریون کوونکو او د بشري حقونو فعالانو له هېوادونو او ملګرو ملتونو وغوښتل چې دا هدفي وژنه د " هزاره ګانو د نسل وژنې" په توګه وپېژني.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ویلي، په نیږدې راتلونکي کې به د دغې ډلې مشر د ځوانانو د فکري سمون لپاره فرمان صادر کړي. محمد یونس راشد وویل چې ملا هبت الله «د ځوانانو د فکري سمون او اقتصادي پیاوړتیا لپاره ستر ملي پلان» تصویب کړی.
د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت دغه چارواکي د دې ډلې تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې د ملا هبت الله امر به ډېر ژر په ډاګه شي او د دغه پلان جزیات به په یوه خبري کنفرانس کې خپاره شي.
طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د ګڼو فرمانونو په صادرولو سره د هېوادوالو مدني ازادۍ ترې اخیستې دي.
دغې ډلې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د تړلو او پوهنتونونو ته د نجونو د تګ د منع کولو ترڅنګ، د ښاریانو د جامو په اړه هم سخت اصول ټاکلي دي.
له بلې خوا په دې موده کې طالبانو د افغانستان د پوهنې نظام ته بیا کتنه ونه کړه او د اسلامي شریعت د پلي کولو تر عنوان لاندې یې بدله کړه.
طالب چارواکو په ځلونو ویلي چې په تېرو دوو لسیزو کې د ځوانانو فکر د لویدیځ له عصري کلتور څخه اغېزمن شوی او دغه ډله هڅه کوي چې د ځوانانو فکر هم بدل کړي.
طالبانو په داسې حال کې د ځوانانو د ذهنونو بدلولو ته پام اړولی چې د دغې ډلې له لوري بندیزونه او همدا راز د زیاتېدونکي بېکارۍ له امله هېوادوال په ځانګړې توګه ځوانان له افغانستانه تښتي.

په هند کې د افغانستان اسلامي جمهوريت لوی سفارت تېره شپه ناوخته په دغه هیواد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت تړلو په تړاو اعلامیه خپره کيږي. ويل کیږي دغه سفارت د کوربه هيواد د نه همکارۍ او بشري سرچینو د نشت له امله تړل شوی.
دغه اعلامیه چې په هند کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سفارت له ادرسه خپره شوې پکې لیکل شوي چي په نوي ډیلي کې د (اکتوبر په لومړۍ ) نېټه د افغانستان اسلامي جموریت لوی سفارت د خپلو ورځینو کړنو د درولو پرېکړه کړې.
په هند کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت په دغه هیواد کې د خپل ډیپلوماټیک استازولۍ د تړلو لاملونه هم ذکر کړي دي.
د سفارت په اعلامیه ویل شوي چې کوربه هیواد له لوري د ملاتړ نه شتون، د بشري ځواک کموالی، او د هند حکومت له لورې بیلابیل فشارونه د دې لامل شول چي په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت چاري ودروي.
د افغانستان اسلامې جمهوریت سفارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې کوربه هیواد ته د ماموریت د ساتنې واک تر سپارلو پورې د افغانستان اتباعو ته په (بیړني حالت کې) د قونسلي خدمتونو په استثنا سره د ماموریت نورې ټولې چارې درول شوې دي.
په نوي ډیلي کې به د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت د ویانا کنوانسیون د ۴۵ مادې سره سم ټول ملکیتونه کوربه هیواد ته سپارل کیږي.
په اعلامیه کې د سفارت د ډیپلوماټانو له ادرسه له بهرنیو چارو وزات څخه غوښتل شوي چې د ماموریت د بندلو د ارادې په اړه د مخکنیو اړیکو اعتبار تصدیق کړي.
همدارنګه د افغانستان لوی سفارت له هند هیواد څخه غوښتنه کړې چې په هند کې د افغانستان اړوند ملکیتونو پر ټولو وداینو د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ ځوړند شي. او تر څنګ یې په کابل کې یوه مشروع حکومت ته د سفارت اړوند ودانۍ او شتمنۍ وسپارل شي.
په هند کې د افغانستان سفارت څخه یوه سرچینه د نوم نه ښودل په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «په تیرو شپږو میاشتو کې د هند حکومت له لوري نورمال ډيپلوماټیک چلند نه راسره کیده. هغه دوه اړخیز تفاهمونه چې د دواړو هیوادونو تر منځ امضا شوي وو د هند له لوري يې درناوی نه کیده. د هند له لوري د ډيپلوماټانو د ویزو نه تمدید کول او بیلابیل فشارونو وو چې خبره تردې ځايه راورسېده.»
هند د نورو هیوادونو په څېر په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د تېر حکومت د سقوط پر مهال په افغانستان کې خپلي ټولې ډيپلوماټیکي استازولۍ وتړلې. خو د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې دغه هیواد بیاځلې په کابل کې خپل سفارت پرانیستی.
