• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کاظمي قمي: د مسکو غونډې یوه پرېکړه هم د افغان ګاونډیانو د تماس ډلې جوړول دي

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی وايي، د مسکو غونډې یوه پرېکړه هم د دغه هېواد د ګاونډیانو او سیمه ییزو هېوادونو د تماس ډلې جوړول دي. د حسن کاظمي قمي په خبره، غرب د افغانستان په هکله د نړیوالې تماس ډلې ملاتړ کوي، خو «دا ډله به د امریکا او ناټو د ستنېدو په مانا وي.»

ښاغلی قمي وايي: « دا ډله د افغانستان د ګډوډۍ لامل ده او نه دا چې د شرایطو ښه والي کې به مرسته وکړي، بلکې ستونزې به نورې هم ډېرې کړي.»

نوموړی د خپل هېواد له دولتي رسنۍ سره خبرو کې زیاتوي چې د مسکو ناسته کې ګاونډي هېوادونه دې پرېکړې ته ورسېدل چې د ټولیز حرکت او سیمه ییز نوښت له لارې له طالبانو سره پر همکارۍ سربېره په افغانستان کې شرایط بدل کړي.

د هغه په خبره، د غونډې ګډونوال په دې نظر و چې په افغانستان کې د وضعیت د ښه والی لپاره د داسې حکومت جوړېدل پکار دي چې خلکو ته باور وړ او ځوابګو وي.

نوموړی وايي، په دې ناسته کې د طالبانو پلاوي ته هم وویل شول چې که د ګاونډیانو او سیمه ییزو هېوادونو ملاتړ غوړي، نو باید ځواب ویونکی او د خلکو باور وړ حکومت جوړ شي.

د مسکو فارمټ پنځمه غونډه وړمه ورځ د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوې وه.

د غونډې پاییزه اعلامیه کې له طالبانو د ټولګډونه حکومت جوړولو، نشه يي توکو او وسلوالو ډلو سره پر مبارزه او د ښځو او انساني حقونو پر پرځایښت ټینګار شوی دی.

خو په دې اعلامیه کې د افغان کشالې د حل لپاره د ګاونډیانو او سیمه ییزو هېوادونو د تماس ډلې په هکله څه نه دي ویل شوي.

په دې غونډه کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو حضور درلود.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د مېلمه په توګه بلل شوی و.

ترویج لرونکی

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ
۱

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۲

د نارینه‌وو ملاتړ؛ عاطفي وابستګي که ټولنیزه اړتیا؟

۳

د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده

۴

د ازادۍ جبهه: د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان زموږ د بریدونو مشروع هدفونه دي

۵

مولانا عبدالصبور طالبانو ته: دین سم مطالعه کړئ، شخصي مزاج د حلال او حرام معیار مه ګرځوئ

•
•
•

نور کیسې

د امریکا استازې د ژولیا پارسي، ندا پرواني او نورو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۴ GMT+۱
د امریکا استازې د ژولیا پارسي، ندا پرواني او نورو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
100%

د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا استازې رینا امیري د ژجولیا پارسي، ندا پرواني او د طالبانو له بنده د نورو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

رینا امیري پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې طالبان د ټولنې نیمايي نفوس په له منځه وړولو او د ویرې او ظلم د کلتور په پیاوړي کولو سره دا ادعا نه شي کولای چې د افغانانو ژوند ښه شوی دی.

طالبانو د روان کال د وږي په ۲۸مه له کابل ښاره د ندا پرواني په نوم یوه معترضه مېرمن له خپل مېړه او ماشوم سره ونیوله.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي او د پرواني او د هغې د کورنۍ د نيولو لامل يې نه دى څرګند کړى.

د چهارشنبې په ورځ (د تلي ۵مه) طالبانو په کابل کې د ښځو د لاریونو سمبالونکې ژولیا پارسي له زوی سره یو ځای ونیوله.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو تل هغه فعالان، خبریالان او د پوهنتون استادان نیولي چې د دې ډلې له فکر او تګلارو سره مخالفت کوي.

دا مهال خبریال مرتضی بهبودي، د پوهنتون استاد رسول پارسي او د نجونو د زده کړو فعال مطیع الله ویسا هم د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو په ځلونو د دغو کسانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

طالبانو البدر قول اردو: د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې مو ۱۰۵ امنیتي پوستې او بنسټونه جوړ کړي

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۴۵ GMT+۱
طالبانو البدر قول اردو: د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې مو ۱۰۵ امنیتي پوستې او بنسټونه جوړ کړي
100%

په کندهار کې د طالبانو ۲۰۵ البدر قول اردو پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې د دغه ډلې د دفاع وزارت په لارښوونه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ۱۳۰پوځي پوستې جوړیږي، چې له دې جملې څخه د ۱۰۵ پوستو کار بشپړ شوی او د ۲۵ نورو د جوړولو کار روان دی.

د طالبانو دغه قول اردو وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سړک جوړولو کار هم په چټکۍ سره روان دی.

د دوی په خبره یاد سړک ۶۰۵ کیلومتره اوږدوالۍ لري چې تر دې مهاله ۲۷۰ کیلومتره سړک جوړ شوی او د پاتې سړک د جوړولو کار دوام لري.

طالبانو ویلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پوځي تاسیساتو او سړک جوړولو هڅې يې د ولس او هیواد د لا ښه امنیت په موخه پیل کړې دي.

طالبانو داسې مهال د کندهار اړوند سیمو کې د ډیورنډ کرښې په اږودو کې پوځي تاسیسات او سړک جوړولو چارې روانې کړې، چې لا له وړاندې پاکستان پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار پروژه کابو ۹۰ کیلومتره بشپړه کړې.

پاکستان تل ډیورنډ کرښې ته څیرمه د افغانستان لوري ته د پوځي بنسټونو جوړولو ته غبرګون ښودلی، په تازه پېښه کې تېره میاشت په تورخم کې د طالبانو له لوري د یوې پوستې جوړولو په غبرګون کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته وشوه او نهه ورځې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.

د افغانستان د تېر حکومت پر مهال هم په تورخم او سپین بولدک کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې پر سر جګړې او شخړې رامنځته شوې وې.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان، په جرمني کې د بیان ازادۍ په اړه لومړنی سمپوزیم جوړ کړ

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۴ GMT+۱
د خبریالانو د ملاتړ سازمان، په جرمني کې د بیان ازادۍ په اړه لومړنی سمپوزیم جوړ کړ
100%

دا دوه ورځنی سمپوزیم چې د خبریالانو د ملاتړ سازمان له لوري په برلین کې جوړ شوی و، د اروپا له بېلابیلو هيوادونو څخه خبریالانو او د پوهنتون استادانو پکې ګډون درلود. په دغه پروګرام کې د افغانستان د ننه او بهر د افغان خبریالانو په حالت خبرې وشوې.

په دغه سمپوزیم کې چې ګڼو افغان خبریالانو او د بیلابیلو سازمانونو استازو برخه اخیستې وه. د بیان د آزادۍ، په هیواد دننه، دریمو هیوادونو لکه ایران او پاکستان کې د خبریالانو د اوسني حالت او همداراز د بیان د آزادۍ پروړاندې د راتلونکو ننګونو په اړه بحثونه وشول .

د خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي وايي چې، په دې سمپوزیم کې په دې غور وشو چې په هیواد دننه او دریمو هیوادونو کې څنګه خبریالانو ته د کار زمینې برابرې شي چې د خبریالانو اوسنیو ستونزو ته حل لارې ولټولشي.

د نوموړي په خبره، په دې سمپوزیم کې د جرمنيبهرنیو چارو وزارت د استازي ترڅنګ د (سي پي جې)، (آر ایس ایف) او (ایم آی سي ټي) په ګډون څه باندې پنځلسو نړیوالو سازمانونو برخه اخیستې وه .

د خبریالانو د ملاتړ سازمان ویلي، «دا یو ښه چانس و چې د معتبرو نړیوالو سازمانونو په شتون کې په افغانستان، پاکستان، ایران او ترکیه هیوادونو کې د بند پاتې او له ستونزو سره د مخ خبریالانو په اړه غږ پورته کړو.»

دا سمپوزیم په داسې حال کې جوړیږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته تر ټولو ډیر بندیزونه د بیان پر آزادۍ او رسنیو لګېدلي، سلګونه خبریالان اوزګار شوي، لسګونه رسنۍ بندې شوې او سلګونه نور خبریالان بیا له هیواد څخه وتلي او روان دي.

اخوا، ډیر شمیر خبریالان اوسمهال په هیواد دننه او ځینو ګاونډیو هیوادونو کې له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي او د رسنیو د ملاتړو پر ادارو نیوکه کوي چې ددوی ستونزو ته پاملرنه او رسېدنه نه کوي.

یوناما پر کاج د برید تلین: د دغې ناوړه پېښې له قربانیانو او کورنیو سره يې ولاړ یو

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۱ GMT+۱
یوناما پر کاج د برید تلین: د دغې ناوړه پېښې له قربانیانو او کورنیو سره يې ولاړ یو
100%

یوناما د کاج پر ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید لومړي تلین په مناسبت وویل، دغه اداره په افغانستان کې د دغې او نورو پېښو له قربانیانو سره ولاړه ده، یوناما ویلي چې په دې پېښه کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۱۱۴ نور ټپیان شوي و. چې ډیری زده کوونکې يې هزاره وې.

یوناما د شنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه، دا برید زړه بوږنوونکی بللی.

تېر کال د تلې پر اتمه د کاج د ښوونیز مرکز په یوه تالار کې چې له زده کوونکو ډک و، یوه ځانمرګي بریدګر ځان ته چاودنه ورکړه.

دا چاودنه د کانکور د آزموینې د چمتوالي په ټولګي کې ترسره شوې وه.

یوناما ټینګار کړی چې د لسګونو جګړو او بې شمېره بریدونو نه جبرانېدونکي زیانونه اړولي او کورنۍ یې بې ځوابه، عدالت او حساب ورکولو پرېښي دي.

د ملګرو ملتونو استازولۍ زیاته کړې، دغه سازمان د داسې افغانستان دفاع ته دوام ورکوي چې هر څوک پکې له وېرې پرته خپل ورځنی ژوند پر مخ وړي او د تاوتریخوالو عاملان ځواب ورکوونکي وي.

کاج یو خصوصي ښوونیز مرکز و چې زده کونکو یې د کانکور د ازموینې د چمتوالي په موخه ښوونه او روزنه ترلاسه کوله.

له دغې پېښې یو کال تېرېږي، خو تر اوسه پورې يې ترسره کوونکي ډله معلومه نه شوه او نه يې کومې ډلې مسوولیت منلی دی.

له دغه برید څو اونۍ وروسته د طالبانو ویاند وویل چې دغې ډلې په کابل ښار کې د داعش ډلې شپږ غړي وژلي دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې دغو کسانو د وزیر اکبر خان جومات په چاودنه، د کاج پر ښوونیز مرکز په برید او یو شمېر نورو ملکي سیمو په بریدونو کې لاس درلود.

دغه برید پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي و.

ډیر شمېر هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه برید غندلی و.

له دغه برید وروسته د بشري حقونو فعالانو وویل، چې هزاره ګان په سیستماتیک ډول په نښه کېږي.

اخوا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې بیا افغانانو اعتراضونه وکړل.

لاریون کوونکو او د بشري حقونو فعالانو له هېوادونو او ملګرو ملتونو وغوښتل چې دا هدفي وژنه د " هزاره ګانو د نسل وژنې" په توګه وپېژني.

د طالبانو مشر ملا هبت الله د "ځوانانو د فکري سمون" لپاره فرمان صادروي

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۱ GMT+۱
د طالبانو مشر ملا هبت الله د "ځوانانو د فکري سمون" لپاره فرمان صادروي
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ویلي، په نیږدې راتلونکي کې به د دغې ډلې مشر د ځوانانو د فکري سمون لپاره فرمان صادر کړي. محمد یونس راشد وویل چې ملا هبت الله «د ځوانانو د فکري سمون او اقتصادي پیاوړتیا لپاره ستر ملي پلان» تصویب کړی.

د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت دغه چارواکي د دې ډلې تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې د ملا هبت الله امر به ډېر ژر په ډاګه شي او د دغه پلان جزیات به په یوه خبري کنفرانس کې خپاره شي.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د ګڼو فرمانونو په صادرولو سره د هېوادوالو مدني ازادۍ ترې اخیستې دي.

دغې ډلې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د تړلو او پوهنتونونو ته د نجونو د تګ د منع کولو ترڅنګ، د ښاریانو د جامو په اړه هم سخت اصول ټاکلي دي.

له بلې خوا په دې موده کې طالبانو د افغانستان د پوهنې نظام ته بیا کتنه ونه کړه او د اسلامي شریعت د پلي کولو تر عنوان لاندې یې بدله کړه.

طالب چارواکو په ځلونو ویلي چې په تېرو دوو لسیزو کې د ځوانانو فکر د لویدیځ له عصري کلتور څخه اغېزمن شوی او دغه ډله هڅه کوي چې د ځوانانو فکر هم بدل کړي.

طالبانو په داسې حال کې د ځوانانو د ذهنونو بدلولو ته پام اړولی چې د دغې ډلې له لوري بندیزونه او همدا راز د زیاتېدونکي بېکارۍ له امله هېوادوال په ځانګړې توګه ځوانان له افغانستانه تښتي.