د طالبانو د عدلیې وزارت: ۳۰ زره جریبه «امارتي» ځمکه مو له غصب څخه خلاصه کړه

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، چې د یوې میاشتې په موده کې یې له ۳۰ زره جریبه زیاتې « امارتي ځمکې» بېرته ترلاسه کړي دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، چې د یوې میاشتې په موده کې یې له ۳۰ زره جریبه زیاتې « امارتي ځمکې» بېرته ترلاسه کړي دي.
د طالبانو دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ د تلې په نهمه خپره شوه، دولتي ځمکې او جایدادونه د «امارت ځمکې» په نوم یاد کړي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په ټولو ولایتونو کې د «اماراتي» ځمکو د تفتیش، تثبیت او بېرته راګرځولو بهیر روان دی او د زرګونه جریبه ځمکې قضیه تر څېړنې لاندې ده.
طالبانو دا نه دي ویلي چې دا ځمکې چا "غصب کړي" او څنګه چلند ورسره کیږي.

ایرانۍ ورځپاڼې لیکي چې طالبان د «ټولو نا عادلانه امتیازونو سره چې ترلاسه کړي يې دي» ځان غوښتونکی ګڼي او ګواښ کوي چې په دوو ورځو کې به اصفهان «فتح» کړي. دا د ایران او طالبانو تر منځ د هلمند په اوبو کې د ایران د حقابې پر سر د نانندریو برخه ده.
دې ورځپاڼې لیکلي، چې په ایران کې افغان کډوال هر کال له زرو میلیاردو تومانو څخه زیاتې اوبه مصرفوي، خو طالبان دې ته چمتو نه دي، چې موږ ته د هلمند د اوبو حقابه راکړي.
په وروستیو اونیو کې په ایران کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو شتون جنجالي شوی دی.
په تېرو څو ورځو کې یو شمېر ایراني رسنیو د دغو افغان کډوالو د شتون په اړه په ادبیاتو خبرې کړې دي، چې مخالفین یې د «تعصب» او «توکمپالنې» په توګه تعبیروي.
پر همدغه مهال ایرانۍ ورځپاڼې په یوه مقاله کې، چې د یکشنبې په ورځ خپره کړې، لیکلي: «دا نوره هم د حیرانتیا وړ ده چې د ایران دننه، د ایران منتقدان د افغانستان پر ضد بولي.»
د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په میاشت کې د طالبانو له خوا د افغانستان د پخواني حکومت له نسکوریدو وروسته د سیمې هیوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او ایران ته د افغان کډالو یوه لویه څپه پیل شوه.
دغې کډوالۍ بیلابېل لاملونه درلودل. د پخوانیو دولتي کارکوونکو، د بشري حقونو د فعالانو او د دې ډلې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې د طالبانو د غچ اخیستنې وېره، د نجونو پر زده کړو بندیز او د بېکارۍ او بېوزلۍ ډېروالی د دغې کډوالۍ اصلي لاملونه بلل کېږي.

افغان انځوريز خبریال احمد شاه عظيمي چې د خبریالانو د ملاتړ سازمان له غړو څخه دی، د اروپا په کچه یې د جرمني په برلین ښار کې د خپلو انځورونو درېيم نندارتون جوړ کړ. په دغه نندارتون کې د افغانستان د حالت اړوند انځورونه نندارې ته وړاندي شوي.
په دې نندارتون کې د احمدشاه عظيمي لسګونه عکسونه چې په افغانستان کې د بيان د ازادۍ وضعيت پکې ښودل شوی، نندارې ته کېښودل شول.
دغه نندارتون چې په افغانستان کې د بیان آزادۍ (لوړو او ژورو) تر عنوان لاندې جوړ شوی و، موخه یې نړۍ ته په افغانستان کې د بیان د آزادۍ د اوسني ناوړه حالت ښودل و.
ددغه نندارتون جوړوونکی احمدشاه عظیمي وایي:«موخه یې له دغه نندارتون څخه په انځورونو کې د افغانستان د خلکو د رنځ او درد ښودل او د بیان د آزادۍ پیاوړتیا ده.»
نوموړی همداراز زیاتوي: «د جمهوریت له ړنګیدو وروسته زما په شان سلګونه خبریالان له افغانستانه کډوال شول، خو له خپل وطن او خلکو سره مینه او د بیان د ازادۍ لپاره زموږ ژمنتیا پاتې ده.»
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بیان ازادي له ډېرې مودې راهیسې تر پښو لاندې شوې، ډېری خبریالان او انځور اخیستونکي له هېواده وتلي دي او هغه کسان چې خوندي هېوادونو ته یې پناه وړې، تل هڅه کوي چې د خلکو غږ راپورته کړي.
پخواني خبریال خوشحال آصفي له افغانستان انټرنېشنل سره په خبرو کې وویل: «ډیرو انځورونو پیاوړي پیغامونه وړاندې کړل او دا هر اړخیزه او پراخه معنا لري چې د بیان ازادي لا هم ژوندۍ ده.»
اخوا، په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر او لیکوال غفور لیوال وایي: «دغه نندارتون او دغه انځورونه مونږ ته وایي چې خپل وطن لیدلی نه شو د وطن حالات له نیږدې اوریدلی نه شو حداقل په دغسې هڅو کولی شو مهمې شیبې تلپاتې کړو.»
د یادولو ده چې، دا نندارتون د افغانستان د ملاتړ سازمان د لومړني دوه ورځني سمپوزیم په څنډه کې جوړ شوی و او لسګونو خبریالانو پکې برخه واخیسته.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په انقره کې ځانمرګی برید یوه ترخه او خواشینونکې پېښه بللې او په کلکو ټکو یې غندلې ده. دا برید د یکشنبې په ورځ د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه شوی او دوه پولیس پکې ټپیان شوي دي.
د دغه برید مسؤلیت د کردستان کارګر ګوند (پي کې کې) پر غاړه اخیستی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي، چې دغه ځانمرګی برید پر ځايي وخت سهار شاوخوا نهه نیمې بجې شوی.
د هغه په وينا، يوه ځانمرګي بريدګر خپل چاودېدونکي توکي وچول او بل بريدګر د امنيتي ځواکونو له خوا په ډزو ووژل شو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلېنهمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «هغه ترخه او بدمرغه پېښه په کلکه غندي چې نن سهار د انقرې د پولیسو د عمومي ریاست د دروازې مخې ته رامنځته شوه او د یو شمېر ترکي پولیسو د ټپي کېدو لامل شوه.»
طالبانو دا برید په داسې حال کې غندلی چې دغې ډلې پخپله په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په بېلابیلو سیمو کې مرګوني ځانمرګي بریدونه کړي دي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي اعلان وکړ چې د ۱۴۰۰ کال په اوږدو کې هیڅ یوې ډلې دومره ځانمرګي بریدونه نه دي کړي څومره چې طالبانو کړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې د ځانمرګو بریدګرو له ژوندي پاتې شویو کسانو سره لیدلي او هغوی يې ستايلي دي.

تمنا زریاب پریاني او د ښځو حقونو څو نورو افغان فعالانو د جرمني په ویپرفورټ ښار کې د خپلو اعتراضونو دریمه شپه تېره کړه. دغو فعالانو درې ورځې مخکې د پرلت خیمه ودروله او یو ځل بیا یې په نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپیژني
پریاني په اېکس پاڼه لیکلي چې: «د خیمې د درېیمې شپې پرلت، يې هم د افغانستان له هغو میلیونونو خلکو سره په یووالي او همغږۍ کړی چې نړۍ هېر کړي دي.»
دا په افغانستان کې د "جنسیتي توپیر" د پیژندلو لپاره د پریاني او د ښځو د حقونو د فعالانو له خوا د اعتراضونو دویم پړاو دی چې دريمې ورځې ته رسیدلی.
پرياني تر دې مخکې د جرمني په کولن ښار کې د نه خوړلو ۱۲ ورځنی اعتصاب کړی و.
د نوموړې په ملاتړ په نورو هېوادونو کې هم ځینو ښځو اعتصاب وکړ.
د دوی اعتراضونو پراخ غبرګونونه هم درلودل.
ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره د بشري حقونو د سازمانونو او د هېوادونو د استازیو په شتون افغانستان کې د «جنسیتي توپیر» د ارزونې لپاره ناسته هم وکړه.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د «جنسیتي توپیر سره د مبارزې» ترنامه لاندې د دغې رسمي ناستې جوړېدنه، د دغو کمپاینونو د فعالانو یوه لاسته راوړنه بلل کېږي.
دغه فعالان له هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني او د طالبانو له حکومته ملاتړ دې بند کړي.
پر افغانستان د طالبانو له څه باندې دوه کلنې واکمنۍ او په بیلابیلو برخو کې پر افغانو ښځو له سختو بندیزونو وروسته، د بشري حقونو فعالانو او د ښځو د حقونو ملاتړو د «جنسیتي توپیر» د رسمیت پېژندلو لپاره اعتراضونه پیل کړل.
دوی د لاریونونو او د نه خوړو د اعتصاب پرمهال له نړیوالو وغوښتل چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپیژني.

د خوړو نړیوال سازمان وايي، ښځې په افغانستان کې د مرستو کمېدو تاوان پرې کوي. دغه سازمان پر خپل ایکس ټولنیزه پاڼه لیکلي، له یو میلیون څخه ډیرې میندې او ماشومان به د بودیجې د کمښت له امله خوراکي مرستې ترلاسه نه کړي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې دمګړۍ په افغانسان کې څه باندې ۱۵ میلیونه وګړي له لوږي سره مخ دي. خو له افغانستان سره به د بشري مرستو د کمښت له امله په دغه هیواد کې د لوږې شمېري نورې هم لوړې شي.
بل خوا ډیری اړمن کسان بیا وايي، چې د مرستو په وېش کې درغلۍ د دې لامل شوې چې اړمنو کسانو ته مرستې نه رسیږي.
د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسیدونکی ذبیح الله چې د وچکالۍ له امله کندهار ښار ته کډه شوی، په دغه ښار کې ورځ مزدوري کوي.
ذبیح الله وايي، عاید يې ډیر کم دی او نه شي کولای چې خپلې شپږ کسیزې کورنۍ ته درې وخته خواړه پیدا کړي:«زه هره ورځ دلته ښار ته راځم د کار په لټه کې یم، که کار پیدا شو ښه خبره ده کنه داسې ډیرې ورځې راشي چې تش لاس کورته ولاړ شم. مرستې راځي خو زما په شان بې واسطې او بې شناخته کس ته نه رسیږي.»
بل خوا د خوړو نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې ورځ تر بلې د لوږې کچه مخ پر لوړیدا ده، ځکه د بودیجې د کمښت له امله د یاد سازمان مرستې کمې شوې دي.
د خوړا نړیوال سازمان ویلي په افغانستان کې د لوږي د مخینوي لپاره یو بیلیون ډالر بودیجې ته اړتیا لري.
