د خوړو نړیوال سازمان: له یو میلیون څخه ډیرې میندې او ماشومان د پاېدو خواړه نه لري

AP ۱۴۰۲ تله ۱۰

د خوړو نړیوال سازمان وايي، ښځې په افغانستان کې د مرستو کمېدو تاوان پرې کوي.

دغه سازمان پر خپل ایکس ټولنیزه پاڼه لیکلي، له یو میلیون څخه ډیرې میندې او ماشومان به د بودیجې د کمښت له امله خوراکي مرستې ترلاسه نه کړي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې دمګړۍ په افغانسان کې څه باندې ۱۵ میلیونه وګړي له لوږي سره مخ دي. خو له افغانستان سره به د بشري مرستو د کمښت له امله په دغه هیواد کې د لوږې شمېري نورې هم لوړې شي.

بل خوا ډیری اړمن کسان بیا وايي، چې د مرستو په وېش کې درغلۍ د دې لامل شوې چې اړمنو کسانو ته مرستې نه رسیږي.

د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسیدونکی ذبیح الله چې د وچکالۍ له امله کندهار ښار ته کډه شوی، په دغه ښار کې ورځ مزدوري کوي.

ذبیح الله وايي، عاید يې ډیر کم دی او نه شي کولای چې خپلې شپږ کسیزې کورنۍ ته درې وخته خواړه پیدا کړي:«زه هره ورځ دلته ښار ته راځم د کار په لټه کې یم، که کار پیدا شو ښه خبره ده کنه داسې ډیرې ورځې راشي چې تش لاس کورته ولاړ شم. مرستې راځي خو زما په شان بې واسطې او بې شناخته کس ته نه رسیږي.»

بل خوا د خوړو نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې ورځ تر بلې د لوږې کچه مخ پر لوړیدا ده، ځکه د بودیجې د کمښت له امله د یاد سازمان مرستې کمې شوې دي.

د خوړا نړیوال سازمان ویلي په افغانستان کې د لوږي د مخینوي لپاره یو بیلیون ډالر بودیجې ته اړتیا لري.

نور خبرونه

رادیو