• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د سږني کال له ۲۴ ځانمرګو بریدګرو څخه یې ۱۴ افغانان وو

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۱ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو چار سمبالی وزیر وايي؛ له هغو ۲۴ ځانمرګو بریدګرو څخه چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ وروسته یې په دغه هېواد کې بریدونه کړي ۱۴ یې افغانان دي.

سرفراز بګټي د سه شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې افغانان د هنګو په ګډون د پاکستان په مختلفو سیمو کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري.

هغه د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۱مه) د پاکستان د خېبر پښتونخوا ایالت په هنګو سیمه کې څو ورځې وړاندې ځانمرګي برید ته په اشارې سره وویل، چې په دغه برید کې لږ تر لږه څلور تنه ووژل شول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر همداراز اعلان وکړ، چې په پاکستان کې په ناقانونه توګه مېشتو ټولو بهرنیو مهاجرینو ته د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر لومړۍ نېټې (۱۰ عقرب ۱۴۰۲) وخت ورکړل شوی چې له هېواده ووځي.

وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ؛ ډېری خلک د پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته لاړل.

سرفراز بګټي خبرداری ورکړی، چې که کډوال د اوسېدو له اسنادو پرته له پاکستانه ونه وځي، د پاکستان حکومت به يې پېدا او له هېواده به يې وباسي.

هغه ټینګار وکړ، چې هېڅ بهرني وګړي ته اجازه نه ورکول کیږي، چې له قانوني وېزې او پاسپورټ پرته پاکستان ته داخل شي.

د پاکستان دا پرېکړه د هغه مودې د پای ته رسېدو په معنا ده، چې مسافرین کولی شي د ډېورنډ کرښې څخه تېر شي او د ملي شناخت کارت یا تذکرې سره پاکستان ته داخل شي.

د دې ترڅنګ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې په دغه هېواد کې د غیرقانوني مهاجرینو شتمنۍ به د وتلو لپاره له ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته ضبط شي.

سرفراز بګټي دا هم وویل، چې دا مهال څلور میلیونه او ۴۰۰ زره افغانان په پاکستان کې ژوند کوي.

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

ایران د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۵ زره ټنه کرنیز محصولات افغانستان ته لېږلي

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۱ GMT+۱
ایران د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۵ زره ټنه کرنیز محصولات افغانستان ته لېږلي
100%

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې ایران د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نېږدې ۳۵ زره ټنه کرنیز محصولات د دوغارون له لارې افغانستان ته استولي دي. دا شمېره د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله زیاتوالی ښيي.

انجام خبرې شبکې د ایران د کرنې د مشر له قوله ویلي، چې په دې موده کې افغانستان ایران ته له پنځو زرو ټنو کم توکي لېږلې دي.

نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان زیاتره صادرات د ایران له لارې عراق، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته لېږدول کیږي.

نوموړي دا ونه ویل، چې په دغو توکو کې کوم توکی شامل دي.

په ورته وخت کې د خراسان رضوي ایالت د بهرنیو چارو وزارت د نماینده ګۍ مشر وايي، چې د دوغارون بندر د ایران او افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا یو مهم بندر دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دواړه خواوې د راکړې - ورکړې د پراختیا پر هڅو دوامداره اړیکې لري.

له دې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي وو، چې په روان کال کې یې د ایران له لارې ګڼو عربي هېوادونو ته توکي لېږلي دي.

اسلام اباد کې د طالبانو سفارت: پاکستان زر تنه افغانان نیولي او درې نور یې په زندان کې وژلي

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۳ GMT+۱
اسلام اباد کې د طالبانو سفارت: پاکستان زر تنه افغانان نیولي او درې نور یې په زندان کې وژلي
100%

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وایي، د پاکستاني چارواکو له پرله پسې ژمنو سره - سره، په پاکستان کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول او ځورول لاهم دوام لري.

دغه سفارت پر خپلې اېکس(ټوېټر) پاڼې د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۱مه) لیکلي، چې د پاکستاني پولیسو لخوا د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې په اسلام اباد او د پاکستان په مختلفو سیمو کې چې اکثریت اسناد لرونکي کډوال پکې مېشت دي ګڼ شمېر افغانان نیول شوي.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت زیاته کړې، چې د افغان کډوالو پر استوګنځایونو ورځني او شپني عملیات ترسره کیږي، چې تر دا مهاله نېږدې زر تنه چې نیمایي یې د مهاجرت یا سفر اسناد هم لري؛ د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې له خوا نیول شوي دي.

دوی وايي، چې باره کو، ترنول، مهر ابادي، ګولړه شریف، شمس کالونۍ، سبزي منډۍ، شهزاد ټاون، کهنه پل، پیشاور موړ او داسې نورو سیمو کې د عملیاتو پرمهال څه کم زر تنه افغانان نیول شوي، چې له جملې یې ۴۸۵ تنه اسناد لرونکي وو.

بل خوا د پاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له دغه هېواده به ۱.۱ میلیونه غیر قانوني کډوال وباسي.

د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې؛ په دې پرېکړه لیک کې هغه "افغانان چې د استوګنې کارتونه لري" هم شامل وي.

سفارت په یادو عملیاتو کې د افغان کډوالو د ځورونې او وژنو په اړه لیکلي: «په دې عملیاتو کې متاسفانه د ځورونو ترڅنګ د نامالومو وژنو پېښې هم رامنځته شوي دي، د بېلګې په ډول افغان کډوال فریدالله ولد غلام جیلاني په اسلام آباد کې، امان الله ولد ټکرخان، ولي ولد شیر محمد د راولپنډۍ شمس کالونۍ کې او دروېش ولد عتیق الله اډیاله جیل کې لومړی د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي، له څه مودې لادرکۍ وروسته یې جسدونه په روغتون او یا نورو ځایونو کې موندل شوي دي.»

‏د افغان کډوالو پر ضد دا ډول عملیات په سند ایالت خصوصاً کراچۍ ښار کې هم زور اخیستی، چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر افغانان زندانونو ته اچول کیږي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله؛ پاکستان شاوخوا ۷۰۰ زره افغان مهاجرینو د اوسېدو کارتونه نه دي نوي کړي.

دغه سفارت د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو پر ضد د ځورونې روانه لړۍ ژر تر ژره ودروي. که چیرته حالت داسې دوام ومومي د دواړو هېوادونو پر اړیکو به منفي اغېزه وکړي.

خو د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې به له افغانستان سره د ټولو سرحدي پولو لپاره د "واحد سند سیستم" پلي کړي.

دغه خبري اژانس وايي؛ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له طالبانو سره په همغږۍ د افغان کډوالو د ایستلو پلان چمتو کړی دی.

ویل کیږي، چې دغه وزارت په پام کې لري چې افغان کډوال راټول کړي او په موټر کې یې د افغانستان پولې ته ورسوي.

د پاکستان خبرداری: ټول غیر قانوني بهرني وګړي دې د روانې میاشتې تر پایه له دغه هېواده ووځي

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۱ GMT+۱
د پاکستان خبرداری: ټول غیر قانوني بهرني وګړي دې د روانې میاشتې تر پایه له دغه هېواده ووځي
100%

پاکستان د نشنل اېپېکس کمېټې په ناسته کې پرېکړه وکړه، چې ټول هغه بهرني وګړي چې په پاکستان کې په غیر قانوني توګه اوسیږي، د روانې میاشتې د اکټوبر تر پایه دې له دغه هېواده ووځي.

د پاکستان د نشنل اېپېکس کمېټۍ نن سې شنبې (د تلې ۱۱مه) په یوه ناسته کې چې د پاکستان سرپرست حکومت لومړي وزیر ترڅنګ د پوځ مشر هم کډون کړی پرېکړه وکړه، چې افغان کډوال د اکټوبر له ۱۰مې نېټې څخه د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د کډوالۍ کارتونو او تذکرو سره د تګ او راتګ اجازه لري.

دوی ټینګار کوي، چې افغانان د نومبر لومړۍ نېټې څخه بیا یوازې پر پاسپورټ او وېزې لرلو سره کولی شي، دغه هېواد ته سفر وکړي .

دغه کمېټې خبرداری ورکړ، چې د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به د غیرقانوني بهرنیو وګړو ټول کاروبارونه او جایدادونه د حکومت لخوا ضبطیږي.

دوی زیاتوي د هغو کسانو پر وړاندې به هم قانوني ګامونه اخلي، چې دغو غیرقانوني بهرنیو وګړو سره یې د کاربارونو او کورونو د کرایې په برخو کې مرسته کړې وي.

په ورته وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر په مشری یوه کمېټه جوړه شوې، چې د هغو کسانو پاکستاني شناختي کارتونه له سره ګوري چې جعلي یې جوړ کړې وي.

پاکستان دا اقدام له هغې وروسته کوي، چې په دغه هېواد کې وسلوالو بریدونو زور اخیستی.

د پنجاب د مسلم لیګ ګوند مشر: نواز شریف به پاکستان ته له ستنېدو وروسته ځان محکمې ته وسپاري

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۷ GMT+۱
د پنجاب د مسلم لیګ ګوند مشر: نواز شریف به پاکستان ته له ستنېدو وروسته ځان محکمې ته وسپاري
100%

په پنجاب ایالت کې د مسلم لیګ (ن)ګوند مشر ویلي، نواز شریف به په ضمانت بېرته پاکستان ته را ستون شي. راڼا ثناءالله د سې شنبې په ورځ وویل، چې د ميزان په ۲۹ مه به په لاهور کې د پخواني لومړي وزیر له هركلي وروسته نوموړی محکمې ته ځي ۔ شریف له ۲۰۱۹ کال راهیسې په لندن کې ژوند کوي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ښاغلی شریف په ۲۰۱۹ کال کې د درملنې لپاره لندن ته د تګ پر مهال په اوه کاله بند محکوم شو.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ نواز شریف په تېرو څلورو کلونو کې د العزیزیه او ایون فیلډ په قضیو کې د پرله پسې غیر حاضرۍ له امله مجرم اعلان شوی دی.

شاوخوا درې اونۍ وړاندې (د سپتمبر ۱۲مه) شهباز شریف تایید کړه، چې ورور به یې د اکتوبر په ۲۱ بېرته پاکستان ته ستون شي.

تر دې مخکې د نواز شریف مسلم لیګ ګوند ویلي وو، چې د ښاغلي شریف د راستنېدو په صورت کې له محکمې سره همکارۍ ته چمتو دی.
​

د پخوانیو نظامیانو د نیولو دوام: طالبانو په کندز کې د ملي امنیت یو پخوانی کارمند نیولی دی

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۶ GMT+۱
د پخوانیو نظامیانو د نیولو دوام: طالبانو په کندز کې د ملي امنیت یو پخوانی کارمند نیولی دی
100%

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د سې شنبې په ورځ (د میزان ۱۱مه) د پخواني حکومت د ملي امنیت یو کارمند نیولی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ طالبانو د تخار ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ملي امنيت پخوانى کارکوونکى ډاکټر حيدر له نيولو وروسته "شکنجه" کړی دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ طالبانو د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې حيدر او د هغه دوه ملګري نيولي دي.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ؛ ډاکټر حيدر د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې د ملي امنيت د "مفرزه" قطعې پخوانى قوماندان و.

طالبانو په ټولنیزو شبکو کې داسې انځورونه خپاره کړي، چې ښيي حیدر شخصي جامې اغوستي او لاسونه یې شاته تړل شوي دي.

طالبانو د افغانستان تر نیولو وروسته «عمومي بخښنه» اعلان کړه، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت په وار - وار راپور ورکړی، چې دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې لسګونه پخواني سرتېري وژلي او یا یې بندیان کړي دي.

یوناما په دې وروستیو کې راپور ورکړی، چې طالبانو په ۱۹ میاشتو کې له ۱۶۰۰ څخه په زیاتو مواردو کې له بشري حقونو سرغړونه کړې ده.

د دغه راپور له مخې؛ طالبانو د اعترافاتو د ترلاسه کولو په موخه بندیان د "برقی شاکونو، وهلو، فشار او ګواښونو، فزیکي وهلو او سخت درد" سره شکنجه کړي دي.