• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان خبرداری: ټول غیر قانوني بهرني وګړي دې د روانې میاشتې تر پایه له دغه هېواده ووځي

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۲ GMT+۱

پاکستان د نشنل اېپېکس کمېټې په ناسته کې پرېکړه وکړه، چې ټول هغه بهرني وګړي چې په پاکستان کې په غیر قانوني توګه اوسیږي، د روانې میاشتې د اکټوبر تر پایه دې له دغه هېواده ووځي.

د پاکستان د نشنل اېپېکس کمېټۍ نن سې شنبې (د تلې ۱۱مه) په یوه ناسته کې چې د پاکستان سرپرست حکومت لومړي وزیر ترڅنګ د پوځ مشر هم کډون کړی پرېکړه وکړه، چې افغان کډوال د اکټوبر له ۱۰مې نېټې څخه د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د کډوالۍ کارتونو او تذکرو سره د تګ او راتګ اجازه لري.

دوی ټینګار کوي، چې افغانان د نومبر لومړۍ نېټې څخه بیا یوازې پر پاسپورټ او وېزې لرلو سره کولی شي، دغه هېواد ته سفر وکړي .

دغه کمېټې خبرداری ورکړ، چې د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به د غیرقانوني بهرنیو وګړو ټول کاروبارونه او جایدادونه د حکومت لخوا ضبطیږي.

دوی زیاتوي د هغو کسانو پر وړاندې به هم قانوني ګامونه اخلي، چې دغو غیرقانوني بهرنیو وګړو سره یې د کاربارونو او کورونو د کرایې په برخو کې مرسته کړې وي.

په ورته وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر په مشری یوه کمېټه جوړه شوې، چې د هغو کسانو پاکستاني شناختي کارتونه له سره ګوري چې جعلي یې جوړ کړې وي.

پاکستان دا اقدام له هغې وروسته کوي، چې په دغه هېواد کې وسلوالو بریدونو زور اخیستی.

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

د پنجاب د مسلم لیګ ګوند مشر: نواز شریف به پاکستان ته له ستنېدو وروسته ځان محکمې ته وسپاري

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۷ GMT+۱
د پنجاب د مسلم لیګ ګوند مشر: نواز شریف به پاکستان ته له ستنېدو وروسته ځان محکمې ته وسپاري
100%

په پنجاب ایالت کې د مسلم لیګ (ن)ګوند مشر ویلي، نواز شریف به په ضمانت بېرته پاکستان ته را ستون شي. راڼا ثناءالله د سې شنبې په ورځ وویل، چې د ميزان په ۲۹ مه به په لاهور کې د پخواني لومړي وزیر له هركلي وروسته نوموړی محکمې ته ځي ۔ شریف له ۲۰۱۹ کال راهیسې په لندن کې ژوند کوي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ښاغلی شریف په ۲۰۱۹ کال کې د درملنې لپاره لندن ته د تګ پر مهال په اوه کاله بند محکوم شو.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ نواز شریف په تېرو څلورو کلونو کې د العزیزیه او ایون فیلډ په قضیو کې د پرله پسې غیر حاضرۍ له امله مجرم اعلان شوی دی.

شاوخوا درې اونۍ وړاندې (د سپتمبر ۱۲مه) شهباز شریف تایید کړه، چې ورور به یې د اکتوبر په ۲۱ بېرته پاکستان ته ستون شي.

تر دې مخکې د نواز شریف مسلم لیګ ګوند ویلي وو، چې د ښاغلي شریف د راستنېدو په صورت کې له محکمې سره همکارۍ ته چمتو دی.
​

منظور پښتین: د پښتنو د مظلومیت غږ د بندېدو هڅې کېږي

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۶ GMT+۱
منظور پښتین: د پښتنو د مظلومیت غږ د بندېدو هڅې کېږي
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په تازه وینا کې چې د دوشنبې په ماښام د (تلې په ۱۰مه) پر خپله فیسوک پاڼه خپره کړې ویلي، هڅه کېږي چې د پروپاګند له لارې د پښتون ژغورنې غورځنګ بدنامه شي.

ښاغلي پښتین ویلي، د مودو راهیسي پښتانه پر خپله خاوره هیڅ ډول امن نه لري او د پښتنو د حقونو څخه د دفاع په موخه يې دغه غورځنګ رامنځته کړی، چې د پښتنو د ځورونو او پر هغوی د ظلمونو په غبرګون کې غږ پورته شي.

منظور پښتین وايي، ‌د هرې غونډې او لاریون وروسته د دغه غورځنګ مهم غړي نیول کېږي« اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ضد پروپاګند پیل شوی، زموږ د غورځنګ غړي نیول کېږي او په زندانونو کې د غورځنګ د غړو سره په دې موخه ناانساني چلند کېږي، چې له غورځنګ څخه بېل شي.»

نوموړی وايي، د پاکستاني ادارو د مخنیوي له کوښښونو سربېره‌ يې د روان کار په اګسټ میاشت کې په اسلام اباد کې د پښتنو د حقونو د دفاع په موخه غونډه وکړه؛ خو د پاکستاني ادارو له لوري د جلسې د مخنیوي په موخه د دغه غورځنګ شاوخوا ۱۳۰۰ تنه غړي تر نیول کېدو وروسته بندیان شول.

منظور احمد پښتین په خپلې دغه تازه وینا کې د نوې تګ‌لارې او پلاونو په اړه هم غږېدلی دی.

نوموړي یوځل بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ‌ پر پلویانو غږ وکړ، چې د سویلي پښتونخوا او خېبر پښتونخوا په ډېرو سیمو کې د پښتنو له حقونو څخه د دفاع په موخه جلسو ته چمتوالی ونیسي.

نوموړی وايي: .«دا خاوره د نیابتي جکړو لپاره په هیڅ ډول هم چاته نه پرېږدو.»

د پښتون ژغورني غورځنګ د فعالیتونو د مخنیوي په موخه د پاکستان حکومت له هرې ممکنې لارې کار اخیستی دی.

تېره میاشت د پاکستان د حکومت له لوري په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین پر کور چاپه ووهل شوه، د دې تر څنګ د دغه غورځنګ مهم غړي علي وزیر، ګېله‌من وزیر او نورو کسانو ترڅنګ د غورځنګ ملاتړي او د بشري حقونو فعاله ایمان مزاري هم ونیول شوه.

د پاکستان حکومت له یو میلیون څخه زیات کډوال له دغه هېواده وباسي

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۹ GMT+۱
د پاکستان حکومت له یو میلیون څخه زیات کډوال له دغه هېواده وباسي
100%

د پاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له دغه هېواده به ۱.۱ میلیونه غیر قانوني کډوال وباسي. د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې؛ په دې پرېکړه لیک کې هغه "افغانان چې د استوګنې کارتونه لري" هم شامل وي.

د دې خبري اژانس او ​​پاکستاني ورځپاڼو په حواله؛ د شړلو پلان به په درېیو پړاوونو کې عملي شي.

په لومړي پړاو کې به ټول ناقانونه کډوال له اسنادو پرته او په راتلونکو پړاوونو کې به هغه افغان کډوال چې د اوسېدو کارتونه لري له دغه هېواده وایستل شي.

اسوشیټیډ پرېس لیکي؛ چې پاکستان شاوخوا ۷۰۰ زره افغان مهاجرینو د اوسیدو کارتونه نه دي نوي کړي.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې به له افغانستان سره د ټولو سرحدي پولو لپاره د "واحد سند سیستم" پلي کړي.

د پاکستان د حکومت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې له دې وروسته به افغان مسافر له پاسپورټ او ویزې پرته له نورو اسنادو سره دې هېواد ته داخل نه شي.

د پاکستان د حکومت وروستۍ پرېکړه د هغه دور د پای ته رسېدو په معنا ده، چې مسافرین کولی شي د پخوانیو اسنادو لکه؛ د برېتانوي هند تړون، ملي هویت کارت او تذکرې سره له پولې تېر شي.

داسې ښکاري چې د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ د دغو مهاجرو په شړلو کې رول لوبوي، چې ډېری یې په پاکستان کې له کلونو راهیسې ژوند کوي.

اسلام اباد له طالبانو غوښتي، چې پاکستان ته د هغو افغان مېشتو وسله والو د ننوتو مخه ونیسي، چې په دغه هېواد کې یې خونړي بریدونه کړي دي. خو طالبانو تر اوسه دغه غوښتنه نه ده پوره کړې.

یوې رسمي سرچینې اسوشیټیډ پرېس ته وویل: "غیرقانوني بهرني اتباع د پاکستان امنیت ته ګواښ دی".

دغه چارواکي افغان اتباع په تروریستي فعالیتونو کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پوځ پر یوې اډې د وسله والو له خونړي برید څخه شل ورځې وروسته، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسد په ۱۱مه اعلان وکړ، چې په دغه برید کې افغان اتباع لاس لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان سفارت ته یو لیک استولی او له طالب استازو یې غوښتي چې د هغو درېیو وسله والو جسدونه چې د کندهار ولایت اوسېدونکي دي او په برید کې یې برخه اخیستې وه ورته وسپاري.

دغه خبري اژانس وايي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له طالبانو سره په همغږۍ د افغان کډوالو د ایستلو پلان چمتو کړی دی.

ویل کیږي چې دغه وزارت په پام کې لري چې افغان کډوال راټول کړي او په موټر کې یې د افغانستان پولې ته ورسوي.

د اسلام اباد نوې پرېکړه: افغان مسافر کولای شي یوازې په پاسپورټ او ویزو پاکستان ته داخل شي

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۶ GMT+۱
د اسلام اباد نوې پرېکړه: افغان مسافر کولای شي یوازې په پاسپورټ او ویزو پاکستان ته داخل شي
100%

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې به له افغانستان سره به ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د «واحد سند سیستم» پلي کړي. د پاکستان د خراسان ډېري د راپور له مخې؛ له دې وروسته افغان مسافر کولی شي یوازې په پاسپورټ او ویزو سره پاکستان ته داخل شي.

د پاکستان د حکومت وروستۍ پرېکړه د هغه دور د پای ته رسېدو په معنا ده، چې مسافرینو کولی شول د پخوانیو اسنادو لکه؛ د برېتانوي هند تړون، ملي هویت کارت او تذکرې سره له ډېورنډ کرښې تېر شي.

له دې وړاندې د سپین بودلک پر لار یو شمېر افغانانو ته په تذکرو پاکستان ته د تللو اجازه ورکول کېده.

تر اوسه پاکستاني چارواکو په رسمي ډول د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

خو پاکستانۍ ورځپاڼې خراسان د یوه چارواکي په حواله، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ د دې نوې پرېکړې خبر ورکړی دی.

د دې پرېکړې پایله د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو قومونو ترمنځ سوداګري او اړیکې محدودولی شي او د دوی پر اقتصادي وضعیت ځانګړی اغېز ښیندلی شي.

پاکستان کې د پولیسو او وسلوالو تر منځ په نښته کې درې تنه وژل شوي

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۹ GMT+۱
پاکستان کې د پولیسو او وسلوالو تر منځ په نښته کې درې تنه وژل شوي
100%

پاکستاني رسنیو د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې لسګونو وسله والو په "میانوالې" کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی، چې په پایله کې یې یو پولیس او دوه بریدګر وژل شوي دي.

پاکستاني پولیسو رسنیو ته ویلي، چې برید کوونکي د تحریک طالبان پاکستان غړي وو، د شنبې په شپه یې برید پیل کړی و او د یکشنبې په سهار پای ته ورسېد.

تر دا مهاله د یادې پېښې په تړاو د پاکستاني طالبانو ډلې څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز په یوه راپور کې لیکلي، چې له وسله والو سره په جګړه کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د دغه مرکز د شمېرو له مخې؛ په تېرو ۹ میاشتو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ۳۸۶ غړي وژل شوي دي.

ویل کیږي، چې په دغو کې ۱۳۷ تنه د اردو سرتیري دي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته له رسېدو وروسته په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.