• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان حکومت له یو میلیون څخه زیات کډوال له دغه هېواده وباسي

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۹ GMT+۱

د پاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له دغه هېواده به ۱.۱ میلیونه غیر قانوني کډوال وباسي. د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې؛ په دې پرېکړه لیک کې هغه "افغانان چې د استوګنې کارتونه لري" هم شامل وي.

د دې خبري اژانس او ​​پاکستاني ورځپاڼو په حواله؛ د شړلو پلان به په درېیو پړاوونو کې عملي شي.

په لومړي پړاو کې به ټول ناقانونه کډوال له اسنادو پرته او په راتلونکو پړاوونو کې به هغه افغان کډوال چې د اوسېدو کارتونه لري له دغه هېواده وایستل شي.

اسوشیټیډ پرېس لیکي؛ چې پاکستان شاوخوا ۷۰۰ زره افغان مهاجرینو د اوسیدو کارتونه نه دي نوي کړي.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې به له افغانستان سره د ټولو سرحدي پولو لپاره د "واحد سند سیستم" پلي کړي.

د پاکستان د حکومت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې له دې وروسته به افغان مسافر له پاسپورټ او ویزې پرته له نورو اسنادو سره دې هېواد ته داخل نه شي.

د پاکستان د حکومت وروستۍ پرېکړه د هغه دور د پای ته رسېدو په معنا ده، چې مسافرین کولی شي د پخوانیو اسنادو لکه؛ د برېتانوي هند تړون، ملي هویت کارت او تذکرې سره له پولې تېر شي.

داسې ښکاري چې د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ د دغو مهاجرو په شړلو کې رول لوبوي، چې ډېری یې په پاکستان کې له کلونو راهیسې ژوند کوي.

اسلام اباد له طالبانو غوښتي، چې پاکستان ته د هغو افغان مېشتو وسله والو د ننوتو مخه ونیسي، چې په دغه هېواد کې یې خونړي بریدونه کړي دي. خو طالبانو تر اوسه دغه غوښتنه نه ده پوره کړې.

یوې رسمي سرچینې اسوشیټیډ پرېس ته وویل: "غیرقانوني بهرني اتباع د پاکستان امنیت ته ګواښ دی".

دغه چارواکي افغان اتباع په تروریستي فعالیتونو کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پوځ پر یوې اډې د وسله والو له خونړي برید څخه شل ورځې وروسته، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسد په ۱۱مه اعلان وکړ، چې په دغه برید کې افغان اتباع لاس لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان سفارت ته یو لیک استولی او له طالب استازو یې غوښتي چې د هغو درېیو وسله والو جسدونه چې د کندهار ولایت اوسېدونکي دي او په برید کې یې برخه اخیستې وه ورته وسپاري.

دغه خبري اژانس وايي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له طالبانو سره په همغږۍ د افغان کډوالو د ایستلو پلان چمتو کړی دی.

ویل کیږي چې دغه وزارت په پام کې لري چې افغان کډوال راټول کړي او په موټر کې یې د افغانستان پولې ته ورسوي.

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

د اسلام اباد نوې پرېکړه: افغان مسافر کولای شي یوازې په پاسپورټ او ویزو پاکستان ته داخل شي

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۶ GMT+۱
د اسلام اباد نوې پرېکړه: افغان مسافر کولای شي یوازې په پاسپورټ او ویزو پاکستان ته داخل شي
100%

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې به له افغانستان سره به ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د «واحد سند سیستم» پلي کړي. د پاکستان د خراسان ډېري د راپور له مخې؛ له دې وروسته افغان مسافر کولی شي یوازې په پاسپورټ او ویزو سره پاکستان ته داخل شي.

د پاکستان د حکومت وروستۍ پرېکړه د هغه دور د پای ته رسېدو په معنا ده، چې مسافرینو کولی شول د پخوانیو اسنادو لکه؛ د برېتانوي هند تړون، ملي هویت کارت او تذکرې سره له ډېورنډ کرښې تېر شي.

له دې وړاندې د سپین بودلک پر لار یو شمېر افغانانو ته په تذکرو پاکستان ته د تللو اجازه ورکول کېده.

تر اوسه پاکستاني چارواکو په رسمي ډول د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

خو پاکستانۍ ورځپاڼې خراسان د یوه چارواکي په حواله، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ د دې نوې پرېکړې خبر ورکړی دی.

د دې پرېکړې پایله د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو قومونو ترمنځ سوداګري او اړیکې محدودولی شي او د دوی پر اقتصادي وضعیت ځانګړی اغېز ښیندلی شي.

پاکستان کې د پولیسو او وسلوالو تر منځ په نښته کې درې تنه وژل شوي

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۹ GMT+۱
پاکستان کې د پولیسو او وسلوالو تر منځ په نښته کې درې تنه وژل شوي
100%

پاکستاني رسنیو د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې لسګونو وسله والو په "میانوالې" کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی، چې په پایله کې یې یو پولیس او دوه بریدګر وژل شوي دي.

پاکستاني پولیسو رسنیو ته ویلي، چې برید کوونکي د تحریک طالبان پاکستان غړي وو، د شنبې په شپه یې برید پیل کړی و او د یکشنبې په سهار پای ته ورسېد.

تر دا مهاله د یادې پېښې په تړاو د پاکستاني طالبانو ډلې څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز په یوه راپور کې لیکلي، چې له وسله والو سره په جګړه کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د دغه مرکز د شمېرو له مخې؛ په تېرو ۹ میاشتو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ۳۸۶ غړي وژل شوي دي.

ویل کیږي، چې په دغو کې ۱۳۷ تنه د اردو سرتیري دي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته له رسېدو وروسته په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

د پاکستان د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۲ GMT+۱
د پاکستان د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې
100%

د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز په یوه راپور کې لیکلي، چې له وسله والو سره په جګړه کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د دغه مرکز د شمېرو له مخې؛ په تېرو ۹ میاشتو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ۳۸۶ غړي وژل شوي دي.

ویل کیږي، چې په دغو کې ۱۳۷ تنه د اردو سرتیري دي.

عرب خبري شبکه، د یکشنبې په ورځ (د میزان ۹ مه) لیکلي، چې په ۱۴۰۰ کال کې په کابل کې د طالبانو د واکمنۍ له بېرته راګرځېدو وروسته په پاکستان کې په خاصه توګه په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالاتونو کې د سخت دریځو بریدونو زیاتوالی موندلی دی.

په راپور کې راغلي، چې کارپوهان په پاکستان کې د وسله والو بریدونو او د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د زیاتوالي لامل په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو لامل بولي.

د دې کارپوهانو په وینا؛ د طالبانو بېرته راستنېدو له امله په خېبر پښتونخوا کې اورپکو ډلو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو ډلو تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو په مرکز (CASS) کې د ستراتیژیک دفاع او امنیت رییس محمد علي عرب نیوز ته وویل، چې په پاکستان کې د تروریستي پېښو د زیاتوالي یو له اصلي لاملونو څخه د طالبانو بې کفایتي ده، چې نه شي کولی خپل مکلفیتونه د نړۍوال امنیت په ځانکړي توګه د پاکستان پر وړاندې پلي کړي.

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مهمند وايي، د وروستیو بریدونو زیاتوالی په پاکستان کې د دغو دوو ډلو د تحریک طالبان پاکستان او داعش د نفوذ د پراخولي "وروستی هڅه" ده.

ښاغلي مهمند وویل، افغان طالبان له دغو پرمختګونو ښه خبر دي، خو دا ډله له ټولو وسله والو ډلو سره د مقابلې وړتیا نه لري.

هغه وویل؛ که څه هم طالبان پر افغانستان کنټرول لري، خو منظم اردو او پولیسو ځواک نه لري.

خو دغه پخواني ډېپلوماټ ټینګار کړی، چې پاکستان باید له افغان طالبانو سره په همکارۍ د ترهګرو ډلو پر وړاندې همغږي اقدامات وکړي.

هغه وړانديز وکړ، چې پاکستان دې له افغان طالبانو سره همکاري وکړي او په هر ولايت کې دې يوه کميټه جوړه کړي چې د څارنې، همغږۍ او د معلوماتو د تبادلې په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.

په ډنمارک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ: پاکستان کوښښ کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ کمزوری کړي

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۴ GMT+۱
په ډنمارک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ: پاکستان کوښښ کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ کمزوری کړي
100%

په ډنمارک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونو غړو د پاکستان د سفارت مخې ته لاریون کړی او لاریون والو د پښتنو پر وړاندې د پاکستان له متشدد سیاست غندنه کړې ده.

دغه لاریونوال وايي، چې پاکستان په تورخم، سپین بولدک، کراچۍ او اسلام اباد کې افغان کډوال او ناروغان زنداني کوي، ځوروي او پېسې ترې اخلي.

دغه لاریونوالو د پاکستان پر پوځ غږ کړی، چې د پښتنو پر وړاندې دې له متشدد سیاست څخه لاس واخلي او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عید الرحمان، ګیله من وزیر او زکیم دې خوشې کړي.

یادو لاریون کوونکو ویلي، چې د پاکستان حکومت په لوی لاس د پښتون ژغورنې غورځنګ کمزوری کوي او د دوی پر وړاندې د ټولو بشري اصولو او قوانینو خلاف تشدد کوي.

هېره دې نه وي، چي تر دې وړاندي هم د (پي ټي ایم) غړو د افغان کډوالو او هلته د مېشتو پښتنو لږه کیو سره د بشري ضد کړنو خلاف د هاګ محکمې مخ کې لاریون کړی و او د پاکستان اداره یې له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورنه کړه.

د دغو لاریونونو په اړه د پاکستان حکومت رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مریم نواز: نواز شریف د پاکستان ژغورلو لپاره را روان دی

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۲ GMT+۱
مریم نواز: نواز شریف د پاکستان ژغورلو لپاره را روان دی
100%

د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې یوه مشره مریم نواز وايي، چې پخوانی لومړی وزیر نواز شریف له کړکېچ د پاکستان د اېستلو لپاره دغه هېواد ته ستنېږي. د نوموړې په خبره، «نواز شریف به ترهګري ختمه کړي، ولس به له ګرانۍ وژغوري او خلکو ته به کار روزګار پیدا کړي.»

د مسلم لیګ د اېکس له مخې، د نواز شریف لور مریم نواز د یکشنبې په ورځ په لاهور کې د ګوند ځوانانو څانګې په غونډه کې دا خبرې وکړې.

ټاکلې ده چې نواز شریف له څو کلنې جلاوطنۍ وروسته د اکتوبر پر ۲۱ له بریتانیا څخه خپل هېواد ته ستون شي.

مریم نواز له ګوندي ملګرو وغوښتل چې د ښاغلي شریف هرکلي ته راووځي او زیاته یې کړه: «د اکتوبر پر ۲۱ به ولس ثابته کړي چې یوازې نواز شریف مشر دی.»

نوموړی په داسې مهال پاکستان ته ستنېږي چې تېره اونۍ یې د اختلاس اړوند یوه دوسیه بیا را ژوندۍ شوې ده.

نواز شریف پر ۲۰۱۷ کال هم د فساد په تور د سترې محکمې له خوا له واکه لرې او بیا پر ۲۰۱۸ کال د تل لپاره له سیاست او واک منع شو.