• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مریم نواز: نواز شریف د پاکستان ژغورلو لپاره را روان دی

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۲ GMT+۱

د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې یوه مشره مریم نواز وايي، چې پخوانی لومړی وزیر نواز شریف له کړکېچ د پاکستان د اېستلو لپاره دغه هېواد ته ستنېږي. د نوموړې په خبره، «نواز شریف به ترهګري ختمه کړي، ولس به له ګرانۍ وژغوري او خلکو ته به کار روزګار پیدا کړي.»

د مسلم لیګ د اېکس له مخې، د نواز شریف لور مریم نواز د یکشنبې په ورځ په لاهور کې د ګوند ځوانانو څانګې په غونډه کې دا خبرې وکړې.

ټاکلې ده چې نواز شریف له څو کلنې جلاوطنۍ وروسته د اکتوبر پر ۲۱ له بریتانیا څخه خپل هېواد ته ستون شي.

مریم نواز له ګوندي ملګرو وغوښتل چې د ښاغلي شریف هرکلي ته راووځي او زیاته یې کړه: «د اکتوبر پر ۲۱ به ولس ثابته کړي چې یوازې نواز شریف مشر دی.»

نوموړی په داسې مهال پاکستان ته ستنېږي چې تېره اونۍ یې د اختلاس اړوند یوه دوسیه بیا را ژوندۍ شوې ده.

نواز شریف پر ۲۰۱۷ کال هم د فساد په تور د سترې محکمې له خوا له واکه لرې او بیا پر ۲۰۱۸ کال د تل لپاره له سیاست او واک منع شو.

ترویج لرونکی

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ
۱

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۲

د نارینه‌وو ملاتړ؛ عاطفي وابستګي که ټولنیزه اړتیا؟

۳

د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده

۴

د ازادۍ جبهه: د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان زموږ د بریدونو مشروع هدفونه دي

۵

طالبان ادعا کوي چې بامیان کې یې د یوې نجلۍ تښتونکی او د هغې د ورور قاتل وژلی دی

•
•
•

نور کیسې

ولسمشر جو بایډن نوې لایحه لاسلیک کړه؛ د امریکا د فیډرالي حکومت د بندېدو مخه ونیول شوه

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۶ GMT+۱
ولسمشر جو بایډن نوې لایحه لاسلیک کړه؛ د امریکا د فیډرالي حکومت د بندېدو مخه ونیول شوه
100%

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن هغه لایحه لاسلیک کړه، چې له مخې یې د ۴۷ نورو ورځو لپاره د فیډارلي ادارې دوام تضمینیږي. که چېرې یاده لایحه نه وی لاسلیک شوې، نن به په ټوله امریکا کې فیډرالي ادارې تړلې وې.

نوموړي نن یکشنبه ( د تلې ۹مه) پر خپلې اېکس پاڼې هغه عکس خپور کړی، چې پکې نوموړی یاده لایحه لاسلیکوي او ورسره یې لیکلي، چې دغه لایحه به وکولی شي، چې د ۴۷ نورو ورځو لپاره فیډارلي اداره له تړل کېدو وژغوري.

د امریکا سنا مجلس د شنبې په شبه یاده لایحه تصویب کړې وه او د لاسلیک لپاره یې د ولسمشر بایډن دفتر ته استولې وه.

د امریکا د استازو جرګې او سنا تر منځ د کلنۍ بودیجې پر سر رامنځته شوی مخالفت تر دې کچې رسېدلی و، چې سپینې ماڼۍ د امریکا د فیډارلي ادارې د احتمالي تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

د ولسمشر جو بایډن له خوا د یادې لایحې له لاسلیک وروسته نوموړي له کانګرس غوښتي چې ژر تر ژره دې خپلو دندو ته ستانه شي او کلنۍ مالي بودیجه دې تصویب کړي.

نوموړي لیکلي: “د امریکا خلک له حکومته د کار تمه لري، راځئ چې دا ډاډ تر لاسه کړو چې کوو یې”.

د امریکا د استازو په جرګه کې د بودیجې په اړه رامنځته شوی اختلاف تر ډېره د اوکراین سره په مرستو را څرخي.

د ملګرو ملتونو یو پلاوی قره باغ ته د بشري اړتیاو د څېړلو په موخه تللی

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۵ GMT+۱
د ملګرو ملتونو یو پلاوی قره باغ ته د بشري اړتیاو د څېړلو په موخه تللی
100%

غربي رسنیو د اذربایجان د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو یو پلاوی د قره باغ سیمې ته د وضعیت د څېړلو په موخه رسېدلی او ډېر ژر به په کار پیل وکړي.

د اذربایجان او ارمینیایانو تر منځ په قره باغ سیمه کې د کړکېچ له پېلیدا را وروسته په لومړي ځل د ملګرو ملتونو دغه پلاوی د قره باغ سیمې ته تللی او دغه پلاوی به په یاده سیمه کې بشري اړتیاوې وڅېړي.

درې کاله وړاندې د اذربایجان او ارمنستان هېوادونه له شاوخوا درې لسیزو وروسته یو ځل بیا د قره ‌باغ د حاکمیت پر سر شخړه وکړه او له څو اونیو وروسته د مسکو په مشرۍ اوربند لاس‌لیک شو. په یاده سیمه کې وروستی کړکېچ وروسته له هغې رامنځته شو، چې اذبایجان په دغې سیمې کې د چاڼیزو عملیاتو اعلان وکړ.

د نړۍوالو قوانینو له مخې؛ قره‌باغ د اذربایجان جمهوریت د یوې برخې په توګه پېژندل شوی؛ خو د دې سیمې اکثریت نفوس ۱۲۰ زره ارمنیایان دي.

دغه سیمه د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې پر مهال د اذربایجان جمهوریت له کنټروله واېستل شوه.

د اذبایجان له خوا په دغه سیمه کې د تېرې میاشتې د عملیاتو له پیل راهیسې له دغې سیمې څخه نېږدې ۱۲۰ زره وګړي ارمنستان ته کډوال شوي دي.

یو شمېر نړۍوالو سازمانونو له دغو کډوالو سره د مرستې غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې کډوال په ډېر بد ټولنیز حالت کې ژوند کوي.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۳۵ کلونو کې لومړی ځل دی، چې د ملګرو ملتونو یو پلاوی دغې سیمې ته سفر کوي او د خلکو بشري اړتیاوې ارزوي.

پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې ۸۰۰ افغان کډوال نیولي دي

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۳ GMT+۱
پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې ۸۰۰  افغان کډوال نیولي دي
100%

پاکستاني پولیسو د اسلام اباد په څنډو کې د تلاشۍ عملیاتو کې ۸۰۰ افغان کډوال نیولي دي. پاکستاني رسنیو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ادارې له قوله ویلي، چې ۴۰۰ هغه کسان چې د اوسېدو کارتونه یې درلودل، خوشې شوي او ۳۷۵ نور به له دې امله واېستل شي، چې اسناد نه لري.

د پاکستان خبري سرچېنو راپور ورکړی چې دغه عملیات د بهارا کهو، ترنول، مهرابادیان، ګلره او شمس کالونۍ په سیمو کې شوي دي.

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې د دغه هېواد کابینې د یو نیم میلیون کډوالو د ایستلو پلان تصویب کړی چې د اوسېدو اجازه نه لري.

د دغه پلان تصویب په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په منځ کې پراخې اندېښنې راپارولې دي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په میاشت کې د طالبانو له خوا د افغانستان د پخواني حکومت له نسکوریدو وروسته د سیمې هیوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او ایران ته د افغانانو د مهاجرت یوه لویه څپه پیل شوه.

دغه مهاجرت مختلف عوامل درلودل. د پخوانیو دولتي کارکوونکو، د بشري حقونو د فعالانو او د دې ډلې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې د طالبانو د غچ اخیستنې وېره، د نجونو پر زده کړو بندیز او د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ ډېروالی د دغه مهاجرت اصلي لاملونه بلل کېږي.
​

ندا محمد ندیم: بهرنیان غواړي چې په افغانستان کې ښځې او نارینه مساوي حقونه ولري

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۲ GMT+۱
ندا محمد ندیم: بهرنیان غواړي چې په افغانستان کې ښځې او نارینه مساوي حقونه ولري
100%

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم وايي، چې نړۍوال ترې د ښځو او نارینه و برابر حقوق غواړي او د هغوی د برابرۍ غوښتنه د ښځو او سړو لپاره د حجاب نه مراعتول دي.

هغه زیاته کړه: “ د بهرنیانو غوښتنه دا ده، که چېرې نارینه بهر په مجلس یا کار کې وي، نو ښځه هم باید هملته ورسره وي، ښځه دې هم په دفتر کې وي او نر هم، ښځه هم باید پارک کې وي او نر هم”.

نوموړي دغه خبرې بغلان ولایت ته په خپل وروستي سفر کې د دغه ولایت د استادانو او یو شمېر مشرانو سره په ناسته کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې د نړۍوالو دا ډول غوښتنې دوی ته د منلو وړ نه دي.

نوموړی زیاتوي: "هغه حقوق چې د نر لپاره دي باید د ښځې لپاره هم وي، لکه بې حجابي، شرابخوري".

هغه دا ونه ویل، چې د کوم سازمان او یا بهرني هېواد له اړخه ورڅخه دا ډول غوښتنه شوې ده، خو زیاته کړې یې ده چې د بهرنیو غوښتنې د اسلام سره په ټکر کې دي.

ندیم وايي، چې په تېرو شلو کلونو کې بهرنيان ټول هغه څه چې د شريعت له نظره حرام او منع دي؛ د شل کلنې لاسته راوړنې په توګه بولي او د دغو لاسته راوړنو په ضایع کېدو پسې اندېښمن دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر تېره اونۍ په کندز کې د افغان نجونو د زده کړو د دوام لپاره د نړۍوالې ټولنې غوښتنه د لویدیځو هېوادونو له خوا یوه تبلیغاتي جګړه بللې وه.

د کندز په غونډه کې ندا محمد ندیم وویل: «موږ غواړو چې اسلامي شخصیتونه وروزل شي، چې د اسلامي ارزښتونو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو وي».

د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره د نړۍ له پرله پسې غوښتنو سره - سره طالبان د ښځو پر زده کړو د بندیز له دریځه نه دي وتلي.

تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې طالبان د نړۍ د غوښتنو پر خلاف په حرکت کې دي او له نړۍوال مشروعیت څخه لرې دي.

نړۍوالې ټولنې او بېلابېلو هېوادونو له طالبانو په بار – بار غوښتي چې په افغانستان کې دې د نجونو او مېرمنو پر زده کړو او کار بندیز لرې کړي او یو ټولګډونه حکومت دې رامنځته کړي، دا هغه غوښتنې دي چې طالبان یې د دوی داخلی چارې ګڼي.

المرصاد: طالبانو د بلوچستان د برید په هکله له پاکستان سره معلومات شریک کړي وو

۹ تله ۱۴۰۲ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۷ GMT+۱
المرصاد: طالبانو د بلوچستان د برید په هکله له پاکستان سره معلومات شریک کړي وو
100%

طالبانو ته نږدې وېبپاڼه المرصاد وايي، دې ډلې د بلوچستان د برید او ورته نورو بریدونو معلومات او په دې کې د لاس لرونکو نومونه د پاکستان له استخباراتو سره شریک کړي وو. دا رسنۍ د پاکستان حکومت تورنوي چې دغو معلوماتو ته یې پاملرنه نه ده کړي او نه یې د دې بریدونو مخه نیولې ده.

وړمه ورځ د بلوچستان په مستونګ کې د میلادالنبي پر مراسمو په ځانمرګي برید کې ۵۹ کسان ووژل او تر شپېتو ټپیان شول.

د پاکستان طالبانو ډلې دا برید غندلی او بلې وسلوالې ډلې یې مسوولیت نه دی منلی.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي پرون په کوټه کې وویل، چې هند د بلوچستان بریدونو کې لاس لري.

خو المرصاد وايي، باوري شواهد ښيي چې پاکستان په افغانستان او سیمه کې د یوه نیابتي سازمان په توګه د داعش د راپورته کولو او تقویه کولو پروژه پرمخ بیايي.

المرصاد چې په څو ژبو د داعش پرضد نشرات کوي، تېره ورځ د پاکستان بلوچستان وروستیو خونړیو بریدونو په اړه د « پاکستان خپل ولس د داعش پر لاس وژني» ترسرلیک لاندې یو راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې ادعا شوې چې،له ډېر وخت راهیسې په قبایلي سیمو کې د پاکستان د حکومت په مستقیم ملاتړ د داعش لپاره د جلب او جذب لړۍ روانه ده.

دوی په خپل راپور کې زیاتوي چې بلوچستان په دغه هیواد کې د داعش لپاره یوه لویه او بې قانونه سیمه شمېرل کیږي.

تر دې مخکې هم داعش په بلوچستان کې د ځینې بریدونو مسوولیت منلی چې وروستی یې تېره میاشت د جمعیت علمای اسلام پر صوابي مشر حافظ احمد و.

داعش د مستونګ برید په هکله لا څه نه دي ویلي.