د دې خبري اژانس او پاکستاني ورځپاڼو په حواله؛ د شړلو پلان به په درېیو پړاوونو کې عملي شي.
په لومړي پړاو کې به ټول ناقانونه کډوال له اسنادو پرته او په راتلونکو پړاوونو کې به هغه افغان کډوال چې د اوسېدو کارتونه لري له دغه هېواده وایستل شي.
اسوشیټیډ پرېس لیکي؛ چې پاکستان شاوخوا ۷۰۰ زره افغان مهاجرینو د اوسیدو کارتونه نه دي نوي کړي.
د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې به له افغانستان سره د ټولو سرحدي پولو لپاره د "واحد سند سیستم" پلي کړي.
د پاکستان د حکومت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې له دې وروسته به افغان مسافر له پاسپورټ او ویزې پرته له نورو اسنادو سره دې هېواد ته داخل نه شي.
د پاکستان د حکومت وروستۍ پرېکړه د هغه دور د پای ته رسېدو په معنا ده، چې مسافرین کولی شي د پخوانیو اسنادو لکه؛ د برېتانوي هند تړون، ملي هویت کارت او تذکرې سره له پولې تېر شي.
داسې ښکاري چې د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ د دغو مهاجرو په شړلو کې رول لوبوي، چې ډېری یې په پاکستان کې له کلونو راهیسې ژوند کوي.
اسلام اباد له طالبانو غوښتي، چې پاکستان ته د هغو افغان مېشتو وسله والو د ننوتو مخه ونیسي، چې په دغه هېواد کې یې خونړي بریدونه کړي دي. خو طالبانو تر اوسه دغه غوښتنه نه ده پوره کړې.
یوې رسمي سرچینې اسوشیټیډ پرېس ته وویل: "غیرقانوني بهرني اتباع د پاکستان امنیت ته ګواښ دی".
دغه چارواکي افغان اتباع په تروریستي فعالیتونو کې په لاس لرلو تورن کړي دي.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پوځ پر یوې اډې د وسله والو له خونړي برید څخه شل ورځې وروسته، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسد په ۱۱مه اعلان وکړ، چې په دغه برید کې افغان اتباع لاس لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان سفارت ته یو لیک استولی او له طالب استازو یې غوښتي چې د هغو درېیو وسله والو جسدونه چې د کندهار ولایت اوسېدونکي دي او په برید کې یې برخه اخیستې وه ورته وسپاري.
دغه خبري اژانس وايي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له طالبانو سره په همغږۍ د افغان کډوالو د ایستلو پلان چمتو کړی دی.
ویل کیږي چې دغه وزارت په پام کې لري چې افغان کډوال راټول کړي او په موټر کې یې د افغانستان پولې ته ورسوي.