لومونډ ورځپاڼه: په درملنه کې د چرسو په اړه طبي څېړنې پیلیږي

د فرانسې د لومونډ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د بنګو بوټي د درملنې د یوې مادې په توګه اوس تر څېړنو لاندې نیول کېږي. د دغه راپور له مخې، دغه نبات له لرغونې زمانې څخه تر نولسمې پېړۍ پورې په څو براعظمونو کې د يوه اړین طبي بوټي په توګه کارول کېده.