په پاکستان کې د انفلاسیون یا د پیسو د پړسوب کچه تر ۳۱ سلنې واوښته

د پاکستان د احصایې ادارې شمېرې ښیې، چې په دغه هېواد کې د انفلاسیون کچه د اګست په میاشت کې له ۲۷،۴ سلنې څخه په سپتمبر کې ۳۱،۴ سلنې ته لوړه شوې ده. د پاکستان د مالیې وزارت وايي، په راتلونکې میاشت کې به د انفلاسیون کچه له ۲۹ تر ۳۱ سلنې پورې لوړه پاتې شي.