د روغتیا نړۍوال سازمان: هر کال د تي سرطان شاوخوا ۲،۳ میلیونه پېښې تشخیصېږي

د تي سرطان د پوهاوي په میاشت کې، د ملګرو ملتونو د ښځو بنسټ د دوشنبې په ورځ په اېکس پاڼه لیکلي چې، د تي سرطان ناروغانو لپاره د ژر تشخیص، مخنیوي، درملنې او ملاتړ په برخه کې باید د نویو نوښتونو ډېرې هڅې وشي.