عراقي مسیحي مشرانو په یوه واده کې د اور لګېدنې په اړه د نړۍوالې څېړنې غوښتنه کړې ده

د عراق په شمال کې د مسیحیانو ټولنې مشرانو حکومتي څیړنې ردې کړې او د یوه نړۍوال کمیسیون غوښتنه یې وکړه، چې د واده په یوه تالار کې د اور لګېدنې پېښه وڅېړي. دوی دا خبره رد کړه، چې ګواکې دغه پېښه چې ۱۱۳ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې؛ قصدي نه وه.