وزیرستانیو ښځو او ماشومانو په میرعلي کې د پوځي چوڼۍ مخې ته احتجاج کړی

د شمالي وزیرستان په میرعلي ولسوالۍ کې د ځايي پوځي چوڼۍ په دروازه کې هغو ښځو او ماشومانو احتجاج وکړ چې وايي، کلونه کېږي پلرونه، مېړونه او یا مشران وروڼه يې ژوندي ورک دي. دغو ماشومانو له پاکستاني پوځ وغوښتل، چې د دوی د کورنۍ غړي بې ګناه دي او هغوی دې را پرېږدي.