• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه په کورنۍ کې سرچینې وایي، میرویس ظاهر په طبیعي ډول نه دی مړ شوی

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۴ GMT+۱

د ظاهرشاه په کورنۍ کې سرچینې وایي، چې د افغانستان د وروستي پاچا زوی شاهزاده میرویس ظاهر په خپل طبیعي مرګ نه دی مړ شوی. دغو سرچینو ویلي، چې تېره اونۍ میرویس ظاهر په کابل کې روغتون ته ولېږدول شو؛ خو هغه په ( طبیعي توګه) نه دی مړ شوی.

د پخواني پاچا د کورنۍ غړي وایي، چې د عدلي طب د معایناتو پایلو ته په تمه دي.


تر دې وړاندې راپور ورکړل شوی و، میرویس ظاهر چې د پخواني پاچا کشری زوی و د جمعې په ورځ د تلې په اوومه نېټه په کابل کې د « ورپېښې ناروغۍ له امله» ومړ.


د راپورونو له مخې، شاهزاده میرویس د محمد داوود خان په مشرۍ د ۱۳۵۲ کال په کودتا کې له افغانستانه ووت او په ۱۳۸۱ کال کې د افغانستان پخواني پاچا سره یو ځای بېرته هېواد ته راستون شو.

هغه افغانستان ته له بیا ستنېدو وروسته په کابل کې ژوند کاوه.

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان کې افغان کډوال د خپل سرو نیولو او شړلو له ګواښ سره مخامخ دي

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۰ GMT+۱
د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان کې افغان کډوال د خپل سرو نیولو او شړلو له ګواښ سره مخامخ دي
100%

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، ډېری هغه افغانان چې د طالبانو د ځورونې له وېرې یې افغانستان پرېښی او پاکستان ته تللي، د خپل سرو نیولو او د شړلو له ګواښ سره مخ دي. دغه سازمان د کډوالو د وضعیت په اړه د نړۍوالې ټولنې پر بې پامۍ نیوکه کړې ده.

د بښنې نړۍوال سازمان په اېکس پاڼه لیکلي:« د اندېښنې وړ ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د نړۍوالې ټولنې د پام وړ نه ګرځي.»


د پاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له دغه هېواده به ۱.۱ میلیونه ناقانونه کډوال وشړي.


پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې دغه پرېکړه کې هغه افغانان چې د «مېشتېدو کارټونه» هم لري شامل دي.

د دغو پاکستانۍ رسنیو او اژانسونو له حوالې، د شړلو دغه طرحه به په درېیو لړیو کې پلې شي.


په لومړۍ لړۍ کې به ټول ناقانونه کډوال او په دویمې لړۍ کې به د مېشتېدنې کارټ لرونکي افغان کډوال له دغه هېواده وشړل شي.
د بخښنې نړۍوال سازمان تر دې وړاندې د ځینو راپورونو په خپرولو سره ویلي و، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره ډېری افغانان د دغې ډلې له‌خوا د ځورونې له وېرې اړ شول، چې پاکستان ته وتښتي او له دوو کلونو راهیسې د نوم لیکنې، کډوالۍ او ویزو له پراخو ننګونو سره مخامخ دي.


دغه بنسټ وایي، نړۍواله ټولنه نه ده توانېدلې د هغو کسانو، بشپړه ساتنه وکړي چې د طالبانو د ځورونې او ربړونې له وېرې له افغانستانه تښتي.

د پاکستان په پلازمېنې کې پولیسو شاوخوا زر افغان کډوال نیولي دي

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۱ GMT+۱
د پاکستان په پلازمېنې کې پولیسو شاوخوا زر افغان کډوال نیولي دي
100%

په پاکستان کې ګڼ افغان کډوال وایي، له ټولو قانوني او د کډوالۍ له اسنادو سره، سره د دغه هېواد د پولیسو له‌خوا نیول کېږي او زورزیاتی ورسره کېږي.

دغه کډوال د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو پر عالي کمیشنرۍ هم نیوکه کوي، چې د دوی په وینا غږ یې نه اوري او د دوی له حقونو ننګه او ملاتړ نه کوي.

دغه څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته کېږي، چې په پلازمېنه اسلام اباد کې پولیسو شاوخوا زر تنه افغان کډوال ونیول او ډېر یې زندانونو ته هم واستول.


د پاکستان حکومت وایي، چې ټول ناقانونه کډوال له خپلې خاورې باسي او بېرته یې خپل هېواد ته استوي؛ خو په دوی کې داسې افغانان هم شته چې وایي، په هېواد کې ورته ګواښونه دي او وېره یې دا ده، چې ښايي هلته د واکمنو طالبانو له لورې یا بندیان شي او یا هم خپل ژوند وبایلي.


تر دې وړاندې هم په پاکستان کې افغانان په وار، وار نیول شوي؛ خو دا پلا د افغانانو د نیولو چارې د ترهګرۍ ضد پولیسو د سي‌ټي‌ډي څانګې ته سپارل شوي، چې همدغه تېره ورځ یې له ۹۳۰ زیات کسان د اسلام اباد په بېلابېلو برخو کې ونیول.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت سرچېنې هم دا مني، چې تېره ورځ دلته د زرو په شاوخوا کې افغانان نیول شوي او له ډلې یې ۴۸۵ کسان وروسته له هغه خوشې شوي چې د اوسېدو قانوني اسناد یې وړاندې کړي دي.

د پاکستاني چارواکو په وينا ۳۷۵ کسان چې د پېژندنې هېڅ ډول اسناد یې نه درلودل بندیان شوي دي او ۲۵ نور افغانان به تر هغه ساتل کېږي، چې اسناد یې تصدیق شي.

د پاکستاني چارواکو په ټکو، د چارو له بشپړېدو وروسته به نیول شوي افغانان له پولې اړول کېږي.


د احمد فهیم په نامه یو خوشې شوي افغان افغانستان انټرنشنل ته وویل:« زموږ سره په نیول شویو کسانو کې ډېری داسې کسان وو، چې د مهاجرت یا کډوالۍ اسناد یې لرل او له ډېرې مودې راهیسې په پاکستان کې اوسېدلي وو، هغوی ته یې ویل چې تاسې نور حق نه لرئ چې دلته پاتې شئ او ان له هغوی سره یې ډېر بد چلند هم کاوه.»

ازاد پاکستانی خبریال او شنونکی طاهر خان وایي، چې د پاکستان نوې لنډمهاله ادارې چې کوم زور زیاتی له کډوالو سره پیل کړی، دا بنسټیزه لاره نه ده چې دوی خپله کړې او نه هم دغه لاره د پاکستان د حکومت لپاره ګټوره ده؛ بلکې د هغه له نظره ښه لاره دا ده، چې د کډوالو د با عزته ستنولو لپاره نورې لارې چارې ولټول شي او د هغوی له واکمنو سره په هوکړې د دوی د ستنولو لپاره لارې چارې هوارې شي.

تېره اوونۍ د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (يو اېن اېچ سي ار) اعلان وکړ، چې په پاکستان کې درې اعشاریه اووه میلیونه افغانان مېشت دي.

په پاکستان کې د کډوالو عالي کمېشنري وايي، شپاړس کاله مخکې یې یو اعشاریه درې میلیون افغانانو ته د کډوالۍ کارتونه وېشلي دي؛ خو اوس د پاکستان حکومت له‌خوا د ای‌سي‌سي‌او‌پي‌او‌ار په نامه د وېشل شویو کارتونه وخت هم پای ته رسېدلی.


موږ ډېره هڅه وکړه، چې په پاکستان کې د کډوالو د نیولو د چټکې لړۍ په اړه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ سره خبرې وکړو؛ خو زموږ د پر له پسې تیلیفونونو سره، سره د یو اېن اېچ سي ار ویاند قیصر اپریدي زموږ تیلیفونونه ځواب نه کړل.


په پاکستان کې د ګڼو افغانانو نیول، چې د رپوټونو له مخې زورزیاتی هم په کې کېږي وروسته له هغه زیات شوي چې د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ وویل، هغه افغانان دې ونیول شي چې پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته اوسېږي.

اوچا: اسټرالیا له افغانستان سره پنځه میلیونه ډالره بشري مرسته کړې

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۹ GMT+۱
اوچا: اسټرالیا له افغانستان سره پنځه میلیونه ډالره بشري مرسته کړې
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې د اسټرالیا هېواد له افغانستان سره پنځه میلیونه امریکايي ډالره بشري مرسته کړې ده.

اوچا پر خپلې اېکس پاڼې د اسټرالیا هېواد د مرستو خبر ورکړی او له هغوی یې د مننې تر څنګ زیاته کړې، چې د افغانستان خلک له بل هر وخته بشري مرستو ته زیاته اړتیا لري.

دغه دفتر زیاتوي، چې یادې مرستې به په بشري فعالیتونو ولګول شي او له نورو مرسته کوونکو څخه یې هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

یاد سازمان څه موده وړاندې په خپل یوه راپور کې ویلي وو، چې افغانستان په شدید ډول له بشري کړکېچ سره مخ دی او که چېرې بشري مرستې ورسره ونه شي، ښايي بشري ناورین رامنځته شي.

په ورته وخت کې د خوړو نړۍوال سازمان هم وايي، چې ښځې په افغانستان کې د مرستو کمېدو تاوان پرې کوي.

دغه سازمان پر خپلې اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي؛ له یو میلیون څخه ډېرې مېندې او ماشومان به د بودیجې د کمښت له امله خوراکي مرستې ترلاسه نه کړي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ دمګړۍ په افغانسان کې څه باندې ۱۵ میلیونه وګړي له لوږي سره مخ دي. خو له افغانستان سره به د بشري مرستو د کمښت له امله په دغه هېواد کې د لوږې شمېري نورې هم لوړې شي.

متقي: له افغانستانه د خلکو وتل زموږ په راتګ پورې کوم خاص تړاو نه لري

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۸ GMT+۱
متقي: له افغانستانه د خلکو وتل زموږ په راتګ پورې کوم خاص تړاو نه لري
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، چې هغه افغانان چې له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته ځي، دوی کوم سیاسي مشکل نه لري؛ بلکې د درېیمې نړۍ ټول هېوادونه له دغې ستونزې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت د سازمان د راپور له مخې؛ پر افغانستان د طالبانو د بیا ځل واکمنۍ له پیل راهیسې نېږدې ۳،۶ میلیونه افغانان کډوالۍ ته اړ شوي دي.

دا مهال په پاکستان او ایران کې نېږدې اوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي او له سختو کړاوونو سره مخ دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزون پر خپلې اېکس پاڼې د نوموړي یو غږیز کلیپ خپور کړی، چې پکې نوموړی وايي؛ له افغانستان څخه د د افغانانو وتل د دوی په راتګ پورې کوم ځانګړی تړاو نه لري.

هغه زیاته کړې: “ هغه خلک چې له تېر رژیم سره خاص تړلي وو او یا له خارجي کړیو سره بسته وو، هغوی به خامخا له هغوی سره تللي وي او یا به ځي”.

نوموړی وايي، چې د ګاونډیو هېوادونو اتباعو ته که چېرې پرمختللو هېوادونو ته د تګ زمینه برابره شي، هغوی هم خپل هېواد پرېږدي.

متقي زیاتوي، چې د دوی تر واکمنۍ وړاندې د افغانستان په ۳۵ سلنه سیمو کې د زده کړو زمینه برابره وه؛ مګر اوس په ټول افغانستان کې دوی د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

دا مهال په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر وړاندې د زده کړو د بندیز تر څنګ د کار بندیز هم موجود دی، دغو بندیزونو په کورني او نړۍواله کچه ګڼ غبرګونونه راپارولي، خو طالبان بیا د نجونو د زده کړو مساله خپله داخلي مساله بولي.

امیر خان متقي له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د زده کړو په اړه ویلي، چې دوی نه غواړي د نجونو د ښوونځیو په پرانیستو له داخلي ستونزو سره مخ شي او هڅه کوي چې یوه معقوله لار پېدا کړي.

د طالبانو دغه لوړ پوړي چارواکي یو ځل بیا د طالبانو حکومت ټولګډونه ښودلی او ویلي یې دي، چې دوی د پخواني حکومت په څېر ټولګډونه حکومت نه غواړي.

د یادونې وړ ده، د طالبانو د حکومت له پیله نړۍواله ټولنه او د سیمې هېوادونه له طالبانو د ټولګډونه حکومت د جوړېدو، د ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو د لرې کولو اساسي غوښتنې لري، خو طالبانو تر اوسه د نړۍوالې ټولنې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د اسلام اباد نوې پرېکړه: افغان مسافر کولای شي یوازې په پاسپورټ او ویزو پاکستان ته داخل شي

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۶ GMT+۱
د اسلام اباد نوې پرېکړه: افغان مسافر کولای شي یوازې په پاسپورټ او ویزو پاکستان ته داخل شي
100%

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې به له افغانستان سره به ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د «واحد سند سیستم» پلي کړي. د پاکستان د خراسان ډېري د راپور له مخې؛ له دې وروسته افغان مسافر کولی شي یوازې په پاسپورټ او ویزو سره پاکستان ته داخل شي.

د پاکستان د حکومت وروستۍ پرېکړه د هغه دور د پای ته رسېدو په معنا ده، چې مسافرینو کولی شول د پخوانیو اسنادو لکه؛ د برېتانوي هند تړون، ملي هویت کارت او تذکرې سره له ډېورنډ کرښې تېر شي.

له دې وړاندې د سپین بودلک پر لار یو شمېر افغانانو ته په تذکرو پاکستان ته د تللو اجازه ورکول کېده.

تر اوسه پاکستاني چارواکو په رسمي ډول د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

خو پاکستانۍ ورځپاڼې خراسان د یوه چارواکي په حواله، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ د دې نوې پرېکړې خبر ورکړی دی.

د دې پرېکړې پایله د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو قومونو ترمنځ سوداګري او اړیکې محدودولی شي او د دوی پر اقتصادي وضعیت ځانګړی اغېز ښیندلی شي.