• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د بامیانو ولایت د ضحاک ښار د بیارغونې چارې مو پیل کړې

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۵ GMT+۱

د باميانو ولايت د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صفي الله راید اعلان وکړ، چې د باميانو په ختيځ کې د ضحاک د تاريخي ښار د بيارغونې کار پيل شوى دى. دغه طالب چارواکي وويل، چې دغه پلان د يونيسکو له خوا د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تر څارنې لاندې پلى کېږي.

باختر اژانس د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې ښاغلي رايد وويل، د بيارغونې دغه پروژه به په دوو مياشتو کې بشپړه شي.

هغه ټینګار وکړ، چې د دې پروژې تطبیق د تاریخي ابداتو د "پیاوړتیا" لپاره ارزښتناک دی، خو څرګنده یې نه کړه چې د دې دوه میاشتنۍ پروژې په چوکاټ کې به کوم کارونه ترسره شي.

د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان "یونسکو" تر اوسه د دې خبر په اړه څه نه دي ویلي.

دغه طالب چارواکي په داسې حال کې د ضحاک ښار د "بیارغونې" د پیل اعلان کړی، چې سیمه ییزو سرچینو د تېر کال په دلوې میاشت کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې له دغه تاریخي ښاره ساتنه نه کیږي.

د افغانستان د انټرنشنل یوه مخاطب یوه ویډیو رالېږلې وه، چې پکې ویل شوي وو چې په دې سیمه کې "ناقانونه اکتشافات " کېږي.

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

د مکال خبرو ته د مجاهد غبرګون: موږ له هېڅ ترهګرې ډلې سره تړاو نه لرو او داعش مو ځپلی

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۸ GMT+۱
د مکال خبرو ته د مجاهد غبرګون: موږ له هېڅ ترهګرې ډلې سره تړاو نه لرو او داعش مو ځپلی
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون د مشر مایکل مکال د خبرو په غبرګون ویلي، چې دوی له هېڅ ترهګرې ډلې سره تړاو نه لري او د دوی په اړه له ترهګرو سره د اړیکو ادعا بې بنسټه ده.

نوموړي له القاعدې ډلې سره د طالبانو د ملاتړ په اړه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مکال خبرې رد کړې دي.

نوموړي په کابل کې رسنیو ته ویلي: “موږ دغه څرګندونې ردوو او د داعش له خوا رامنځته شوي ګواښونه د هېواد د ګټو او امنیت په خاطر له منځه وړل شوي دي”.

تېره ورځ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ویلي، د بایډن د ادارې لوړپوړي چارواکي د طالبانو فعالیتونه او له ترهګرو ډلو سره د هغوی اړیکې "کم ارزښته" ښيي؛ څو طالبان د ترهګرو پر وړاندې د پوځي ځواک د کارولو د جواز له قانونه په څنګ وساتي.

مکال په یوې وینا کې ویلي؛ امریکايي چارواکي ادعا کوي چې “طالبانو د دوحې د هوکړې په چوکاټ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي، ځکه دغه ډله د داعش د ماتولو لپاره کار کوي.”

د کانګرس دغه جګپوړي چارواکي ویلي؛ هغه اندېښمن دی چې د بایډن اداره به له طالبانو سره په همدې پلمه د اړیکو د عادي کولو لپاره ګام پورته کړي او دغه ډله به له هغه قانونه مستثنا کړي، چې د ترهګرو پر وړاندې د پوځي ځواک د کارولو اجازه ورکوي.

مایکل مکال وویل، چې طالبان لا هم د القاعدې ملاتړ کوي او باید له دې قانونه مستثنا نه شي.

د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر وویل:“په حقیقت کې طالبان له خپل متحد القاعدې سره کار کوي، چې خپل ګډ دښمن داعش ته ماتې ورکړي، دا له ۲۰۱۴ کال راهیسې د دغو ډلو ترمنځ د قدرت د مبارزې یوه برخه ده”.

نړۍوال بانک: د افغانستان له هرو درېیو کورنیو څخه یې دوه اقتصادي ستونزې لري

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۳ GMT+۱
نړۍوال بانک: د افغانستان له هرو درېیو کورنیو څخه یې دوه اقتصادي ستونزې لري
100%

نړۍوال بانک په خپل تازه راپور کې وايي، چې د افغانستان له هرو درېیو کورنیو څخه یې د دوو کورنیو ژوند له اقتصادي ستونزو سره مخ دی. د دغه بانک د راپور له مخې؛ دوی د جنوبي اسیا د هېوادونو اقتصادي وده نېږدې ۵،۸ سلنه اټکل کړې ده، خو په دې اټکل کې افغانستان نه دی شامل.

په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان په اړه د معلوماتو په راټولولو بندیز لګېدلی او د افغانستان د اقتصاد په اړه هېڅ وړاندوینه نه ده شوې.

نړۍوال بانک په خبل راپور کې د سویلي اسیا پر هېوادونو لکه؛ هند، مالدیف، بنګله دېش، نیپال او پاکستان تمرکز کړی دی.

په دغه راپور کې له بنګله دېش پرته د ډېرو نورو هېوادونو اقتصادي وضعیت مخ پر ودې ښودل شوی؛ خو د افغانستان په اړه هېڅ ډول ارقام او وړاندوینه نه ده شوې.

دغه راپور ښيي، چې له افغانستان او بنګله دېش پرته د سویلي اسیا هېوادونه به په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې نېږدې ۵،۸ سلنه اقتصادي وده وکړي.

دغه بانک په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې د اقلیمي بدلون او شدیدو طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دی.

د نړۍوال بانک د وروستي راپور پر بنسټ د افغانستان د ناخالصو کورنیو توکو تولید پنځو ملیاردو ډالرو ته راکم شوی او د سړي سر عاید نېږدې ۳۵۰ ډالره دی.

نړۍوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خپل راپور کې چې د تېرې جنورۍ پر ۲۵نېټه خپور شوی و ویلي وو، چې په افغانستان کې د صادراتو د کچې لوړوالی، د انفلاسیون مخنیوی، د افغانیو ارزښت ساتل او د عوایدو ټولول هغه مهم ټکي دي، چې له مخې یې د افغانستان د تېر کال وضعیت مثبت ارزول شوی.

په دغه راپور کې ویل شوي وو، چې یوازې د تېر کال د جنورۍ او نومبر میاشتو تر منځ افغانستان د ۱،۷ میلیارد ډالرو په اندازه توکي صادر کړي چې دا د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې۰،۹ او ۰،۸ میلیارد ډالر وو.

تر اوسه طالبانو د نړۍوال بانک د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

د قطر او ازبکستان ولسمشرانو د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۳ GMT+۱
د قطر او ازبکستان ولسمشرانو د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ
100%

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو دوام په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د تامین لپاره مهم وباله. شوکت میرضیایف د ازبکستان او قطر ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه دوحې ته تللی دی.

د ازبکستان ولسمشرۍ ماڼۍ د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو مسایلو سربېره پر افغانستان هم خبرې اترې وشوې.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لورو د "افغان-ټرانس" د اورګاډي د پروژې د ملاتړ په اړه هم خبرې وکړې. په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

ازبکستاني، طالبانو او پاکستاني چارواکو د روان کال د سرطان میاشتې په پای کې په اسلام اباد کې د "افغان ټرانس" په نوم د اورګاډي د پټلۍ په اړه یو تفاهم لیک لاسلیک کړ. خو تر اوسه هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او د دې پروژې د عملي کېدو وخت هم نه دی معلوم.

د "افغان ټرانس" پټلۍ د جوړولو پلان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې وړاندې شو ترڅو یوه اقتصادي لویه لاره جوړه کړي، چې منځنۍ آسیا د هند سمندر له اوبو سره وصل کړي.

د دغې پټلۍ د جوړولو لګښت څه باندې څلور نیم ملیارد ډالره دی او ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی به ولري.

دا ریل پټلۍ له ترمز څخه پیل او د مزارشریف او کابل له ښارونو تر تېرېدو وروسته پېښور ته رسېږي.

هېدر بار: افغانې مېرمنې باید د خپل هېواد د راتلونکي په اړه په هر ډول خبرو کې ونډه ولري

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۳ GMT+۱
هېدر بار: افغانې مېرمنې باید د خپل هېواد د راتلونکي په اړه په هر ډول خبرو کې ونډه ولري
100%

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هېدر بار وايي، چې په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو وضعیت ته په پام سره باید افغانې ښځې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه په هر ډول خبرو او هڅو کې ونډه ولري.

نوموړې نن سې شنبه (د تلې ۱۱مه) پر خپلې اېکس (ټوېټر) پاڼې د ښځو د مدني ټولنې، سولې او امنیت پرانیستی لیک شریک کړی او زیاته یې کړه ده، چې د بشري حقونو د څار سازمان دغه لیک د سولې په ټولو بهیرونو کې د ښځو د بشپړ ګډون په اړه مهم ګڼي او دی هم لاسلیک کړی.

په دغه پرانیستي لیک کې چې ملګرو ملتونو ته لیکل شوی، پکې د ښځو، سولې او امنیت د کلنۍ غونډې له پیل څخه مخکې له دغه سازمان څخه غوښتل شوي، چې د ټولو کنوانسیونو په نظر کې نیولو سره د سولې او امنیت په برخه کې د ښځو فعال، خوندي، با معنا او مساوي حضور ته پاملرنه وکړي.

په دغه لیک کې د ښځو د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې، د ۱۶ نورو هېوادونو د ښځو تر څنګ پکې افغانستان هم یاد شوی او ټینګار شوی، چې ښځې باید په هغو غونډو کې چې پکې د هغوی د هېوادونو په اړه بحثونه کېږي، هر اړخیز، برابر او با معنا حضور ولري.

په دغه لیک کې د مساوي ګډون خبره په ډېر جدیت سره یاده شوې ده.

د بشري حقونو د څار ډلې ترڅنګ د بښنې نړۍوال سازمان او یو شمېر نورو سازمانونو هم دغه لیک لاسلیک کړی دی.

په ورته وخت کې د ښځو او بشري حقونو فعالان وايي، سره له دې چې افغان مېرمنې له خپلو حقونو بې برخې دي، خو په غونډو کې د دوی استازو ته د ګډون حق نه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له واک ته رسېدا سره سم؛ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار بندیز لګولی او ښځې یې له ټولنیزو فعالیتونو منع کړې دي.

دغو بندیزونو په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه پارولي، نړۍوالې ټولنې، د بشري او ښځو حقونو ګڼو سازمانونو د طالبانو دغه عمل غندلی او له دوی یې د دغه بندیز د ژر تر ژره ختمېدو غوښتنه کړې.

خو طالبانو بیا د ښځو د کار او زده کړو مساله د افغانستان داخلي مساله ګڼلې او ویلي یې دي، چې چا ته په کورنیو چارو کې د مداخلې حق نه ورکوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د سږني کال له ۲۴ ځانمرګو بریدګرو څخه یې ۱۴ افغانان وو

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۲ GMT+۱
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: د سږني کال له ۲۴ ځانمرګو بریدګرو څخه یې ۱۴ افغانان وو
100%

د پاکستان د کورنیو چارو چار سمبالی وزیر وايي؛ له هغو ۲۴ ځانمرګو بریدګرو څخه چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ وروسته یې په دغه هېواد کې بریدونه کړي ۱۴ یې افغانان دي.

سرفراز بګټي د سه شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې افغانان د هنګو په ګډون د پاکستان په مختلفو سیمو کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري.

هغه د سې شنبې په ورځ (د تلې ۱۱مه) د پاکستان د خېبر پښتونخوا ایالت په هنګو سیمه کې څو ورځې وړاندې ځانمرګي برید ته په اشارې سره وویل، چې په دغه برید کې لږ تر لږه څلور تنه ووژل شول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر همداراز اعلان وکړ، چې په پاکستان کې په ناقانونه توګه مېشتو ټولو بهرنیو مهاجرینو ته د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر لومړۍ نېټې (۱۰ عقرب ۱۴۰۲) وخت ورکړل شوی چې له هېواده ووځي.

وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ؛ ډېری خلک د پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته لاړل.

سرفراز بګټي خبرداری ورکړی، چې که کډوال د اوسېدو له اسنادو پرته له پاکستانه ونه وځي، د پاکستان حکومت به يې پېدا او له هېواده به يې وباسي.

هغه ټینګار وکړ، چې هېڅ بهرني وګړي ته اجازه نه ورکول کیږي، چې له قانوني وېزې او پاسپورټ پرته پاکستان ته داخل شي.

د پاکستان دا پرېکړه د هغه مودې د پای ته رسېدو په معنا ده، چې مسافرین کولی شي د ډېورنډ کرښې څخه تېر شي او د ملي شناخت کارت یا تذکرې سره پاکستان ته داخل شي.

د دې ترڅنګ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې په دغه هېواد کې د غیرقانوني مهاجرینو شتمنۍ به د وتلو لپاره له ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته ضبط شي.

سرفراز بګټي دا هم وویل، چې دا مهال څلور میلیونه او ۴۰۰ زره افغانان په پاکستان کې ژوند کوي.