• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسیا پراختیايي بانک له "ډبلیو اېف پي"سره د افغانستان لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۳ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل یو تازه بیان کې وايي، چې د افغانانو او د هغوی د کورنیو د ملاتړ په موخه د اسیا پراختیايي بانک له دغه سازمان سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام نن چهارشنبه (د تلې ۱۲مه) پر خپلې ویب پاڼې خبر ورکړی، چې له دوی سره شوې مرستې به په ټول افغانستان کې یو میلیون او درې سوه زره ته ورکړي.

دوی زیاتوي، چې د خوړو دغه حیاتي مرستې به تر ډېره هغو کسانو ته ورکړل شي، چې د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخ دي او دوی په پلان کې لري، چې دغه مرستې به تر یو کاله پورې دوام ولري.

دغه سازمان زیاتوي، چې یادې مرستې به تر ډېره له بې سرپرسته مېرمنو، کونډو او هغو میرمنو سره وشي، چې د کورنیو سرپرستي ور پر غاړې وي.

سږ کال دا د اسیا پراختیايي بانک تر ټولو ستره مرسته ده، چې د افغانستان د خلکو لپاره یې له دغه سازمان سره کوي.

تېره اونۍ د خوړو نړۍوال سازمان ویلي وو، چې ښځې په افغانستان کې د مرستو د کمېدو تاوان پرې کوي.

دغه سازمان ویلي وو، چې له یو میلیون څخه ډېرې میندې او ماشومان به د بودیجې د کمښت له امله خوراکي مرستې ترلاسه نه کړي.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې؛ دمګړۍ په افغانسان کې څه باندې ۱۵ میلیونه وګړي له لوږي سره مخ دي. خو له افغانستان سره به د بشري مرستو د کمښت له امله په دغه هېواد کې د لوږې شمېري نورې هم لوړې شي.

د خوړو نړۍوال سازمان ویلي، چې په افغانستان کې د لوږې د مخینوي لپاره یو میلیارد ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

۴

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۵
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ وايي په ټانک کې یې لس وسلوال ووژل

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۸ GMT+۱
د پاکستان پوځ وايي په ټانک کې یې لس وسلوال ووژل
100%

د پاکستان پوځ وايي، د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې یې د استخباراتي معلوماتو له مخې په عملیاتو کې لس وسلوال ووژل. پاکستاني طالبانو هم منلې چې دې برید کې یې شپږ وسلوال وژل شوي او په مقابل کې یې د پنځو پاکستاني سرتېرو د وژلو ادعا هم کړې ده.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دا عملیات یې پرون د ټانک ضلعې په پیزو سیمه کې کړي دي.

د پوځ په خبره، د عملیاتو پرمهال د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ ډزې هم شوې دي.

پوځ دا هم وايي، چې دغو وژل شویو وسلوالو د امنیتي ځواکونو او ولس پرضد په ډېرو بریدونو کې لاس درلود.

پوځ دا هم وايي چې په دې عملیاتو کې یې ډېره اندازه وسله، مهمات او باروت کشف کړي دي.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراسانی د دې عملیاتو په تایید سره وايي، په دې نښته کې د دې ډلې شپږ وسلوال او په مقابل کې پنځه پاکستاني پوځیا ووژل شول.

نوموړی په اعلامیه کې زیاتوي، پوځ اول ډرون برید وکړ او وروسته یې په عملیاتو کې درې چورلکو هم برخه درلوده.

د پاکستان ځايي چارواکو هم ویلي چې دوه چورلکې یې په دې عملیاتو کې ښکېلې وې.

نړیوال بانک پاکستان د غریبو او پوروړو هېوادونو په فهرست کې شامل کړ

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۳ GMT+۱
نړیوال بانک پاکستان د غریبو او پوروړو هېوادونو په فهرست کې شامل کړ
100%

نړیوال بانک پاکستان د پورونو تر بار لاندې د غریبو هېوادونو نوملړ ته ور زیات کړ. دا بانک وايي، تر ۲۰۲۷ کال پورې به د پاکستان پور د دغه هېواد د کورني ناخالص تولید تر ۸۹.۳ سلنې پورې پورته شي.

د نړیوال بانک چارواکي وایي، د پاکستان د پارلمان او کابینې غړي، د خزانې وزیر د کابینې کمېټه او د نورو کمېټو غړي د مالیې یا ټېکس لپاره په پالیسۍ جوړولو کې خپل اغېز او لاسوهنې سره په دې برخه کې د اصلاحاتو مخه نیسي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، نړیوال بانک په پاکستان کې د اقتصادي حالت د سمون لپاره سپارښتنه کړې چېد سبسیډي د کمولو لپاره د مالیې په برخه کې ټولیز اقدامات وشي او د کلني مالي کسر یا خسارې د کمولو لپاره مصارف کم شي.

نړیوال بانک وايي، پاکستان د ډېرو نغدو پیسو له رېسک، د اسعارو د کمو زېرمو، بې ټیکاوه سیاسي چاپېریال او خارجي حسابونو د نوسان په ګډون له مختلفو خطرو سره مخ دی.

مقاومت جبهه وايي له اسراییل یې مرسته نه ده غوښتې

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۸ GMT+۱
مقاومت جبهه وايي له اسراییل یې مرسته نه ده غوښتې
100%

د ملي مقامت جبهې په نوم د طالبانو مخالفه ډله وايي، له کومې اسراییلۍ رسنۍ سره نه مرکه شوې او نه یې هم له اسراییل د مرستې غوښتنه کړې. خو ماریف ورځپاڼه لیکي چې د دې جبهې مشر ور سره مرکه کې ویلې چې له طالبانو سره په جګړه کې د اسراییل په ګډون د هر هېواد د ملاتړ او مرستې هرکلی کوي.

خو دې جبهې د چارشنبې په ورځ فیسبوک کې لیکلي: «په دې هکله ګنګوسې یو مخ بې بنسټه او غرضي دي.»

ماریف اسراییلۍ ورځپاڼې په یوه خبر کې- چې یوریشلیم پوسټ هم خپور کړی- ویلي دي چې احمد مسعود ور سره مرکه کړې او په هغه کې یې ویلي: «موږ د اسراییل په ګډون د هر هغه چا مرستې ته اړتیا لرو، چې غواړي زموږ ملاتړ وکړي.»

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي مسعود زیاته کړه:« موږ باید د تیارو، ترهګرۍ او جهالت پر وړاندې د بشریت د پرمختګ لپاره په ګډه ودرېږو.»

د مقاومت جبهې مشر په دې مرکه کې ویلي چې د افغانستان په ګډون ټولې جګړې او د اسراییل او فلسطین شخړې باید د خبرو له لارې هوارې شي. ځکه چې «دا زموږ د ټولو په تاوان دی».

ماریف ورځپاڼې د مقاومت د جبهې د مشر دغه مرکه د اکټوبر په درېیمه په عبري ژبه په خپله وېبپاڼه خپره کړې ده.

دا نه ده څرګنده، چې دا مرکه چیرته او کله شوې، خو احمد مسعود په دې وروستیو کې فرانسې ته په سفر تللی و.

د مقاومت جبهې ویاند علي میثم نظري د دې مرکې د خپرېدو د خبر په غبرګون کې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي چې، احمد مسعود له دغې رسنۍ سره مرکه نه ده کړې

د ایران د کډوالو ادارې مشر وايي افغانان دغه هېواد ته امنیتي خطر نه دي

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۷ GMT+۱
د ایران د کډوالو ادارې مشر وايي افغانان دغه هېواد ته امنیتي خطر نه دي
100%

د ایران د کډوالو ادارې مشر عبدالله مبیني وايي، له افغان مهاجرو سره هیڅ ستونزه نه لري او د دغه هېواد امنیت ته کوم خطر نه دي. ښاغلي مبیني د چارشنبې په ورځ له ایرنا سره په مرکه کې ویلي، چې یو وخت به افغانستان کې ټیکاو راځي او دا کډوال به پخپله خپل هېواد ته ستنېږي.

هغه زیاته کړه: «موږ له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره هیڅ مشکل نه لرو، افغانان هم تراوسه موږ ته هیڅ امنیتي مشکل نه لري. د افغانستان شرایط ځانګړي دي، هرو مرو به پکې ټیکاو راشي، کله چې ټیکاو ته ورسېږي، دوی پخپله خپل هېواد ته ستنېږي.»

عبدالله مبیني زیاتوي چې افغانان ایران ته د طالبانو له وېرې یا هم د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله کډوال شوي دي او د هغو ۱۵ ولایتونو په ولسوالیو کې اوسېږي چې دور ورته ځانګړې کړې دي.

دی وايي، افغانان هم د ایران اصولو ته درناوی لري او په همدې سیمو کې اوسېږي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو پسې تر یو میلیون ډېر افغانان ایران ته کډوال شول. په لکونو هم پاکستان ته مهاجر شول.

په پاکستان کې د بریدونو په ډېرېدو سره اسلام اباد وايي، افغانان د دغه هېواد په ناامنۍ کې لاس لري.

د پاکستان چارواکو پرون له ناقانونه افغان کډوالو وغوښتل، چې د اکټوبر تر پایه له دغه هېواد ووځي.

دوي ویلي، چې سر له نوامبر میاشتې به پراخ عملیات پیل کړي او شاوخوا ۱.۱ میلیونه ناقانونه افغان کډوال به له دغه هېواد وباسي.

په دې وروستیو کې په اسلام اباد او کراچۍ کې په سلګونو افغان کډوال هم نیول شوي چې ځینې اسناد هم لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورونې په غبرګون کې ویلي، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره چلند د منلو نه دی.
ښاغلي مجاهد نن چهارشنبه (د تلې ۱۲مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې پاکستانی لوری باید په دې اړوند په خپل پلان له سره غور وکړي.

هغه زیاته کړې، چې افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې هم د اسلام اباد د دې پرېکړې مخالفت کړی او ویلي یې دي چې کډوال باید پخپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

د بښنې نړیوال سازمان هم له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

امریکا: په سیمه کې له اسراییلو سره د اړیکو سمولو په اړه د ایراني مشر خبرې بابېزه بولو

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۰ GMT+۱
امریکا: په سیمه کې له اسراییلو سره د اړیکو سمولو په اړه د ایراني مشر خبرې بابېزه بولو
100%

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د علي خامنه يي د خبرو په ځواب کې چې له اسرائیلو سره یې د سیمې د هېوادونو د اړیکو سمول «بایلونکی قمار» بللی، ویلي چې واشنګټن په دې اړه د خامنه يي څرګندونې بابېزه بولي.

ویدانت پټیل وویل چې «امریکا به له شته وسیلو په کار اخیستلو، ایرانی رژیم حساب ورکولو ته اړ کړي.»

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د ایران د نوي ډول ډرون د افشا کولو په غبرګون کې وویل:«د ایران له لوري د هر ډول نوي سیسټم کارول د خطر احتمال زیاتوي او د ایران د تاوتریخوالي او څپڅپانده کونکو فعالیتونو د زیاتېدو لامل کیږی.»

هغه زیاته کړه له سعودی عربستان او اسرائیلو سره د امریکا د اړیکو یوه برخه د ایران د رژیم د ورانکارو او بې ثباته کونکو فعالیتونو په وړاندې د دغو دوو هیوادونو د رول له امله ده.