• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ابراهیم رییسي: امریکا افغانانو ته له ویجاړۍ پرته د ښه ژوند په برخه کې هېڅ ګټه نه ده رسولې

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۱ GMT+۱

ایراني رسنیو د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي په حواله ویلي، چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا موجودیت دغه هېواد او وګړو ته یې له ویجاړۍ او وراني پرته د ښه ژوند او امنیت په برخه کې هېڅ ګټه نه ‌ده رسولې.

ایرنا خبري اژانس په یوه راپور کې لیکي، چې ابراهیم رییسي د اسلامي وحدت په اوم نړۍوال کنفرانس کې نن چهار شنبه ( د تلې ۱۲مه) ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکا وتل په اوسني عصر کې یو ښه فرصت دی.

هغه زیاته کړې، چې دا ‌مهال په افغانستان کې څه باندې ۳۵زره معلول کوچنیان ژوند کوي، چې دا د هغو کسانو د موجودیت پایله ده، کومو چې د بشري حقونو دعوې کولې.

ابراهیم رییسي وویل : “شل کاله امریکا په افغانستان کې وه، کورونه یې وران کړل، ښځې او نارینه یې ووژل، دوی له ویجاړۍ پرته ګټه نه ده رسولې”.

نوموړي پر طالبانو غږ کړی، چې له دغه فرصت څخه دې ګټه واخلي او په افغانستان کې دې د ټولو قومونو او مذهبونو حقونو ته درناوی وکړي.

رییسي په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو د لګېدلو بندیزونو په اړه څه نه دي ویلي؛ زیاته کړې یې ده، چې قومي، مذهبي او ژبني تعصبات د شخړو او جګړو پرته بله پایله نه لري.

همداراز نوموړي د اسلامي مذهبونو د نږدې والي نړۍواله شورا په استازیتوب د افغانستان په روانې کشالې کې د هر اړخیزې همکارۍ اعلان هم وکړ.

تر دا مهاله امریکايي چارواکو د ایران د ولسمشر د دغه ډول څرکندونو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو د ایران د ولسمشر له خوا د اسلامي مذهبونو د نږدې والي نړۍوالې شورا د همکارۍ په اړه رسنیو ته څه ویلي دي.

د یادونې وړ ده ، چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د ایران ولسمشر په یوې خبري غونډې کې په افغانستان کې د امریکا د ماتې اعلان وکړ.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

۵

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

•
•
•

نور کیسې

نیکي اسیا خبري رسنۍ: امنیتي بې ثباتي په افغانستان کې د جاپان د پانګونې مخه نیسي

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۳ GMT+۱
نیکي اسیا خبري رسنۍ: امنیتي بې ثباتي په افغانستان کې د جاپان د پانګونې مخه نیسي
100%

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین له نیکي اسیا رسنۍ سره په مرکه کې له جاپانه غوښتي، چې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. خو په کابل کې د جاپان سفارت یوې سرچینې ویلي، چې امنیتي بې ثباتي په افغانستان کې د جاپان د خصوصي پانګونې مخه نیسي.

د نیکي اسیا رسنۍ راپور ورکړی، چې افغانستان ته د چینایي پانګوالو له راتګ سره طالبانو له جاپانه غوښتي، چې په دغه هېواد کې د معدني موادو او فلزاتو په استخراج کې پانګونه وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین تېره اونۍ نیکي اسیا رسنۍ ته وویل: "موږ ډېرې طبیعي زېرمې لرو چې ارزښت یې تریلیونونو ډالرو ته رسېږي؛ خو ترې ګټه نه ده اخیستل شوې او باید استخراج شي او ګټه ترې واخیستل شي".

هغه وویل؛ دوی په بېلابېلو برخو کې د جاپان د پانګونې هرکلی کوي.

دغه طالب چارواکي دا هم ویلي: "د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ زمینه موجوده ده او دواړه لوري اړتیا لري، چې په اړه یې خبرې اترې چټکې کړي".

سره له دې چې طالبانو په افغانستان کې د جاپان له پانګونې سره ډېره لېوالتيا ښودلې، خو د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې.

په افغانستان کې د جاپان سفارت یوې سرچینې ویلي، چې دا هېواد باید باثباته وي، ترڅو د جاپان خصوصي سکتور د "بډایه کانونو" په برخه پانګونې لپاره راجلب کړي.

دغې سرچينې وويل: "زه باور لرم چې د افغانستان امنيتي وضعيت ښايي د جاپان د خصوصي سکټور د جذب لپاره مناسب نه وي".

په کابل کې د جاپان سفارت پرانیستی دی او په عادي توګه فعالیت کوي، خو ټوکیو په رسمي ډول د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

سهیل شاهین وویل؛ طالبان کولی شي په هېواد کې د جاپاني پانګوالو د خوندیتوب ضمانت وکړي. "د پانګوالو امنیت زموږ مسوولیت دی، موږ اوس ډېر ښه امنیت لرو، هر افغان یا بهرنی کولای شي پرته له وېرې د افغانستان هر کونج ته شپه او ورځ سفر وکړي".

خو نیکي اسیا رسنۍ د جاپان په سفارت کې د خپلې ډېپلوماتيکې سرچينې په حواله ليکلي، چې په دې هېواد کې د "چاودنو" شمېر شوی؛ خو په اسانۍ سره نه شو ویلی چې په هېواد کې امنيتي وضعيت ښه دى.

په برېتانیا کې د اسلامي ټېکنالوژۍ او تروریزم سره د مبارزې په انسټیټیوټ کې د جنوبي اسیا د سیمه ییزې ترهګرۍ د څانګې مرستیال او مشر فران جفري نیکي اسیا رسنۍ ته وویل، چې په افغانستان کې معادله "تل ستونزمنه" ده او د پخواني حکومت ناتواني له دې معدني شتمنۍ څخه له ګټې اخیستنې تر یوې اندازې پورې د امنیتي اندېښنو، د زېربناوو نشتوالی او د صادراتو د انتخابونو نشتوالی په اسانۍ سره و.

د امریکا د ځمکې پېژندې ادارې د ۲۰۱۰ میلادي کال د یوې څېړنې له مخې؛ افغانستان د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت د کاني زیرمو نامعلومې زېرمې لري.

طالبان وايي، چې د دغو زېرمو ارزښت درې برابره ډېر دی.

افغانستان د لیتیم پراخې زیرمې لري، چې د برېښنایي موټرو بیټرۍ مهمه برخه ده.

افغانستان د مسو، نادره ځمکني عناصرو او کوبالټ کانونو هم له اړخه بډایه دی، چې د فوسیل سونګ انرژۍ څخه پاکې انرژۍ ته د لېږد لپاره اړین دي.

ښاغلي جفري نیکي اسیا ته وویل، چې په تېرو څو میاشتو کې د داعش خراسان پر وړاندې د طالبانو له بریالیتوبونو وروسته په افغانستان کې امنیتي وضعیت د پام وړ ښه شوی دی.

هغه څرګنده کړه: "دا مهمه ده چې په یاد ولرئ چې داعش- خراسان ښايي خپل فعالیتونه کم کړي وي، خو لا له منځه نه دي تللي."

دغه د تروریزم کارپوه همداراز زیاته کړه، چې دا ډله اوس مهال د افغانستان په کومه ځانګړې جغرافیه کې واک نه لري؛ خو ښايي د داعش - خراسان لسګونه ډلې په ټول هېواد کې او حتا د طالبانو په لیکو کې حضور لري.

هغه ټینګار وکړ، چې په خراسان کې د داعش له ګواښونو سربیره د سیمه ییزو جنایتکارانو له خوا هم امنیتي ګواښ شته چې اکثره خلک د پیسو په بدل کې تښتوي.

طالبانو په افغانستان کې سوداګریز نندارتونونه د نوې کړنلارې تر جوړېدو پورې وځنډول

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۸ GMT+۱
طالبانو په افغانستان کې سوداګریز نندارتونونه د نوې کړنلارې تر جوړېدو پورې وځنډول
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه ویډیويي پیغام کې په افغانستان کې د نندارتونونو پر جوړولو بندیز ولګاوه او ویلي یې دي؛ تر هغې چې نوې کړنلاره نه وې جوړه شوې هېڅوک نه شي کولی چې په افغانستان نندارتونونه جوړ کړي.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، چې په نندارتونونو کې د ښځو پر ګډون بندیز نه دی لګېدلی او ټاکل شوې ده، چې په راتلونکې اونۍ کې به په کابل کې د ښخو د لاسي صنایعو او تولیداتو یو لوی نندارتون جوړ شي.

نوموړي د نوې کړنلارې د جوړېدو او وخت په اړه څه نه دي ویلي؛ خو زیاته کړې یې ده، چې نندارتون جوړوونکي باید تر نوې کړنلارې منتظر پاتې شي.

په ورته وخت کې په کابل کې د نندارتونونو د جوړونې د دفتر یوه مسوول احسان خوشحال افغانستان انټرنشل – پښتو ته د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د دغې پرېکړې له امله خواشیني څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې دا ډول پرېکړې د سوداګریزو د توکو پر بازار منفي اغېز ښیندي.

نوموړي وویل: “ موږ نه پوهېږو چې دوی د نندارتونونو کړنلاره ولې بدلوي؟ ایا په پخوانۍ کې کوم مشکل دی؟ ما د سوداګرۍ وزارت له څو چارواکو سره خبرې وکړې خو یو هم جواب رانه کړ”.

خوشحال وايي، چې نندارتونونه د تولیدي او سوداګریزو محصولاتو د خرڅلاو لپاره د بازار موندې ښه وسیله ده؛ مګر د طالبانو له خوا د دا ډول ګټورو چارو بندول به پر بازار منفي اغېز وښیندي.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ نړۍوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو له خوا پر مېرمنو او یو شمېر نورو برخو بندیزونه د افغانستان د اقتصادي وضعیت پر ودې منفي اغېز ښیندلی دی.

سرچینې: په هالنډ کې افغان سفیر له طالبانو سره معامله کړې ده

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۵ GMT+۱
سرچینې: په هالنډ کې افغان سفیر له طالبانو سره معامله کړې ده
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، په هالنډ کې د پخواني افغان حکومت سفیر له مودو راهیسې له طالبانو سره تماس لري او غواړي له دې ډلې سره په یوځایېدلو په سفارت کې پر خپل مقام پاتې شي. دغه سفارت د سې شنبې په ورځ ویلي چې د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره په «تعامل» کې دی.

یوه طالب چارواکي‌هم دا بیان په خپل اېکس کې شریک کړی دی.

افغان سفارت وايي، «د ستونزو د حل او کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره له طالبانو سره تعامل کوي.»

خو دوه پخواني ډیپلوماټان چې هالنډ کې له افغان سفارت سره نږدې اشنايي لري له افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې وايي: «د پخواني حکومت سفیر محمد اصف رحیمي له مودو راهیسې په کابل کې له طالب چارواکو سره په تماس کې دی او غواړي چې په هاګ کې سفارت دې ډلې ته وسپاري او پخپله سفیر پاتې شي.»

ښاغلي رحیمي په دې هکله د افغانستان انټرنشنل اړیکې ته ځواب ور نه کړ.
د افغانستان ځینې سفارتونه او استازۍ په داسې هېوادونو کې طالب استازو ته سپارل شوې چې تر ډېره د دې ډلې ملاتړي دي، خو په رسمیت یې نه پېژني.

خو هالنډ له طالبانو سره کومه اړیکه نه لري او ښايي دا ډله په هالنډ کې د فعالیت زمینه هم ونه لري.

د هالنډ حکومت د پخواني حکومت سفارت ته د خپلو وګړو لپاره د کونسلي خدمتونو اجازه ور کړې وه، نه د سیاسي فعالیت.

100%

سرچینې وايي، ښاغلی رحیمي له طالبانو سره په یوځایېدو هڅه کوي، خپل کار جاري وساتي او په غرب کې د نورو افغان استازیو خلاف د سفارت لپاره له طالبانو معاش او امکانات ترلاسه کړي.

د افغانستان هغه سفارتونه او استازۍ چې لا هم د طالبانو په اداره کې نه دي، له طالبانو تنخا یا مالي امکانات نه ترلاسوي.

دوی ته د پاسپورټ جوړول او نوي کول او نکاح خطونه د عاید یوه سرچینه ده.

تراوسه د هالنډ بهرنیو چارو وزارت موږ ته د دې سفارت د برخلیک په هکله څه نه دي ویلي.

اصف رحیمي پخواني بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ته نږدې کس بلل کېږي او پخوا د هرات والي او د کرنې وزیر هم و.

د هند د شمال ختیځ ایالت "سیکیم" په سیلابونو کې ۲۳ هندي پوځیان ورک دي

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۵ GMT+۱
د هند د شمال ختیځ ایالت "سیکیم" په سیلابونو کې ۲۳ هندي پوځیان ورک دي
100%

هندي رسنۍ خبر ورکوي، چې د هند په شمال ختیځ ایالت سیکیم کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د هندي پوځ ۲۳ سرتېري ورک شوي دي.

اج تک تلویزون نن چهارشنبه (د تلې ۱۲مه) یوه ویډیو خبره کړې، چې پکې په یوې ځنګلي سیمې کې د اوبو سیلاب راوتلی او ګڼ سړکونه، کوچنۍ ودانۍ او د برېښنا شبکه یې ویجاړه کړې ده.

دغه تلویزون د هند پوځ په حواله ویلي، چې د شمالي سیکیم د لوناک په جهیل کې د شدید باران او سیلاب له امله د دوی لږ تر لږه ۲۳ پوځیان ورک شوي او لسګونه موټرونه یې تر خټو لاندې شوي دي.

په ورته وخت کې د هند د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د چنګتانګ په بند کې د اوبو سطحه له عادي حالته نېږدې ۴،۶ متره لوړه شوې ده.

دوی ویلي، چې د بېړنیو خدماتو اداره سیمې ته رسېدلې او له سیلاب ځپلو سره یې مرستې پیل کړې دي.

په یاده سیمه کې یو شمېر ملکي وګړي هم اوسیږي، خو تر دا دمه د ملکي وګړو او مالي زیانونو په اړه هندي چارواکو څه نه دي ویلي.

اج تک د پوځ په حواله وايي، چې دوی په سیمه کې د خپلو ملګرو د لټون عملیات پیل کړي او د ژغورنې ډلې له بندو پوځیانو سره .

د یادونې وړ ده، چې په وروستیو درېیو میاشتو کې د هند په یو شمېر غرنیو سیمو کې بې ساري سیلابونه راوتلي وو، چې له امله یې د هند خلکو او حکومت ته د ځاني زیانونو تر څنګ درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

ځايي سرچينې: په پلخمري کې د جومات ملا امام نجونې په لښتو وهلې

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۶ GMT+۱
ځايي سرچينې: په پلخمري کې د جومات ملا امام نجونې په لښتو وهلې
100%

ځايي سرچينې وايي؛ د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د جومات یو ملا امام نجونې په لښتو وهلې دي. افغانستان انټرنشنل چې کوم انځورونه ترلاسه کړي، ښيي چې د وړو نجونو د بدن غړي د وهلو او ټکولو له امله شنه شوي او د ځورونې نښې پرې لیدل کېږي.

د پلخمري ښار يوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې د پلخمري ښار په لومړۍ ناحيه کې د جومات دغه ملا امام د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ١٢مه) ټولې وړې نجونې ووهلې دي.

د یوې وړې نجلۍ مور د انځورونو په رالیږلو سره وویل: "د نجونو ښوونځي یې وتړل، اوس نجونې نi شي کولې چې جومات ته هم ولاړې شي".

د دغه ماشومې کورنۍ له طالب چارواکو وغوښتل، چې هغه ملایان چې ماشومان ځوروي او وهي یې له جوماتونو وباسي.

تېره میاشت په فاریاب کې د یوه جومات ملا امام یو ماشوم سخت وهلی و. د جومات د ملا له خوا د دغه ماشوم د وهلو ویډیو له خپرېدو وروسته په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راوپاراوه.

له پراخو نیوکو وروسته ځايي سرچینو وویل، چې طالبانو د جومات ملا امام نیولی دی.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ او د نجونو لپاره یې ښوونځي وتړل، خلک خپل ماشومان جوماتونو ته د دیني زده کړو لپاره لیږي.