• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځايي سرچينې: په پلخمري کې د جومات ملا امام نجونې په لښتو وهلې

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۲ GMT+۱

ځايي سرچينې وايي؛ د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د جومات یو ملا امام نجونې په لښتو وهلې دي. افغانستان انټرنشنل چې کوم انځورونه ترلاسه کړي، ښيي چې د وړو نجونو د بدن غړي د وهلو او ټکولو له امله شنه شوي او د ځورونې نښې پرې لیدل کېږي.

د پلخمري ښار يوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې د پلخمري ښار په لومړۍ ناحيه کې د جومات دغه ملا امام د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ١٢مه) ټولې وړې نجونې ووهلې دي.

د یوې وړې نجلۍ مور د انځورونو په رالیږلو سره وویل: "د نجونو ښوونځي یې وتړل، اوس نجونې نi شي کولې چې جومات ته هم ولاړې شي".

د دغه ماشومې کورنۍ له طالب چارواکو وغوښتل، چې هغه ملایان چې ماشومان ځوروي او وهي یې له جوماتونو وباسي.

تېره میاشت په فاریاب کې د یوه جومات ملا امام یو ماشوم سخت وهلی و. د جومات د ملا له خوا د دغه ماشوم د وهلو ویډیو له خپرېدو وروسته په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راوپاراوه.

له پراخو نیوکو وروسته ځايي سرچینو وویل، چې طالبانو د جومات ملا امام نیولی دی.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ او د نجونو لپاره یې ښوونځي وتړل، خلک خپل ماشومان جوماتونو ته د دیني زده کړو لپاره لیږي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۴
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۵

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

•
•
•

نور کیسې

سپین بولدک- چمن دروازه کې ۲ کسان ووژل او د پاکستاني سرتېري په ګډون ۵ نور ټپي شول

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۲ GMT+۱
سپین بولدک- چمن دروازه کې ۲ کسان ووژل او د پاکستاني سرتېري په ګډون ۵ نور ټپي شول
100%

په کندهار او بلوچستان کې سرچینې وايي، له پاکستان سره د سپین بولدک- چمن دروازه کې نن د تاوتریخوالي له امله دوه کسان وژل شوي او د یوه پاکستاني سرتېري په ګډون پنځه ټپیان دي. د سرچینو په خبره، وژل شوي کسان یو بوډا او بل ماشوم د بلوچستان اړوند د چمن اوسېدونکي دي.

د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې د چمن یو بل ماشوم او یو پاکستانی سرتېری هم ټپي شوی دی او په مقابل کې د کندهار لور ته هم دوه کسان ټپیان شوي دي.

چمن کې د پېښې ټپیان او مړي ځايي سرکاري روغتون ته وړل شوي دي.

خواله رسنیو کې د دوو ماشومانو او یوه بوډا انځورونه هم لاس په لاس کېږي چې ویل کېږي د نننۍ پېښې قربانیان دي.

د چمن مرستیال کمشنر په یوه بیان کې وايي، چې مازیګر ځايي وخت څلور بجې «افغان ځواکونو ډزې پیل کړې چې له امله یې ۱۲ کلن ماشوم او ۷۰ کلن بوډا مړه شول.»

دی وايي امنیتي ځواکونه تیارسي شول، خو ځوابي دزې ونه شوې او وروسته بېرته دروازه هم پرانیستل شوه.

لا هم طالبانو او پاکستاني چارواکو د دې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو ځینې سرچینې وايي، دا پېښه افغانستان ته د بندیانو د سپارلو پر مهال شوې ده.

په چمن کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، د بندیانو سپارلو پر مهال «د افغانستان له لوري د پاکستان خوا ته ډزې شوې دي او له امله یې دا ټوله مرګ ژوبله اوښتې ده.»

د سرچینو په خبره، د دې تاوتریخوالي له امله تر نیم ساعت لار هم بنده وه، خو وروسته پرانیستل شوه.

د ملي مقاومت جبهه: طالبانو ته مو په نورستان کې مرګ ژوبله ور اړولې

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۹ GMT+۱
د ملي مقاومت جبهه: طالبانو ته مو په نورستان کې مرګ ژوبله ور اړولې
100%

د ملي مقاومت جبهې ویلي دي، چې په نورستان کې د دغې جبهې او طالبانو ترمنځ په نښته کې د طالبانو دوه غړي وژل شوي او د دغې ډلې پنځه تنه جنګیالي ټپیان شوي دي. ځایي سرچینو د نورستان ولایت په منډول او دواب ولسوالیو کې جګړه تایید کړې ده.

د مقاومت جبهې د چهارشنبې په ورځ (د تلې۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغې جبهې ځواکونو د سې شنبې په ماښام په منډول ولسوالۍ کې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

یادې جبهې زیاته کړه، چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې پر یوې ودانۍ د څو راکټونو د لګېدو له امله درې طالبان ټپیان شوي دي.

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تېره شپه د دواب او منډول ولسوالیو ترمنځ په سرحدي سیمو کې د طالبانو پر یوې پوستې جګړه شوې ده.

د دغو سرچينو د معلوماتو له مخې؛ په منډول ولسوالۍ کې نښته شوې او درې طالبان ټپيان شوي دي.

خو طالب چارواکو د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

د مقاومت جبهې وویل، چې د دغې ولسوالۍ په ودانۍ د طالبانو د راکټي حملو سربیره د دغې ولسوالۍ پر څو امنیتي پوستو د دغې جبهې د ځواکونو او طالبانو ترمنځ نورې سختې نښتې هم شوې دي.

دغه جبهه وايي، چې په دغو نښتو کې د دوى يو غړى ټپي شوى دى.

د مقاومت د جبهې په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغو نښتو وروسته «طالبانو د دواب ولسوالۍ پر خلکو برید کړی او د پخواني ولسوال کور یې لوټ کړی دی».

د افغان کډوالو د اجباري راستنېدو په درشل کې طالبانو په ننګرهار کې بېړنۍ غونډه وکړه

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۸ GMT+۱
د افغان کډوالو د اجباري راستنېدو په درشل کې طالبانو په ننګرهار کې بېړنۍ غونډه وکړه
100%

د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ویستلو له پرېکړې وروسته د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په ننګرهار کې له کډوالو سره د مرستې په موخه بېړنۍ ناسته وکړه.

په دې کتنه کې په ننګرهار کې د طالبانو د کډوالو چارو رييس باز محمد عبدالرحمان له خيريه موسسو وغوښتل، چې له کډوالو سره مرسته وکړي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۱۲مه) په جلال اباد ښار کې جوړه شوې وه.

د پاکستان موقت حکومت په دغه هېواد کې په غیر قانوني توګه مېشتو بهرنیو اتباعو ته یوه میاشت وخت ورکړی، چې له پاکستانه ووځي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي، چې که بهرني اتباع د اکټوبر تر پایه له قانوني اسنادو پرته له دغه هېواده ونه وځي نو په زور به وشړل شي.

له بلې خوا په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د سې شنبې په ورځ (د تلې۱۱مه) وویل، چې پاکستاني پولیسو په تېرو دوو اونیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر زرو زیات افغان مهاجرین نیولي دي.

دغه سفارت ویلي، چې نیمايي بندیانو قانوني اسناد درلودل.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو د ویستلو پر پرېکړې له سره غور وکړي.

د اسیا پراختیايي بانک له "ډبلیو اېف پي"سره د افغانستان لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۸ GMT+۱
د اسیا پراختیايي بانک له "ډبلیو اېف پي"سره د افغانستان لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه
100%

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل یو تازه بیان کې وايي، چې د افغانانو او د هغوی د کورنیو د ملاتړ په موخه د اسیا پراختیايي بانک له دغه سازمان سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام نن چهارشنبه (د تلې ۱۲مه) پر خپلې ویب پاڼې خبر ورکړی، چې له دوی سره شوې مرستې به په ټول افغانستان کې یو میلیون او درې سوه زره ته ورکړي.

دوی زیاتوي، چې د خوړو دغه حیاتي مرستې به تر ډېره هغو کسانو ته ورکړل شي، چې د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخ دي او دوی په پلان کې لري، چې دغه مرستې به تر یو کاله پورې دوام ولري.

دغه سازمان زیاتوي، چې یادې مرستې به تر ډېره له بې سرپرسته مېرمنو، کونډو او هغو میرمنو سره وشي، چې د کورنیو سرپرستي ور پر غاړې وي.

سږ کال دا د اسیا پراختیايي بانک تر ټولو ستره مرسته ده، چې د افغانستان د خلکو لپاره یې له دغه سازمان سره کوي.

تېره اونۍ د خوړو نړۍوال سازمان ویلي وو، چې ښځې په افغانستان کې د مرستو د کمېدو تاوان پرې کوي.

دغه سازمان ویلي وو، چې له یو میلیون څخه ډېرې میندې او ماشومان به د بودیجې د کمښت له امله خوراکي مرستې ترلاسه نه کړي.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې؛ دمګړۍ په افغانسان کې څه باندې ۱۵ میلیونه وګړي له لوږي سره مخ دي. خو له افغانستان سره به د بشري مرستو د کمښت له امله په دغه هېواد کې د لوږې شمېري نورې هم لوړې شي.

د خوړو نړۍوال سازمان ویلي، چې په افغانستان کې د لوږې د مخینوي لپاره یو میلیارد ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.

مقاومت جبهه وايي له اسراییل یې مرسته نه ده غوښتې

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۸ GMT+۱
مقاومت جبهه وايي له اسراییل یې مرسته نه ده غوښتې
100%

د ملي مقامت جبهې په نوم د طالبانو مخالفه ډله وايي، له کومې اسراییلۍ رسنۍ سره نه مرکه شوې او نه یې هم له اسراییل د مرستې غوښتنه کړې. خو ماریف ورځپاڼه لیکي چې د دې جبهې مشر ور سره مرکه کې ویلې چې له طالبانو سره په جګړه کې د اسراییل په ګډون د هر هېواد د ملاتړ او مرستې هرکلی کوي.

خو دې جبهې د چارشنبې په ورځ فیسبوک کې لیکلي: «په دې هکله ګنګوسې یو مخ بې بنسټه او غرضي دي.»

ماریف اسراییلۍ ورځپاڼې په یوه خبر کې- چې یوریشلیم پوسټ هم خپور کړی- ویلي دي چې احمد مسعود ور سره مرکه کړې او په هغه کې یې ویلي: «موږ د اسراییل په ګډون د هر هغه چا مرستې ته اړتیا لرو، چې غواړي زموږ ملاتړ وکړي.»

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي مسعود زیاته کړه:« موږ باید د تیارو، ترهګرۍ او جهالت پر وړاندې د بشریت د پرمختګ لپاره په ګډه ودرېږو.»

د مقاومت جبهې مشر په دې مرکه کې ویلي چې د افغانستان په ګډون ټولې جګړې او د اسراییل او فلسطین شخړې باید د خبرو له لارې هوارې شي. ځکه چې «دا زموږ د ټولو په تاوان دی».

ماریف ورځپاڼې د مقاومت د جبهې د مشر دغه مرکه د اکټوبر په درېیمه په عبري ژبه په خپله وېبپاڼه خپره کړې ده.

دا نه ده څرګنده، چې دا مرکه چیرته او کله شوې، خو احمد مسعود په دې وروستیو کې فرانسې ته په سفر تللی و.

د مقاومت جبهې ویاند علي میثم نظري د دې مرکې د خپرېدو د خبر په غبرګون کې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي چې، احمد مسعود له دغې رسنۍ سره مرکه نه ده کړې