• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند د شمال ختیځ ایالت "سیکیم" په سیلابونو کې ۲۳ هندي پوځیان ورک دي

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۵ GMT+۱

هندي رسنۍ خبر ورکوي، چې د هند په شمال ختیځ ایالت سیکیم کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د هندي پوځ ۲۳ سرتېري ورک شوي دي.

اج تک تلویزون نن چهارشنبه (د تلې ۱۲مه) یوه ویډیو خبره کړې، چې پکې په یوې ځنګلي سیمې کې د اوبو سیلاب راوتلی او ګڼ سړکونه، کوچنۍ ودانۍ او د برېښنا شبکه یې ویجاړه کړې ده.

دغه تلویزون د هند پوځ په حواله ویلي، چې د شمالي سیکیم د لوناک په جهیل کې د شدید باران او سیلاب له امله د دوی لږ تر لږه ۲۳ پوځیان ورک شوي او لسګونه موټرونه یې تر خټو لاندې شوي دي.

په ورته وخت کې د هند د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د چنګتانګ په بند کې د اوبو سطحه له عادي حالته نېږدې ۴،۶ متره لوړه شوې ده.

دوی ویلي، چې د بېړنیو خدماتو اداره سیمې ته رسېدلې او له سیلاب ځپلو سره یې مرستې پیل کړې دي.

په یاده سیمه کې یو شمېر ملکي وګړي هم اوسیږي، خو تر دا دمه د ملکي وګړو او مالي زیانونو په اړه هندي چارواکو څه نه دي ویلي.

اج تک د پوځ په حواله وايي، چې دوی په سیمه کې د خپلو ملګرو د لټون عملیات پیل کړي او د ژغورنې ډلې له بندو پوځیانو سره .

د یادونې وړ ده، چې په وروستیو درېیو میاشتو کې د هند په یو شمېر غرنیو سیمو کې بې ساري سیلابونه راوتلي وو، چې له امله یې د هند خلکو او حکومت ته د ځاني زیانونو تر څنګ درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

۵

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

•
•
•

نور کیسې

د اسیا پراختیايي بانک له "ډبلیو اېف پي"سره د افغانستان لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۸ GMT+۱
د اسیا پراختیايي بانک له "ډبلیو اېف پي"سره د افغانستان لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه
100%

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل یو تازه بیان کې وايي، چې د افغانانو او د هغوی د کورنیو د ملاتړ په موخه د اسیا پراختیايي بانک له دغه سازمان سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام نن چهارشنبه (د تلې ۱۲مه) پر خپلې ویب پاڼې خبر ورکړی، چې له دوی سره شوې مرستې به په ټول افغانستان کې یو میلیون او درې سوه زره ته ورکړي.

دوی زیاتوي، چې د خوړو دغه حیاتي مرستې به تر ډېره هغو کسانو ته ورکړل شي، چې د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخ دي او دوی په پلان کې لري، چې دغه مرستې به تر یو کاله پورې دوام ولري.

دغه سازمان زیاتوي، چې یادې مرستې به تر ډېره له بې سرپرسته مېرمنو، کونډو او هغو میرمنو سره وشي، چې د کورنیو سرپرستي ور پر غاړې وي.

سږ کال دا د اسیا پراختیايي بانک تر ټولو ستره مرسته ده، چې د افغانستان د خلکو لپاره یې له دغه سازمان سره کوي.

تېره اونۍ د خوړو نړۍوال سازمان ویلي وو، چې ښځې په افغانستان کې د مرستو د کمېدو تاوان پرې کوي.

دغه سازمان ویلي وو، چې له یو میلیون څخه ډېرې میندې او ماشومان به د بودیجې د کمښت له امله خوراکي مرستې ترلاسه نه کړي.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې؛ دمګړۍ په افغانسان کې څه باندې ۱۵ میلیونه وګړي له لوږي سره مخ دي. خو له افغانستان سره به د بشري مرستو د کمښت له امله په دغه هېواد کې د لوږې شمېري نورې هم لوړې شي.

د خوړو نړۍوال سازمان ویلي، چې په افغانستان کې د لوږې د مخینوي لپاره یو میلیارد ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.

د پاکستان پوځ وايي په ټانک کې یې لس وسلوال ووژل

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۸ GMT+۱
د پاکستان پوځ وايي په ټانک کې یې لس وسلوال ووژل
100%

د پاکستان پوځ وايي، د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې یې د استخباراتي معلوماتو له مخې په عملیاتو کې لس وسلوال ووژل. پاکستاني طالبانو هم منلې چې دې برید کې یې شپږ وسلوال وژل شوي او په مقابل کې یې د پنځو پاکستاني سرتېرو د وژلو ادعا هم کړې ده.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دا عملیات یې پرون د ټانک ضلعې په پیزو سیمه کې کړي دي.

د پوځ په خبره، د عملیاتو پرمهال د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ ډزې هم شوې دي.

پوځ دا هم وايي، چې دغو وژل شویو وسلوالو د امنیتي ځواکونو او ولس پرضد په ډېرو بریدونو کې لاس درلود.

پوځ دا هم وايي چې په دې عملیاتو کې یې ډېره اندازه وسله، مهمات او باروت کشف کړي دي.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراسانی د دې عملیاتو په تایید سره وايي، په دې نښته کې د دې ډلې شپږ وسلوال او په مقابل کې پنځه پاکستاني پوځیا ووژل شول.

نوموړی په اعلامیه کې زیاتوي، پوځ اول ډرون برید وکړ او وروسته یې په عملیاتو کې درې چورلکو هم برخه درلوده.

د پاکستان ځايي چارواکو هم ویلي چې دوه چورلکې یې په دې عملیاتو کې ښکېلې وې.

نړیوال بانک پاکستان د غریبو او پوروړو هېوادونو په فهرست کې شامل کړ

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۳ GMT+۱
نړیوال بانک پاکستان د غریبو او پوروړو هېوادونو په فهرست کې شامل کړ
100%

نړیوال بانک پاکستان د پورونو تر بار لاندې د غریبو هېوادونو نوملړ ته ور زیات کړ. دا بانک وايي، تر ۲۰۲۷ کال پورې به د پاکستان پور د دغه هېواد د کورني ناخالص تولید تر ۸۹.۳ سلنې پورې پورته شي.

د نړیوال بانک چارواکي وایي، د پاکستان د پارلمان او کابینې غړي، د خزانې وزیر د کابینې کمېټه او د نورو کمېټو غړي د مالیې یا ټېکس لپاره په پالیسۍ جوړولو کې خپل اغېز او لاسوهنې سره په دې برخه کې د اصلاحاتو مخه نیسي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، نړیوال بانک په پاکستان کې د اقتصادي حالت د سمون لپاره سپارښتنه کړې چېد سبسیډي د کمولو لپاره د مالیې په برخه کې ټولیز اقدامات وشي او د کلني مالي کسر یا خسارې د کمولو لپاره مصارف کم شي.

نړیوال بانک وايي، پاکستان د ډېرو نغدو پیسو له رېسک، د اسعارو د کمو زېرمو، بې ټیکاوه سیاسي چاپېریال او خارجي حسابونو د نوسان په ګډون له مختلفو خطرو سره مخ دی.

امریکا: په سیمه کې له اسراییلو سره د اړیکو سمولو په اړه د ایراني مشر خبرې بابېزه بولو

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۰ GMT+۱
امریکا: په سیمه کې له اسراییلو سره د اړیکو سمولو په اړه د ایراني مشر خبرې بابېزه بولو
100%

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د علي خامنه يي د خبرو په ځواب کې چې له اسرائیلو سره یې د سیمې د هېوادونو د اړیکو سمول «بایلونکی قمار» بللی، ویلي چې واشنګټن په دې اړه د خامنه يي څرګندونې بابېزه بولي.

ویدانت پټیل وویل چې «امریکا به له شته وسیلو په کار اخیستلو، ایرانی رژیم حساب ورکولو ته اړ کړي.»

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د ایران د نوي ډول ډرون د افشا کولو په غبرګون کې وویل:«د ایران له لوري د هر ډول نوي سیسټم کارول د خطر احتمال زیاتوي او د ایران د تاوتریخوالي او څپڅپانده کونکو فعالیتونو د زیاتېدو لامل کیږی.»

هغه زیاته کړه له سعودی عربستان او اسرائیلو سره د امریکا د اړیکو یوه برخه د ایران د رژیم د ورانکارو او بې ثباته کونکو فعالیتونو په وړاندې د دغو دوو هیوادونو د رول له امله ده.

د مکسیکو ولسمشر له اوکراین سره د امریکا پوځي ملاتړ "غیر منطقي" وباله

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۷ GMT+۱
د مکسیکو ولسمشر له اوکراین سره د امریکا پوځي ملاتړ "غیر منطقي" وباله
100%

د مکسیکو ولسمشر انډریس مانویل لوپز اوبراډور اوکراین ته د امریکا د پوځي مرستو پر دوام نیوکه وکړه او دا یې "غیر منطقي" وبلله. هغه د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د خبرو د پیل وړاندیز وکړ.

د مکسیکو ولسمشر د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۰مه) له واشنګټن څخه وغوښتل، چې د مکسیکو په څېر هېوادونو باندې د مهاجرینو فشار کمولو لپاره په مرکزي امریکا او کارابین کې د اقتصادي پراختیا لپاره ډېرې سرچینې تخصیص کړي، چې امریکا ته د مهاجرینو په لار کې دي.

لوپز اوبراډور په خپل ورځني خبري کنفرانس کې د متحده ایالاتو پر کانګرس نیوکه وکړه، چې د لاتینې امریکا د ملاتړ لپاره پیسې نه ورکوي.

هغه وویل: «اوکراین ته [د امریکا د کانګرس له خوا] د مرستو د نه تصویب مسالې زما پام ځانته را اړولی دی. دوی د اوکراین جګړې لپاره څومره بودیجه ځانګړې کړې؟ له ۳۰ څخه تر ۵۰ ملیارد ډالرو پورې. دا خورا بې منطقه او ویجاړونکې ده."

ښاغلي اوبراډور زیاته کړه: "له دې امله، دوی [امریکا] باید خپله تګلاره اصلاح کړي او درناوی زده کړي. اوس هغه وخت نه دی چې د مکسیکو چارواکي له پامه وغورځوي."

لوپز اوبراډور په جګړه کې د مکسیکو بې طرفي غواړي او کییف ته یې د لویدیځ پر پوځي مرستو انتقاد کړی دی. هغه د روسیې او اوکراین ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د خبرو وړاندیز هم کړی دی.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د مکسیکو پر ولسمشر د مکسیکو د خپلواکۍ د ورځې په نمانځغونډه کې د روسیې د پوځي قطعې د حضور له امله سختې نیوکې وشوې، خو هغه د خپل اقدام دفاع وکړه.

همداراز د هغه حکومت د ملګرو ملتونو د ځینو مهمو پریکړه لیکونو ملاتړ کړی، چې په جګړه کې د روسیې په رول نیوکه کوي.