د نیکي اسیا رسنۍ راپور ورکړی، چې افغانستان ته د چینایي پانګوالو له راتګ سره طالبانو له جاپانه غوښتي، چې په دغه هېواد کې د معدني موادو او فلزاتو په استخراج کې پانګونه وکړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین تېره اونۍ نیکي اسیا رسنۍ ته وویل: "موږ ډېرې طبیعي زېرمې لرو چې ارزښت یې تریلیونونو ډالرو ته رسېږي؛ خو ترې ګټه نه ده اخیستل شوې او باید استخراج شي او ګټه ترې واخیستل شي".
هغه وویل؛ دوی په بېلابېلو برخو کې د جاپان د پانګونې هرکلی کوي.
دغه طالب چارواکي دا هم ویلي: "د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ زمینه موجوده ده او دواړه لوري اړتیا لري، چې په اړه یې خبرې اترې چټکې کړي".
سره له دې چې طالبانو په افغانستان کې د جاپان له پانګونې سره ډېره لېوالتيا ښودلې، خو د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې.
په افغانستان کې د جاپان سفارت یوې سرچینې ویلي، چې دا هېواد باید باثباته وي، ترڅو د جاپان خصوصي سکتور د "بډایه کانونو" په برخه پانګونې لپاره راجلب کړي.
دغې سرچينې وويل: "زه باور لرم چې د افغانستان امنيتي وضعيت ښايي د جاپان د خصوصي سکټور د جذب لپاره مناسب نه وي".
په کابل کې د جاپان سفارت پرانیستی دی او په عادي توګه فعالیت کوي، خو ټوکیو په رسمي ډول د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
سهیل شاهین وویل؛ طالبان کولی شي په هېواد کې د جاپاني پانګوالو د خوندیتوب ضمانت وکړي. "د پانګوالو امنیت زموږ مسوولیت دی، موږ اوس ډېر ښه امنیت لرو، هر افغان یا بهرنی کولای شي پرته له وېرې د افغانستان هر کونج ته شپه او ورځ سفر وکړي".
خو نیکي اسیا رسنۍ د جاپان په سفارت کې د خپلې ډېپلوماتيکې سرچينې په حواله ليکلي، چې په دې هېواد کې د "چاودنو" شمېر شوی؛ خو په اسانۍ سره نه شو ویلی چې په هېواد کې امنيتي وضعيت ښه دى.
په برېتانیا کې د اسلامي ټېکنالوژۍ او تروریزم سره د مبارزې په انسټیټیوټ کې د جنوبي اسیا د سیمه ییزې ترهګرۍ د څانګې مرستیال او مشر فران جفري نیکي اسیا رسنۍ ته وویل، چې په افغانستان کې معادله "تل ستونزمنه" ده او د پخواني حکومت ناتواني له دې معدني شتمنۍ څخه له ګټې اخیستنې تر یوې اندازې پورې د امنیتي اندېښنو، د زېربناوو نشتوالی او د صادراتو د انتخابونو نشتوالی په اسانۍ سره و.
د امریکا د ځمکې پېژندې ادارې د ۲۰۱۰ میلادي کال د یوې څېړنې له مخې؛ افغانستان د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت د کاني زیرمو نامعلومې زېرمې لري.
طالبان وايي، چې د دغو زېرمو ارزښت درې برابره ډېر دی.
افغانستان د لیتیم پراخې زیرمې لري، چې د برېښنایي موټرو بیټرۍ مهمه برخه ده.
افغانستان د مسو، نادره ځمکني عناصرو او کوبالټ کانونو هم له اړخه بډایه دی، چې د فوسیل سونګ انرژۍ څخه پاکې انرژۍ ته د لېږد لپاره اړین دي.
ښاغلي جفري نیکي اسیا ته وویل، چې په تېرو څو میاشتو کې د داعش خراسان پر وړاندې د طالبانو له بریالیتوبونو وروسته په افغانستان کې امنیتي وضعیت د پام وړ ښه شوی دی.
هغه څرګنده کړه: "دا مهمه ده چې په یاد ولرئ چې داعش- خراسان ښايي خپل فعالیتونه کم کړي وي، خو لا له منځه نه دي تللي."
دغه د تروریزم کارپوه همداراز زیاته کړه، چې دا ډله اوس مهال د افغانستان په کومه ځانګړې جغرافیه کې واک نه لري؛ خو ښايي د داعش - خراسان لسګونه ډلې په ټول هېواد کې او حتا د طالبانو په لیکو کې حضور لري.
هغه ټینګار وکړ، چې په خراسان کې د داعش له ګواښونو سربیره د سیمه ییزو جنایتکارانو له خوا هم امنیتي ګواښ شته چې اکثره خلک د پیسو په بدل کې تښتوي.