• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ایران کې پر افغانانو برید؛ د اقبالیه ښاروال کډوال "امنیت او روغتیا ته ګواښ" بللي وو

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۵ GMT+۱

په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې ښيي د ایران د قزوین ولایت د اقبالیه اوسېدونکو په دې ښار کې د افغان کډوالو د اوسېدو پر صد مظاهره کړې. دغه لاريونوال چې لرګي او ډبرې ور سره دي د افغان کډوالو پر یوه کور برید کوي.

له دغې پېښې درې میاشتې وړاندې د اقبالیه ښاروال میکاییل سلماني د افغان کډوالو شتون "امنیت او روغتیا ته ګواښ" بللی و.

ښاغلي سلماني د روان کال د سرطان د میاشتې په ۱۸ مه په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ د افغانانو (بهرنیو کډوالو) د شتون په اړه رسمي شمېر نه لرو، خو د غیر رسمي شمېر له مخې له ۱۴څخه تر ۱۵ زره افغان کډوال په اقبالیه کې استوګن دي.»

داسلامی جمهوریت دغه ځایي چارواکي زیاته کړه: «هغه روغتیایي او امنیتي ګواښونه چې (افغان کډوال) یې لري د ولایت مقام سیاسی مرستیال او دملکي خلکو عمومی ادارې ته منعکس شوي دي.»

د اسلامي جمهوريت د اصلاح طلب ورځپاڼې په شمول ځینې ایراني ورځپانو په پرله پسې ډول په ایران کې د افغان مهاجرینو د حضور د زیاتیدو په اړه مطالب لیکلي، او هغه یې د هلمند پر سیند د ایران د حقابې سره تړلي او هڅه یې کړې چې د افغان کډوالو شتون د امنیت پر ضد ښکاره کړي.

داسې انديښنه شته چې د افغان مهاجرينو په اړه د چارواکو او رسنيو څرګندونې به د مهاجرينو په وړاندې د عامو خلکو احساسات راوپاروي او پر وړاندې به يې تاوتريخوالی زيات شي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

له پاکستانه په سلګونو زره افغان مهاجر په «تدریجي» ډول اېستل کېږي

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۲ GMT+۱
له پاکستانه په سلګونو زره افغان مهاجر په «تدریجي» ډول اېستل کېږي
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې له دغه هېواد څخه په لکونو «ناقانونه» افغان مهاجرین په «منظم او تدریجي» ډول اېستل کېږي. د دغه وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅ وايي، په لومړي پړاو کې به هغه کسان چې جرمي مخینه لري واېستل شي.

د پاکستان موقت حکومت د سې شنبې په ورځ د میزان په ۱۱ مه نېټه په دغه هېواد کې مېشتو ناقانونه کډوالو ته د دې میاشتې تر پایه وخت ورکړی، چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي، که نه نو دوی به یې په زور وباسي.

په افغانستان کې له پاکستان څخه د مهاجرینو د بیرته ستنیدو په اړه د اندیښنو په زیاتیدو سره، د جمعې په ورځ، د میزان په ۱۴ مه، ممتاز زهرا بلوڅ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، چې ټول کډوال به په یوه وخت نه اېستل کیږي، بلکې په څو پړاوونو او منظم ډول به واېستل کیږي.

هغې زياته کړه، چې دغه پروګرام به د هغو کسانو په ستنولو پيلېږي، چې جرمي سابقه لري، چې په هغو کې په قاچاق او جنايي فعاليتونو کې ښکېل کسان هم شامل دي.

زهرا بلوڅ زیاته کړه: «موږ به هره قضیه په جلا توګه وڅیړو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د ناقانونه کډوالو د شمېر په اړه څه ونه ویل، خو تر دې مخکې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي ویلي و، چې شاوخوا ۱.۷۳ میلیونه افغان کډوال له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کوي او ټولټال په پاکستان کې د کډوالو شمېر شاوخوا ۴،۴ میلیونو ته رسېږي.

ځینې افغان هنرمندانو په پاکستان کې د کډوالو د اېستلو پر ضد اعتراض وکړ

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۴ GMT+۱
ځینې افغان هنرمندانو په پاکستان کې د  کډوالو د اېستلو پر ضد اعتراض وکړ
100%

یو شمېر افغان هنرمندانو د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۱۳مه)د پاکستان په کوټه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مخې ته له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو پرضد مظاهره وکړه.

دوی ویلي، چې له موسیقۍ سره د طالبانو د مخالفت له امله به دوی افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې خوندي نه وي.

دغو هنرمندانو د بینرونو او پلې کارډونو په لیږدولو سره، د پاکستان له خوا د کډوالو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خپله جدي اندیښنه څرګنده کړه.

د پاکستان موقت حکومت کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی چې له هیواده ووځي.

افغان سندرغاړي احمد شیدايي رسنیو ته وویل: «موږ له شړلو وېرېږو او که څه هم د کډوالۍ کره اسناد لرو، خو اندېښنه لرو چې څه به کېږي.»

دغو مظاهره کوونکو چې -د موسیقۍ وسایل هم ور سره وـ ټینګار یې وکړ، چې سندرغاړي د طالبانو په اند «منفور» دي او که افغانستان ته واستول شي، هغوی به خوندي نه وي.

پښتون سندرغاړی احمدشاه ښادي وايي، چې هېواد ته له ستنېدو وروسته ښايي د دغو هنرمندانو ژوند له کوم ګواښ سره مخ نه شي، خو په هېواد کې پر موسيقۍ د بنديز له امله به بېکاره شي.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاندې حمیرا کریم ویلي، دوی د هنرمندانو د مرستې لپاره هره هڅه کوي.

په وروستیو اونیو کې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد او کراچۍ کې تر درې زرو زیات افغانان نیولي دي.

د پاکستان د حکومت د شمېرو له مخې په پاکستان کې شاوخوا ۱.۷ میلیونه نا راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي.

دغه هېواد په تېرو څلورو لسیزو کې د میلیونونو افغان کډوالو کوربتوب کړی دی.

حامد کرزی: د پاکستان اوسنۍ ستونزې په افغانستان او افغان کډوالو پورې اړه نه لري

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۴ GMT+۱
حامد کرزی: د پاکستان اوسنۍ ستونزې په افغانستان او افغان کډوالو پورې اړه نه لري
100%

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، د پاکستان اوسنۍ ستونزې په افغانستان او افغان کډوالو پورې اړه نه لری. نوموړی د جمعې په ورځ یوه بیان کې له افغان کډوالو سره د پاکستان وروستی چلن «نامناسب او د ښه ګاونډیتوب د اصولو او ارزښتونو» خلاف بللی دی.

د حامد کرزي دا غبرګون په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او بې قانونه کډوالو ته تر ټاکلې مودې له دغه هېواده د وتلو په هکله دی.

پاکستاني چارواکي افغان کډوال د دغه هېواد په ناامنۍ کې ښکېل بولي او هم پر طالبانو تور پورې کوي چې د پاکستان ضد وسلوالو ته یې افغان خاوره کې پنا ور کړې ده.

طالب چارواکو بیا بیا د پاکستان دا دواړه ادعاوې رد کړې دي.

خو حامد کرزی دې دوو مسلو ته له اشارې پرته خپل فیسبوک کې لیکي: «د پاکستان اوسني مشکلات نه په افغانستان او نه هم په افغان مهاجرینو پورې اړه لري.»

د نوموړي په خبره، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو شتون دغه هېواد ته گڼ اقتصادي او اجتماعی منفعتونه ور په برخه کړي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت تېره سې شنبه وویل چې په دغه هېواد کې له څلور میلیونه او څلور لکه افغان کډوالو یو میلیون او څه باندې اوه لکه یې بې قانونه دي.

دغه وزارت دې بې قانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړ.

هممهاله په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو پېښې هم ډېرې شوې دي.

د پاکستان وروستۍ پرېکړې ته د دغه هېواد د انساني حقونو کمېسون هم غبرګون ښودلی او له نړیوالو قوانینو سره یې په ټکر کې بللې ده.

د بښنې نړیوال سازمان هم له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو تاریخي ملاتړ روان وساتي.

حامد کرزي هم د پاکستان وروستۍ پرېکړه د افغان کډوالو د نږدې ۴۰ کلنې مېلمه پالنې سره په ټکر کې بللې ده.

تخار کې ځايي طالبان له پاکستاني وسلوالو سره یو ځای شوي

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۸ GMT+۱
 تخار کې ځايي طالبان له پاکستاني وسلوالو سره یو ځای شوي
100%

سره له دې چې طالب مشرانو خپل وسلوال د پاکستان پر ضد له جګړې منع کړي، خو د دې ډلې غړي د پاکستاني طالبانو له لیکو سره یوځای کیدو ته دوام ورکړی. افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اسناد ښيي، چې تخار ولایت کې طالب وسلوال په شمالي وزیرستان کې د حافظ ګل بهادر له ډلې سره یوځای شوي دي.

د دغو اسنادو له مخې، په تخار ولایت کې لږ تر لږه ۴۰ طالبان د حافظ ګل بهادر له ډلې سره یوځای شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د طالبانو مشر، د دفاع وزیر او د طالبانو د سترې محکمې یوه غړي په پاکستان کې جګړه «حرامه» بللې وه.

سرچينو زياته کړې، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده يو حکم صادر کړی، چې له مخې يې په پاکستان کې جګړه منع او «حرامه» ده.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب هم د زمري په میاشت کې اعلان وکړ، چې که څوک د جهاد په نیت له افغانستانه بهر ځي، د هغه کار جهاد نه بلل کیږي. هغه ویلي وو: «کله چې د مجاهدینو امیر مو له جګړې منع کړي او بیا هم تاسو جکړې ته ځی، ستاسو دا جګړه جهاد نه بلل کیږي.»

د طالبانو د سترې محکمې غړي مفتي عبدالرووف هم په پاکستان کې د جګړې پر ضد فتوا صادره کړه او ویلي یې و، چې طالبانو د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه، چې په بهر کې به جهاد نه کوي.

خو هغه اسناد چې موږ تر لاسه کړي، ښيي چې له تخار ولایت څخه طالب وسلوال د حافظ ګلبهادر په مشرۍ له پاکستاني طالبانو سره یوځای شوي دي.

100%

د هغو طالب جنګیالیو نوملړ چې د تحریک طالبان پاکستان له لیکو سره یوځای شوي دي

د تحریک طالبان پاکستان له خوا د بریدونو له زیاتېدو او د پاکستان په جګړه کې د افغان طالبانو د حضور په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، اسلام اباد پر افغان طالبانو فشار راوړ چې په دغه هېواد کې جګړه «حرامه» اعلان کړي.

د افغانستان او پاکستان طالبان نږدې اړیکې سره لري. پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، طالبانو هڅه وکړه چې د پوځ او ټي ټي پي تر منځ منځګړتوب وکړي، خو بریالي نه شول.

پاکستاني چارواکو په وروستیو ورځو کې هم وویل، چې په تېرو ۹ میاشتو کې په پاکستان کې له ۲۴ځانمرګو بریدونو څخه ۱۴یې د افغانانو له خوا شوي دي.

100%

له تخار ولایت څخه لږ تر لږه ۴۰ تنه طالبان له تحریک طالبان پاکستان سره یوځای شوي دي

د افغانستان د اقلیمي بدلون لومړنۍ غونډه هرات کې جوړه شوه

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۷ GMT+۱
د افغانستان د اقلیمي بدلون لومړنۍ غونډه هرات کې جوړه شوه
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۱۳مه) په هرات کې د اقلیمي د بدلون په اړه لومړنۍ غونډه وکړه. یوناما ویلي، چې په دې ناسته کې اړوند بنسټونو د اقلیمي بدلون د اغېز کمولو لپاره د لا زیات متقابل عمل او ډله ییزو اقداماتو غوښتنه وکړه.

یوناما د افغانستان په لویدیځ کې د خپل د دفتر د مشرې ایلین ویاریال له قوله لیکلي، چې د اقلیم بدلون یوه نړیواله ننګونه ده چې له پولو اوړي او ور سره مبارزه د ټولو همکارۍ ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر د معلوماتو له مخې، دا غونډه د هغو خبرو اترو د کړۍ لومړۍ لړۍ ده چې د اکټوبر له ۱۶مې څخه تر ۲۰مې د اقلیم د بدلون د نړیوالې اونۍ په نږدې کېدو سره ترسره کېږي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د اقلیم د بدلون ر وړاندې تر ټولو لږ چمتووالی لري.

د وروستیو څیړنو له مخې افغانستان د اقلیمي پایلو له امله په نړۍ کې شپږم ډیر اغیزمن هېواد دی.

د ملګرو ملتونو موندنې ښيي، چې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې خلک په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ، سېلابونو او د ځمکې ښویېدو له امله له ګڼو چاپېریالي ننګونو سره مخ دي.

په کرنه باندې د افغانانو د ژوند ژواک تړاو او له بلې خوا د څلورو لسیزو د بې ثباتۍ په ترڅ کې د چاپېریال پراخې ویجاړۍ او د ټولنیزو-اقتصادي زیربناوو ویجاړېدل افغانان د اقلیم د بدلون په وړاندې ډېر زیانمن کړي دي.